د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

د افغانستان په اړه د بین المللي مطبوعاتو لیکنې


  • ډیفینس ون خپرونه

ډیفینس ون خپرونې په بروکسل کې د ناټود مشرانو د وروستۍ غونډې په اړه یوه لیکنه خپره کړې چې وايي ټول موافق ول چې د افغانستان له امنیتي ځواکونو به تر 2024 میلادي کاله ملاتړ کوي.

د ناټو د نهه ویشت غړو هېوادونو د مشرانو په اعلامیه کې چې د غونډې په پاي کې یې خپره کړه ، ویل شوي ول چې افغانستان باید یو وار بیا د تروریستانو په ځاله بدل نه شي او له دې امله به دوي خپل ماموریت جاري وساتي.

په مقاله کې د ولسمشر محمد اشرف غني په حواله ویل شوي چې د ناټو دمشرانو د غونډې په څنډه کې یې د امریکا له جمهور رئيس ، دونالد ټرمپ سره کتلي او هغه ته یې قناعت ورکړی چې خپل عسکر په افغانستان کې وساتي.

ولسمشر محمد اشرف غني له ډېفېنس ون خپرونې سره په مرکه کې ویلي چې افغانستان د ناټو د غړو هېوادونو په بحثونوکې د اختلاف نه بلکه د تفاهم وړ مسئله ده.

خو ایا د امریکا حکومت له افغانستانه د خپلو عسکرو پر ایستلو غور کوي؟

اشرف غني د ډېفېنس ون خپرونې د دې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې دانظر له ټرمپ سره د هغه تر کتنې مخکې موجود و خوتر کتنې وروسته، نه !

ولسمشر غني ديفینس ون خپرونې ته ویلي چې د امریکا دمتحدو ایالاتو ولسمشر، دونالد ټرمپ ځانګړی شخصیت اوله مسایلو سره دچلند لپاره ځانته لار لري نو له دې امله، مسئلې باید له دلایلو سره ور وړاندې شي.

غني ویلي: ویاړم چې په دې برخه کې مې قناعت ورکړی دی.

  • ډېلي مېل ورځپانه

د بریتانیې ډېلي مېل خپرونې په وروستیو کې د امریکايي ځواکونو د تلفاتو په اړه مقاله خپره کړې اوپه یوه برخه کې یې لیکل شوي، د امریکايي ځواکونو تلفات او د افغان امنیتي ځواکنو له لوري پر هغوي حملې ښايي امریکايي ځواکونه د خپلې طریقې بدلون ته اړ کړي.

په افغانستان کې د امریکا محاربوي ماموریت له 2001 تر 2014 میلادي کاله روان و چې په ترځ کې یې د امنیتي ځواکونو په چوکاټ کې پر امریکايي قواوو داخلي یا نفوذي حملې زیاتې وې.

ډېلي مېل لیکلي، په وروستۍ یوه اونۍ کې پر دریو امریکايي عسکرو په افغانستان کې حملې شوې خوامریکايي پوځیان ټینګار کوي چې داسې حملې یې د ماموریت ممانعت نه شي کولائ .

افغان پوځیان
افغان پوځیان

د ډېلې مېل د دې مقالې د لیکوال په باور یو جالب ټکی دا دی چې په وروستیو کې یوه افغان عسکر پر امریکايي پوځي حمله وکړه او هغه یې ووژل خو طالبانو يې په وړاندې متفاوت غبرګون څرګند کړ.

پخوا به د داسې حملو په اړه په غبرګون کې، طالبانو مسئولیت اخیست یا به یې ویل چې حمله کونکي له دوي سره ارتباط درلود.

خو د ډېلې مېل په وینا، دا وارطالبانو نه مسئولیت واخیست او نه یې وویل چې حمله کونکي له دوي سره تړاو درلود .

طالبانو یوازې د حملې هرکلی وکړ.

XS
SM
MD
LG