دواړه ترافیکي پیښې پرون ماښام د کابل کندهار په لویه لاره د غزني اړوند سیمو کې شوي دي.
تر دې مخکې په غزني ولایت کې یوې سیمه ییزې طالب سرچینې د وژل شویو شمیر پنځوس او د تپیانو شل تنه ښودلی و.
خو اوس داسې ښکاري چې په پېښو کې د وژل شویو شمېر لوړ شوی او دا چې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضیعت ښه نه دی، د مړو د شمېر د زیاتیدو ویره شته.
د حافظ عمر د معلوماتو له مخې لومړۍ پیښه د غزني اړوند سیمو کې هغه وخت رامنځته شوه "چې یو مسافر وړونکی موټر له یوه ټانکر موټر سره چې ګاز یې لیږدول ټکر شو "
نو موړې وویل چې دویمه پېښه " په سیمه کې له لومړۍ یوې نژدې پنځلس کیلومتره لرې هغه وخت پیښه شوه چې یو مسافر وړونکی موټر له یوه بل ټانکر سره ټکر شو."
چارواکي وايي څیړنه یې کوي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن په خپلې اېکس پانې " پخواني ټویټر" د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، دوی د کابل -کندهار پر لویې لارې د تېرې شپې د موټرو د ټکر خونړۍ پېښې څېړي.
مجاهد په بیان کې هم په یادو پېښو کې د وژل شویو شمیر ۵۲ تنه او د ټپیانو هغه ۶۵ ښودل شوی دی.
قربانیان
په ټولنیزو رسینو کې د پیښو له ځایه په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې لوی بسونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او په وینو کې لت پت پراته ټپیان زګېروي کوي.
د هلمند ولایت یو اوسېدونکی محمد ګل چې یو نږدي خپلوان یې اجمل مخلید چې د تخصص د دورې محصل و په دې پېښه کې وژل شوی ازادي راډیو ته وویل چې یوه ورځ مخکې اجمل ورسره کابل ته د سفر په نیت مخه ښه وکړه او ورته یې وویل کابل ته " ځم چې د جمعې په ورځ مې د تخصص ازموینه ده او دا خپل اسناد به هم وزارت ته یوسم."
په غزني کې ځايي خبریالانو ازادي راډیو ته وویلي چې یادې مسافر وړونکي موټرې په میرویس نیکه او بهمن ترانسپورتي شرکتونو پورې اړوند وې خو په دې اړه طالب ویندویانو تر اوسه کوم معلومات نه دي شریک کړي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د یادو مسافر وړونکو ټرانسپورتي شرکتونو سره خبرې وکړو خو بریالی نه شو.
نژدې هره ورځ ترافیکي پېښې
په دې وروستیو کې د افغانستان په لویو لارو کې ټرافیکي پېښې په بې سارې کچه زیاتې شوې چې خلکو وخت ناوخت له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه د جدي اقداماتو غوښتنه هم کړې ده.
د کندهار ولایت اوسېدونکی محمد عارف چې له کلونو راهیسې د کابل- کندهار پر لویې لارې تګ راتګ کوي پر دغه لار د موټر چلونکو د بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو د نه مراعتولو په اړ ازادي راډیو ته وویل" افغانان اوس له جګړو څخه په امان دي خو هره ورځ موږ د ټرافیکو پیښو له کبله د افغانانو د مرګ ژوبلې شاهدان یوو"
عارف وویل، باید چې واکمن چارواکي په لویو لارو د ترافیکي پېښو د کمیدو لپاره اقدامات وکړي.
د محمد عارف په وینا" کوم موټر چلونکی چې پر دغه لار ځي ټرافیکي اصول په پام کې نه نیسي ان ځینې هغه یې له نشه يي توکو استفاده کوي او د خلکو ژوند په خطر کې اچوي"
که څه هم د پرونیو پیښو په اړه د طالبانو د حکومت په بیان کې چې د ذبیح الله مجاهد له لوري خپور شوی راغلي چې اړوند ارګانونو ته په جدي ډول سپارښتنه شوې چې د دغو پېښو لامل معلوم او په راتلونکي کې د دا ډول خونړیو پیښو د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي خو دا لومړی ځل نه دی دا ډول خونړۍ پیښې رامنځته کیږي بلکې دا مهال ترافیکي پېښې په افغانستان کې د وګړو د مرګ ژوبلې له لویو لاملونو څخه دی.
په دې هېواد کې ډیر لویې لارې او سړکونه کنډ کپر دي چې ډیر یې په جګړو کې د ماینونو او بمي چاودنو له کبله په ویجاړ حالت کې پاتې دي.
یو منظم ترافیکي سیستم او ډیسپلین وجود نه لري همدارنګه خلک په موټرو کې د سفر پر مهال حفاظتي تدابیر لکه د کمر بند تړل نه مراعتوي.
پر سړوکونو ترافیکي نښې نه شته او که شته موټرچلوونکي د نښو په شمول ترافیکي مقرارت نه مراعتوي. دا په افغانستان کې د ترافیکي پېښو او په کې د درنو مرګ ژوبلو مهم سببونه ګڼل کیږي.
پر دې سربېره پر خرابو سړکونو د موټر چلونکو زیات سرعت، د ځینو موټر چلوونکو له خوا د موټر چلوَنې پر مهال د چرسو په شمول د نشه يي موادو کارول، او په ځینو مواردو د حکومتي موټرو په بې احتیاطۍ ځغلول هم هغه سببونه نه دي چې نژدې هره ورځ په دې هېواد کې مرګونې ترافیکې پېښې رامنځ ته کوي.