تازه خبر
سه شنبه ۲۶ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۵۱

افغانستان

اوچا: افغانستان کې نږدې ۱۰ میلیونه کسانو ته بشري مرستې رسول شوي

ارشیف، افغان کورنیو سره بشري مرستې
ارشیف، افغان کورنیو سره بشري مرستې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره ( اوچا) وايي د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې افغانستان کې شاوخوا نهه میلونه او نهه سوه زرو کسانو بشري مرستې ترلاسه کړي دي.

اوچا د دوشنبې په ورځ د لړم په ۲۵ مه په خپله ایکسپاڼه د رپوټ په خپرولو سره وویل چې څه دپاسه ۵ ملیونو کسانو د خوړو او کرنې، څلورنیم ملیونو کسانو د روغتیایې خدماتو، درې نیم ملیونو کسانو د ملاتړ او ساتنې،او درې ملیونو کسانو د تغذیې په برخه کې مرستې ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره په داسې حال کې چې د مرستو د دوام خبره کوي د اړمنو خلکو د زیاتیدونکو اړتیاو د پوره کولو لپاره د منابعو د کموالي خبرداری هم ورکوي.

اوچا وايي په روان ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې ۲۱ ملیونه او نهه سوه زره کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغان کرکټ ټیم له زېمبابوې سره ټېسټ لوبه کې د ماتې له خطر سره مخامخ دی

د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ ټېسټ لوبه
د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ ټېسټ لوبه

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د زېمبابوې په وړاندې دوهمه ټېسټ لوبه کې د ماتې له خطر سره مخامخ دی.

د افغانستان ټیم د دوشنبې په ورځ په شارجه کې د دغې سیالۍ په څلورمه ورځ، په داسې حال کې چې ۵ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل، ۱۴۳ منډې وکړې.

د زېمبابوي ټیم افغانستان ته ۴۱۸ منډې هدف ټاکلی دی.

په داسې حال کې چې د افغانستان ټیم سې شنبه، د سیالۍ په پنځمه ورځ ۲۷۵ منډو ته اړتیا لري، خو زېمبابوې د بري لپاره باید د افغانستان د ټیم پاتې ۵ لوبغاړي له لوبې خارج کړي.

په روانه سیالۍ کې د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه په مساوي توګه پای ته رسېدلې ده.

پنځه اروپايي هېوادونه په روانډا کې د ډیپورټي کډوالو لپاره یو مرکز جوړوي

د پولنډ او بلاروس سرحد کې کډوال
د پولنډ او بلاروس سرحد کې کډوال

جرمني، ډنمارک، اتریش،هالنډ او یونان قصد لري هغه پناه غوښتونکي چې دوسیې یې رد شوي روانډا کې یوه مرکز ته ولیږي.

د دغو هېوادونو د کورنیو چارو وزیران د دوشنبې په اتریش کې غونډه لري او خپله پریکړه به هم اعلان کړي.

که څه هم د افغان اتباعو نوم نه دی اخیستل شوی خو د پناه غوښتنې په نه منل کېدو سره افغان کډوال هم په دې پالیسي کې شاملیږي.

جرمني کې ګڼ افغان کډوال د ډيپورټ له خطر سره مخ دي او وار دمخه هم دغه هېواد لسګونه افغانان ایستلي دي.

د طالبانو حکومت تایید کړه چې دوی په کندهار کې راډیوګانې د کرکټ له خپرونو منع کړي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي

د طالبانو حکومت په کندهار کې په راډیوګانو باندې د کرکټ د خپرونو بندیز تایید کړ.

د طالبانو د حکومت یوې معتبرې سرچینې نن دوشنبه ازادي راډیو ته ومنله چې په کندهار کې په راډیوګانو دا بندیز لګېدلی.

په کندهار کې د لږ تر لږه دریو راډیوګانو مسوولینو او یوه خبریال ازادي راډیو ته دا بندیز تایید کړ او ویلي یې دي چې په شفاهي ډول دوی ته امر شوی چې د کرکټ د هر ډول خبرونو، تبصرو او راپورونو له خپرولو ډډه وکړي.

د امریکا د کانګرس لسګونه غړي د افغانانو د موقتي خوندیتوب د وضعیت د مقررې تصویب غواړي

د امریکا کانګرس ماڼۍ
د امریکا کانګرس ماڼۍ

د امریکا د استازیو جرګې غړی سم لیکاردو وايي د «طالبانو تر کنټرول» لاندې افغانستان ته د یو شمېر افغانانو د بېرته ستنولو د مخنیوي لپاره یې یو غوښتنلیک یا پټیشن وړاندې کړی.

هغه ویلي د دغه غوښتنلیک هدف د موقتي خوندیتوب د وضعیت یا TPS پر مقررې رایګیري ده.

ښاغلي لیکاردو په خپله ایکس پاڼه تېره شپه بیان خپور کړی او ویلي یې دي چې تر دې دمه د دواړو ګوندونو لږ تر لږه ۱۱۴ استازیو دا غوښتلیک لاسلیک کړی او د ۲۱۸ استازیو د موافقې تر جلب پورې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

هغه ټینګار کړی چې امریکا باید له هغو افغانانو سره چې زموږ د عسکرو تر څنګ یې خپل ژوند په خطر کې اچولی په خپله ژمنه ودریږي.

د راپورونو له مخې د امریکا حکومت پلان درلود چې لږ تر لږه ۱۵۰ افغانان چې د پناه غوښتنې دوسیې یې نه دي منل شوي د پاکستان له لارې افغانستان ته ډيپورټ کړي خو وروسته د دوی د استولو پلان وځنډېد.

عباس عراقچي له ملا ناصر اخوند سره لیدلي؛ د افغانستان او ایران تر منځ د ګمرکي چارو او د همکاریو پر پراختیا بحث شوی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي تهران کې د طالبانو له مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند سره په لیدنه کې
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي تهران کې د طالبانو له مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند سره په لیدنه کې

د طالبانو د حکومت د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند د یکشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو له سیدعباس عراقچي سره لیدلي او په دوه اړخیزو مسایلو یې بحث کړی.

د طالبانو مالیې وزارت او د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دې لیدنې په تړاو اعلامیې خپرې کړي.

په بیان کې راغلي چې ملا محمد ناصر اخوند او عباس عراقچي د اقتصادی کمیسیون د راتلونکې غونډې پر جوړېدو، د ابونصرفراهي ګمرکي سرحدي تاسیساتو په پراختیا، د ګمرکونو په ۲۴ساعته فعالیتونو او د بندرونو د ظرفیتونو په لوړولو خبرې او سلامشورې وکړې.

د عراقچي په حواله راغلي چې هېواد یې په افغانستان کې د مخدره توکو په وړاندې مبارزه ستايي او له خپل لور یې په اقتصادي او سیاسي برخه کې د پوره همکاریو ډاډ ورکړ.

د طالبانو مالیې وزیر ایران ته په سفر کې د دغه هېواد د کرنې له وزیر غلامرضا نوري قزلجه سره هم لیدلي او کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو پر سیستمونو یې خبرې کړي.

د ترکیې پولیسو ۳۵ افغانان چې غوښتل یې د اوبو له لارې یونان ته ولاړ شي نیولي دي

د کډوالو یوه ربړي بېړۍ اژه سمندرګي کې
د کډوالو یوه ربړي بېړۍ اژه سمندرګي کې

د ترکیې امنیتي ځواکونو ۳۵ افغانان چې غوښتل یې د اوبو له لارې یونان ته ولاړ شي نیولي دي.

ترکي رسنیو پرون خبر ورکړی چې دا کسان د شمال لویدیځ ښار بالي قصر د پولیسو له خوا نیول شوي او د ناقانونه کډوالو د ساتنې مرکز ته انتقال شوي.

د دوی د قاچاق په تور هم لږ تر لږه ۴ کسان د محکمې د حکم له خوا زندان ته وړل شوي.

تېره اوونۍ لږ تر لږه ۶۳ افغان کډوال چې له ایران ترکیې ته اوښتي و په حکاري ولایت کې نیول شوي وو.

د ترکیې چارواکو ویلي چې په اوبو او وچه کې یې د ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره عملیات جاري ساتلي.

افغان کډوال اکثر له ایران څخه ترکیې ته په ناقانونه توګه اوړي او بیا له هغه ځایه د اوبو یا وچې له لارې اروپا ته ځي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د داسې ناقانونه کډوالیو په شمېر کې له کمښت سره سره لا هم خطرناکې لارې د خلکو ژوند اخلي او په ۲۰۲۶ کال کې تر اګست پورې لږ تر لږه ۴۶ کډوال په اوبو کې مړه شوي.

طالبانو په کندهار کې راډیوګانې د کرکټ اړوند خپرونو څخه منع کړي

راشدخان د هند په وړاندې په یوه لوبه کې
راشدخان د هند په وړاندې په یوه لوبه کې

د طالبانو حکومت په کندهار کې سیمه ییزې راډیوګانې د کرکټ اړوند خپرونو څخه منع کړي دي.

د فرانسې خبري اژانس د دوو راډیوګانو د مسوولینو او د یوې ولایتي منبع په اساس د یکشنبې په ورځ دا خبر ورکړی.

یوې ولایتي سرچینې چې نوم یې د موضوع د حساسیت په خاطر نه دی اخیستی د کرکټ خبري پوښښ د بندیز تایید کړی او ویلي یې دي چې : «دواړه تبصرې او خبري پوښښ او ان د بریا د خبرونو خپرول هم بند دي»

د لږ تر لږه دوو راډیوګانو مسوولینو هم چې د امنیتي دلایلو په خاطر نوم نه اخلي تایید کړې چې د اطلاعاتو ریاست ورته امر کړی چې نور د کرکټ اړوند خبرونه او راپورونه نه شي خپرولی.

د طالبانو حکومت لا رسماً د کرکټ یا نورو ورزشونو په خبري پوښښ بندیز نه دی لګولی او په کندهار کې یې د دې وروستي تحول په اړه هم تبصره نه ده کړې.

خو پخوا تر دې په ځینو راپورونو کې راغلي چې لږ تر لږه په کندهار کې د طالبانو ځواکونو ته ویل شوي چې د کرکټ له کتلو ډډه وکړي.

په بدخشان کې د واورې ښویېدنې له امله د سرو زرو کان دوه کارګر مړه شوي دي

ځايي رسنۍ راپور ورکوي چې د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې د واورې د ښویېدو له امله د سرو زرو کان دوه کارګر مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د راپور له مخې، دا پېښه د شنبې په ورځ د ارغنج‌خواه ولسوالۍ په اندراب سیمه کې هغه مهال شوې چې یو شمېر کارګرانو د سرو زرو په یوه کان کې کار کاوه.

د کارګرانو مړي او ټپیان د پوځي هیلي کوپتر په وسیله د بدخشان مرکز فیض‌اباد ښار ته لېږدول شوي دي.

په افغانستان کې دا ډول پېښې عموماً د کانونو د خوندیتوب د کمزورو معیارونو او د اړوندو مقرراتو د نه رعایتولو له کبله کېږي.

د افغانستان او زیمبابوې ټیستلوبه؛ زیمبابوې لاسبری ښکاري

ارشیف
ارشیف

د افغانستان او زیمبابوې د دوهمې ټیستلوبې په درېیمه ورځ د افغان لوبډلې پاتې څلور لوبغاړي په داسي حال کې وسوځېدل چې ټولټال یې ۲۱۷ منډې کړې وې.

تر دې مخکې زیمبابوې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۳۳۹ منډې کړې وې.

د افغانستان په توپ وهونکو یا بټسمنانو کې هیڅ یوه سلیزه ونه کړای شوه خو افسر ځاځي په نسبي ډول دېرې منډې وکړې. ده ۶۳ منډې وکړې.

همداراز نصیرخان معروفخېل، چې د زیمبابوې ۷ لوبغاړي یې سوځولي وو، ۲۰ منډې وکړای شوې.

اوس زیمبابوې توپ وهنه کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG