افغانستان
د کونړ یو ځنګل کې لګېدلی اور له شاوخوا ۱۰۰ هکتاره سوځولو وروسته کنټرول شو
کونړ کې د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو سره د مبارزې دفتر د پنجشنبې په ورځ «د لیندۍ په پنځمه» اعلان وکړ چې د ناړۍ ولسوالۍ د ځنګلونو اور له شاوخوا ۱۰۰ هکتاره ځنګل سوځولو وروسته کنټرول شوی دی.
دفتر زیاته کړه چې اور د لیندۍ په لومړۍ نېټه د ناړۍ ولسوالۍ د دانچګل په سیمه کې ولګېد.
د ناړۍ ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال امینالله شهاب مخکې سیمهییزو رسنیو ته ویلي و چې اور د نښتر، بلوط او منځو ونې سوځولې دي.
د نوموړي په وینا، د پېښې په پایله کې دوه ماشومان مړه او پلار یې ټپي شوی دی.
هغه دا هم وویل چې اور هغه وخت پیل شو کله چې یو شپون د ځان ګرمولو لپاره اور ولګاوه، خو وروستهیې لمبې ځنګل ته خپرې شوې.
په دې وروستیو کلونو کې د کونړ او نورستان ولایتونو په ځنګلونو کې ورته اورونه پخوا هم رامنځته شوي دي چې د ځنګلونو لویه برخهیې زیانمنه کړې ده.
کنړ او نورستان د افغانستان تر ټولو شنه ولایتونه ګڼل کېږي چې په ځنګلونو پوښل شوي او د افغانستان لرګي تر ډېره له دې ولایتونو څخه ترلاسه کېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اروپايي اتحادیې د افغان ښځو او نجونو سره خپل پیوستون اعلان کړ
اروپايي اتحادیې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړنې د نړیوال کمپاین سره په همغږۍ کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ.
دې اتحادیې د پنجشنبې په ورځ «د لیندۍ په پنځمه» د اېکس ټولنیزې شبکې په یوه پیغام کې د خپلو کارکوونکو یو عکس هم خپور کړ چې پهکې دوی د نارنجي شالونو په اغوستلو د افغان ښځو او نجونو سره خپل پیوستون اعلان کړ.
اروپايي اتحاديې وویل چې افغان ښځې او نجونې حق لري چې له تاوتریخوالي پرته ژوند وکړي، زدهکړه ترلاسه کړي، کار وکړي او د خپل راتلونکي په ټاکلو کې رول ولوبوي.
طالبانو، د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته له ستنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو څخه محرومې کړې او د ښځو په کار او ټولنیز مشارکتیې پراخ محدودیتونه ولګول.
خو طالب چارواکو تل ادعا کړې چې دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه تأمین کړي دي.
ترکي پولیسو ۸۰ بې اسناده افغان کډوال نیولي دي
ترکي رسنیو له هغې ډلې انادلو او دمیرورن خبري اژانسونو پرون چهارشنبې ناوخته راپور ورکړی چې د ترکیې پولیسو ۸۰ بې اسناده افغان کډوال نیولي دي.
د پولیسو په خبره، دا کډوال د ماردین ولایت په میدیات ولسوالۍ هغه مهال ونیول شول چې په یوې لارۍ کې پټ شوي وو.
پولیسو ویلي چې د دغو افغان کډوالو د قاچاق په تړاو یې یو کس نیولی او د محکمې له حکم وروسته زندان ته استولی شوی دی.
ترکیه چې اروپا ته د رسیدو یوه لار ده، وخت ناوخت په کې غیرقانوني او بې اسناده افغان کډوال نیول کیږي.
خیبرپښتونخوا کې د پولیو ناروغۍ لسمه مثبته پېښه ثبت شوه
د خیبرپښتونخوا په کرک سیمه کې د پولیو یا ګوزڼ ویروس د سږ میلادي کال لسمه مثبته پېښه ثبت شوه.
په سیمه کې روغتیايي چارواکي وايي چې دا ناروغي په یوې ۱۴میاشتنۍ ماشومې کې تشخیص شوې ده.
د روان کال له پیل راهیسې په ټول پاکستان کې د پولیو لس مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۸ یې په خیبر پښتونخوا او ۲ یې په سند ایالت کې دي.
بل پلو، تمه ده د ډیسمبر له ۱۲مې تر ۱۸مې نیټې په ټول پاکستان کې د پولیو واکسینو ملي کمپاین پیل شي.
په دې کمپاین کې به له پنځو کلونو کم عمره ۴۵میلیونه ماشومانو ته د پولیو څاڅکې ورکړل شي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو ناروغي نه ده محوه شوې.
د روغتیا نړیوال سازمان په ګډون یو شمیر نړیوالو ادارو راپور ورکړی چې په افغانستان کې سږ کال د پولیو نژدې پنځوس پېښې ثبت شوي دي.
پولیو ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او یوازې واکسین یې مخه نیولی شي.
بخښنې سازمان: افغان ښځې پرلهپسې پنځم کال له سیستماتیک تبعیض سره مخامخ دي
د بخښنې نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ «د لیندۍ په څلورمه» په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راوروسته، افغان ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له خپلو اساسي حقونو بېبرخې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د نجونو پر منځنیو او لوړو زدهکړو بندیز، د ښځو د کار پر ډېرو فرصتونو محدودیتونه، د تګ راتګ د ازادۍ محدودول او له ټولنیز ژوند څخه د هغوی ګوښه کول په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سرغړونو له بېلګو څخه دي.
د بخښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې د دې ادارې د څېړنو له مخې، د افغان ښځو او نجونو وضعیت د بشریت پر وړاندې د جرم په چوکاټ کې د جنسیتي ځورونې او تعقیب بېلګه ده، هغه وضعیت چې د ښځو د بشري حقونو ځیني فعالانیې «جنسیتي اپارتاید» بولي.
دغه سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو د وضعیت په اړه خپل مسؤلیت ادا کړي او د هغوی د حقونو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د نومبر له ۲۵مې څخه د ډسمبر تر ۱۰مې پورې د ۱۶ ورځني کمپاین په ترڅ کې به د افغان ښځو د وضعیت په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو هڅې وکړي.
دې سازمان له خلکو غوښتي چې د یوه پرانیستي لیک په لاسلیکولو او په ټولنیزو شبکو کې د افغان ښځو د پیغامونو په خپرولو سره د هغوی ملاتړ وکړي.
ملګري ملتونه: د مرستو کمېدو له امله افغان ښځې له حمایوي خدمتونو بېبرخې شوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (یو اېن ومن) خبرداری ورکړی چې د مالي مرستو کمېدو د ښځو او نجونو د ملاتړ خدمتونو ته جدي خطر پېښ کړی او د هغوی پر وړاندې یې د تاوتریخوالي د زیاتېدو زمینه برابره کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګړې استازې سوزان فرګوسن د چهارشنبې په ورځ «د نومبر په ۲۵مه» د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د ښځو په مشرۍ د بنسټونو لپاره د مالي ملاتړ د سمدستي زیاتېدو غوښتنه وکړه.
د دغه سازمان د اعلامیې له مخې، د روان کال په ترڅ کې د بودجې د کمښت له امله د تاوتریخوالي د قربانیانو لپاره د خدمتونو له ۱۹۳ ډېر مرکزونه تړل شوي چې له املهیې تر یو میلیون ډېرې ښځې او نجونې اغېزمنې شوې دي.
همداراز، په ۲۰۲۵ کال کې د ارزول شویو ۷۴ ښځینه بنسټونو نږدې درې پر څلور برخې له مالي ستونزو سره مخ شوې دي او اټکل کېږي چې د دغو بنسټونو نیمایي به د ۲۰۲۷ کال تر اپرېل پورې خپل فعالیتونه ودروي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې پر ښځو قانوني محدودیتونه، اقتصادي ستونزې او بشري ناورین د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي خطر زیاتوي.
دې سازمان له دولتونو او نړیوالو مرستندویانو غوښتي چې د ښځو په مشرۍ د بنسټونو مالي ملاتړ ډېر کړي.
د ملګرو ملتونو د موندنو له مخې، افغان ښځې د نارینهوو په پرتله نږدې څلور برابره لږ چانس لري چې د عدالت رسمي مېکانیزمونو ته لاسرسی ومومي.
د ملي پراختیا شرکت: د قوشتېپې کانال د دوهم پړاو چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوي
د افغانستان په شمال کې د قوشتېپې کانال جوړوونکې کمپنۍ، د ملي پراختیا شرکت، وايي چې د دې کانال د دوهم پړاو چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوي او د امو سیند اوبه به «ډېر ژر» دغه کانال ته ورګډې شي.
د ملي پراختیا شرکت د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د قوشتېپې کانال د سربند د جوړولو چارې وروستیو پړاوونو ته رسېدلې دي او د پاتې برخو له بشپړېدو سره به د امو سیند اوبه دغه کانال ته ورواړول شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د ازبکستان د اوبه لګونې چارو وزیر شوکت خمرایف وویل چې د امو سین اوبه باید د دواړو خواوو ترمنځ د موافقې پر اساس وکارول شي.
ده همداراز وویل چې ممکن د قوش تېپې کانال چارې تر ۲۰۵۰ کال پورې وځنډېږي.
د قوشتېپې کانال د جوړولو چارې په ۲۰۲۲ کال کې پیل شوې.
دا کانال شاوخوا ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی لري.
قطر د افغانستان په چارو کې د کاناډا د ګټو د استازیتوب او ساتنې هوکړه کړې
قطر او کاناډا موافقه وکړه چې دوحه به په افغانستان کې د کاناډا د ګټو استازیتوب او د هغو په ساتنه کې مرسته کوي.
په دې اړه لومړنۍ پرېکړه د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۲۴مه په اوتاوا کې د دواړو هېوادونو د ستراتېژیکو خبرو په ترڅ کې شوې وه.
هوکړه د چهارشنبې په ورځ د قطر د بهرنیو چارو وزارت او د کاناډا د بهرنیو چارو، سوداګرۍ او پراختیا وزارت ترمنځ د قطر د صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني او د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا انند په حضور کې لاسلیک شوه.
دواړو لورو په دې خبرو کې د ستراتېژیکو اړیکو پر پراختیا او په ډیپلوماتیکو، اقتصادي، تجارتي، دفاعي، امنیتي او بشري برخو کې د همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
د دغو خبرو په پایله کې د پانګونې یوه هوکړه هم لاسلیک شوه چې هدفیې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونو هڅول او ساتنه ده.
بل لور ته، د قطر موزیمونو او د کاناډا د کلتوري میراث ادارې د قطر د ۲۰۲۶ کال د کلتوري پروګرام په برخه کې د کاناډا د ګډون په اړه د همکارۍ یو سند هم لاسلیک کړ.
دا هوکړې د قطر او کاناډا ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره بل ګام بلل کېږي.
د هوکړې له مخې، قطر به په افغانستان پورې اړوندو چارو کې د کاناډا د ګټو په ساتنه او له دغه هېواد سره د اړیکو په دوام کې هم رول ولري.
هرات کې د چرګانو د نسل روزنې او هګیو تولید ۷ میلیونه ډالري فارم پرانیستل شو
د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د خصوصي سکټور له لوري د چرګانو د نسل روزنې او د هګیو د تولید یوه فارم په کار پیل وکړ.
ځايي رسنیو د چهارشنبې په ورځ وویل چې دا فارم «ادیاک» نومېږي، پر دوه زره جریبه ځمکه جوړ شوی او د چرګانو د نسلونو د روزنې او د هګیو اچولو ته د چمتو چرګوړو په تولید کې فعالیت کوي.
جوړوونکي یې وايي له دې فارم له کبله به چې ۷ میلیون ډالره پانګونه پرې شوې، د افغانستان د چرګانو د روزنې او هګیو د تولید کورنی ظرفیت لوړ شي، پر وارداتي محصولاتو تکیه به کمه او د ځانبسیاینې بهیر به پیاوړی شي.
افغانستان لا هم اکثره چرګوړي له ګاونډیو هېوادونو واردوي.
ملګري ملتونه : کونړ کې زلزله ځپلیو کورنیو ته سلګونه سرپناوې جوړې شوي دي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د نړیوال سازمان (IOM) څانګه وايي په کونړ کې یې زلزله ځپلیو کورنیو ته ۵۱۴ سرپناوې جوړې کړي دي.
یاد سازمان د چهارشنبې په ورځ ( لیندۍ څلرمه) په خپله ایکسپاڼه دیوې ویډیو په خپرولو سره وویل چې دا کار یې د اروپايي اتحادیې او هالنډ په مرسته ترسره کړی دی.
خبرزیاتوي چې ډیر ژر به لسګونه کورنۍ د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې دغو کورونو ته ولیږدول شي او د ژمي په رارسیدو سره به له سختې یخنۍ څخه وساتل شي.
د ۲۰۲۵ کال اګست میاشت کې یوه ویجاوړونکې زلزله د افغانستان په ختیځ کې پیښه شوه چې په نتیجه کې یې شاوخوا ۲۲۰۰ کسان مړه او ګڼ کلي وران شول.