د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د سولې ولایتي کمېټه پرون رسما افتتاح شوه،
د دې کمېټې د پرانیستلو پر مهال د بلخ والي عطاء محمد نور هیله څرګنده کړه چې دا کمېټه به د دولت مخالفان وهڅوي څو سوله وکړي.
ده همدا راز له مرکزي حکومته وغوښتل چې ګاونډي هېوادونه دې ته اړ کړي چې په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي. د بلخ والي زیاته کړه چې ټولې ستونزې پاکستان جوړې کړې دي:
« تر ټولو ستر ګواښ زما په باور د پاکستان ای ایس ای دی، چې مخالفان روزي، ځای ورکوي، تمویلوي یې او افغانستان ته یې رااستوي»
د بلخ ولایت د سولې کمېټه دیرش غړي لري چې په کې قومي مشران، سیمه ییز متنفذ کسان، د ولایتي شورا، مدني ټولنو، علماء و شورا او د ښځو د شورا استازي په کې غړیتوب لري.