په کندهار کې د پولیسو د جلب او جذب په مرکز د وسلوالو حمله پای ته رسيدلې
په کندهار کې د پوليسو د جلب او جذب پر ودانۍ څلور واړه بريد کوونکي وژل شوي او جکړه پای ته رسيدلې ده.
د کندهار د امنیې قومندان خان محمد مجاهد په يوې خبري ناسته کې وويل، چې په دغه حمله کې شپږ تنه امنيتي سرتيري وژل شوي او دولس تنه نور زخميان دي.
مجاهد وويل، چې په دغه پيښه کې څلور ځانمرګي بريد کوونکي چې په وسلو هم سمبال وو، شاوخوا لس نيمې بجې يادې ودانۍ ته ننوتل او له پوليسو سره يې تر چاودنې وروسته نښته پيل کړه.
د نوموړي په وينا درې بريد کوونکي د پوليسو په ډزو وژل شوي او يوه يې د يوه امبولانس موټر په وسيله ځان ته چاودنه ورکړي.
د امنيې قومندان وويل، چې د پوليسو ياده مرګ ژوبله د همدې چاودني له امله زياته شوې.
"په پوليسو کې دولس تنه زخميان شوي څلور د ملي امنيت سرتيري يو د ملي اردو سرتيری او يو پوليس وژل شوي."
وسلوالو طالبانو د دې ډله ييزي حملې مسووليت منلی دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، په دغه پيښه کې يې ٣٨ تنه کورني او بهرني سرتيري وژلي.
خو امنيتي چارواکو د وسلوالو طالبانو دغه ادعا رد کړه.
محمدصادق رښتينى