تازه خبر
یکشنبه ۸ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۲۱

افغانستان

له روسیې او قرغزستان سره د دوستانه سیالیو لپاره د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ۲۳ لوبغاړي بلل شوي

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې د روسیې او قرغزستان له ملي لوبډلو سره د دوستانه سیالیو لپاره ۲۳ لوبغاړي بلل شوي دي.

د دغه فدراسیون د هغې اعلامیې له مخې چې پر خپله فېسبوک ‌پاڼه یې خپره کړې، بلل شوي لوبغاړي به د ۱۴۰۵ لمریز کال د لیندۍ له نهمې تر څوارلسمې په تهران کې تمرینونه وکړي او وروسته به د لیندۍ له پنځلسمې تر نولسمې په روسیه کې د دغه هېواد د فوټسال له ملي لوبډلې سره سیالۍ وکړي.

له دغو سیالیو وروسته به له بلل شویو لوبغاړو ۱۵ تنه قرغزستان ته د سفر لپاره غوره شي چې د لیندۍ له نولسمې تر درویشتمې به د دغه هېواد د فوټسال له ملي لوبډلې سره سیالۍ وکړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون دغه روزنیز کمپ ته د بلل شویو ۲۳ لوبغاړو نوملړ هم خپور کړی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

UNHCR: د ۲۰۲۵ کال ترپایه په نړۍ کې د بې ځایه شوو دوه پر درېیمه برخه کډوال د افغانستان په ګډون د پنځو هېوادونو دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وایي، چې په ۲۰۲۷ کال کې د کډوالو او بې‌ ځایه شویو کسانو د ملاتړ لپاره ۷،۱ میلیار‌ډ ډالره بودجې ته اړتیا لري.

د دې ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر پایه په نړۍ کې شاوخوا ۱۱۷ میلیونه اته سوه زره کسان بې ‌ځایه شوي وو چې له دې ډلې ۳۵،۶ میلیونه یې کډوال وو.

د دغو کډوالو دوه پر درېیمه برخه د افغانستان، سوډان، سوریې، اوکراین او وینزویلا دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري د مالي مرستو د کمېدو له امله د بودجې له کمښت سره مخ ده او له ۲۰۲۴ کال راهیسې یې نږدې اته زره کارکوونکي له لاسه ورکړي دي.

د افغانستان د پیژندل شوي سندرغاړي وحید صابري جنازه په کابل کې خاورو ته وسپارل شو

د افغانستان د پېژندل شوي سندرغاړي وحید صابري مړی د شنبې په ورځ، د لیندۍ په اوومه، کابل ته ولېږدول شو او د شهدای صالحین په هدیره کې د نامتو سندرغاړي احمد ظاهر قبر ته نږدې خاورو ته وسپارل شو.

په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې ګڼو خلکو د دغه هنرمند جنازه پر اوږو تر هدیرې پورې لېږدوله. یو شمېر هنرمندانو او د هغه د هنر مینه‌ والو هم د نوموړي د جنازې او خاورو ته سپارلو په مراسمو کې ګډون کړی و.

صابري د زړه د ناروغۍ له امله د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ومړ. په تاشکند کې د افغانانو د ټولنې مشر نعمت‌الله رحماني ویلي چې د نوموړي مړی د تیرې شنبې په سهار، د لړم په دېرشمه، په خپل کور کې وموندل شو.

وحید صابري د ۱۳۶۰مې لسیزې د افغانستان له نوموتو سندرغاړو او د «باران» په نوم د موسیقۍ ډلې له غړو څخه و چې هغه مهال یې مشري فرهاد دریا کوله. نوموړي د افغانستان په راډیو ټلویزیون کې له سلو زیاتې سندرې ثبت کړي او له هیواده بهر یې په یوشمیرفیستوالونو کې هم د افغانستان په استازیتوب ګډون کړی و.

د وحید صابري مړینې په ټولنیزو شبکو کې ګڼ غبرګونونه پارولي او مینه ‌والو یې د هغه مړینه د افغانستان د موسیقۍ د هنر لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده.

په کونړ کې یوه ښوونځي ته نژدې چاودنې ته غبرګونونه؛ یونیسف د ماشومانو د خوندیتوب غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د کونړ ولایت د شګۍ منځني ښوونځي ته نژدې چاودنې په غبرګون کې د ښوونځیو او ماشومانو د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار کړی دی.

یونیسف د شنبې په ورځ د لیندۍ په ۷مه پر خپله ایکسپاڼه په دې چاودنه کې د ګڼو ماشومانو پر وژل کېدو او د یو شمېر نورو پر ټپي کېدو خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ښوونیز مرکزونه باید د ټولو ماشومانو لپاره خوندي ځایونه وي.

یونیسف زیاته کړې چې همکارې ادارې یې د پېښې په ځای کې حضور لري او له چاودنې ژوندي پاتې شویو کسانو ته د ژوند ژغورنې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینزي هم په دې چاودنه کې د زده ‌کوونکو پر وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې او د ماشومانو مړینه یې «ټکان ورکوونکې» بللې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې او د چاودنې د علت په اړه یې د شفافو څېړنو غوښتنه کړې ده.

نوموړي ښوونځي ته نژدې د چاودېدونکو توکو د ساتلو په اړه راپورونه د پوښتنې وړ بللي او ټینګار یې کړی چې له ترهګریزو فعالیتونو سره د دې پېښې هر ډول احتمالي تړاو باید روښانه او مسوول کسان یې ځواب ویلو ته اړ کړل شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د شنبې په ورځ د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې یوه ښوونځي ته نژدې چاودنې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي او ۱۱۰ نور یې ټپیان کړي چې ډېری قربانیان یې د ښوونځي زده‌ کوونکي دي.

طالبانو د دې پېښې علت ښوونځي ته نژدې د چاودېدونکو توکو په ساتلو کې د کانونو د استخراج د یوه شرکت بې ‌احتیاطي بللې ده.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دې پېښې د څرنګوالي د روښانولو لپاره به نورې څېړنې هم ترسره شي.

د اذربایجان سرحدي ځواکونو دوه افغانان نیولي دي

د اذربایجان د سرحدي ځواکونو مطبوعاتي دفتر نن (شنبې) وویل چې د اذربایجان سرحدي ځواکونو په لنکران سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې دوه افغان وګړي هغه مهال ونیول چې غوښتل یې د ایران له خاورې په غیرقانوني ډول اذربایجان ته واوړي.

تر دې وړاندې د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د اذربایجان یوې محکمې پنځه افغان وګړي د دغه هېواد خاورې ته د غیرقانوني ورتګ په خاطر په یو کال او اته میاشتې بند محکوم کړل.

د محکمې د پرېکړې له مخې، دغه افغانان به د بند د مودې له تېرولو وروسته له اذربایجانه وایستل شي.

د کونړ په یوه ښوونځي کې چاودنې شوې

د کونړ ولایت په یوه ښوونځي کې د چاودنې له امله یو شمېر زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

رویټرز او نور خبري اژانسونه په کونړ کې د ېالب چارواکو په قول ویلي چې د پېښې د مرګ ژوبلو کره شمېر لا نه دی معلوم.

چاودنه د شنبې په سهارد د اندرسر د سیمې په ښوونځي کې شوې ده.

تراوسه پورې د چاودنې د څرنګوالي او علت په اړه څه نه دي ویل شوي.

جرمني د ۲۰۲۶ کال په لومړیو لسو میاشتو کې ۲۱۹ افغانان بېرته افغانستان ته لېږلي دي

جرمني د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر پورې ۲۱۹ افغانان افغانستان ته بېرته استولي دي.

په همدې حال کې، برلین خپله د کډوالو د بېرته ستنولو تګلاره پراخوي او اوس هغه کسان هم په پام کې نیسي چې په جرمني کې په جرم نه وي محکوم شوي.

د جرمني رسنیو پرون (جمعه، د نومبر په ۲۷مه) راپور ورکړ چې دا ۲۱۹ کسان د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې د ۳۳۷ افغان وګړو د ایستلو وروستي حکمونه صادر شوي وو، چې له ډلې یې ۱۷۲ کسان د سپټمبر میاشتې تر پایه لا هم په جرمني کې وو.

دا شمېرې د افغان کډوالو په اړه د جرمني د کډوالۍ د تګلارې د پراخېدو ښکارندويي کوي. جرمني په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان ته د افغانانو د بېرته لېږلو بهیر بېرته پیل کړی دی.

کندز کې د یوه نوي روغتیايي مرکز جوړېدل؛ ۶۰ زره کسان به ترې ګټه واخلي

کندز کې نوی جوړ شوی روغتیايي مرکز
کندز کې نوی جوړ شوی روغتیايي مرکز

د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو ستره کمېشنرۍ (یواېن‌اېچ‌سي‌ار) وايي په کندز کې د دغه سازمان له نوي روغتیايي مرکز څخه به ۶۰ زره کسان ګټه واخلي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ خپله اېکس‌پاڼه کې د دغه مرکز د تصویرونو په خپرولو سره د سیمې د یو مشر له قوله ویلي چې "دا به روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاسرسی ډېر ښه کړي".

د نواباد روغتیايي مرکز د افغانستان د بشري مرستو اماني صندوق له لارې د سعودي عربستان او اسلامي پراختیايي بانک په مالي ملاتړ جوړ شوی.

په عین حال کې افغانستان کې د طالبانو د حکومت د روغتیا وزیر نور جلال جلالي کابل کې د متحده عربي اماراتو مرستیال سفیر سره په غونډه کې د افغانستان د روغتیايي اړتیاوو او په هېواد کې د روغتیايي خدماتو د پراختیا په هکله خبرې کړې دي.

د روغتیا وزارت اعلامیه وايي چې د اماراتو مرستیال سفیر د افغانستان روغتیايي سکټور سره د مرستو او ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی دی.

د یادونې وړ ده چې په تېرو درېیو کلونو کې افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو د میلیونونو کډوالو په ستنېدو سره د افغانستان د روغتیايي خدماتو سیستم تر ډېر فشار لاندې راغلی دی.

ملګرو ملتونو هم په دې وروستیو کې خبرداری ورکړ چې د نړیوالو مرستو د کمېدو په نتیجه کې به سږ کال تر ۷۰۰ روغتیايي مرکزونه یا وتړل شي او یا به له مالي ستونزو سره مخ شي.

د طالبانو د حکومت له والي سره د خوست مېشتو هندوانو مشرانو لیدنه

د خوست ولایت لپاره د طالبانو د حکومت له والي سره د دغه ولایت مېشتو هندوانو مشرانو لیدنه
د خوست ولایت لپاره د طالبانو د حکومت له والي سره د دغه ولایت مېشتو هندوانو مشرانو لیدنه

د خوست مېشتو هندوانو مشرانو د دغه ولایت لپاره د طالبانو د حکومت له والي سره په غونډه کې خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړي.

سره له دې چې خبر کې نه‌دي راغلي چې هندو مشرانو په مشخصه توګه کومې ستونزې او غوښتنې مطرح کړي، خو د جایدادونو غصب، تبعیض او د مذهبي ازادۍ محدودیتونه په افغانستان کې د هندو او سېک اقلیت تر ټولو لویې ستونزې ګڼل کېږي.

د خوست ولایت ویاند مستغفر ګربز په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې والي مولوي عبدالرحمن حقاني دغو مشرانو ته ډاډ ورکړی دی چې د هېچا حق به تر پښو لاندې نه‌شي او د دوی غوښتنو او ستونزو ته به بشپړه رسېدنه وشي.

د اوږدمهالو جګړو، امنیتي ګواښونو او تبعیض له امله د هندوانو او سېکانو ډېری غړي هند، اروپا، کاناډا او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د راپورونو پر اساس، په افغانستان کې د هندوانو او سېکانو شمېر ډېر کم شوی او د ټولنې د له‌منځه تلو اندېښنې زیاتې شوې دي.

د افغانستان د بزکشي او نیزه‌بازي د غوره لیګ اتم پړاو د لیندۍ په ۱۵مه پیلېږي

ارشیف، افغانستان کې بزکشي
ارشیف، افغانستان کې بزکشي

د افغانستان د بزکشي، نیزه‌بازۍ او محلي ورزشونو فدراسیون، د لیندۍ په ۱۵مه، د افغانستان د بزکشي او نیزه‌بازي د غوره لیګ د اتم پړاو «بلخ سټیل» د سیالیو د پیل خبر ورکوي.

فدراسیون وايي چې په دغو سیالیو کې به یو شمېر بهرني چاپندازان هم برخه واخلي.

خو دا نه‌دي ویل شوي چې په سیالیو کې د افغان چاپندازانو ترڅنګ د کومو هېوادونو ورزشکاران برخه اخلي او کله به پای ته ورسېږي.

د افغانستان د بزکشي، نیزه‌بازي او محلي ورزشونو فدراسیون د جمعې په ورځ په خپله فېس‌بوک پاڼه د کابل د یکه‌توت په میدان کې د دغه لیګ لپاره د تیاري نیولو یوه وېډیو هم خپره کړې ده.

د افغانستان د بزکشي د غوره لیګ د اووم پړاو «یما پټرول» سیالۍ د تېر ۱۴۰۴ کال د لیندۍ له ۲۰مې د مرغومې تر لومړۍ نېټې ترسره شوې چې د تاجیکستان، قرغزستان او قزاقستان چاپندازانو هم په‌کې برخه اخیستې وه.

د سیالیو په پای‌لوبه کې د سرپل لوبډلې د بدخشان لوبډلې ته ۷ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه او د اووم پړاو اتلولي یې خپله کړه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG