تازه خبر
یکشنبه ۸ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۳۹

خبرونه

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د ښوونځیو پر خوندیتوب او د زده‌کوونکو پر ساتنې ټینګار وکړ

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د کونړ ولایت په یوه ښوونځي کې د چاودنې له امله د وژل شویو او ټپیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دې پېښې له امله ژوره خواشینې ده.

د اروپايي ټولنې استازولۍ د یکشنبې په ورځ، د نومبر په ۲۹مه، پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې ښوونځي باید تل د زده‌کړې لپاره خوندي ځایونه وي او ماشومان باید په هر ډول شرایطو کې وساتل شي.

د شنبې په سهار، د نومبر په ۲۸مه، د کونړ ولایت د مرکز اسعداباد په اندرسېر سیمه کې یوه ښوونځي ته څېرمه چاودنه وشوه. د طالبانو د حکومت د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه لس زده‌کوونکي وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې چاودنه د کانونو د شرکتونو اړوند د چاودېدونکو توکو په یوه زېرمتون کې د بې‌احتیاطۍ له امله شوې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اوچا: پر ښځو او نجونو د محدودیتونو دوام د افغانستان راتلونکی ته خطر پېښوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې له کار څخه د ښځو او له زده‌کړو څخه د نجونو محرومول د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخامخوي.

اوچا د یکشنبې په ورځ، د نومبر په ۲۹مه، پر خپله ایکس‌پاڼه د یونیسف د ارزونو پر اساس لیکلي چې ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې په افغانستان کې له ۲۵ زره ډېرې ښځینه ښوونکې او د روغتیايي برخې ښځینه کارکوونکې له لاسه ورکړل شي.

اوچا ټینګار کړی چې د ښځو د کار کولو او د نجونو د زده‌کړې د حقونو ساتنه انتخاب نه، بلکې یوه اړتیا ده او باید ملاتړ یې وشي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له بیا رسېدو راوروسته پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګولي دي. نجونې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو، لوړو او نیمه‌لوړو زده‌کړو محرومې شوې دي او ښځې هم په ګڼو دولتي ادارو، نادولتي بنسټونو او د ملګرو ملتونو په اړوندو ادارو کې له کار کولو منع شوې یا له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

یوناما، زلمي خلیلزاد او راشد خان په کونړ کې د ماشومانو پر مرګ‌ژوبله خواشیني څرګنده کړې

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړي راشد خان په کونړ ولایت کې د چاودنې له امله د ماشومانو پر وژل کېدو او ټپي کېدو خواشیني څرګنده کړې ده.

یوناما پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې دوی په کونړ کې د ګڼ شمېر ماشومانو د وژل کېدو او ټپي کېدو د خبر په اورېدو سخت خوابدي شوي او د قربانیانو له خپلوانو سره خواخوږي څرګندوي.

له بلې خوا زلمي خلیلزاد پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د کونړ په یوه منځني ښوونځي کې د چاودنې له امله د ماشومانو وژل کېدو او ټپي کېدو خواشینی کړی دی. هغه د وژل شویو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د ژر روغېدو هیله کړې ده.

راشد خان هم په کونړ ولایت کې د چاودنې له امله د ماشومانو او نورو کسانو د مرګ‌ژوبلې په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.

یونیسف هم د شنبې په ورځ د لیندۍ په ۷مه پر خپله ایکسپاڼه په دې چاودنه کې د ګڼو ماشومانو پر وژل کېدو او د یو شمېر نورو پر ټپي کېدو خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې ښوونیز مرکزونه باید د ټولو ماشومانو لپاره خوندي ځایونه وي.

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینزي هم په دې چاودنه کې د زده ‌کوونکو پر وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې او د ماشومانو مړینه یې «ټکان ورکوونکې» بللې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې او د چاودنې د علت په اړه یې د شفافو څېړنو غوښتنه کړې ده.

چاودنه د شنبې په ورځ، د نومبر په ۲۸مه، د کونړ مرکز اسعداباد ته نژدې د شګۍ د منځني ښوونځي ترڅنګ په یوه کور کې د چاودېدونکو توکو له امله وشوه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه لس زده‌کوونکي وژل شوي او تر ۱۱۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

خو ځیني ناتایید شوي راپورونه وايي چې د وژل شویو کسانو شمېر تر دې ډېر دی.

م.م. په افغانستان کې د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو له لارې ۶۴ زره کاري فرصتونه رامنځته کړي

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې یې په افغانستان کې د ۲۸ زره او ۶۰۰ کوچنیو او منځنیو کاروبارونو ملاتړ کړی چې په پایله کې یې ۶۴ زره کاري فرصتونه رامنځته شوي دي.

دغه پروګرام نن یکشنبه، د نومبر په ۲۹مه، پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې له رامنځته شویو کاري فرصتونو څخه ۵۱ زره یې د ښځو لپاره دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي، دغه ملاتړ یې د «عبادي» (ABADEI) پروګرام له لارې کړی دی.

له ۲۰۲۳ کال راهیسي شاوخوا شپږ نیم میلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې له کبله یې په افغانستان کې بې روزګاري، چې له مخکې ډېره زیاته وه، نوره هم ډېره شوې ده.

په کراچۍ کې د ودانۍ د نړېدو له امله د وژل شویو شمېر ۱۵ ته ورسېد

ارشیف
ارشیف

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د یوې نیمګړې ودانۍ د نړېدو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵ ته لوړ شوی دی.

ځايي چارواکو نن (یکشنبه) د فرانسې خبري اژانس ته وویل، د ژغورنې ډلو د پېښې له ځایه ۱۵ کسان ژوندي ژغورلي او د ۱۵ نورو مړي یې راایستلي دي.

پېښه د چهارشنبې په ورځ د کراچۍ په بلوچ کالونۍ سیمه کې شوې ده. د ژغورنې مسوولان وايي، یو شمېر کسان لا هم ورک دي او د هغوی د موندلو هڅې روانې دي.

په پاکستان کې د ودانیو نړېدل ډېری وخت د ودانیزو چارو د خوندیتوب د معیارونو د نه مراعتولو او د ټیټ کیفیت موادو د کارولو له امله رامنځته کېږي.

ایران په هرمزتنګی کې د تېلو پر یوې بلې بېړۍ د برید خبر ورکړ

د ایران د پوځ سمندري ځواک وايي، د هرمز تنګي په ختیځه برخه کې د سمندري ماین د چاودنې له امله یوې تېل وړونکې بېړۍ اور اخیستی او له حرکته لوېدلې ده.

د ایران پوځ د شنبې په شپه، د نومبر په ۲۸مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې درې «سرغړوونکې» تېل وړونکې بېړۍ د هرمز تنګي د ختیځې برخې ممنوعه سیمې ته ننوتې وې. د پوځ په وینا، دوو نورو بېړیو له پېښې وروسته خپله لار بدله کړې ده.

په همدې حال کې، د ایران پوځ ویلي چې د یکشنبې په سهار د سیریک ولسوالۍ په ساحل کې د امریکايي یوه بې‌پیلوټه الوتکه د کب نیولو له یوې کښتۍ سره لګېدلې ده. د پوځ په وینا، د کښتۍ له درېیو سپرلیو دوه یې موندل شوي او روغتون ته لېږدول شوي، خو د کښتۍ خاوند لا هم بې درکه دی.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او د خپلې بې‌پیلوټه الوتکې د لوېدو یا برید راپور یې نه دی تایید کړی.

له روسیې او قرغزستان سره د دوستانه سیالیو لپاره د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ۲۳ لوبغاړي بلل شوي

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې د روسیې او قرغزستان له ملي لوبډلو سره د دوستانه سیالیو لپاره ۲۳ لوبغاړي بلل شوي دي.

د دغه فدراسیون د هغې اعلامیې له مخې چې پر خپله فېسبوک ‌پاڼه یې خپره کړې، بلل شوي لوبغاړي به د ۱۴۰۵ لمریز کال د لیندۍ له نهمې تر څوارلسمې په تهران کې تمرینونه وکړي او وروسته به د لیندۍ له پنځلسمې تر نولسمې په روسیه کې د دغه هېواد د فوټسال له ملي لوبډلې سره سیالۍ وکړي.

له دغو سیالیو وروسته به له بلل شویو لوبغاړو ۱۵ تنه قرغزستان ته د سفر لپاره غوره شي چې د لیندۍ له نولسمې تر درویشتمې به د دغه هېواد د فوټسال له ملي لوبډلې سره سیالۍ وکړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون دغه روزنیز کمپ ته د بلل شویو ۲۳ لوبغاړو نوملړ هم خپور کړی دی.

په غزه کې پر یوه کلینیک د اسرائیل برید؛ د بې‌ پولې ډاکټرانو دوه کارکوونکي وژل شوي

د بې ‌پولې ډاکټرانو ټولنه وایي چې په غزې ښار کې پر یوه کلینیک د اسرائیل په هوايي برید کې د دې ټولنې دوه کارکوونکي وژل شوي دي. دا برید د جمعې په ماښام، د لیندۍ په شپږمه، په غزه کې له اوربند سره سره شوی دی.

د بې ‌پولې ډاکټرانو ټولنې د شنبې په ورځ دغه برید وغانده او ویې ویل چې کلینیک د دې ټولنې په نښان مشخص شوی و او د موقعیت په اړه یې هم د اسرائیل پوځ ته معلومات ورکړل شوي وو.

بلخوا د اسرائیل پوځ ادعا کړې چې دوه وژل شوي کسان، احمد ابو حصیره او معاذ صبح، د حماس ډلې غړي وو او د دې ډلې په پوځي فعالیتونو کې یې هم ونډه لرله.

حماس د امریکا د متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې له خوا د یوه ترهګریز سازمان په توګه پېژندل شوی دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریسوس په غزه کې پر روغتیايي مرکزونو او بشري مرستندویو کارکوونکو بریدونه «پارونکي او د نه منلو وړ» بللي او د دغو بریدونو د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

د بې‌پولې ډاکټرانو ټولنې په وینا، د دغو دوو کارکونکو په وژل کېدو سره په غزه کې د جګړې له پیله د دې ټولنې د وژل شویو کارکوونکو شمېر ۱۷ ته رسېدلی دی.

UNHCR: د ۲۰۲۵ کال ترپایه په نړۍ کې د بې ځایه شوو دوه پر درېیمه برخه کډوال د افغانستان په ګډون د پنځو هېوادونو دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وایي، چې په ۲۰۲۷ کال کې د کډوالو او بې‌ ځایه شویو کسانو د ملاتړ لپاره ۷،۱ میلیار‌ډ ډالره بودجې ته اړتیا لري.

د دې ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر پایه په نړۍ کې شاوخوا ۱۱۷ میلیونه اته سوه زره کسان بې ‌ځایه شوي وو چې له دې ډلې ۳۵،۶ میلیونه یې کډوال وو.

د دغو کډوالو دوه پر درېیمه برخه د افغانستان، سوډان، سوریې، اوکراین او وینزویلا دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري د مالي مرستو د کمېدو له امله د بودجې له کمښت سره مخ ده او له ۲۰۲۴ کال راهیسې یې نږدې اته زره کارکوونکي له لاسه ورکړي دي.

د افغانستان د پیژندل شوي سندرغاړي وحید صابري جنازه په کابل کې خاورو ته وسپارل شو

د افغانستان د پېژندل شوي سندرغاړي وحید صابري مړی د شنبې په ورځ، د لیندۍ په اوومه، کابل ته ولېږدول شو او د شهدای صالحین په هدیره کې د نامتو سندرغاړي احمد ظاهر قبر ته نږدې خاورو ته وسپارل شو.

په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې ګڼو خلکو د دغه هنرمند جنازه پر اوږو تر هدیرې پورې لېږدوله. یو شمېر هنرمندانو او د هغه د هنر مینه‌ والو هم د نوموړي د جنازې او خاورو ته سپارلو په مراسمو کې ګډون کړی و.

صابري د زړه د ناروغۍ له امله د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ومړ. په تاشکند کې د افغانانو د ټولنې مشر نعمت‌الله رحماني ویلي چې د نوموړي مړی د تیرې شنبې په سهار، د لړم په دېرشمه، په خپل کور کې وموندل شو.

وحید صابري د ۱۳۶۰مې لسیزې د افغانستان له نوموتو سندرغاړو او د «باران» په نوم د موسیقۍ ډلې له غړو څخه و چې هغه مهال یې مشري فرهاد دریا کوله. نوموړي د افغانستان په راډیو ټلویزیون کې له سلو زیاتې سندرې ثبت کړي او له هیواده بهر یې په یوشمیرفیستوالونو کې هم د افغانستان په استازیتوب ګډون کړی و.

د وحید صابري مړینې په ټولنیزو شبکو کې ګڼ غبرګونونه پارولي او مینه ‌والو یې د هغه مړینه د افغانستان د موسیقۍ د هنر لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG