په افغانستان کې میشتو نړیوالو ځواکونو ویلي دي، چې په دې هېواد کې یې د القاعده شبکې یو مهم غړی وژلی دی.
فرانس پریس خبر ورکړی، چې د القاعده شبکې یو مهم غړی ابوحفس ال نجدي چی په عبدالغني مشهور و او د سعودي عربستان تبعه و، د اپریل په دیارلسمه نیټه، د نړیوالو ځواکونو په هوایي برید کې په کونړ ولایت کې وژل شوی دی.
ویل کیږي، د القاعده شبکې وژل شوی مهم غړی، چی په افغانستان کې د لویو پیښو د سمبالولو مسول بلل شوی و له څه مودې راهیسې د ایساف ځواکونو تر تعقیب لاندې و.