د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

د پکتیا اوسېدونکي له ناقانونه درملتونونو او بې کیفیته درملو نه سرټکوي


خلک په مسوولينو نيوكه كوي چې د دغه كار د مخنيوي لپاره صادقانه هڅې نه كوي.
خلک په مسوولينو نيوكه كوي چې د دغه كار د مخنيوي لپاره صادقانه هڅې نه كوي.

د افغانستان په جنوب ختيځ ولايت پكتيا كې د ناقانونه درملتونونو فعاليت خلك اندېښمن كړي دي. اکثره دغه درملتونونه په ولسواليو او كليوالي سيمو كې دي.

د پكتيا ولايت اوسېدونكي وايي د دې ولايت په مركز او ولسواليو كې لا هم داسې درملتونونه فعاليت كوي چې د درمل پلورلو رسمي جوازونه نلري او تر څنګ يې بې كيفيته درمل پلوري.

د دغه نا قانونه درملتونونو له امله چې زيات شمېر يې په ليرې پرتو كليوالو سيمو او ولسواليو كې دي، د يادو سيمو خلك له روغتيايي ستونځو سره مخ شوي او د تړل كېدو غوښتنه يې كوي.

د دغو ولسواليو په لومړي سر كې د څمكنيو ګڼ مېشته ولسوالۍ ده چې د ناقانونه درمل پلورنې له امله يې خلك تر ستوني راغلي.

د يادې ولسوالۍ يو تن اوسېدونكى چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، وايي: د ولسوالۍ په بازار كې له سلو زيات درملتونونه فعاليت كوي، چې يوازې د ګوتو په شمېر يې د كار رسمي جوازونه لري او پاتې نور يې ناقانونه بوخت دي.

نوموړى په مسوولينو نيوكه كوي چې د دغه كار د مخنيوي لپاره صادقانه هڅې نه كوي.

هغه زياته كړه چې څه موده وړاندې د درملتونونو د ارزونې په موخه يادې ولسوالۍ ته يو پلاوي ورغلى و، خو ياد پلاوي د پيسو په بدل كې ډېر هغه درملتونونه بند نه كړاى شول چې ناقانونه او له وخت تېر درمل پلوري.

د يادو نيوكو او تورونو په اړه د پكتيا د عامې روغتيا ريس ډاكټر نادر نوري وايې: ناقانونه درملتونونه يې ځكه ونه تړل چې د يادې ولسوالۍ قومي مشرانو ورسره ژمنه كړي چې درمل پلورونكي به پر دې مجبور كړي چې ډېر ژر د كار رسمي جوازونه واخلي .

نوري دا هم زياته كړه چې وخت په وخت يې د پكتيا په مركز او ولسواليو كې له درملتونونو څخه په ټنونو ناقانونه درمل راټول كړي او له منځه وړي دي.
ليدل كېږي چې په پكتيا او پاتې نورو جنوب ختيځو ولايتونو كې د ناقانونه درملتونونو او درملو ستونځه له ډېرو كلونو راهيسې روانه ده او ويل كېږي چې دغه بې كيفيته درمل پر پوله د نه څار له امله په ازاد ډول له پاكستان هېواد څخه را وړل كېږي.

په سيمه كې د روغتيا فعالين وايي چې كه د دغې ستونځې د هوارولو هڅې ونشي، نو شونې ده چې له امله يې د سيمې خلك په اوږدمهاله او لا علاجه ناروغيواخته شي
XS
SM
MD
LG