د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

په جنوبي سیمو کې موبایل ټیلیفوني شبکې بیرته فعالې شوي


د افغانستان حکومت او طالبان دواړه ادعا کوي، چې د موبایل ټیلیفوني شبکو فعالیت د دوی په مرسته او کوښښ بیرته پیل شوی دی.

په هلمند او شاوخوا سیمو کې تقریبا نهه سوه زره کسان له موبایل ټیلیفوني خدماتو څخه بې برخې شوې و.

د اسوشتید پرېس خبري اژانس د راپور له مخې طالبانو دوه اونۍ مخکې دغو شبکو ته خبرداری ورکړی و، چې خپل فعالیتونه ودروي او د خپلې دغې پریکړې د عملي کېدو لپاره یي په هلمند کې د موبایل ټیلیفوني شبکو اته ټاورونه یا انتنونه الوزولی.

په هلمند کی خلک د ټولو څلورو موبایل ټیلیفونی شبکو چې په افغانستان کی فعالی دی ، له خدماتو بې برخې و.

په هلمند كې درې ورځې مخکې سلګونو كسانو د ټیليفوني شبكو د بندېدو په وړاندې مظاهره وكړه او ګواښ یي وکړ، چې كه چېرې دغه شبکې بیرته فعالې نه شي دوي به ټول هغه ټاورونه او انتنونه وسوزوي چې په كليو او بانډو كې ولاړ دي.

د اسوشتید پرېس اژانس په وینا په هلمند کې د نړېوالو او افغان ځواکونو له څو میاشتنیو عملیاتو سره سره طالبان تر اوسه په دې ولایت کې نفوذ لري.

د افغانستان د مخابراتو د وزارت د موبایل ټیلیفوني شبکو د فعالیت د تنظیم د څانګې ریس سید محمد انوري وویل، موبایل ټیلیفوني شبکو د دغې ادارې په مرسته د ورځې له خوا بیرته په کار پیل کړی، خو د هغه په وینا تخنیکي ستونزو لاهم د دې مخه نیولی، چې موبایل ټیلیفوني شبکې خلکو ته د شپې له خوا خپل خدمات ورسوي.

انوري زیاته کړه، حکومت په هلمند کې د ټیلیفوني شبکو امنیت تامین کړی، څو خلک وکولای شي د ورځې له خوا له ټیلیفوني خدماتو ګټه پورته کړي.

طالبان ادعا کوي، چې د موبایل ټیلیفونونو فعالیت د دې د پریکړې په اساس بیرته پیل شوې او حکومت په دې کې هیڅ رول نه لري.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي اسوشتید پرېس خبري اژانس ته ویلي، چې دوي د خلکو اړتیاو ته په پام سره دغو شبکو ته په ځینو سیمو اجازه ورکړې چې بیرته په فعالیت پیل وکړي.

هغه وویل، دوي د موبایل ټیلیفونو فعالیت ځکه بند کړی و، چې په ځینو سیمو کې طالبانو عملیات پیل کړي او خلکو له موبایل ټیلیفون څخه په استفادې بهرنیو ځواکونو ته د دغو عملیاتو د جزیاتو په اړه معلومات ورکول.

د اسوشتید پرېس اژانس د راپورله مخې د طالبانو له خوا د موبایل ټیلیفوني خدماتو قطع کول یوه بله نخښه ده، چې دوي پسرلني عملیاتو ته تیاری نیولی.

د اسوشتید پرېس په وینا د هوا په تودېدو سره یو شمېر طالبان اوس غواړي چې په پاکستان کې له خپلو مرکزونو او د روزنې له کمپونو د افغانستان پر پولي را واوړي.
XS
SM
MD
LG