جمال الدین منګل،پکتیا

په دغه ولایت کې زیات ښوونځي شته، خو ډیری ښوونځی يي ودانۍ نه لري
نو له همدې امله یو شمېر ښوونځي د شدید باد او باران پر وخت رخصت وي. دا کار د زده کوونکو پر درسونو منفي اغیزه کوي.

سربیره پر دې چې د پکتیا مرکزي ښوونځی چې زیات شمېر زده کوونکي لري، خو ودانۍ یې ډیرې زړې او ویجاړې دي او بیا هم زیات زده کوونکی د انګړ د خونو د کمي له امله بهر درسونه وایي.

بل د پکتیا مشهوره لیسه چې د عبدالحی ګردیزي عالي لیسې په نوم یادیږي، هغه هم سم مکمله ودانۍ او لیلیه نه لري، مسؤل چارواکي باید په دې اړه اقدام وکړي.