افغانستان
طالبانو په کندهار کې راډیوګانې د کرکټ اړوند خپرونو څخه منع کړي
د طالبانو حکومت په کندهار کې سیمه ییزې راډیوګانې د کرکټ اړوند خپرونو څخه منع کړي دي.
د فرانسې خبري اژانس د دوو راډیوګانو د مسوولینو او د یوې ولایتي منبع په اساس د یکشنبې په ورځ دا خبر ورکړی.
یوې ولایتي سرچینې چې نوم یې د موضوع د حساسیت په خاطر نه دی اخیستی د کرکټ خبري پوښښ د بندیز تایید کړی او ویلي یې دي چې : «دواړه تبصرې او خبري پوښښ او ان د بریا د خبرونو خپرول هم بند دي»
د لږ تر لږه دوو راډیوګانو مسوولینو هم چې د امنیتي دلایلو په خاطر نوم نه اخلي تایید کړې چې د اطلاعاتو ریاست ورته امر کړی چې نور د کرکټ اړوند خبرونه او راپورونه نه شي خپرولی.
د طالبانو حکومت لا رسماً د کرکټ یا نورو ورزشونو په خبري پوښښ بندیز نه دی لګولی او په کندهار کې یې د دې وروستي تحول په اړه هم تبصره نه ده کړې.
خو پخوا تر دې په ځینو راپورونو کې راغلي چې لږ تر لږه په کندهار کې د طالبانو ځواکونو ته ویل شوي چې د کرکټ له کتلو ډډه وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
عباس عراقچي له ملا ناصر اخوند سره لیدلي؛ د افغانستان او ایران تر منځ د ګمرکي چارو او د همکاریو پر پراختیا بحث شوی
د طالبانو د حکومت د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند د یکشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو له سیدعباس عراقچي سره لیدلي او په دوه اړخیزو مسایلو یې بحث کړی.
د طالبانو مالیې وزارت او د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دې لیدنې په تړاو اعلامیې خپرې کړي.
په بیان کې راغلي چې ملا محمد ناصر اخوند او عباس عراقچي د اقتصادی کمیسیون د راتلونکې غونډې پر جوړېدو، د ابونصرفراهي ګمرکي سرحدي تاسیساتو په پراختیا، د ګمرکونو په ۲۴ساعته فعالیتونو او د بندرونو د ظرفیتونو په لوړولو خبرې او سلامشورې وکړې.
د عراقچي په حواله راغلي چې هېواد یې په افغانستان کې د مخدره توکو په وړاندې مبارزه ستايي او له خپل لور یې په اقتصادي او سیاسي برخه کې د پوره همکاریو ډاډ ورکړ.
د طالبانو مالیې وزیر ایران ته په سفر کې د دغه هېواد د کرنې له وزیر غلامرضا نوري قزلجه سره هم لیدلي او کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو پر سیستمونو یې خبرې کړي.
د ترکیې پولیسو ۳۵ افغانان چې غوښتل یې د اوبو له لارې یونان ته ولاړ شي نیولي دي
د ترکیې امنیتي ځواکونو ۳۵ افغانان چې غوښتل یې د اوبو له لارې یونان ته ولاړ شي نیولي دي.
ترکي رسنیو پرون خبر ورکړی چې دا کسان د شمال لویدیځ ښار بالي قصر د پولیسو له خوا نیول شوي او د ناقانونه کډوالو د ساتنې مرکز ته انتقال شوي.
د دوی د قاچاق په تور هم لږ تر لږه ۴ کسان د محکمې د حکم له خوا زندان ته وړل شوي.
تېره اوونۍ لږ تر لږه ۶۳ افغان کډوال چې له ایران ترکیې ته اوښتي و په حکاري ولایت کې نیول شوي وو.
د ترکیې چارواکو ویلي چې په اوبو او وچه کې یې د ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره عملیات جاري ساتلي.
افغان کډوال اکثر له ایران څخه ترکیې ته په ناقانونه توګه اوړي او بیا له هغه ځایه د اوبو یا وچې له لارې اروپا ته ځي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د داسې ناقانونه کډوالیو په شمېر کې له کمښت سره سره لا هم خطرناکې لارې د خلکو ژوند اخلي او په ۲۰۲۶ کال کې تر اګست پورې لږ تر لږه ۴۶ کډوال په اوبو کې مړه شوي.
په بدخشان کې د واورې ښویېدنې له امله د سرو زرو کان دوه کارګر مړه شوي دي
ځايي رسنۍ راپور ورکوي چې د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې د واورې د ښویېدو له امله د سرو زرو کان دوه کارګر مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د راپور له مخې، دا پېښه د شنبې په ورځ د ارغنجخواه ولسوالۍ په اندراب سیمه کې هغه مهال شوې چې یو شمېر کارګرانو د سرو زرو په یوه کان کې کار کاوه.
د کارګرانو مړي او ټپیان د پوځي هیلي کوپتر په وسیله د بدخشان مرکز فیضاباد ښار ته لېږدول شوي دي.
په افغانستان کې دا ډول پېښې عموماً د کانونو د خوندیتوب د کمزورو معیارونو او د اړوندو مقرراتو د نه رعایتولو له کبله کېږي.
د افغانستان او زیمبابوې ټیستلوبه؛ زیمبابوې لاسبری ښکاري
د افغانستان او زیمبابوې د دوهمې ټیستلوبې په درېیمه ورځ د افغان لوبډلې پاتې څلور لوبغاړي په داسي حال کې وسوځېدل چې ټولټال یې ۲۱۷ منډې کړې وې.
تر دې مخکې زیمبابوې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۳۳۹ منډې کړې وې.
د افغانستان په توپ وهونکو یا بټسمنانو کې هیڅ یوه سلیزه ونه کړای شوه خو افسر ځاځي په نسبي ډول دېرې منډې وکړې. ده ۶۳ منډې وکړې.
همداراز نصیرخان معروفخېل، چې د زیمبابوې ۷ لوبغاړي یې سوځولي وو، ۲۰ منډې وکړای شوې.
اوس زیمبابوې توپ وهنه کوي.
بریتانیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د عادي کولو هڅې کوي
د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لنزي ویلي، لندن هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو د حل کولو لپاره لار هواره کړي.
د طالبانو د حکومت ریاستالوزرا پرون، شنبې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ریچارډ لنزي د ریاست الوزرا د دفتر له ريیس عبدالواسع سره په ویډیويي خبرو کې ویلي، ډېر ژر به پاکستان ته سفر وکړي او له چارواکو سره به د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو په اړه بحث وکړي.
لنزي ویلي، بریتانیا د سیمې وضعیت له نژدې څاري او د کړکېچ د کمولو لپاره یې له دواړو لورو سره خبرې کړې دي.
د قطر او ترکیې په ګډون د ځینو هېوادونو له منځګړیتوب سره سره د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ کم شوی نه دی.
د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د پولیو د پېښو شمېر ۵۰ ته رسېدلی دی
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر ۵۰ ته لوړ شوی دی.
د دغه سازمان د راپور له مخې، د اکتوبر په وروستۍ اوونۍ کې په هلمند، بغلان، ننګرهار، فراه او کندهار ولایتونو کې د پولیو اته نوې پېښې ثبت شوې دي.
همدارنګه، په همدې اوونۍ کې د افغانستان د پنځو ولایتونو د فاضله اوبو په نمونو کې د پولیو ویروس ۱۶ مثبتې نمونې موندل شوې، چې په دې سره د روان کال له پیل راهیسې د دغو نمونو شمېر ۱۰۹ ته رسېدلی دی.
په پاکستان کې هم د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۹ او د فاضله اوبو د مثبتو نمونو شمېر ۱۵۱ ته لوړ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان په یوه جلا راپور کې د پولیو د واکسیناسیون پر کمپاینونو لګېدلي محدودیتونه، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د کور په کور واکسیناسیون بندېدل، د دې ناروغۍ د نه له منځه تلو له اصلي لاملونو بللي دي.
دغه سازمان له طالبانو غوښتي چې د پولیو د واکسین کور په کور کمپاینونه بېرته پیل کړي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس لا هم پکې په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی.
آریانا افغان هوايي شرکت د کندهار او دوبۍ ترمنځ مستقیمې الوتنې پیلوي
آریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی چې د کندهار او دوبۍ ترمنځ به د راتلونکې یکشنبې په ورځ، د لیندۍ د میاشتې په لومړۍ نیټه مستقیمې الوتنې پیل کړي.
دغه شرکت د شنبې په ورځ د لړم په ۲۳ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې الوتنو په پیل سره به د کندهار اوسېدونکو او سوداګرو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي او د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ به د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره نوي فرصتونه رامنځته شي.
د الوتنو د مهالویش د خپرولو یوې نړیوالې وېبپاڼې، FlightsFrom، د معلوماتو له مخې، د آریانا الوتکه به د نومبر په ۲۲مه د کندهار پر ځايي وخت ماښام شپږ بجې دوبۍ ته روانېږي.
آریانا افغان هوایي شرکت تېره پنجشنبه د مزارشریف او استانبول ترمنځ هم مستقیمې الوتنې پیل کړې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې یوازې پنځه سلنه روغتیايي مرکزونه د شکر ناروغۍ د تشخیص امکانات لري
د روغتیا نړیوال سازمان، ډبلیو ایچ او وايي، په افغانستان کې د شکر یا ډیابیټس ناروغي د عامې روغتیا یوه لویه ستونزه ده او ډېری کسان هغه مهال په خپلې ناروغۍ خبرېږي چې له جدي روغتیايي ستونزو سره مخ شوي وي.
په افغانستان کې د دغه سازمان استازي ډاکټر اېډوین سېنیزا سالوادور د شنبې په ورځ، د نومبر په ۱۴ د شکر ناروغۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت پرخپله ایکسپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې له هرو شلو روغتیايي مرکزونو یوازې یو یې د دې ناروغۍ د تشخیص امکانات لري.
نوموړي د دې ناروغۍ د مخنیوي او درملنې لپاره د بېړنۍ پانګونې غوښتنه کړې او له هغو کسانو یې چې عمرونه یې څلوېښت کاله یا تر دې زیات دي، غوښتي چې د خپلې وینې شکر معاینه کړي.
ملګرو ملتونو هم د دې ورځې په مناسبت خبرداری ورکړی چې شکریا ډیابیټس د وخت په تېرېدو د زړه د حملې، مغزي سکتې او ړندېدو خطر ډیرزیاتوي.
د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د شکر ناروغۍ پر وخت تشخیص او درملنه د دغو جدي روغتیايي ستونزو په مخنیوي کې مرسته کولی شي.
نړیوالې جنايي محکمې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د احتمالي جرمونو څېړنې درولې دي
د نړیوالې جنايي محکمې قاضیانو د افغانستان په اړه د خپلو څېړنو یوه برخه، چې ښايي د امریکايي ځواکونو پوځي پرسونل هم پکې شامل وای، درولې او د څېړنو لمن یې د طالبانو احتمالي جرمونو ته محدوده کړې ده.
دا موضوع د محکمې په هغو قضايي اسنادو کې څرګنده شوې چې د جمعې په ورځ، د لړم په ۲۱مه، خپاره شوي دي.
د محکمې قاضیانو په ۲۰۲۰ کال کې د هغو څېړنو د پیل اجازه ورکړې وه چې له ۲۰۰۲ کال وروسته د افغانستان د هغه مهال د جمهوري حکومت د ځواکونو، طالبانو او امریکايي پوځي پرسونل احتمالي جرمونه یې تر پوښښ لاندې راوستل.
خو دوه کاله وروسته، د دې محکمې د هغه مهال لوی څارنوال کریم خان، د شواهدو د راټولولو په برخه کې د شته ستونزو له امله پرېکړه وکړه چې د څېړنو ځینې برخې نور لومړیتوب ونه لري.
ټاکل شوې د طالبانو اړوند برخه له اصلي دوسیې جلا او د یوې خپلواکې څېړنې په توګه تعقیب شي.
نړیوالې جنايي محکمې د ۲۰۲۵ کال د جولای په اتمه او د سپټمبر په نهمه د طالبانو د څلورو چارواکو، هبتالله اخوندزاده، عبدالحکیم حقاني، حبیبالله آغا او ندا محمد ندیم، د نیولو حکمونه صادر کړل. پر دوی د بشریت ضد جرم، د جنسیت او سیاسي انګېزو له مخې د ځورونې او تعقیب تورونه لګول شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد هغه مهال ویلي و چې د دوی حکومت نړیواله جنايي محکمه په رسمیت نه پېژني او د دې محکمې پرېکړو ته اهمیت نه ورکوي.
امریکا تر دې مخکې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په اړه د نړیوالې جنايي محکمې د څېړنو او د اسرائیلي چارواکو د نیولو د حکمونو له امله پر دې بنسټ بندیزونه لګولي و.
امریکا د نړیوالې جنايي محکمې غړې نه ده او قضايي صلاحیت یې په رسمیت نه پېژني.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تر دې مخکې ګواښ کړی و چې که اړتیا پیدا شوه، دا محکمه به په تدریحي ډول له منخه یوسي.