عفوې سازمان:ایران د علني اعدامونو شمېر زیات کړی

د عفوې نړېوال سازمان (امنسټي انټرنشنل ) وايي، چې د ایران رژیم د علني اعدامونو شمېر په شدت زیات کړی دی.

د دې ادارې یوې چارواکې پرون وویل، چې ایراني مقاماتو د کال له پيله تر اوسه دیارلس تنه اعدام کړي دي خو تر دې مخکې په ټول کال کې دومره کسان اعدام شوي وو .

د بشري حقونو د ملاتړ د دې ادارې یوې مسولې ویلي، چې په دوه زره اتم کال کې پر علني اعدامونو له بندیز سره سره ، د خلکو د ځپلو لپاره د ایران د رژیم دا کار نه یوازې دا چې د قربانیانو کرامت ته توهین دی بلکه د دې ډول اعمالو لیدونکي شکنجه کوي .

دعفوې نړېوال سازمان وايي، چې په ایران کې په تیر کال کې لږ تر لږه ۲۵۲ تنه اعدام شوي دي او له دې جملې لږ تر لږه ۱۴ اعدامونه په علني ډول ترسره شوي دي .