افغانستان
د ځوانانو په المپیک کې د افغانستان او پرتګال د فوټسال نیمه پایلوبه
دوشنبه مازیګر مهال د ځوانانو په المپيک لوبو کې افغانستان او پرتګاله د فوټسال نیمه پایلوبه کوي.
افغانستان په ګروپي دور کې سینیګال ۶ پر صفر مات کړی و.
تر هغه مخکې لوبه یې ۲ پر صفر پر ارجنټاین بایللې وه خو د ګروپي دور لومړنۍ لوبه یې ۵ پر صفر له پانامې ګټلې وه.
د ۲۰۲۶ کال د ځوانانو المپیک لوبې د سینیګال په کوربه توب روانې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په ترکیه کې د ۶۳ افغان کډوال نیول کېدل؛ دا کډوال له ایران څخه ترکیې ته تر اوښتو وروسته نیول شوي
د ترکیې پولیسو ۶۳ افغان کډوال په سرحدي ولایت حکاري کې نیولي دي.
حکاري له ایران سره ګډه پوله لري. د دغه ولایت په مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي چې دا افغان کډوال د جمعې په ورځ د ترکیې خاورې ته په ناقانونه توګه په اوښتلو سره د پولیسو له خوا ونیول شول.
همداراز یو کس د دوی د قاچاق په تور هم نیول شوی.
اخوا د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په حواله هم راغلي چې په ګڼو ولایتونو کې یې څه باندې ۲۰۰۰ کسان چې په غیر قانوني توګه اوسیږي تر څار لاندې نیولي.
د ترکیې چارواکو ویلي چې په اوبو او وچه کې یې د ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره عملیات جاري ساتلي.
افغان کډوال اکثر له ایران څخه ترکیې ته په ناقانونه توګه اوړي او بیا له هغه ځایه د اوبو یا وچې له لارې اروپا ته ځي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د داسې ناقانونه کډوالیو په شمېر کې له کمښت سره سره لا هم خطرناکې لارې د خلکو ژوند اخلي او په ۲۰۲۶ کال کې تر اګست پورې لږ تر لږه ۴۶ کډوال په اوبو کې مړه شوي.
د افغانستان او ازبکستان سوداګرو د ۱۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل
د افغانستان او ازبکستان سوداګرو د یکشنبې په ورځ د څه باندې ۱۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې د معلوماتو اساس د خوراکي موادو، پوښاک، ساختماني موادو، صادراتو او وارداتو په برخه کې شاوخوا ۱۸ تړونونه شامل دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال مجیب الله شیرزاد په دې تړاو کابل کې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې دا تړونونه د اقتصادي همکاریو د لا پراختیا لپاره مهم بللي.
د ازبکستان د صادروونکو د ټولنې مشر یارقین ملکوف هم ویلي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه له دوه میلیارد ډالرو اوښتې ده او سوداګري لا پراخیږي.
شاوخوا ۹۰ فیصده دا سوداګري له ازبکستانه د غنمو او اوړو، تیلو او ساختماني موادو او برېښنا واردات دي او برعکس افغانستان بیا وچې او لمدې میوې، قیمتي ډبرې او معدني مواد ورلیږي.
په افغانستان کې د روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو خبرداری
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله شاوخوا ۷۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل کېږي یا له مالي ستونزو سره مخامخېږي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ځانګړي استازي او بشري مرستو همغږي کوونکي برونو لیمارکسي د نومبر په شپږمه ویلي، افغانستان ته بشري مرستې په ۲۰۲۳ کال کې له دوو میلیاردو ډالرو څخه په ۲۰۲۵ کال کې یو میلیارد او په روان ۲۰۲۶ کال کې تر اوسه ۵۷۰ میلیون ډالرو ته راکمې شوې دي.
د هغه په وینا، د افغانستان له ۱۹۰۰ لومړنیو روغتیايي مرکزونو څخه به شاوخوا ۷۰۰ یې وتړل شي، چې د ټولې شبکې نژدې ۴۰ سلنه جوړوي.
لیمارکسي زیاته کړې چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې شاوخوا ۶.۷ میلیون افغانان له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان او ایران څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي او دې چارې پر کورونو، کارموندنې او عامه خدمتونو فشار زیات کړی دی.
نوموړي همداراز د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار د طالبانو محدودیتونه هم یاد کړي او ویلي یې دي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ۲.۶ میلیون ډېرې نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې شوې دي او پوهنتونونو ته د نجونو د ورتګ کچه صفر ته رسېدلې ده.
د پاکستان الفلاح بانک په افغانستان کې خپل فعالیتونه بند کړل
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې الفلاح بانک له څه باندې دوو لسیزو فعالیت وروسته په افغانستان کې خپل بانکي خدمات بند کړي او خپل فعالیتونه یې د غضنفر خصوصي بانک ته سپارلي دي.
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې او یو شمېر نورو رسنیو د شنبې په ورځ، د لړم په ۱۶مه، د الفلاح بانک د یوې خبرپاڼې په حواله راپور ورکړی چې د دغه بانک د شتمنیو د پلور معامله د لړم په ۱۴مه، د افغانستان او پاکستان د اړوندو څارونکو ادارو له تایید وروسته، وروستۍ شوې ده.
الفلاح بانک ویلي چې په افغانستان کې یې خپل بانکي فعالیتونه درولي او د اړوندو مقرراتو له مخې به د خپلو څانګو د تړلو بهیر بشپړ کړي.
دغه بانک په ۲۰۰۵ کال کې خپله لومړنۍ څانګه په کابل کې پرانیستې وه او وروسته یې هرات ته هم فعالیتونه وغځول.
الفلاح بانک په افغانستان کې دودیز او اسلامي بانکي خدمات وړاندې کول.
زهره وندا د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د ځوانانو د مدني پروګرام استازې وټاکل شوه
د بشري حقونو فعاله زهره وندا د « افغانان د مخ په ودې تفکرلپاره» په نوم د یوې نادولتي موسسې له خوا د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره د «ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان ځوانان» په نوم د مدني پروګرام د نوې استازې په توګه ټاکل شوې ده.
دې موسسې د جمعې په ورځ، د لړم په ۱۵مه ناوخته، پر خپله ایکسپاڼه د دې خبر په خپرولو سره ویلي چې زهره وندا له دریو نورو نوماندانو سره تر وروستۍ سیالۍ وروسته د داورانو د رایو پر بنسټ دې دندې ته غوره شوې ده.
په جنیوا کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې او د دې پروګرام د داورانو د پلاوي غړې ثریا دلیل د شنبې په ورځ، د لړم په ۱۶مه، پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه هېڅ بحث باید د دغه هېواد د ځوانانو له حضور او ګډون پرته ترسره نه شي.
دا دنده په ملګرو ملتونو کې کوم رسمي ډیپلوماتیک مقام یا حکومتي ګومارنه نه ده، بلکې د یوې مدني ټولنې خپلواک نوښت دی چې ځوانانو ته د ملګرو ملتونو په غونډو کې د وینا کولو او د خپلو حقونو د غوښتلو زمینه برابروي.
زهره وندا واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته اروپا ته کډواله شوې او له افغان کډوالو سره د مشورو، د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د ملاتړ په برخو کې فعالیت کوي.
د «افغانان د مخ په ودې تفکر لپاره » بنسټ د زهره وندا ټاکنه په نړیواله کچه د افغان ښځو او ځوانانو د غږ رسولو او د هغوی د غوښتنو او اندېښنو د مطرح کولو لپاره یو مهم فرصت بللی دی.
د «ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان ځوانان» په نوم مدني پروګرام په ۲۰۱۸ کال کې د همدې نادولتي موسسې له خوا پیل شو. د دې پروګرام موخه دا ده چې په نړیوالو بحثونو کې د افغان ځوانانو غږ واورېدل شي.
د دغه پروګرام له مخې، هر کال یو افغان ځوان، چې غوره ګڼل کېږي ښځه وي، د استازي په توګه ټاکل کېږي، څو د ملګرو ملتونو په غونډو کې د افغانستان د ځوانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، نظرونه، د بشري حقونو ستونزې او غوښتنې مطرح کړي.
افغانستان د زیمبابوې پر وړاندې د ټسټ لوبې په دریمه ورځ ۴۰۲ منډې جوړې کړې
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شنبې په ورځ له زیمبابوې سره د ټسټ لوبې د درېیمې ورځې تر پایه د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۴۰۲ منډې جوړې کړې او لا هم له سیالې لوبډلې ۱۰۲ منډې وروسته ده.
زیمبابوې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۵۰۴ منډې جوړې کړې وې.
د افغانستان په توپ وهنه کې رحمانالله ګربز ۱۱۳، صدیقالله اتل ۱۰۵ او رحمت شاه ۹۳ منډې جوړې کړې.
رحمت شاه او ضیاالرحمن، چې لا نه دي سوځېدلي، سبا یکشنبې به خپلې توپوهنې ته دوام ورکړي.
دا ټسټ لوبه د پنجشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په شارجه کې پیل شوې او ټاکل شوې د لړم تر ۱۹مې دوام وکړي.
د کرکټ نولس کلنې لوبډلې د مالیزیا لوبډلې ته په لوی توپیر ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ نولس کلنې لوبډلې د اسیا جام په دویمه لوبه کې مالیزیا ته د لسو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې مالیزیا لومړی توپ وهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې یوازې ۴۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې۴۳ منډې هدف وټاکه.
افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف په دریم اور کې د کوم لوبغاړي له سوځیدو پرته پوره کړ.
بل پلو، د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې او زیمبابوي ترمنځ په روانه ټسټ لوبه د ملي لوبډلې دوه توپ اچوونکو صدیق الله اتل او رحمان الله سلیزې وهلي دي.
دا ټسټ لوبه د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۱۴مه پیل شوې چې د لړم تر ۱۹مې به دوام وکړي.
د ملګرو ملتونو یو چارواکی: داعش وسله والې ډلې بېپیلوټه الوتکې او تاکتیکي تجهیزات ترلاسه کړي
د ملګروملتونو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د سرمنشي مرستیال الکساندر زویف ویلي چې د داعش ډلې خراسان څانګې د بې پیلوټه الوتکو په ګډون عصري تاکتیکي تجهیزات ترلاسه کړي دي.
زویف دا څرګندونې پرون جمعه د (سبټمبر ۶مه) د ازبکستان په سمرقند ښار کې د شانګهای پلس په یوې امنیتي ناسته کې کړي دي.
هغه وړاندې ویلي چې د داعش ډلې غړو د دغو وسیلو د عملي کارونې روزنې هم بشپړې کړي دي.
د زویف په ټکو چې انټرنیټ او انلاین اړیکو په مجازي فضا کې د ترهګرو ډلو د جلب او جذب له کبله منځنۍ اسیا د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې زیان منونکې کړې ده.
په همدې ناسته کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ادارې مشر عبدالحق وثیق ویلي چې داعش وسله واله ډله د اړیکو ټینګولو، مالي تمویل او تبلیغاتو لپاره د ټیلګرام او ټیک ټاک ټولنیزې شبکې څخه کار اخلي.
د هغه په ټکو، "د مصنوعي ځیرکتیا په اوسني وخت کې داعش د ټولې نړۍ لپاره یو ګواښ دی ".
وثیق وړاندې وویل چې طالبان د دغه "نړیوال دښمن "د تخنیکي امکاناتو د له منځه وړلو په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ دی.
وثیق د دغو محدودیتونو په اړه جزییات ور نه کړل، خو د ټکنالوژۍ له شرکتونو یې وغوښتل چې د داعش پر وړاندې مبارزه کې د طالبانو له حکومت سره همکاري وکړي.
د طالبانو حکومت د خپلې واکمنۍ په تیرو څه باندې پنځو کلونو کې په ځلونو ادعا کړې چې په افغانستان کې یې داعش وسله واله ډله په کلکه ځپلې ده.
د شانګهای پلس په دې ناسته کې د ۲۴هېوادونو او پنځو نړیوالو سازمانونو۳۳ پلاوو ګډون کړی و.
د ناستې اجنډا د ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا پراختیا او ترهګرۍ او امنیتي ګواښونه و.
ملګري ملتونه: افغانستان لا هم د خپلې اړتیا ۸۰ سلنه برېښنا له بهره واردوي
ملګري ملتونه وايي افغانستان په داسې حال کې چې د لمریزې برېښنا پراخ ظرفیت لري بیا هم د خپلې اړتیا وړ ۸۰ سلنه برېښنا له بهره واردوي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام ادارې (یو اېن ډي پي) دا خبره د افغانستان د «انرژۍ د اوونۍ» د غونډې په درشل کې پر خپله اېکسپاڼه کړې ده.
د ملګرو ملتونو دغه اداره زیاتوي چې افغانستان هر کال د برېښنا د رانیولو لپاره څه د پاسه ۲۸۰ میلیونه ډالر لګوي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، پیاوړی شراکت به په ټول افغانستان کې پاکې او د اعتماد وړ انرژۍ ته د لاسرسي د پراختیا کیلي وي.
د نومبر په نهمه او ۱۰مه «د افغانستان د انرژۍ د اوونۍ» تر عنوان لاندې دوه ورځنی مناسبت چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام لهخوا دایرېږي، پر همکارۍ، مشارکتونو او د انرژۍ پر وارداتو د شدیدې اتکا د ستونزې پر حل تمرکز کوي.