د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

د نړۍ یوشمېر مشرانو د پاریس په لاریون کې ګډون وکړ


د نړۍ یوشمېر مشرانو د پاریس په لاریون کې ګډون وکړ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:57 0:00

د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې له خونړیو حملو وروسته پرون څه باندې پنځلس لکو خلکو چې د نړۍ د څلوېښتو هېوادونو مشران هم پکې وو، په دې ښار کې لاریون وکړ. د لاریون ګډونوالو د چارلي اېبدو Charlie Hebdo طنزي اونیزې پردفتر د تروریستي برید له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه. د دې حملې په اولسو قربانیانو کې څلورکارتونیستان هم شامل و. لاریون کوونکو د افراطیت پرضد د یووالي او د چارلي اېبدو د خپرونې او د بیان د ازادۍ د ملاتړشعارونه ورکول. د فرانسې د کورنیوچارو وزارت وویل، پرون په ټوله فرانسه کې لږ تر لږه درې اعشاریه اوه میلیونه خلکو د افراطیت پرضد لاریون وکړ چې د دې هېواد په تاریخ کې ساری نه لري. دې وزارت همدا راز ویلي چې د پاریس په لاریون کې د دولس لکو او شپاړس لکو ترمنځ خلکو ګډون کړی و، خو د خلکو پراخ ګډون ته په پام سره یې دقیقه شمېرنه ناممکنه وه.

XS
SM
MD
LG