د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

افغانستان کې د عامه خلکو مرګ ژوبله یو په سلو کې زیاته شوې


  • ډېلي مېل ورځپاڼه

ډېلي مېل ورځپاڼې په افغانستان کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر یا یوناما وروستی راپور راخیستی او لیکلي دي چې په افغانستان کې د روان ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د عامه خلکو مرګ ژوبله د تېر میلادي کال په پرتله یو په سلو کې زیاته شوې ده.

ډېلي مېل ورځپاڼه د یوناما د راپور په استناد لیکي چې د سږ کال په لومړۍ نیمایي کې ۱۶۹۲ عام وګړي په روانو جګړو او تاوتریخوالي کې وژل شوي او ۳۴۳۰ نور ټپیان شوي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د عامه خلکو مرګ ژوبله د ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

د ملګرو ملتونو په راپور کې د دولت د وسله‌والو مخالفانو بریدونه او ځان وژونکې چاودنې د عامو افغانانو د مرګ ژوبلې تر ټولو لوی لامل بلل شوی دی.

ډېلي مېل ورځپاڼه وړاندې لیکي چې ملګرو ملتونو داسې مهال د افغانستان په روانه جګړه کې د عامو افغانانو د مرګ ژوبلې راپور خپور کړی چې په تېرو ۱۷ کلونو کې د لومړي ځل له‌پاره په افغانستان کې د اختر په ورځو کې اوربند نافذ شو.

ورځپاڼه د مطلب په پای کې لیکي چې افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو دواړو دې اوربند ته درناوی وکړ او هغه‌یې په ګډه ولمانځه.

افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو دواړو دی اوربند ته درناوی وکړ او هغه یی په ګډه ونمانځه
افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو دواړو دی اوربند ته درناوی وکړ او هغه یی په ګډه ونمانځه
  • واشنګټن پوسټ ورځپاڼه

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بیا د افغانستان په شمال کې د افغان ځانګړو ځواکونو له‌خوا د یو سیمه‌ییز قوماندان نظام‌الدین قیصاري له نیولو وروسته حالاتو ته کتنه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي چې د قوماندان قیصاري او د افغان ځانګړو ځواکونو ترمنځ له لنډې نښتې وروسته یوه وېډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه چې د قوماندان قیصاري د پلویانو انتقادونه‌یې راوپارول.

ورځپاڼه لیکي چې ظاهراً دا وېډیو د افغان ځانګړو ځواکونو او قوماندان قیصاري د ساتونکو ترمنځ له لنډې نښتې وروسته جوړه شوې ده.

په دې وېډیو کې افغان ځانګړي ځواکونه ښودل کېږي چې د قوماندان قیصاري ساتونکي چې لاس تړلي په ځمکه پراته دي، وهي او ټکوي.

ورځپاڼې وړاندې د دې پېښې په اړه د افغان ولسمشر اشرف غني څرګندونې راخیستي دي او لیکلي یې دي چې ښاغلي غني د یکشنبی په ورځ په یوه خبري غونډه کې ژمنه وکړه چې د افغان وسله‌والو ځواکونو د سر اعلی قوماندان په توګه زما له‌پاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو هغه چلند چې له نافذه قوانینو او اصولو سره په ټکر کې وي، د منلو وړ نه‌دي.

XS
SM
MD
LG