تازه خبر
شنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۵

خبرونه

د کونړ په یوه ښوونځي کې چاودنې شوې

د کونړ ولایت په یوه ښوونځي کې د چاودنې له امله یو شمېر زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

رویټرز او نور خبري اژانسونه په کونړ کې د ېالب چارواکو په قول ویلي چې د پېښې د مرګ ژوبلو کره شمېر لا نه دی معلوم.

چاودنه د شنبې په سهارد د اندرسر د سیمې په ښوونځي کې شوې ده.

تراوسه پورې د چاودنې د څرنګوالي او علت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د اذربایجان سرحدي ځواکونو دوه افغانان نیولي دي

د اذربایجان د سرحدي ځواکونو د مطبوعاتي دفتر نن (شنبې) وویل چې د اذربایجان د سرحدي ځواکونو په لنکران

سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې دوه افغان وګړي هغه مهال ونیول چې غوښتل یې د ایران له خاورې په غیرقانوني ډول اذربایجان ته واوړي.

تر دې وړاندې مخکې د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د اذربایجان یوې محکمې پنځه افغان وګړي د دغه هېواد خاورې ته د غیرقانوني ورتګ په خاطر په یو کال او اته میاشتې بند محکوم کړل.

د محکمې د پرېکړې له مخې، دغه افغانان به د بند د مودې له تېرولو وروسته له اذربایجانه وایستل شي.

جرمني د ۲۰۲۶ کال په لومړیو لسو میاشتو کې ۲۱۹ افغانان بېرته افغانستان ته لېږلي دي

جرمني د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر پورې ۲۱۹ افغانان افغانستان ته بېرته استولي دي.

په همدې حال کې، برلین خپله د کډوالو د بېرته ستنولو تګلاره پراخوي او اوس هغه کسان هم په پام کې نیسي چې په جرمني کې په جرم نه وي محکوم شوي.

د جرمني رسنیو پرون (جمعه، د نومبر په ۲۷مه) راپور ورکړ چې دا ۲۱۹ کسان د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې د ۳۳۷ افغان وګړو د ایستلو وروستي حکمونه صادر شوي وو، چې له ډلې یې ۱۷۲ کسان د سپټمبر میاشتې تر پایه لا هم په جرمني کې وو.

دا شمېرې د افغان کډوالو په اړه د جرمني د کډوالۍ د تګلارې د پراخېدو ښکارندويي کوي. جرمني په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان ته د افغانانو د بېرته لېږلو بهیر بېرته پیل کړی دی.

ایران او امریکا د قطر او پاکستان له لارې د پیغامونو تبادلې ته دوام ورکوي

په پاکستان کې د ایران سفیر رضا امیري‌مقدم ویلي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د قطر او پاکستان په منځګړیتوب د پیغامونو تبادله لا هم روانه ده.

نوموړي د شنبې په ورځ، د نومبر په ۲۸مه، له سي‌اېن‌اېن سره په مرکه کې وویل چې دواړه منځګړي هېوادونه وړاندیزونه کوي او تهران یې ارزوي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم په دغو خبرو کې ونډه لري.

امیري‌مقدم زیاته کړې چې د روان کال په جون کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د اسلام‌اباد تفاهم‌لیک لا هم له امریکا سره د خبرو بنسټ دی.

هغه خبرداری ورکړی چې که امریکا یا اسرائیل پراخ بریدونه بیا پیل کړي، ایران به له «نورو د توقع خلاف لارو» څخه کار واخلي.

د ایران سفیر همداراز ویلي چې تهران لا هم د اتومي وسلو د نه خپرېدو له تړون (NPT) څخه د وتلو پرېکړه نه ده کړې، خو په ایران کې له دغه تړون څخه د وتلو لپاره د عامه افکارو فشار زیات شوی دی. د نوموړي په ادعا، دغه تړون ایران ته هېڅ ګټه نه ده رسولې او یوازې یې محدودیتونه او ژمنې پرې زیاتې کړې دي.

کندز کې د یوه نوي روغتیايي مرکز جوړېدل؛ ۶۰ زره کسان به ترې ګټه واخلي

کندز کې نوی جوړ شوی روغتیايي مرکز
کندز کې نوی جوړ شوی روغتیايي مرکز

د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو ستره کمېشنرۍ (یواېن‌اېچ‌سي‌ار) وايي په کندز کې د دغه سازمان له نوي روغتیايي مرکز څخه به ۶۰ زره کسان ګټه واخلي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ خپله اېکس‌پاڼه کې د دغه مرکز د تصویرونو په خپرولو سره د سیمې د یو مشر له قوله ویلي چې "دا به روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاسرسی ډېر ښه کړي".

د نواباد روغتیايي مرکز د افغانستان د بشري مرستو اماني صندوق له لارې د سعودي عربستان او اسلامي پراختیايي بانک په مالي ملاتړ جوړ شوی.

په عین حال کې افغانستان کې د طالبانو د حکومت د روغتیا وزیر نور جلال جلالي کابل کې د متحده عربي اماراتو مرستیال سفیر سره په غونډه کې د افغانستان د روغتیايي اړتیاوو او په هېواد کې د روغتیايي خدماتو د پراختیا په هکله خبرې کړې دي.

د روغتیا وزارت اعلامیه وايي چې د اماراتو مرستیال سفیر د افغانستان روغتیايي سکټور سره د مرستو او ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی دی.

د یادونې وړ ده چې په تېرو درېیو کلونو کې افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو د میلیونونو کډوالو په ستنېدو سره د افغانستان د روغتیايي خدماتو سیستم تر ډېر فشار لاندې راغلی دی.

ملګرو ملتونو هم په دې وروستیو کې خبرداری ورکړ چې د نړیوالو مرستو د کمېدو په نتیجه کې به سږ کال تر ۷۰۰ روغتیايي مرکزونه یا وتړل شي او یا به له مالي ستونزو سره مخ شي.

د طالبانو د حکومت له والي سره د خوست مېشتو هندوانو مشرانو لیدنه

د خوست ولایت لپاره د طالبانو د حکومت له والي سره د دغه ولایت مېشتو هندوانو مشرانو لیدنه
د خوست ولایت لپاره د طالبانو د حکومت له والي سره د دغه ولایت مېشتو هندوانو مشرانو لیدنه

د خوست مېشتو هندوانو مشرانو د دغه ولایت لپاره د طالبانو د حکومت له والي سره په غونډه کې خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړي.

سره له دې چې خبر کې نه‌دي راغلي چې هندو مشرانو په مشخصه توګه کومې ستونزې او غوښتنې مطرح کړي، خو د جایدادونو غصب، تبعیض او د مذهبي ازادۍ محدودیتونه په افغانستان کې د هندو او سېک اقلیت تر ټولو لویې ستونزې ګڼل کېږي.

د خوست ولایت ویاند مستغفر ګربز په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې والي مولوي عبدالرحمن حقاني دغو مشرانو ته ډاډ ورکړی دی چې د هېچا حق به تر پښو لاندې نه‌شي او د دوی غوښتنو او ستونزو ته به بشپړه رسېدنه وشي.

د اوږدمهالو جګړو، امنیتي ګواښونو او تبعیض له امله د هندوانو او سېکانو ډېری غړي هند، اروپا، کاناډا او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د راپورونو پر اساس، په افغانستان کې د هندوانو او سېکانو شمېر ډېر کم شوی او د ټولنې د له‌منځه تلو اندېښنې زیاتې شوې دي.

ټرمپ د عراق د صدراعظم د مرکزي حکومت د واک د پراختیا له هڅو ملاتړ وکړ

ارشیف، په سپینه ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د عراق د صدراعظم علي الزیدي یوه لیدنه
ارشیف، په سپینه ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د عراق د صدراعظم علي الزیدي یوه لیدنه

د امریکا ولسمشر د عراق د صدراعظم د هغو هڅو ملاتړ وکړ چې پر هېواد د مرکزي حکومت د واک پراختیا، د تېلو د قاچاق د مخنیوي او د مرکزي دولت په لاس کې د وسلو د انحصار لپاره‌یې ترسره کوي.

ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ «د لیندۍ په شپږمه» په خپله ټولنیزه شبکه «تروت سوشیال» کې لیکلي: "موږ د عراق د صدراعظم علي الزیدي د هغو هڅو ملاتړ کوو چې په ټول عراق کې د دولت د اقتدار د نافذولو، د تېلو د قاچاق د مخنیوي او د فساد د ختمولو لپاره‌یې ترسره کوي او ټولې وسلې د دولت تر انحصاري کنټرول لاندې راولي."

د ټرمپ دا پیغام څو ساعته وروسته له هغې خپور شو چې د عراق د حکومت ویاند حیدر العبودي وویل، د ۲۰۰۸ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د مرکزي حکومت له څارنې پرته د کردستان سیمې د تېلو د صادراتو له امله اوښتي زیانونه له ۱۰۰ میلیارده ډالرو اوښتي دي.

د نوموړي په وینا، د عراق حکومت، د دولتي «سومو» شرکت له مېکانیزم پرته د تېلو هر ډول صادرات، په ځانګړې توګه که عواید یې د دولت خزانې ته ونه‌سپارل شي، قاچاق ګڼي.

د عراق صدراعظم علي الزیدي د سې‌شنبې په ورځ امر وکړ چې د دغه هېواد په څلورو ولایتونو کې د کردي ځواکونو تر کنټرول لاندې د تېلو د ساحو مدیریت او د کردستان سیمې د ټولو سرحدي بندرونو کنټرول دې د مرکزي حکومت ادارو ته وسپارل شي.

د کردستان سیمې لومړي وزیر مسرور بارزاني د دغو پرېکړو مخالفت کړی او د کردستان سیمه‌ییز حکومت هم ویلي چې دا پرېکړې د عراق له اساسي قانون سره په ټکر کې دي.

د افغانستان د بزکشي او نیزه‌بازي د غوره لیګ اتم پړاو د لیندۍ په ۱۵مه پیلېږي

ارشیف، افغانستان کې بزکشي
ارشیف، افغانستان کې بزکشي

د افغانستان د بزکشي، نیزه‌بازۍ او محلي ورزشونو فدراسیون، د لیندۍ په ۱۵مه، د افغانستان د بزکشي او نیزه‌بازي د غوره لیګ د اتم پړاو «بلخ سټیل» د سیالیو د پیل خبر ورکوي.

فدراسیون وايي چې په دغو سیالیو کې به یو شمېر بهرني چاپندازان هم برخه واخلي.

خو دا نه‌دي ویل شوي چې په سیالیو کې د افغان چاپندازانو ترڅنګ د کومو هېوادونو ورزشکاران برخه اخلي او کله به پای ته ورسېږي.

د افغانستان د بزکشي، نیزه‌بازي او محلي ورزشونو فدراسیون د جمعې په ورځ په خپله فېس‌بوک پاڼه د کابل د یکه‌توت په میدان کې د دغه لیګ لپاره د تیاري نیولو یوه وېډیو هم خپره کړې ده.

د افغانستان د بزکشي د غوره لیګ د اووم پړاو «یما پټرول» سیالۍ د تېر ۱۴۰۴ کال د لیندۍ له ۲۰مې د مرغومې تر لومړۍ نېټې ترسره شوې چې د تاجیکستان، قرغزستان او قزاقستان چاپندازانو هم په‌کې برخه اخیستې وه.

د سیالیو په پای‌لوبه کې د سرپل لوبډلې د بدخشان لوبډلې ته ۷ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه او د اووم پړاو اتلولي یې خپله کړه.

اردوغان له پاکستان او سعودي عربستان سره ګډ دفاعي تړون توشیح کړ

آرشیف
آرشیف

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له پاکستان او سعودي عربستان سره ګډ دفاعي تړون په رسمي توګه توشیح کړ.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې پارلمان د نومبر په پنځمه دغه تړون تصویب کړی و.

دغو درېیو هېوادونو د اګست په میاشت کې پر ایران د امریکا او اسراییل د جګړې د پراخېدو په اړه د اندېښنو په ترڅ کې په مکه کې دغه تړون لاسلیک کړ. د تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد برید پر ټولو غړو هېوادونو برید ګڼل کېږي.

ټاکل شوې چې د دغو درېیو هېوادونو استازي نن جمعه او سبا شنبه په اسلام‌ اباد کې غونډه وکړي.

ترکیه په ناټو کې دوهم لوی پوځ لري، سعودي عربستان د نړۍ د تېلو یو ستر صادرونکی او پاکستان هم یوازینی اسلامي هېواد دی چې اټومي وسلې لري.

ملګري ملتونه: د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۱۶ سیمو کې به لوږه زیاته شي

د ملګرو ملتونو دوو ادارو خبرداری ورکړی چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د نړۍ په ۱۶ بحراني سیمو کې لوږه د پام وړ زیاته شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام نن جمعه د لیندۍ په ۶ په یوه ګډ راپور کې ویلي چې سوډان، جنوبي سوډان، سومالیا، د نایجیریا شمالي برخې او یمن د لوږې له تر ټولو جدي ګواښ سره مخامخ دي.

په راپور کې افغانستان، هایټي، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او د غزې تړانګه هم د هغو سیمو په ډله کې راغلي چې د لوږې وضعیت یې د جدي اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام تر دې مخکې اټکل کړی و چې په روان ژمي کې به په افغانستان کې ۱۹ میلیونه او ۲۰۰ زره کسان د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو دغو دوو ادارو وسله والې جګړې، اقتصادي ستونزې، د نړیوالو بشري مرستو کمېدل او اقلیمي بدلونونه د لوږې د زیاتېدو عمده عوامل بللي دي.

دوی خبرداری ورکړی چې په راتلونکو میاشتو کې وچکالي، سخته ګرمي او سېلابونه هم ښايي د نړۍ په ځینو برخو کې د لوږې بحران لا پسې پراخ کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG