خبرونه
په افغانستان کې د روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو خبرداری
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله شاوخوا ۷۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل کېږي یا له مالي ستونزو سره مخامخېږي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ځانګړي استازي او بشري مرستو همغږي کوونکي برونو لیمارکسي د نومبر په شپږمه ویلي، افغانستان ته بشري مرستې په ۲۰۲۳ کال کې له دوو میلیاردو ډالرو څخه په ۲۰۲۵ کال کې یو میلیارد او په روان ۲۰۲۶ کال کې تر اوسه ۵۷۰ میلیون ډالرو ته راکمې شوې دي.
د هغه په وینا، د افغانستان له ۱۹۰۰ لومړنیو روغتیايي مرکزونو څخه به شاوخوا ۷۰۰ یې وتړل شي، چې د ټولې شبکې نژدې ۴۰ سلنه جوړوي.
لیمارکسي زیاته کړې چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې شاوخوا ۶.۷ میلیون افغانان له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان او ایران څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي او دې چارې پر کورونو، کارموندنې او عامه خدمتونو فشار زیات کړی دی.
نوموړي همداراز د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار د طالبانو محدودیتونه هم یاد کړي او ویلي یې دي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ۲.۶ میلیون ډېرې نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې شوې دي او پوهنتونونو ته د نجونو د ورتګ کچه صفر ته رسېدلې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان او ازبکستان سوداګرو د ۱۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل
د افغانستان او ازبکستان سوداګرو د یکشنبې په ورځ د څه باندې ۱۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې د معلوماتو اساس د خوراکي موادو، پوښاک، ساختماني موادو، صادراتو او وارداتو په برخه کې شاوخوا ۱۸ تړونونه شامل دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال مجیب الله شیرزاد په دې تړاو کابل کې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې دا تړونونه د اقتصادي همکاریو د لا پراختیا لپاره مهم بللي.
د ازبکستان د صادروونکو د ټولنې مشر یارقین ملکوف هم ویلي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه له دوه میلیارد ډالرو اوښتې ده او سوداګري لا پراخیږي.
شاوخوا ۹۰ فیصده دا سوداګري له ازبکستانه د غنمو او اوړو، تیلو او ساختماني موادو او برېښنا واردات دي او برعکس افغانستان بیا وچې او لمدې میوې، قیمتي ډبرې او معدني مواد ورلیږي.
د اسرائیل ولسمشر د نوي حکومت د جوړولو دنده ګادي آیزنکوټ ته سپاري
د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرتزوګ اعلان کړی چې د نوي حکومت د جوړولو لومړی فرصت به د اپوزیسیون مشر او د بنیامین نتانیاهو سخت سیال، ګادي آیزنکوټ ته ورکړي.
هرتزوګ د شنبې په ورځ، د نومبر په اوومه، ویلي چې له ټولو هغو ګوندونو سره تر سلا مشورو وروسته یې دا پرېکړه کړې ده چې د تېرې اوونۍ په پارلماني انتخاباتو کې یې برخه اخیستې وه. تمه ده چې دا پرېکړه د یکشنبې په ورځ په رسمي ډول عملي شي.
د انتخاباتو وروستۍ پایلې ښيي چې د نتانیاهو په مشرۍ لیکود ګوند ۲۷ څوکۍ ګټلې، خو د هغه د متحدو مذهبي او ښياړخو ډلو د څوکیو له کمېدو سره، د نتانیاهو د ملاتړ ټولټال شمېر ۵۳ ته رسېدلی دی.
بل لور ته، د نتانیاهو مخالف سیاسي بلاک ۴۸ څوکۍ ګټلې چې ۲۱ یې د آیزنکوټ د «یاشار» ګوند دي. خو دواړه بلاکونه د حکومت جوړولو لپاره د پارلمان د ۱۲۰ څوکیو له منځه لږ تر لږه ۶۱ څوکیو ملاتړ ته اړتیا لري.
که آیزنکوټ په ټاکلي وخت کې د حکومت په جوړولو بریالی نه شي، دا فرصت به نتانیاهو ته ورکړل شي.
روسیه وايي، د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو او د پوځي تجهیزاتو پر یوې لېږدوونکې بېړۍ یې بریدونه کړي
د روسیې دفاع وزارت وايي، ځواکونو یې د اوکراین د پوځ د استفادې وړ د انرژۍ تاسیسات او په تور سمندرګي کې د وسلو او پوځي تجهیزاتو یوه لېږدوونکې بېړۍ په نښه کړې ده.
دغه وزارت نن یکشنبه، د لړم په ۱۷ اعلان وکړ چې روسي ځواکونو د اوکراین په ژیتومیر ولایت کې د برېښنا پر یوې فابریکې برید کړی دی. د مسکو په وینا، دغې فابریکې د اوکراین دفاعي صنعتونو ته برېښنا برابروله.
د روسیې دفاع وزارت دغه راز ادعا کړې چې د اوکراین د اودیسې بندري ښار په جنوب لوېدیځ کې یې د پوځي تجهیزاتو یوه لېږدوونکې بېړۍ هم په نښه کړې ده.
دا ادعاوې تر اوسه خپلواکو سرچینو نه دي تایید کړې.
دا بریدونه داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د نومبر په لسمه او یوولسمه په ابوظبۍ کې د امریکا، روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرې وشي.
د پولنډ په کراکوف ښار کې د ډزو د پېښې د قربانیانو شمېر لوړ شوی
د پولنډ په کراکوف ښار کې د شنبې ورځې د ډزو په پېښه کې د وژل شویو شمېر شپږو او د ټپیانو لږترلږه پنځلسو ته لوړ شوی دی.
د فرانسپرس خبري اژانس د راپورله مخې پولیسو د برید په تړاو د مشکوک کس په کور کې د دوو ښځو او یوه سړي مړي هم موندلي دي. د پولنډ صدراعظم ډونالډ توسک ویلي، داسې ښکاري چې دا درې کسان د بریدګر د کورنۍ غړي دي.
د پولیسو په وینا، بریدګر چې ۲۴ کلن پولنډی دی، د کراکوف ښار په مرکزي تاریخي بازار کې پر خلکو ډزې وکړې. د هغه د نیولو پر مهال دوه پولیس هم ټپیان شول او بریدګر د پولیسو په ډزو تر ټپي کېدو وروسته ونیول شو.
چارواکي وايي، بریدګر له سختدریځو ښي اړخو افکارو اغېزمن و او په برید کې یې له نیمه اتومات ټوپک څخه کار اخیستی دی.
دا په تېرو څو لسیزو کې په پولنډ کې د ډزو تر ټولو خونړۍ پېښه بلل شوې ده.
د پاکستان الفلاح بانک په افغانستان کې خپل فعالیتونه بند کړل
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې الفلاح بانک له څه باندې دوو لسیزو فعالیت وروسته په افغانستان کې خپل بانکي خدمات بند کړي او خپل فعالیتونه یې د غضنفر خصوصي بانک ته سپارلي دي.
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې او یو شمېر نورو رسنیو د شنبې په ورځ، د لړم په ۱۶مه، د الفلاح بانک د یوې خبرپاڼې په حواله راپور ورکړی چې د دغه بانک د شتمنیو د پلور معامله د لړم په ۱۴مه، د افغانستان او پاکستان د اړوندو څارونکو ادارو له تایید وروسته، وروستۍ شوې ده.
الفلاح بانک ویلي چې په افغانستان کې یې خپل بانکي فعالیتونه درولي او د اړوندو مقرراتو له مخې به د خپلو څانګو د تړلو بهیر بشپړ کړي.
دغه بانک په ۲۰۰۵ کال کې خپله لومړنۍ څانګه په کابل کې پرانیستې وه او وروسته یې هرات ته هم فعالیتونه وغځول.
الفلاح بانک په افغانستان کې دودیز او اسلامي بانکي خدمات وړاندې کول.
زهره وندا د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د ځوانانو د مدني پروګرام استازې وټاکل شوه
د بشري حقونو فعاله زهره وندا د « افغانان د مخ په ودې تفکرلپاره» په نوم د یوې نادولتي موسسې له خوا د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره د «ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان ځوانان» په نوم د مدني پروګرام د نوې استازې په توګه ټاکل شوې ده.
دې موسسې د جمعې په ورځ، د لړم په ۱۵مه ناوخته، پر خپله ایکسپاڼه د دې خبر په خپرولو سره ویلي چې زهره وندا له دریو نورو نوماندانو سره تر وروستۍ سیالۍ وروسته د داورانو د رایو پر بنسټ دې دندې ته غوره شوې ده.
په جنیوا کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې او د دې پروګرام د داورانو د پلاوي غړې ثریا دلیل د شنبې په ورځ، د لړم په ۱۶مه، پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه هېڅ بحث باید د دغه هېواد د ځوانانو له حضور او ګډون پرته ترسره نه شي.
دا دنده په ملګرو ملتونو کې کوم رسمي ډیپلوماتیک مقام یا حکومتي ګومارنه نه ده، بلکې د یوې مدني ټولنې خپلواک نوښت دی چې ځوانانو ته د ملګرو ملتونو په غونډو کې د وینا کولو او د خپلو حقونو د غوښتلو زمینه برابروي.
زهره وندا واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته اروپا ته کډواله شوې او له افغان کډوالو سره د مشورو، د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د ملاتړ په برخو کې فعالیت کوي.
د «افغانان د مخ په ودې تفکر لپاره » بنسټ د زهره وندا ټاکنه په نړیواله کچه د افغان ښځو او ځوانانو د غږ رسولو او د هغوی د غوښتنو او اندېښنو د مطرح کولو لپاره یو مهم فرصت بللی دی.
د «ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان ځوانان» په نوم مدني پروګرام په ۲۰۱۸ کال کې د همدې نادولتي موسسې له خوا پیل شو. د دې پروګرام موخه دا ده چې په نړیوالو بحثونو کې د افغان ځوانانو غږ واورېدل شي.
د دغه پروګرام له مخې، هر کال یو افغان ځوان، چې غوره ګڼل کېږي ښځه وي، د استازي په توګه ټاکل کېږي، څو د ملګرو ملتونو په غونډو کې د افغانستان د ځوانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، نظرونه، د بشري حقونو ستونزې او غوښتنې مطرح کړي.
ایران یو بلوڅ وګړی د پولیسو پر پوستې د برید په تور اعدام کړ
ایران د شنبې په ورځ محمدعارف شه بخش، چې د بلوچستان اوسېدونکی و، د سیستان او بلوچستان په ولایت کې د پولیسو پر یوې پوستې په وسله وال برید کې د لاس لرلو په تور اعدام کړ.
ایراني رسنیو د شنبې په ورځ، د لړم په ۱۶مه، راپور ورکړی چې شه بخش د جیش العدل ډلې د غړیتوب او د «بغي» او «محاربې» په تورونو محکوم شوی و.
د دغو رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران قضايي چارواکو ویلي چې په دغه برید کې یو شمېر پولیس وژل شوي او ټپیان شوي وو، خو د برید کره نېټه او د مرګ ژوبلې شمېر یې نه دی څرګند کړی.
د ایران د اسلامي جمهوریت په قوانینو کې «بغي» د نظام پر ضد وسله وال پاڅون ته ویل کېږي.
د بشري حقونو سازمانونو په وار وار د «محاربې» او «بغي» په څېر تورونه مبهم سیاسي او امنیتي تورونه بللي او په ایران کې یې د محاکمو پر ناڅرګندو او ناعادلانه بهیرونو نیوکې کړې دي.
جیشالعدل ډله، چې د ایران په جنوب ختیځ کې فعالیت کوي، د ایران او امریکا له خوا ترهګره ډله بلل شوې ده. خو دا ډله ادعا کوي چې د بلوڅ لږکیو د حقونو لپاره مبارزه کوي. په ایران کې د اعدامونو زیاتېدو هم نړیوالې اندېښنې راپارولې دي.
د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې، مای ساتو، تېره اوونۍ په ایران کې د بېړنیو محاکمو او عادلانه محاکمې ته د لاسرسي د حق د نقض په اړه خبرداری ورکړی و.
افغانستان د زیمبابوې پر وړاندې د ټسټ لوبې په دریمه ورځ ۴۰۲ منډې جوړې کړې
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شنبې په ورځ له زیمبابوې سره د ټسټ لوبې د درېیمې ورځې تر پایه د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۴۰۲ منډې جوړې کړې او لا هم له سیالې لوبډلې ۱۰۲ منډې وروسته ده.
زیمبابوې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۵۰۴ منډې جوړې کړې وې.
د افغانستان په توپ وهنه کې رحمانالله ګربز ۱۱۳، صدیقالله اتل ۱۰۵ او رحمت شاه ۹۳ منډې جوړې کړې.
رحمت شاه او ضیاالرحمن، چې لا نه دي سوځېدلي، سبا یکشنبې به خپلې توپوهنې ته دوام ورکړي.
دا ټسټ لوبه د پنجشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په شارجه کې پیل شوې او ټاکل شوې د لړم تر ۱۹مې دوام وکړي.
د پولنډ په کراکوف ښار کې په ډزو پنځه کسان وژل شوي دي
د پولنډ په کراکوف ښار کې د یوه وسله وال کس په ډزو پنځه کسان وژل شوي او تر لسو ډېر ټپیان دي.
د پولنډ پولیس وايي، دا پېښه نن شنبه د کراکوف ښار په مرکزي بازار کې رامنځته شوې ده.
د پولیسو په وینا، یوه وسله وال کس چې پوځي ډوله جامې اغوستې وې، له موټره پر خلکو ډزې پیل کړې. د پولیسو په خبره دغه وسله وال د نیولو پر مهال پر پولیسو هم ډزې وکړې چې دوه پولیس پکې ټپیان شول.
د راپورونو له مخې پولیسو بریدګر په ډزو ټپي کړی او روغتون ته لېږدول شوی دی. تراوسه چارواکو په دې اړه چې د دغې پیښې ترشا څه انګیزه پرته وه، څه ندي ویلي. د پولنډ ولسمشر کارول ناوروتسکي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.