ټاکل شوې چې د امریکا د کانګرس یو هیات په کابل کې له چارواکو سره وګوري، د د دیموکرات ګوند سناتورانو کرس مورفي او بیل شویستر چې په دې هیات کې شامل دي له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې په دې ټينګار وکړ، چې د پاکستان حکومت د افغانستان په مسله کې له امریکا سره همکارۍ ته اړتیا لري .
دوي همدا راز ټینګار وکړ، چې د افغانستان د لانجې د هوارۍ لپاره یوې پراخې سیمه ایزې ستراتیژۍ ته اړتیا ده څو د دې هېواد په وړاندې د هند او پاکستان دریځونه په ځان کې را ونغاړي.
دوي وویل، چې د ولسمشر اوباما ادارې ته د داسې یوې ستراتیژۍ اهمیت څرګند شوی دی .
دوي به په کابل کې د ولسمشر کرزي په شمول له لوړ رتبه افغان مقاماتو سره د افغانستان او سیمې پر حالاتو خبرې کوي.