د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۰

له کندهاره د ٣٢ ميليونو ډالرو په ارزښت مېوې صادرې شوي


په کندهارکې د سوداګرۍ د خونو مشر نصر الله زهير وايي، که څه هم تير لمريز کال په دغه ولايت کې د انګورو د راټولو پر مهال عمليات وشول، خو د دوي پر صادراتو يې کومه بده اغېزه نه ده کړې او د وچې او لندې ميوې د صادراتو کچه په ١٣٨٩لمريز کال نسبت تيرو کلونو ته ٣٠ سلنه لوړه شوې.

ښاغلي زهير وايي، چې د تير ١٣٨٩ لمريز کال په اوږدو کې يې بېلابېلو بهرنيو هېوادونو ته ١٧ زره نهه سوه شل ټنه وچه او ١١ زره دوه سوه ٧٦ ټنه لنده مېوه صادره کړې، چې ټوليز لګښت يې ٣٢ ميليونه ډالره کېږي.

د زهير په وينا په وچه مېوه کې کشمش، بادام، اينځر، ارتاوې او په لنده مېوه کې انار، انګور،مڼه،خټکۍ او نورې ميوې د بېلابېلو سوداګرو له خوا پاکستان، هندوستان، دوبۍ امريکا کانډا ماليزيا او يو شمېر نورو هېوادونو ته صادر شوې دي:

(په صادرو شوو ميوو کې کشمش، انځر، انار،مڼه،انګور او داسې نورې ميوې شامل دي له کندهار څخه وچه او تازه ميوه د ګاوڼډي هېواد پاکستان برسيره هندوستان،دوبۍ او يو شمېر نورو هېوادونو ته استول شوي، چې لويه برخه يي هندوستان هېواد ته صادره شوی.)

بل خوا يو شمېر سوداګر که څه هم په دې خوشحاله دي، چې د ميوو د صادراتو کچه يي لوړه شوی، خو دغه سوداګر د چارواکو غواړي چې نور هم د کندهار د ميوو لپاره بازار پيدا کړي.

د دغه سوداګرو په باور کله چې د بزګرانو مېوه په ښه بيه خرڅه شي نو کېداى شي په راتلونکي کې د کوکنارو له کر څخه هم لاس واخلي،په کندهار کې د لندې ميوې د اتحاديي مسؤل حاجي عبدالوهاب زیاتوي:

(سږ کال يوازينی کال وو، چې زموږ ډيره ميوه بهر ته ولاړ ولې پر دې بايد اکتفا ونه شي دولت بايد سوداگرو او باغدار انوته په بهر کې د لندې ميوې د بازار يا مارکيټ په برخه کې ډيره مرسته وکړي چې د دوي ميوه په بهرنيو هېوادونو کې ښه بازارولري.)

يو شمېر سوداگر بيا شکايت کوي، چې تراوسه هم په کندهارښارکې د ميوو د ساتنې لپاره مارکيټ نه لري.

بخت محمد هغه سوداګر دی، چې د تيرو څو کلونو را په ديخوا په کندهار کې ميوه خرڅوي:

(زموږ سره هيڅ نه دي شوي، چې زه په ورځ کې پنځوسو نه تر شپيته گوونيو پورې ميوه جات خرڅوم خو يو کس چې په مياشت کې يو ځل له کويټې ښار څخه راځي دلته کاروبار کوي خپل ځای لري.)

د يادونې وړ ده، چې په ١٣٨٨ لمريز کال کې د کندهار څخه يوازې ٢٠ ټنه وچه او لنده ميوه بهرته صادره شوې وه، چې ١١ ميلیونه ډالره ارزښت يي درلود.

محمدصادق رښتيي _کندهار
XS
SM
MD
LG