خبرونه
ټرمپ: پر ایران د نویو بریدونو په اړه پرېکړې ته بیړه نه لرم
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په درېیو جلا مرکو کې ویلي، چې د ایران پر ضد د نویو پوځي بریدونو په اړه پرېکړې ته بیړه نه لري او د راتلونکي میلادي کال پیل یې د احتمالي پرېکړې وخت بللی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې راپورونه د ایران پر ضد د پراخو پوځي بریدونو د نوي پړاو د پیل لپاره پر واشنګټن د اسرائیل د فشارونو د زیاتېدو ښکارندويي کوي. له بلې خوا، امریکايي چارواکي لا هم پوځي لارې چارې او د هغو احتمالي پایلې ارزوي.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۹مه، له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې، پر ایران د نویو احتمالي بریدونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «ښه، د نوي کال له پیل وروسته به په دې اړه له تاسو سره خبرې وکړم.»
هغه چې له چین څخه تر سفر وروسته په الوتکه کې بېرته واشنګټن ته روان و، زیاته کړه: «وخت لرو.»
د امریکا ولسمشر په یوه بله جلا مرکه کې، چې د اکسیوس او د اسرائیل د ۱۲م تلوېزیون خبریال باراک راوید ورسره کړې، یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ایران په اړه پرېکړې ته بیړه نه لري. هغه وویل: «و به ګورو چې د نوي کال له پیل وروسته به څه پېښېږي.»
ټرمپ له فاکس نیوز تلوېزیون سره په مرکه کې هم د جنورۍ لومړۍ نېټې ته اشاره وکړه، خو څرګنده یې نه کړه چې ولې یې د ایران پر وړاندې د شخړې د راتلونکي په اړه د پرېکړې لپاره دا نېټه یاده کړه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ریاض تر ټولو لوړه اسمانڅوکې ودانۍ د حوثیانو په راکټي برید کې زیانمنه شوې
د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق د دفتر په ګډون د ریاض تر ټولو لوړ اسمانڅوکې د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۹مه، د یمن د حوثیانو راکټي برید شوی او د ودانۍ ځینې برخې او شاوخوا ودانۍ یې زیانمنې شوې دي.
د سعودي عربستان د ملکي دفاع ادارې ویلي، دې برید د ریاض په مالي مرکز کې د یوې لوړې ودانۍ څو پوړونو ته زیان اړولی، خو د مرګژوبلې یا ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی.
که څه هم سعودي چارواکو د برید شوې ودانۍ نوم نه دی اعلان کړی، خو د دغه هېواد رسمي خبري اژانس په خپره کړې ویډیو کې د عامه پانګونې صندوق ودانۍ ښکاري چې په «پيآیاېف» نوم پېژندل کېږي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د چاودنې زور د ودانۍ د اوو یا اتو پوړونو ښیښې ماتې کړې بهرنۍ برخې یې زیانمنې کړې دي.
حوثیانو ویلي چې د پنجشنبې په ورځ یې دوه ځله د ریاض مالي مرکز په نښه کړی؛ یو ځل سهار او بل ځل ماښام.
دې ډلې همداراز د ریاض د ملک خالد پر نړیوال هوايي ډګر، د سعودي عربستان په جنوب کې د خمیس مشیط پر هوايي اډې او د جبیل ښار پر «صدف» پتروشیمي شرکت د بریدونو ادعا هم کړې ده. سعودي چارواکو تر اوسه دغه ادعاوې نه دي تایید کړې.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، دا هېواد د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا، د وګړو او ملي شتمنیو د ساتنې لپاره د «ټولو لازمو اقداماتو» د ترسره کولو حق ځان ته خوندي بولي.
کرزی: په افغانستان کې کابو څلور میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په هېواد کې د ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د هغوی د اساسي حقونو، زدهکړو، روغتیايي خدمتونو او امنیت پر برابرولو یې ټینګار کړی دی.
کرزي د جمعې په ورځ، د نومبر په ۲۰مه، پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي، په افغانستان کې نژدې څلور میلیونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي او د لومړنیو زدهکړو په عمر د برابرو ماشومانو تر نیمایي ډېر ښوونځیو ته له تګه بېبرخې دي.
هغه بېوزلي او محرومیت د ماشومانو د روغتیا او راتلونکي پر وړاندې ګواښونکي عوامل بللي او ویلي یې دي چې دغه وضعیت د کورنیو او ټولنې امنیت ته هم خطر پېښوي.
د افغانستان پخواني ولسمشر ټینګار کړی چې د نجونو او هلکانو پر مخ دې د زدهکړو دروازې له هېڅ ډول محدودیت پرته پرانیستل شي.
کرزي تر دې مخکې هم د نجونو پر زدهکړو د لګېدلو محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه کړې وه.
طالبانو واک ته تر بیا رسېدو وروسته، د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه منع کړې.
افغان ښځو د یوناما له مشرې سره په لیدنه کې د پرېکړو او پالیسیو په جوړولو کې د ګډون غوښتنه وکړه
د ښځو شاوخوا ۵۰ فعالانو، خبریالانو، سوداګرو او د مدني ټولنې استازو د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۹مه، په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې، رباب فاطمې سره په لیدنه کې په ټولنه کې د ښځو لپاره د ډېرو فرصتونو او د هغوی د اغېزمن ګډون غوښتنه وکړه.
یوناما پر خپلې فېسبوکپاڼې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د ستونزو، زدهکړو او کار او د هغوی د لومړنیو حقونو په اړه خبرې وشوې.
د خبرپاڼې له مخې، رباب فاطمې ویلي، افغان ښځې نه غواړي یوازې د مرستو ترلاسه کوونکې وي، بلکې غواړي په هغو پرېکړو او پالیسیو کې فعال رول ولري چې پر ژوند یې اغېز کوي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې دي.
په افغانستان کې د ډینګي تبې شکمنې پېښې نژدې پنځه برابره زیاتې شوې دي
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د ډینګي تبې شکمنې پېښې د سپټمبر په پرتله د اکتوبر په میاشت کې نږدې پنځه برابره زیاتې شوې دي.
د دغه سازمان د اکتوبر میاشتني د راپور له مخې، په دې میاشت کې د ډینګي تبې ۱۶۷۵ شکمنې پېښې او یوه مړینه ثبت شوې، په داسې حال کې چې په سپټمبر کې ۳۶۴ شکمنې پېښې ثبت شوې وې او د مړینې کومه پېښه نه وه راپور شوې.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې د کال له پیل راهیسې د ډینګي تبې له امله دا لومړنۍ مړینه ده.
ډینګي یوه ویروسي ناروغي ده چې د مچیو د چیچلو له لارې انتقالېږي او نښې یې تبه، سخت سرخوږی، د عضلو او بندونو درد او د پوستکي دانې دي. دغه سازمان ټینګار کړی چې د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره د مچیو کنټرول او روغتیايي څارنه مهمه ده.
یاد سازمان څرګنده کړې چې دا شمېرې د ناروغۍ شکمنې پېښې دي او لابراتواري تایید ته اړتیا لري.
سېف د چلډرن: افغانستان لا هم د ماشومانو لپاره د نړۍ له پنځو مرګونو سیمو دی
د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان (سېف د چلډرن) وايي، افغانستان لا هم د ماشومانو لپاره د نړۍ له پنځو تر ټولو مرګونو سیمو څخه شمېرل کېږي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې هره میاشت په اوسط ډول شاوخوا ۴۰ ملکي وګړي د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو له امله وژل کېږي یا ټپیانېږي.
په ۲۰۲۵ کال کې د دغو چاودنو نږدې ۷۰ سلنه قربانیان ماشومان و.
د ماشومانو د ژغورنې سازمان په خپل تازه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ «د لړم په ۲۸مه» خپور شوی، ویلي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د نړۍ په جګړو کې تر ۱۷۱ زرو ډېر ماشومان مړه یا ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، د ماشومانو له هرو ۱۰ قربانیانو څخه اووهیې یوازې په پنځو هېوادونو او سیمو، یعنې افغانستان، سوریه، فلسطیني سیمو، سومالیا او یمن کې و.
اېماېساېف: په سختې خوارځواکۍ د اخته افغان ماشومانو بسترېدل زیات شوي
د بېپولې ډاکترانو سازمان (اېماېساېف) وايي، په افغانستان کې د هغو ماشومانو شمېر چې د سختې خوارځواکۍ له امله په روغتونونو کې بستر کېږي، شاوخوا ۲۸ سلنه زیات شوی دی.
دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې د روان کال له جنورۍ څخه تر اګسټ پورې، په هرات، هلمند او کندهار ولایتونو کې د خوارځواکۍ د درملنې په ځانګړو مرکزونو کې نږدې ۸،۵۰۰ ماشومان بستر شوي دي.
د راپور له مخې، د شپږو میاشتو څخه د کم عمره ماشومانو په بستر کېدو کې هم تر ۳۱ سلنې ډېر زیاتوالی راغلی دی.
د بېپولې ډاکترانو سازمان خبرداری ورکړی چې بېوزلي او د خوړو کمښت د خوارځواکۍ ستونزه لا پسې سختوي.
له بلې خوا، د بودجې د کمښت له امله د شاوخوا ۳۰۰ روغتیايي مرکزونو تړل کېدو، تر دوو میلیونو ډېر کسان له روغتیايي خدمتونو بېبرخې کړي دي.
دغه سازمان اټکل کړی چې په راتلونکي میلادي کال کې به په افغانستان کې تر څلورو میلیونو ډېر له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
د ماشوم نړیواله ورځ؛ یونیسف وايي میلیونونه افغان ماشومان له زدهکړو محروم دي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د ماشوم د نړیوالې ورځې په مناسبت، په افغانستان کې د ماشومانو د زدهکړو د حق پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.
یونیسف د پنجشنبې په ورځ «د لړم په ۲۸مه» د ماشومانو د نړیوالې ورځې په درشل کې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې زدهکړه د هر ماشوم حق دی او په دې برخه کې پانګونه د راتلونکي لپاره پانګونه ده.
د یونیسف او یونسکو د ګډ راپور له مخې، په افغانستان کې د ابتدايي زدهکړو لپاره د عمر په شرایطو برابر څه د پاسه ۵۰ سلنه ماشومان له ښوونځي بېبرخې دي.
همدارنګه، په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو لهخوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز، تر دوهنیم میلیونو ډېرې نجونې له زدهکړو بېبرخې کړې دي.
پاکستان کې د ګازو لېږدوونکي موټر سره د یوه بس ټکر ۱۰ کسان وژلي
د پاکستان پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل، د بلوچستان په ایالت کې د مایع ګازو لېږدوونکي موټر سره د یوه مسافر وړونکي بس د ټکر له امله، د درېیو ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان مړه شوي دي.
دا پېښه د چهارشنبې په ورځ «د لړم په ۲۷مه» د اورمارې ښارګوټي ته نږدې شوې ده.
بس چې له تربت څخه کراچۍ ته روان و، تر ټکر وروستهیې اور واخیست.
د فرانسې خبري اژانس د ځايي پولیسو له قوله راپور ورکړ چې د بس اته سپرلۍ او د بار وړونکي موټر دوه سپرلۍ مړه شوي دي.
لومړنۍ څېړنې ښيي چې بار وړونکی موټر د سړک پر خلاف لوري روان و.
د پېښې ۲۷ ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ډنمارک پارلمان له امریکا او ګرینلنډ سره امنیتي تړون تصویب کړ
د ډنمارک پارلمان د پنجشنبې په ورځ «د لړم په ۲۸مه» له امریکا او ګرینلنډ سره امنیتي تړون په اجماع تصویب کړ.
په دې رأیاچونه کې ټولو ۱۰۹ حاضرو استازو د تړون په ګټه رأیه ورکړه.
د ګرینلنډ پارلمان هم د نومبر په لومړیو کې دغه تړون په ۱۶ موافقو او ۷ ممتنع رأیو تصویب کړی و.
دا تړون چې د سپټمبر په ۲۲مه په نیویارک کې لاسلیک شوی، امریکا ته اجازه ورکوي چې په ګرینلنډ کې دوه نوې پوځي اډې جوړې او خپل پوځي فعالیتونه پراخ کړي.
دغه تړون په دې ټاپو کې د ناټو د غړو هېوادونو پرته د نورو هېوادونو پر پوځي حضور او په حساسو برخو کې پر بهرنۍ پانګونې هم محدودیتونه لګوي.
ګرینلنډ د ډنمارک تر حاکمیت لاندې یوه خودمختاره سیمه ده.
په تړون کې د ډنمارک حاکمیت او د ګرینلنډ د خلکو د خپل برخلیک د ټاکلو حق په رسمیت پېژندل شوی دی.
تړون دا هم څرګندوي چې که ګرینلنډ خپلواکي ترلاسه کړي، امنیتي ترتیبات بهیې پر خپل ځای پاتې کېږي او د دغه ټاپو خپلواک حکومت به د تړون له مخې ټاکل شوي مکلفیتونه مني.