نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز لیکي، سره له دې چې د دواړو هېوادونو رهبرانو تر دې مخکې هم د سولې د یوې موافقې په اړه سره لیدلي او ږغیدلي دي خو د شنبې د ورځې لیدنه د دې لپاره بې سارې وه چې ګڼ شمېر لوړ رتبه چارواکو برخه په کې درلوده.
د ورځپاڼې په لیکنه، د دې لیدنې او له لاسته راوړنه چې تقریبا پينځه ساعته بحث ورباندې وشو د یوه کمیسون د رامنځ ته کولو موافقه وه.
د پاکستان د صدراعظم سید یوسف رضا ګیلاني اوحامد کرزي ترمشرۍ لاندې دا کمیسیون به د بیا پخلاینې د هڅو په اړه تبلیغ کوي.
نیویارک ټایمز لیکي، ښايي د دې لیدنې تر ټولو مهم اړخ د دواړو هېوادونو د رهبرانو په لهجه کې بدلون وو، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره واقعي تمایل په کې څرګندېده.
ګڼ شمېر څارونکي او کارپوهان د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکاري له مخالفینو سره د سولې د هرې هڅې د بریالتوب لپاره حیاتي ګڼي.
د نیویارک ټایمز په لیکنه، زیات شمېر دې مخالفینو د پاکستان له استبخاراتو سره اوږد مهالې اړیکې درلودې .
واشنګټن پوست:
واشنګټن پوست ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په جنوب کې امنیتي وضعیت ته کتنه کړې او د کندهار په دریو ناامنو ولسواليو کې يې د امنیت تامین په دې هېواد کې د وضعیت د تغیر نښه ګڼلې ده .
ورځپاڼې لیکي، یو مهال په سنګین ولسوالۍ کې د هلمند دریاب څنډې د نړېوالو ځواکونو لپاره له ډيرو خطرناکو ځایونو شمېرکېدې.
په دې ولسوالۍ کې د نړېوالو ځواکو لپاره د دې دوو قراره ګاوو ترمنځ تګ راتګ اته ساعته وخت نیو، خو اوس په اتلس دقیقو کې تلای راتلای شي.
ورځپاڼې د کندهار ژیړۍ ولسوالۍ هم د مثال په ډول یادوي او لیکي چې یو مهال دا ولسوالۍ د کندهار په لویدیځ کې د وسله والو له نه ماتیدونکو سنګرونو څخه وه خو اوس د دې سیمې اوسیدونکو ته د امریکا پراختیايي پروژې عملي کیږي،همدا خلک یو مهال په دې سیمه کې د طالبانو له سنګسارونو او تهدید څخه کړېدل.
واشنګټن پوست ورځپاڼه د ارغنداب د حاصل خیزې ولسوالۍ یادونه کوي او لیکي د دې ولسوالۍ دریو سپين ږیرو په ډیر جرات د یوه بهرني عسکر د مړینې په مناسبت د ویر په مراسمو کې برخه واخیسته، دا عسکر له لسو نورو سره په ارغنداب کې د ماین په چاودنه کې وژل شوی وو.
ورځپاڼه لیکي، دا او دیته ورته مثالونه د افغانستان په هغه پراخه برخه کې چې د امریکايي پوځيانو د پاملرنې په مرکز وه د پرمختګ څرګندونه کوي.
ورځپاڼه لیکي، په تقریبا یوه لسیزه کې دا اول وار دی چې وسله وال طالبان خپل پسرلني عملیات په داسې حال کې پيلوي، چې پر سیمو کم کنټرول لري او په جنوب کې یې نفوذ هم د تیرکال په مقایسه کم شوی دی .
واشنګټن پوست د ناټو د عمومي قوماندان جنرال ډيویډ پټرویس په حواله لیکي چې سږکال خپل دا عملیات له یوه ډير متفاوت موقف څخه پيلوي .
د ورځپاڼې په لیکنه، امریکايي جنرالان تمه لري، چې ملکي خلکو به د دوي د عملیاتو په ترڅ کې د امنیت احساس کړی وي او په خپلو سیمو کې د طالبانو د فعالیتونو په اړه به نړېوالو ځواکونو او افغان امنیتي قواوو ته معلومات ورکوي.
جنرال پټرویس واشنګټن پوست ته ویلي، چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د شمېر له زیاتیدو او په سیمه کې د امریکا د استخباراتي فعالیتونو ښه کېدل به د وسله والو ضد فعالیتونو کې د پام وړ پرمختګ ته لاره خلاصه کړي.