د کابل بانک د مالي بحران اصلي عاملین ښکاره شول

د افغانستان بانک رئیس یو شمېرهغه کسان په ګوته کړل، چې د کابل بانک په زیانمنېدو کې لاس لري. په دغو کسانو کې د ولسمشر حامد کرزي او د هغه د لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم وروڼه هم شامل دي.

د ولسي جرګې غونډې ته د معلوماتو د ورکولو په مهال د افغانستان بانک رئیس عبدالقدیر فطرت دا تورن کسان داسې معرفي کړل:

نوموړي وویل، دې کسانو د کابل بانک په میلیونونو ډالرو په غیر قانوني توګه په کابل او دوبۍ کې شتمنۍ اخیستي چې له امله یې دغه بانک د سقوط له خطر سره مخ شو.

د افغانستان بانک چې له زیانمېدو وروسته یې د کابل بانک کنترول په لاس کې اخیستی اوس یې ویلي، چې د دې بانک د خرڅلاو پلان لري.