فطرت:د کابل بانک په زیانمنېدو کې د قسیم فهیم د وروڼو لاس دی

د افغانستان بانک رئیس یو شمېرهغه کسان په ګوته کړل، چې د کابل بانک په زیانمنېدو کې لاس لري.

په دغو کسانو کې د ولسمشر حامد کرزي او د هغه د لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم وروڼه هم شامل دي.

د ولسي جرګې غونډې ته د معلوماتو د ورکولو په مهال د افغانستان بانک رئیس عبدالقدیر فطرت دا تورن کسان داسې معرفي کړل:

نوموړي وویل، دې کسانو د کابل بانک په پیسو په غیر قانوني توګه په دوبۍ کې شتمنۍ اخیستي چې له امله یې دغه بانک د سقوط له خطر سره مخ شو.

د افغانستان بانک چې له زیانمېدو وروسته یې د کابل بانک کنټرول په لاس کې اخیستی اوس یې ویلي، چې د دې بانک د خرڅلاو پلان لري.