تازه خبر
یکشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۴۵

خبرونه

په بدخشان کې د واورې ښویېدنې له امله د سرو زرو کان دوه کارګر مړه شوي دي

ځايي رسنۍ راپور ورکوي چې د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې د واورې د ښویېدو له امله د سرو زرو کان دوه کارګر مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د راپور له مخې، دا پېښه د شنبې په ورځ د ارغنج‌خواه ولسوالۍ په اندراب سیمه کې هغه مهال شوې چې یو شمېر کارګرانو د سرو زرو په یوه کان کې کار کاوه.

د کارګرانو مړي او ټپیان د پوځي هیلي کوپتر په وسیله د بدخشان مرکز فیض‌اباد ښار ته لېږدول شوي دي.

په افغانستان کې دا ډول پېښې عموماً د کانونو د خوندیتوب د کمزورو معیارونو او د اړوندو مقرراتو د نه رعایتولو له کبله کېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امریکايي رسنۍ: ټرمپ اوس‌مهال نه غواړي پر ایران بیا برید وکړي

رویټرز خبري اژانس د دریو خبرو سرچینو په قول راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو ورځو کې خپلو جګپوړو سلاکارانو ته ویلي، که د ایران حکومت یا په یمن کې د ایران په ملاتړ حوثي وسله‌وال کوم نوی پاروونکی اقدام ونه کړي، ښايي امریکا پر ایران له بیا برید کولو ډډه وکړي.

د دغه راپور له مخې چې د شنبې په ورځ، د لړم په ۲۳مه خپور شوی، ټرمپ د ملي امنیت له سلاکارانو سره په غونډو کې او د استخباراتي راپورونو له ترلاسه کولو وروسته د نویو بریدونو نه کولو موضوع مطرح کړې ده.

خو د امریکا د اوسنیو او پخوانیو چارواکو په وینا، ټرمپ لا هم له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم د جمعې په ورځ په یوه جلا راپور کې د یوه امریکايي چارواکي په قول لیکلي چې ټرمپ اوس‌مهال د پراخې جګړې بیا پیلولو ته لېوالتیا نه لري.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا حکومت په پام کې لري چې اوسنی وضعیت وساتي؛ یعنې د ایران سمندري کلابندي او اقتصادي بندیزونه روان وي، خو جګړه بیا پیل نه شي او د وروستۍ هوکړې لپاره هم بیړه ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو په وروستیو اوونیو کې څو ځله ټینګار کړی چې هېواد یې باید د «نه جګړې او نه سولې» له اوسني حالت څخه ووځي.

د افغانستان او زیمبابوې ټیستلوبه؛ زیمبابوې لاسبری ښکاري

ارشیف
ارشیف

د افغانستان او زیمبابوې د دوهمې ټیستلوبې په درېیمه ورځ د افغان لوبډلې پاتې څلور لوبغاړي په داسي حال کې وسوځېدل چې ټولټال یې ۲۱۷ منډې کړې وې.

تر دې مخکې زیمبابوې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۳۳۹ منډې کړې وې.

د افغانستان په توپ وهونکو یا بټسمنانو کې هیڅ یوه سلیزه ونه کړای شوه خو افسر ځاځي په نسبي ډول دېرې منډې وکړې. ده ۶۳ منډې وکړې.

همداراز نصیرخان معروفخېل، چې د زیمبابوې ۷ لوبغاړي یې سوځولي وو، ۲۰ منډې وکړای شوې.

اوس زیمبابوې توپ وهنه کوي.

سعودي عربستان ریاض ته توغول شوي دوه بالستیک توغندي شنډ کړي دي

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف وايي، د یمن د حوثي وسله‌والو له لوري یې ریاض ته توغول شوي دوه بالستیک توغندي او د دغه هېواد په ختیځ کې درې بې‌پیلوټه الوتکې شنډې کړې دي.

په وروستیو ورځو کې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو پر سعودي عربستان بریدونه زیات کړي دي. تېره اوونۍ د ریاض په سوداګریز مرکز کې د سعودي د تېلو د شرکت، ارامکو یوې اداري ودانۍ ته هم زیان واوښت.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د خلیج د همکارۍ شورا سرمنشي جاسم البدیوي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې له ایران او حوثیانو غوښتي چې بریدونه ودروي او د اوښتو زیانونو تاوان ورکړي.

هغه ویلي، د تېر کال د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې ایران د خلیج شورا پر غړيو هېوادونو د څه باندې اووه زره توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

بریتانیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د عادي کولو هڅې کوي

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لنزي ویلي، لندن هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو د حل کولو لپاره لار هواره کړي.

د طالبانو د حکومت ریاست‌الوزرا پرون، شنبې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ریچارډ لنزي د ریاست الوزرا د دفتر له ريیس عبدالواسع سره په ویډیويي خبرو کې ویلي، ډېر ژر به پاکستان ته سفر وکړي او له چارواکو سره به د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو په اړه بحث وکړي.

لنزي ویلي، بریتانیا د سیمې وضعیت له نژدې څاري او د کړکېچ د کمولو لپاره یې له دواړو لورو سره خبرې کړې دي.

د قطر او ترکیې په ګډون د ځینو هېوادونو له منځګړیتوب سره سره د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ کم شوی نه دی.

ایران پر بحرین د څو بریدونو هڅه کړې؛ سپاه پاسداران د امریکايي اډې د ویشتلو ادعا کوي

د بحرین د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ایران څو هوايي بریدونه یې شنډ کړي دي. دا د سپټمبر له میاشتې راهیسې لومړی ځل دی چې بحرین د ایران د بریدونو خبر ورکوي.

په ورته وخت کې، د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې په بحرین کې یې د امریکا یوه پوځي اډه د شپږو بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله په ویشتې ده. د سپاه په وینا، برید د الرفاع د هلیکوپټرو په اډه کې د امریکا پر راداري سیستم شوی دی.

خو امریکايي او بحریني چارواکو تر اوسه دا ادعا نه ده تایید کړې. د برید له اعلان څو ساعته مخکې د بحرین چارواکو له خلکو غوښتي وو چې د احتمالي بریدونو له امله پناه‌ځایونو ته ولاړ شي.

سپاه پاسداران ویلي چې د امریکا هر ډول برید ته به لا سخت ځواب ورکړي. دغه ادعا دوې ورځې وروسته له هغې شوې چې سپاه په بحرین کې د یوه امریکايي راداري سیستم د ویشتلو ادعا کړې وه، خو د امریکا مرکزي قوماندانۍ رد کړې وه.

زیلنسکي: امریکا د ناټو غړیتوب په بدل کې له دونباسه د اوکرایني ځواکونو د وتلو وړاندیز کړی دی

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي وايي، امریکايي مذاکره‌کوونکو په لومړي ځل دا موضوع راپورته کړې چې اوکراین دې د ناټو د غړیتوب په بدل کې خپل پاتې ځواکونه له دونباس څخه وباسي.

زیلنسکي د جمعې په ورځ، د نومبر په ۱۳مه، خبریالانو ته وویل چې امریکايي لوري پوښتنه کړې، ایا اوکراین به د ناټو د غړیتوب په صورت کې له دونباسه د خپلو پاتې ځواکونو وتلو ته چمتو شي؟

هغه ټینګار کړی چې اوکراین په اصل کې د خپلې خاورې له سپارلو سره مخالف دی؛ خو که امریکا او د ناټو نور غړي هېوادونه مشخص امنیتي تضمینونه ورکړي، ښايي دا وړاندیز د غور لپاره د اوکراین خلکو ته وړاندې کړي.

دونباس د اوکراین په ختیځ کې پرته سیمه ده چې دونېڅک او لوهانسک ولایتونه پکې شامل دي. د دغو سیمو لویې برخې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د روسیې تر کنټرول لاندې دي.

زیلنسکي ویلي چې اوکراین به هېڅکله د خپلې اشغال شوې خاورې برخې د روسیې د خاورې په توګه په رسمیت ونه پېژني.

د امریکا حکومت تر اوسه د زیلنسکي د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دا څرګندونې د نومبر په ۱۰مه او ۱۱مه په ابوظبۍ کې د امریکا، روسیې او اوکراین د استازو له خبرو وروسته شوې دي. دغو خبرو د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه درلود، خو دواړو لورو د ډېر شمېر بندیانو د تبادلې لپاره د چمتووالي خبر ورکړی و.

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د پولیو د پېښو شمېر ۵۰ ته رسېدلی دی

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر ۵۰ ته لوړ شوی دی.

د دغه سازمان د راپور له مخې، د اکتوبر په وروستۍ اوونۍ کې په هلمند، بغلان، ننګرهار، فراه او کندهار ولایتونو کې د پولیو اته نوې پېښې ثبت شوې دي.

همدارنګه، په همدې اوونۍ کې د افغانستان د پنځو ولایتونو د فاضله اوبو په نمونو کې د پولیو ویروس ۱۶ مثبتې نمونې موندل شوې، چې په دې سره د روان کال له پیل راهیسې د دغو نمونو شمېر ۱۰۹ ته رسېدلی دی.

په پاکستان کې هم د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۹ او د فاضله اوبو د مثبتو نمونو شمېر ۱۵۱ ته لوړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان په یوه جلا راپور کې د پولیو د واکسیناسیون پر کمپاینونو لګېدلي محدودیتونه، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د کور په کور واکسیناسیون بندېدل، د دې ناروغۍ د نه له منځه تلو له اصلي لاملونو بللي دي.

دغه سازمان له طالبانو غوښتي چې د پولیو د واکسین کور په کور کمپاینونه بېرته پیل کړي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس لا هم پکې په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی.

ملګرو ملتونو له امریکا او ایران څخه غوښتي چې د هرمز تنګي له لارې د کیمیاوي سرو لېږد ته سمدستي اجازه ورکړي

د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر مشر، جورج موریرا دا سیلوا، د شنبې په ورځ د لړم په ۲۳ په ترکیه کې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس ته وویل چې د کیمیاوي سرو کمښت میلیونونه کسان له بې ‌وزلۍ او لوږې سره مخامخ کولی شي.

نوموړي خبرداری ورکړ چې که د کیمیاوي سرو د کمښت له امله د کرنې موسمونه له لاسه ووځي، ښايي ۴۵ میلیونه کسان د خوړو له سخت کمښت سره مخ شي او ۳۰ میلیونه نور بې‌ وزلۍ ته ټېل وهل شي.

د هغه په وینا، د هرمز تنګي د بندېدو له امله د کیمیاوي سرو بیې ۳۰ سلنه لوړې شوې دي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي چې د بحران د کمولو لپاره هره ورځ د کیمیاوي سرو د پنځو باروړونکو بېړیو تېرېدو ته اړتیا ده.

آریانا افغان هوايي شرکت د کندهار او دوبۍ ترمنځ مستقیمې الوتنې پیلوي

آریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی چې د کندهار او دوبۍ ترمنځ به د راتلونکې یکشنبې په ورځ، د لیندۍ د میاشتې په لومړۍ نیټه مستقیمې الوتنې پیل کړي.

دغه شرکت د شنبې په ورځ د لړم په ۲۳ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې الوتنو په پیل سره به د کندهار اوسېدونکو او سوداګرو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي او د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ به د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره نوي فرصتونه رامنځته شي.

د الوتنو د مهالویش د خپرولو یوې نړیوالې وېبپاڼې، FlightsFrom، د معلوماتو له مخې، د آریانا الوتکه به د نومبر په ۲۲مه د کندهار پر ځايي وخت ماښام شپږ بجې دوبۍ ته روانېږي.

آریانا افغان هوایي شرکت تېره پنجشنبه د مزارشریف او استانبول ترمنځ هم مستقیمې الوتنې پیل کړې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG