د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

ایران نن د اسلامي انقلاب ۴۰مه کلیزه لمانځي

په داسې حال کې چې په ایران کې نن د اسلامي انقلاب د ۴۰مې کلیزې مراسم روان دي، ولسمشر حسن روحاني پر متحدایالاتو سخت انتقادونه وکړل او دا هېواد یې د ایران پر ضد د دسیسو په جوړولو تورن کړ.

روحاني د تهران په ازادۍ چوک کې د زرګونو کسانو په ګډون یوې غونډې ته د وینا پرمهال یادونه وکړه چې ایران د امریکا او د امریکا د متحدانو له فشارونو سره سره د خپل پوځي ځواک او د توغندیو د پروګرام د پیاوړي کولو پرېکړه کړې ده.

​هغه ټینګار وکړ چې هېواد به یې د خپلو توغندیو د جوړولو لپاره له هېڅ چا اجازه ونه غواړي.

ده وویل:

"موږ به د زغرو ضد توغندیو د ډولونو، د هوايي مدافعې، له ځمکې اوبو او له اوبو ځمکې ته، له هوا څخه هوا او له ځمکې څخه ځمکې ته د توغندیو د بېلابېلو ډولونو د جوړولو لپاره له هېڅ چا اجازه نه ده غوښتې او وبه یې نه غواړو."

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه اي د فبرورۍ په اتمه د هوايي ځواکونو افسرانو ته د وینا پرمهال وویل چې ایرانیان به تر هغه وخته مرګ پر امریکا شعار ورکوي چې واشنګټن د تهران پر وړاندې د دښمنۍ له پالېسیو لاس وانه خلي.​


XS
SM
MD
LG