تازه خبر
شنبه ۲۳ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۵۲

خبرونه

په امریکا کې د الوتنو ځنډ؛ له ۱۵ زرو ډېرې الوتنې اغېزمنې شوې

د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې د تخنیکي ستونزو له امله له دغه هېواده د ټولو وتونکو الوتنو د درولو امر شاوخوا څلور ساعته وروسته بېرته لغوه کړ، خو چارواکي وايي چې عادي حالت ته د الوتنې بېرته راتګ ښايي څو ورځې وخت ونیسي.

د امریکا د ترانسپورت وزیر شان ډافي ویلي، د هوايي ترافیک د کنټرول په مرکزونو کې د رادار او مخابراتي سیستمونو ستونزې د دې پرېکړې سبب شوې وې.

د فلایټ‌رادار۲۴ د شمېرو له مخې، د دې ګډوډۍ له امله څه باندې ۶۶۰۰ الوتنې لغوه او ۸۶۰۰ نورې ځنډول شوې دي.

د امریکا د کورني امنیت وزیر مارک‌وېن مولین ویلي، تر اوسه داسې شواهد نه شته چې دا ستونزه دې د سایبري برید له امله رامنځته شوې وي؛ خو څېړنې روانې دي.

دا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته په امریکا کې د الوتنو دوهمه ستره وقفه ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ای‌اواېم: په دوو اوونیو کې له ۴۳ زرو زیات کډوال افغانستان ته ستانه شوي

ارشیف، له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو کاروان
ارشیف، له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو کاروان

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای‌اواېم) موندنې ښيي چې د روان ۲۰۲۶ کال د اکټوبر میاشتې له ۲۵مې د نومبر تر ۷مې له ګاونډیو هېوادونو څه د پاسه ۴۳ زره او ۴۰۰ کسان او څه د پاسه ۲ زره او ۲۰۰ کورنۍ افغانستان ته ستانه شوي دي.

یاد سازمان په خپل نوي راپور کې چې د جمعې په ورځ د نومبر په ۱۳مه‌یې خپور کړی وايي چې په یاده موده کې نسبت پخوا ته له ایران څخه د ستنو شویو په شمېر کې ۴ سلنه کموالی، خو له پاکستان څخه د ستنو شویو په شمېر کې ۳۵ سلنه زیاتوالی لیدل شوی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ څخه د روان کال د نومبر تر ۷مې پورې څه د پاسه ۴ میلیونه او ۲۹۰ زره کسان له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په دې کې څه د پاسه ۲ میلیونه او ۵۶۰ زره تنه له ایران او تقریباً یو میلیون او ۷۳۰ زره کسه له پاکستان څخه خپل هېواد راستانه شوي دي.

زېمبابوې د افغانستان په وړاندې د دوهمې ټېسټ لوبې لومړۍ پاڼۍ کې ۲۵۰ منډې وکړې

د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د دوهمې ټېسټ لوبې لومړۍ پاڼۍ
د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د دوهمې ټېسټ لوبې لومړۍ پاڼۍ

د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د دوهمې ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د جمعې په ورځ د زېمبابوې ټیم په داسې حال کې چې ۵ لوبغاړي یې له لوبې حذف شول، په ۸۲ اورونو کې ۲۵۰ منډې وکړې.

پچه د زېمبابوې ټیم وګتله او بېټنګ‌یې غوره کړ.

د افغانستان بالرانو څخه نصیر خان معروف‌خېل د سیالې ډلې ۴ وېکټې او ضیاء الرحمان یوه وېکټه واخیستله.

د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د ټېسټ لومړۍ لوبه چې د لړم تر ۱۹مې یې دوام وکړ په مساوي توګه پای ته ورسېده.

د روانې دوهمې ټېسټ لوبې ګټونکی ټیم به د دغې لوبړۍ بریالۍ لوبډله مشخصه کړي.

د سعودي عربستان په جازان ولایت کې امنیتي خبرداری پای ته ورسېد

ارشیف، د سعودي عربستان امنیتي ځواکونه
ارشیف، د سعودي عربستان امنیتي ځواکونه

د سعودي عربستان د ملکي دفاع ادارې د جمعې په ورځ د دغه هېواد په جنوب لوېدیځ کې د جازان ولایت لپاره د امنیتي خبرداري د پای ته رسېدو خبرتیا خپره کړه.

یادې ادارې له خبرتیا څو دقیقې مخکې، په سیمه کې د احتمالي خطر خبرداری ورکړی و.

جازان ولایت کې د ارامکو کمپنۍ د تېلو یوه تصفیه خونه ده چې د ورځې د ۴۰۰ زره بېرلو خامو تېلو د تصفیې ظرفیت لري.

د سعودي عربستان جنوبي سیمې چې له یمن سره ګډه پوله لري، په مکرر ډول د یمن د ایران‌پلوه حوثيانو د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو هدف ګرځېدلې دي.

په بریدونو کې د جازان د تېلو د تصفیه‌خونې په شمول پوځي تأسیسات او د انرژۍ زېربناوې په نښه شوې دي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې خبرداری: اروپا به د روسیې «دام» کې ولوېږي

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره، کایا کالاس
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره، کایا کالاس

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې، کایا کالاس، د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې اروپا امکان لري د مسکو د هغو غوښتنو په اړه د خبرو کولو له لارې د روسیې په «دام» کې راګېره شي چې د امنیتي ترتیباتو د نوي جوړښت غوښتنه کوي.

کایا کالاس وايي د دغسې بحث پر ځای باید په اوکراین کې د اوربند پر ټینګښت ټینګار وشي.

مېرمن کالاس د ډوبلېن په ښار کې د اروپايي اتحادیې د سرمشریزې په څنډه کې وویل، اوربند د خبرو اترو لپاره یو اساسي شرط دی او دا به وښيي چې روسیه په رښتیا هم د سولې غوښتونکې ده او که نه.

تر دې وړاندې، د کرملېن ویاند دیمیتري پسکوف په اروپا انتقاد کړی و او ویلي یې و چې اروپايي هېوادونه نه‌غواړي د اروپا د امنیتي نظم د راتلونکې په اړه خبرې وکړي.

د جرمني صدراعظم فریدریش مرتس هم له روسیې سره د اروپا د دفاعي او امنیتي ترتیباتو په اړه د خبرو اترو وړاندیز رد کړ.

د نړۍ په څه باندې ۷۰ هېوادونو کې د مایکروسافټ انټرنېټي خدمات ګډوډ شوي

د مایکروسافټ په انټرنېټي خدماتو کې پراخه تخنیکي ګډوډي رامنځته شوې ده. دغه ګډوډي چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوې، د نړۍ په څه باندې ۷۰ هېوادونو کې د مایکروسافټ د اوټلوک، ټیمز او کوپایلټ په ګډون ګڼ خدمات اغېزمن کړي دي.

مایکروسافټ ویلي چې د خدماتو د بېرته عادي کېدو لومړنۍ نښې لیدل کېږي، خو ستونزه لا په بشپړه توګه نه ده هواره شوې.

مایکروسافټ د شرکت په سرورونو او د اتصال په سیستم کې یې تخنیکي ستونزه د دغې ګډوډۍ لامل بللی دی.

د امریکا پوځ په بحرین کې پر خپل رادار د ایران د برید ادعا رد کړه

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ، سېنټکام د ایران د سپاه پاسداران هغه ادعا رد کړې چې ګواکې په بحرین کې یې د امریکا د پوځ د مخکېني خبرداري رادار په نښه کړی دی.

سېنټکام د جمعې په ورځ، د لړم په ۲۲مه، ویلي چې امریکايي ځواکونو د سپاه پاسداران دوه بې‌ پیلوټه الوتکې ېې د بحرین پر لور د الوتنې په مهال ویشتلې او نسکورې کړې دي.

تر دې مخکې سپاه پاسداران ادعا کړې وه چې په بحرین کې یې د امریکا پوځي رادار د ایران د هرمزګان ولایت په سیریک ولسوالۍ کې پر یوه مخابراتي برج د ادعا شوي هوايي برید په غبرګون کې په نښه کړی دی.

اروپا ښايي د اوکراین د سولې په خبرو کې ګډون وکړي، خو پوتین د جوړجاړي لپاره چندان لیوال ندی

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي وايي، روسیې منلې چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په راتلونکو خبرو کې اروپايي هېوادونه هم ګډون وکړي.

د ټرمپ استازي جېرډ کوشنر د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۱۹پر اېکسپاڼه لیکلي چې له روسي، اوکرایني او اروپايي چارواکو سره له درې ورځنیو خبرو وروسته، دواړو خواوو منلې چې د سولې په راتلونکو مذاکراتو کې به اروپايي استازي هم ګډون وکړي.

دا پرمختګ وروسته له هغه اعلان شو چې د لړم په ۱۷ او ۱۸ د امریکا، روسیې او اوکراین استازو د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې دوه ورځنۍ خبرې وکړې.

خو د سولې پر وړاندې لا هم لوی خنډونه شته. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د څلورو سیمو د بشپړ کنټرول غوښتنه کوي او په دغه هېواد کې د بهرنیو سوله‌ ساتو ځواکونو له ځای پر ځای کېدو سره مخالفت لري.

بلخوا، اوکراین د خپلې خاورې له پرېښودو سره مخالفت کوي او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د اوربند او د باور وړ امنیتي ضمانتونو غوښتنه لري.

افغان او روسي شرکتونو د ۱۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه‌ لیکونه لاسلیک کړي دي

د افغانستان او روسیې خصوصي شرکتونو د اقتصادي همکاریو په برخه کې د ۱۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۵ هوکړه ‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ دفتر د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۲۰ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دغه هوکړه‌ لیکونه کابل ته د روسیې د صدراعظم د مرستیال الکسي اوورچوک په مشرۍ د یوه پلاوي د سفر په ترڅ کې لاسلیک شوي دي.

دغه هوکړه لیکلونه افغانستان ته د درملو او خوراکي توکو د واردولو، روسیې ته د تازه مېوو د صادرولو او د سوداګرۍ د پراختیا په اړه دي.

بلخوا، د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر له روسي شرکتونو غوښتي چې په افغانستان کې د کانونو، تېلو او ګازو په استخراج کې پانګونه وکړي.

روسیه تر اوسه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.

ایران ادعا کوي چې په بحرین کې یې د امریکا یو پوځي رادار په نښه کړی

د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې په بحرین کې یې د امریکا د پوځ د مخکېني خبرداري یو رادار په نښه کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ، د لړم په ۲۲مه، راپور ورکړی چې سپاه پاسداران دغه ادعا شوی برید د ایران د هرمزګان ولایت په سیریک ولسوالۍ کې پر یوه مخابراتي برج د ادعا شوي هوايي برید په غبرګون کې بللی دی.

د رویټرز په وینا، دا د سپټمبر له لومړیو راهیسې لومړی ځل دی چې ایران د خلیج په یوه هېواد کې د امریکا پر پوځي تجهیزاتو د برید ادعا کوي.

تر اوسه د امریکا او بحرین چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي او د ایران د سپاه پاسداران دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG