غالب: د زندایانو تېښته د زندان د ساتونکو له همکارۍ پرته امکان نه لري

د افغانستان د عدلیې وزیر په یو لیک کې ولسمشر کرزي ته د کندهار له زندان څخه د بندیانو د ډله ایزې تیښتې په اړه ځینې ټکي په ګوته کړي.

د جمهوري ریاست له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې حبیب الله غالب که څه هم په دې پیښې خواشیني څرګنده کړې، خو ویلي یې دي، چې د تونل وهل او د بندیانو د لیږدونې لپاره د ترانسپورتي اسانتیاوو برابرول په زندان کې دننه له همکارۍ پرته امکان نه لري.

د کندهار له زندان څخه وړمه شپه څلورسوه اتیا اتیا بندیان وتښتیدل، د طالبانو رهبري شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د کندهار زندان ماتول د طالبانو یوه ستره بریا بللې.

د طالبانو د رهبري شورا په اعلامیه کې ویل شوي، که څه هم د کندهار دا زندان تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ساتل کیده، خو دوی وتوانیدل، چې د بندیانو د خوشې کولو لپاره خپل پلان په سمه توګه پلې کړي.

بل خوا د کندهار چارواکي وایي، چې په تیرو څلور ویشت ساعتونو کې یې پنځه شپیته تښتیدلي بندیان بیرته نیولي دي.