افغانستان
د طالبانو د حکومت له والي سره د خوست مېشتو هندوانو مشرانو لیدنه
د خوست مېشتو هندوانو مشرانو د دغه ولایت لپاره د طالبانو د حکومت له والي سره په غونډه کې خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړي.
سره له دې چې خبر کې نهدي راغلي چې هندو مشرانو په مشخصه توګه کومې ستونزې او غوښتنې مطرح کړي، خو د جایدادونو غصب، تبعیض او د مذهبي ازادۍ محدودیتونه په افغانستان کې د هندو او سېک اقلیت تر ټولو لویې ستونزې ګڼل کېږي.
د خوست ولایت ویاند مستغفر ګربز په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې والي مولوي عبدالرحمن حقاني دغو مشرانو ته ډاډ ورکړی دی چې د هېچا حق به تر پښو لاندې نهشي او د دوی غوښتنو او ستونزو ته به بشپړه رسېدنه وشي.
د اوږدمهالو جګړو، امنیتي ګواښونو او تبعیض له امله د هندوانو او سېکانو ډېری غړي هند، اروپا، کاناډا او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
د راپورونو پر اساس، په افغانستان کې د هندوانو او سېکانو شمېر ډېر کم شوی او د ټولنې د لهمنځه تلو اندېښنې زیاتې شوې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
کندز کې د یوه نوي روغتیايي مرکز جوړېدل؛ ۶۰ زره کسان به ترې ګټه واخلي
د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو ستره کمېشنرۍ (یواېناېچسيار) وايي په کندز کې د دغه سازمان له نوي روغتیايي مرکز څخه به ۶۰ زره کسان ګټه واخلي.
دغه سازمان د جمعې په ورځ خپله اېکسپاڼه کې د دغه مرکز د تصویرونو په خپرولو سره د سیمې د یو مشر له قوله ویلي چې "دا به روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاسرسی ډېر ښه کړي".
د نواباد روغتیايي مرکز د افغانستان د بشري مرستو اماني صندوق له لارې د سعودي عربستان او اسلامي پراختیايي بانک په مالي ملاتړ جوړ شوی.
په عین حال کې افغانستان کې د طالبانو د حکومت د روغتیا وزیر نور جلال جلالي کابل کې د متحده عربي اماراتو مرستیال سفیر سره په غونډه کې د افغانستان د روغتیايي اړتیاوو او په هېواد کې د روغتیايي خدماتو د پراختیا په هکله خبرې کړې دي.
د روغتیا وزارت اعلامیه وايي چې د اماراتو مرستیال سفیر د افغانستان روغتیايي سکټور سره د مرستو او ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی دی.
د یادونې وړ ده چې په تېرو درېیو کلونو کې افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو د میلیونونو کډوالو په ستنېدو سره د افغانستان د روغتیايي خدماتو سیستم تر ډېر فشار لاندې راغلی دی.
ملګرو ملتونو هم په دې وروستیو کې خبرداری ورکړ چې د نړیوالو مرستو د کمېدو په نتیجه کې به سږ کال تر ۷۰۰ روغتیايي مرکزونه یا وتړل شي او یا به له مالي ستونزو سره مخ شي.
د افغانستان د بزکشي او نیزهبازي د غوره لیګ اتم پړاو د لیندۍ په ۱۵مه پیلېږي
د افغانستان د بزکشي، نیزهبازۍ او محلي ورزشونو فدراسیون، د لیندۍ په ۱۵مه، د افغانستان د بزکشي او نیزهبازي د غوره لیګ د اتم پړاو «بلخ سټیل» د سیالیو د پیل خبر ورکوي.
فدراسیون وايي چې په دغو سیالیو کې به یو شمېر بهرني چاپندازان هم برخه واخلي.
خو دا نهدي ویل شوي چې په سیالیو کې د افغان چاپندازانو ترڅنګ د کومو هېوادونو ورزشکاران برخه اخلي او کله به پای ته ورسېږي.
د افغانستان د بزکشي، نیزهبازي او محلي ورزشونو فدراسیون د جمعې په ورځ په خپله فېسبوک پاڼه د کابل د یکهتوت په میدان کې د دغه لیګ لپاره د تیاري نیولو یوه وېډیو هم خپره کړې ده.
د افغانستان د بزکشي د غوره لیګ د اووم پړاو «یما پټرول» سیالۍ د تېر ۱۴۰۴ کال د لیندۍ له ۲۰مې د مرغومې تر لومړۍ نېټې ترسره شوې چې د تاجیکستان، قرغزستان او قزاقستان چاپندازانو هم پهکې برخه اخیستې وه.
د سیالیو په پایلوبه کې د سرپل لوبډلې د بدخشان لوبډلې ته ۷ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه او د اووم پړاو اتلولي یې خپله کړه.
ملګري ملتونه: د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۱۶ سیمو کې به لوږه زیاته شي
د ملګرو ملتونو دوو ادارو خبرداری ورکړی چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د نړۍ په ۱۶ بحراني سیمو کې لوږه د پام وړ زیاته شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام نن جمعه د لیندۍ په ۶ په یوه ګډ راپور کې ویلي چې سوډان، جنوبي سوډان، سومالیا، د نایجیریا شمالي برخې او یمن د لوږې له تر ټولو جدي ګواښ سره مخامخ دي.
په راپور کې افغانستان، هایټي، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او د غزې تړانګه هم د هغو سیمو په ډله کې راغلي چې د لوږې وضعیت یې د جدي اندېښنې وړ بلل شوی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام تر دې مخکې اټکل کړی و چې په روان ژمي کې به په افغانستان کې ۱۹ میلیونه او ۲۰۰ زره کسان د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ شي.
د ملګرو ملتونو دغو دوو ادارو وسله والې جګړې، اقتصادي ستونزې، د نړیوالو بشري مرستو کمېدل او اقلیمي بدلونونه د لوږې د زیاتېدو عمده عوامل بللي دي.
دوی خبرداری ورکړی چې په راتلونکو میاشتو کې وچکالي، سخته ګرمي او سېلابونه هم ښايي د نړۍ په ځینو برخو کې د لوږې بحران لا پسې پراخ کړي.
بینیټ د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت له افغان ښځو او نجونو خپل ملاتړ څرګند کړی دی.
بینیټ د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ په ۵ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د سږني ۱۶ ورځني کمپاین موخه د عدالت تأمین، له تاوتریخوالي د ژوندي پاتې شویو کسانو ساتنه او له مجازاتو څخه د معافیت پای ته رسول دي.
د هغه په وینا، د دغه کمپاین موضوع د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره ځانګړی اهمیت او فوري ضرورت لري.
بینیټ ویلي چې د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ولاړ دی او د هغوی له دې حقه ملاتړ کوي چې د جنسیت پر بنسټ له هر ډول تاوتریخوالي څخه خوندي ژوند ولري.
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو دغه ۱۶ ورځنی نړیوال کمپاین چې د نومبر په ۲۵مه پیل شوی، د ډسمبر تر لسمې، د بشري حقونو تر نړیوالې ورځې پورې دوام کوي.
طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او په ټولنیز ژوند کې د هغوی پر ګډون پراخ محدودیتونه لګولي دي.
اوچا: پر ښځینه مرستندویه کارکوونکو محدودیتونه افغان ښځې او نجونې له خطر سره مخامخ کوي
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، پر افغان ښځینه مرستندویه کارکوونکو لګول شوي محدودیتونه د دې خطر زیاتوي چې ښځې او نجونې له ژوند ژغورونکو مرستو، حیاتي معلوماتو او خوندي ملاتړ څخه بې برخې شي.
اوچا د جمعې په ورځ د لیندۍ په ۶ پر خپله ایکسپاڼه د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې د ۱۶ ورځني کمپاین په مناسبت لیکلي چې هېڅ ښځه او نجلۍ باید له مرستو بې برخې نه شي.
دغه سازمان غوښتنه کړې چې ښځینه مرستندویه کارکوونکو ته اجازه ورکړل شي، څو مرستو ته اړو کسانو ته ورسېږي.
طالبانو د ۱۴۰۲ لمریز کال د وري په ۱۵مه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه. تر دې وړاندې یې د ۱۴۰۱ کال د مرغومي په درېیمه په کورنیو او نړیوالو نادولتي موسسو کې هم د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی و.
د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې نړیوال کمپاین هر کال د نومبر له ۲۵مې د ډسمبر تر لسمې دوام کوي.
د کونړ یو ځنګل کې لګېدلی اور له شاوخوا ۱۰۰ هکتاره سوځولو وروسته کنټرول شو
کونړ کې د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو سره د مبارزې دفتر د پنجشنبې په ورځ «د لیندۍ په پنځمه» اعلان وکړ چې د ناړۍ ولسوالۍ د ځنګلونو اور له شاوخوا ۱۰۰ هکتاره ځنګل سوځولو وروسته کنټرول شوی دی.
دفتر زیاته کړه چې اور د لیندۍ په لومړۍ نېټه د ناړۍ ولسوالۍ د دانچګل په سیمه کې ولګېد.
د ناړۍ ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال امینالله شهاب مخکې سیمهییزو رسنیو ته ویلي و چې اور د نښتر، بلوط او منځو ونې سوځولې دي.
د نوموړي په وینا، د پېښې په پایله کې دوه ماشومان مړه او پلار یې ټپي شوی دی.
هغه دا هم وویل چې اور هغه وخت پیل شو کله چې یو شپون د ځان ګرمولو لپاره اور ولګاوه، خو وروستهیې لمبې ځنګل ته خپرې شوې.
په دې وروستیو کلونو کې د کونړ او نورستان ولایتونو په ځنګلونو کې ورته اورونه پخوا هم رامنځته شوي دي چې د ځنګلونو لویه برخهیې زیانمنه کړې ده.
کنړ او نورستان د افغانستان تر ټولو شنه ولایتونه ګڼل کېږي چې په ځنګلونو پوښل شوي او د افغانستان لرګي تر ډېره له دې ولایتونو څخه ترلاسه کېږي.
اروپايي اتحادیې د افغان ښځو او نجونو سره خپل پیوستون اعلان کړ
اروپايي اتحادیې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړنې د نړیوال کمپاین سره په همغږۍ کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ.
دې اتحادیې د پنجشنبې په ورځ «د لیندۍ په پنځمه» د اېکس ټولنیزې شبکې په یوه پیغام کې د خپلو کارکوونکو یو عکس هم خپور کړ چې پهکې دوی د نارنجي شالونو په اغوستلو د افغان ښځو او نجونو سره خپل پیوستون اعلان کړ.
اروپايي اتحاديې وویل چې افغان ښځې او نجونې حق لري چې له تاوتریخوالي پرته ژوند وکړي، زدهکړه ترلاسه کړي، کار وکړي او د خپل راتلونکي په ټاکلو کې رول ولوبوي.
طالبانو، د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته له ستنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو څخه محرومې کړې او د ښځو په کار او ټولنیز مشارکتیې پراخ محدودیتونه ولګول.
خو طالب چارواکو تل ادعا کړې چې دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه تأمین کړي دي.
ترکي پولیسو ۸۰ بې اسناده افغان کډوال نیولي دي
ترکي رسنیو له هغې ډلې انادلو او دمیرورن خبري اژانسونو پرون چهارشنبې ناوخته راپور ورکړی چې د ترکیې پولیسو ۸۰ بې اسناده افغان کډوال نیولي دي.
د پولیسو په خبره، دا کډوال د ماردین ولایت په میدیات ولسوالۍ هغه مهال ونیول شول چې په یوې لارۍ کې پټ شوي وو.
پولیسو ویلي چې د دغو افغان کډوالو د قاچاق په تړاو یې یو کس نیولی او د محکمې له حکم وروسته زندان ته استولی شوی دی.
ترکیه چې اروپا ته د رسیدو یوه لار ده، وخت ناوخت په کې غیرقانوني او بې اسناده افغان کډوال نیول کیږي.
خیبرپښتونخوا کې د پولیو ناروغۍ لسمه مثبته پېښه ثبت شوه
د خیبرپښتونخوا په کرک سیمه کې د پولیو یا ګوزڼ ویروس د سږ میلادي کال لسمه مثبته پېښه ثبت شوه.
په سیمه کې روغتیايي چارواکي وايي چې دا ناروغي په یوې ۱۴میاشتنۍ ماشومې کې تشخیص شوې ده.
د روان کال له پیل راهیسې په ټول پاکستان کې د پولیو لس مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۸ یې په خیبر پښتونخوا او ۲ یې په سند ایالت کې دي.
بل پلو، تمه ده د ډیسمبر له ۱۲مې تر ۱۸مې نیټې په ټول پاکستان کې د پولیو واکسینو ملي کمپاین پیل شي.
په دې کمپاین کې به له پنځو کلونو کم عمره ۴۵میلیونه ماشومانو ته د پولیو څاڅکې ورکړل شي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو ناروغي نه ده محوه شوې.
د روغتیا نړیوال سازمان په ګډون یو شمیر نړیوالو ادارو راپور ورکړی چې په افغانستان کې سږ کال د پولیو نژدې پنځوس پېښې ثبت شوي دي.
پولیو ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او یوازې واکسین یې مخه نیولی شي.