نړۍ
هند کې د یوه سیاستوال د لور شانداره واده؛ څلور لکه کسانو ګډون کړی
شاوخوا څلور لکه خلکو د بیهار په ایالت کې د یوه هندي سیاستوال د لور د واده په مراسمو کې ګډون وکړ.
د دغه شاندارو مراسمو پر مهال د غونډې ځای ته تلونکي سړکونه بند شوي و.
اننت سېنګ چې د بیهار ایالت یو سیاستوال دی او د قتل تورونو په ګډون د لسګونو قانوني قضیو سره مخ دی، د چهارشنبې په ورځیې د مراسمو کوربهتوب وکړ.
د فرانسې د خبري اژانس راپور زیاتوي چې د مېلمنو د هرکلي لپاره ۵۰۰ زره دودیز خواږه خواړه برابر شوي وو او ۵۰۰ اشپزانو د خوړو په پخولو کې برخه درلوده.
خپاره شوي انځورونه ښیي چې ګڼهګوڼه دومره ډېره وه چې ځیني کسان د مراسمو د لیدلو لپاره ونو او د برېښنا ستنو ته ختلي و.
ناوې په یوه لوکس «بياېموې» موټر او زوم د شاوخوا ۲۰۰ موټرو په بدرګه مراسمو ته راغلل.
په هند کې ګران او شاندار ودونه کومه نوې خبره نهده.
هندي سوداګرو، هنرمندانو او سیاستوالو پخوا هم شاندار مراسم ترسره کړي چې سلګونه زره خلک ورته بلل شوي وو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
بېپولې خبریالانو سازمان د فرانسې د «سينیوز» د یوې میاشتې تعلیق غوښتنه وکړه
د بېپولې خبریالانو سازمان د پنجشنبې په ورځ د فرانسې د رسنیو تنظیم کوونکي ادارې څخه وغوښتل چې د یوې میاشتې لپاره د «سينیوز» خبري شبکې فعالیتونه وځنډوي.
دې سازمان په یوه بیان کې ویلي چې د شبکې پوښښ د افراطي ښي اړخو په ګټه دی او د فرانسې د ولسمشرۍ ټاکنو په نږدې کېدو سرهیې ولسواکۍ ته ګواښ زیاتېږي.
د بېپولې خبریالانو سازمان ویلي چې «سينیوز» په ۲۰۱۷ کال کې د خپل تأسیس راهیسې ۱۲ اخطارونه او ۱۱ جریمې ترلاسه کړي چې ټولټال ۸۳۰ زره یورو ارزښت لري.
د دې سازمان څېړونکو وموندله چې د کډوالۍ، ناامنۍ، پر اسلامپالنې او په کیڼ اړخو او عامه رسنیو نیوکو په څېر موضوعات د شبکې د پروګرامونو دوه پر درېیمه برخه جوړوي.
د فرانسې د رسنیو تنظیموونکې ادارې ویلي چې «سينیوز» شبکه کې د سیاسي نظرونو د تنوع په اړه د مقرراتو احتمالي سرغړونې څېړي.
«سينیوز» د محافظهکار فرانسوي میلیاردر وینسنټ بولیرا ملکیت دی او تر اوسهیې د بېپولې خبریالانو سازمان غوښتنې ته ځواب نهدی ویلی.
د بېپولې خبریالانو سازمان وايي چې غوښتنهیې د مطبوعاتو د ازادۍ د دفاع او د خپلواک ژورنالیزم او هغه څه ترمنځ توپیر لپاره ده چې دا ډلهیې "مغز مینځل" بولي.
"پر کوېټ د ایراني بېپیلوټه الوتکو برید"؛ څلور کسان ټپیان شوي
د کوېټ د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې لږ تر لږه څلور کسان د ایراني بېپیلوټه الوتکو د برید په نتیجه کې ټپیان شوي دي.
د کوېټ د دفاع وزارت په یوه بیان کې وویل چې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي او دې پېښې مادي زیان هم اړولی، خو د زیان د کچې په اړهیې جزئیات نهدي ورکړي.
کوېت تېره اوونۍ د ایراني بېپیلوټه الوتکو د بریدونو د مخنیوي لپاره خپل دافع هوا سیستم فعال کړ چې دا اقدام د پسرلي راهیسې د خپل ډول لومړی و.
ایران هرمز تنګي کې د تېلو په ټانکرونو د برید سربېره، په وروستیو ورځو کې بحرین او کوېټ هم په نښه کړي دي.
په دغو هېوادونو کې د امریکا پوځي تأسیسات او د انرژۍ زېربناوې په نښه شوې دي.
د امریکا پوځ ویلي چې ډېری دغه بریدونه شنډ شوي دي.
ډونالډ ټرمپ له روسیه غوښتي چې د اوکراین د جګړې د پراخیدو مخه ونیسي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ناټو سرمنشي مارک روته په یو ګډ بیان کې له روسیه غوښتي چې د هغو اقداماتو مخه ونیسي چې په اوکراین کې د جګړې د پراخیدو لامل کیږي.
دا بیان پرون چهارشبنې ماښام د امریکا په فلوریدا ایالت کې د ولسمشر ټرمپ او روته ترمنځ له خبرو اترو وروسته خپور شوی دی.
د بیان له مخې د اوکراین او ایران جګړه د خبرو اترو اصلي محور و.
ټرمپ او ورته د امریکا او اروپايي ټولنې د دفاعي بودیجې په لوړیدو هم خبرې کړي دي.
پاپ لیو څوارلسم، تیره اوونۍ ترکیه کې د اقلیمي مذاکراتو ناکامېدل «د اندېښنې وړ» وبلل
د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ لیو څوارلسم، تیره اوونۍ ترکیه کې د اقلیمي مذاکراتو ناکامېدل «د اندېښنې وړ» وبلل او وویل چې اقلیمي ناورین د میلیونونو خلکو پر ژوند اغېز کوي.
پاپ د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۴مه) په واتیکان کې له خپلې اوونیزې غونډې وروسته وویل: «د اقلیمي ناورین سختو چاپېریالي پېښو ته په کتو ، دا د اندېښنې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو کنفرانس (کاپ ۳۱) پرته له دې پای ته ورسېد چې نړیواله ټولنه د دغه ناورین د جدي او مسوولانه حل لپاره روښانه ژمنې وکړي.»
د «کاپ ۳۱» په نامه د ملګرو ملتونو د اقلیم نړیوال کنفرانس چې دروانې نومبر میاشتې له ۹مې تر ۲۰مې نېټې پورې د ترکیې په انتالیا ښار کې دایرشو پرته له موافقې پای ته ورسېد.
برېتانیه کې د بریښنا او ګازو بیې لوړیږي
د برېتانیا د انرژۍ د بازار د تنظیم ادارې (Ofgem) د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۴مه) اعلان وکړ چې د برېښنا او ګاز بیې به د ۲۰۲۷ کال له جنورۍ میاشتې څخه د میلیونونو کورنیو لپاره ۲۶ سلنه لوړې شي.
د دې ادارې د راپور له مخې، د بیو دغه زیاتوالی به د کورنیو کلني لګښتونه شاوخوا ۴۴۳ پونډه زیات کړي او د یوه کال ټول لګښتونه به ۲۱۶۶ پونډو ته ورسوي.
یاده اداره زیاتوي چې ، د بیو دغه لوړوالی به د دغه هېواد شاوخوا ۲۰ میلیونه کورنۍ اغېزمنې کړي؛ خو هغه کورنۍ چې د انرژۍ د ثابتو بیو قراردادونه لري، د خپلو قراردادونو د اعتبار تر پای پورې به اغیزمنې نه شي.
د امریکا او ایران ترمنځ جګړه او د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږدوونکو بېړیو د تګ راتګ کموالی، په نړیوال بازار کې د انرژۍ د بیو د لوړېدو له مهمو عواملو څخه بلل شوي دي.
امریکايي رسنۍ : په سې آی اې سایبري برید کې یو لړ غیرمحرم معلومات افشا سوي
امریکايي رسنۍ د استخباراتو په مرکزي ادارې، (سي آی اې) او د ملي استخباراتو د مدیر په دفتر د سایبري برید خبر ورکوي.
خبرزیاتوي چې د برید په نتیجه کې دغیرمحرم معلوماتو یوه برخه افشا سوې.
نیویارک تایمز راپور ورکوي چې برید د معلوماتو د راټولونې او څیړنې پر سیستم شوی دی.
سی ان ان تلویزني شبکې دبرید دچینايي سرچینې احتمال مطرح کړی خو په برید کې د چین د حکومت ونډه تراوسه نه ده تایید شوې.
دا هم نه دي څرګند چې برید کله او څنګه شوی دی.
عربستان د ۲۰۲۷ کال بودجه د شاوخوا ۵۱ میلیارده ډالره کسر سره تصویب کړه
سعودي عربستان د ۲۰۲۷ کال بودجه د شاوخوا ۵۱ میلیارده ډالرو کسر سره په داسې حال کې تصویب کړه چې د یمن حوثیانو سره جګړې په دې وروستیو کې زور اخیستی دی.
د سعودي عربستان د مالیې وزیر محمد الجدعان وايي د هېواد اقتصاد د اوږدمهالې جګړې د زغملو وړتیا لري.
د تصویب شوې بودجې له مخې چې د سېشنبې په ورځ «د لیندۍ په درېیمه» اعلان شوه، اټکل کېږي چې د سعودي عربستان عواید به په راتلونکي میلادي کال کې شاوخوا یو ټریلیون او ۲۰۰ میلیارده سعودي ریالو ته ورسېږي، په داسې حال کې چې لګښتونه بهیې یو ټریلیون او ۳۹۰ میلیارده ریاله وي.
په دې توګه به د بودجې کسر ۱۹۰ میلیارده ریالو ته ورسېږي چې د ۵۰ میلیارده او ۷۰۰ میلیونو ډالرو معادل دی.
د سعودي عربستان د مالیې وزیر، خبریالانو ته وویل چې پر ملکي بنسټونو بریدونه او یا هم د «توغندیو له لارې باج اخیستل» نهشي کولای ریاض دې ته اړ کړي چې له خپلو امنیتي دریځونو شاتګ وکړي.
په ایران کې د تقلبي الکولو د څښلو له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي
د ایران په بېلابېلو سیمو کې په روانه میاشت کې د ناقانونه جعلي الکولي مشروباتو د څښلو له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه او سلګونه نور مسموم شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د سې شنبې په ورځ «د لیندۍ درېیمه» د ایران د دولتي رسنیو په حواله راپور ورکړ چې د نومبر په میاشت کې د دغه هېواد په کچه د جعلي الکولو د مسمومیت ۳۵۶ پېښې ثبت شوې دي.
په ایران کې د الکولي مشروباتو تولید، پلور او څښل منع دي.
د ایران د روغتیا وزارت مرستیال سجاد رضوي دولتي ټلوېزیون ته ویلي: "د وروستیو شمېرو له مخې، ۲۰ کسان مړه شوي او ۱۸۷ نور په روغتونونو کې بستر شوي دي چې له ډلې یې ۳۳ کسان د جدي پاملرنې په څانګه کې دي."
د راپور له مخې، په هغو ولایتونو کې چې دغه پېښې پهکې رامنځته شوي، چارواکو د پېښو لامل جعلي الکولي مشروبات او د میتانول لرونکي مواد بللي دي.
په ایران کې د الکولو د بندیز سربېره، ناقانونه جعلي الکولي مشروبات په اسانۍ ترلاسه کېږي او وخت ناوخت د مرګونو مسمومیتونو لامل کېږي.
ایرانۍ سندرغاړې پرستو احمدي ۷۴ دُرې وهل شوې
ایرانۍ سندرغاړې پرستو احمدي له اجباري حجاب پرته د کنسرټ په خاطر ۷۴ دُرې وهل شوې.
هغې او د موسیقۍ د ټیم څلورو غړو ته یې پرون دوشنبه په قم کې سزاوې ورکړل شوي.
پرستو احمدي د ۱۴۰۳ کال په قوس/لیندۍ میاشت کې د قم ولایت په یوه کاروانسرای کې له اجباري حجاب پرته کنسرټ ثبت او خپور کړی و چې میلیونونه کسانو وکوت.
هغه وروسته د قُم ولایت د قضايي ادارې له خوا د «عمومي عفت د زیانمنولو او په مجازي فضا کې د خرابو او له اخلاقو د لرې محتوا په خپرولو» باندې تورنه شوه.
پرستو احمدي همدارنګه په دوه کاله ممنوع الخروجي او د دوو کلونو هنري فعالیت په بندیز هم محکومه شوې ده.
د بشري حقونو ګڼو مدافع سازمانونو له ایراني چارواکو غوښتي و چې د پرستو احمدي او د هغې د موسیقۍ د ټیم له مجازاتو ډډه وکړي.