نړۍ
په امریکا کې د منځمهاله ټاکنو پایلې: ډموکراتانو د کانګرس په دواړو جرګو کې اکثریت ګټلی دی
په امریکا کې د منځمهاله ټاکنو پایلې ښیي چې ډموکراتانو د کانګرس په دواړو جرګو کې اکثریت ګټلی دی.
په پرونیو ټاکنو کې ډموکراتان واتونیدل چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ له جمهوري غوښتونکو د کانګرس د دواړو جرګو( استازو او سنا) واک ترلاسه کړي.
د دې ټاکنو پایلې به ډموکراتانو ته د فدرالي لګښتونو، اداري څارنې او د راتلونکي ولسمشر په ټاکنه کې واک ورکړي.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، ولسمشر ټرمپ ویلي چمتو دی چې د ټاکنو پایلې ومني او له ډموکراتانو سره ګډ کار وکړي.
د ډموکراتانو د بریا سربیره ولسمشر ټرمپ به په ډیپلوماټیکو اړیکو او د پوځي عملیاتو په برخه کې پراخ صلاحیتونه ولري.
په پرونیو ټاکنو کې د استازو جرګې ټولو ۴۳۵ څوکیو او په سنا کې له ۱۰۰ څوکیو څخه ۳۵ هغو ته سیالۍ ترسره شوې.
سربیره پردې، په یو شمیر ایالتونو کې د والیانو او بیلابیلو سیمه ایزو چارواکو لپاره هم ټاکنې وشوې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته د تیلو بیې راښکته شوي
د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډموکراتانو له بریا وروسته د نړۍ په مالي بازارونو کې بدلون راغلی دی.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، نن چهارشنبې د اروپا په بازارونو کې د ونډو ارزښت لوړ شوی او د نرۍ په بازارونو کې د ډالرو بیه ښکته شوې ده.
پانګوال اندېښمن دي چې ښايي ډموکراتان د مصنوعي ځیرکتیا تکنالوژۍ پر شرکتونو سخت قوانین وضعه کړي.
له ټاکنو وروسته د تیلو بیې هم ښکته تللي دي.
نن په بازارونو کې د تیلو د یوې بوشکې بیه ۱۰۳ ډالرو ته راښکته شوه، په داسې حال کې چې په وروستیو کې یې بیه تر ۱۱۷ ډالرو پورته تللې وه.
ټرمپ؛ واشنګټن پر ایران د برید پلان نه لري
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، واشنګټن پر ایران د برید هیڅ پلان نه لري.
ټرمپ فایننشال ټایمز ورځپانې سره په هغه مرکه کې چې نن خپره شوې پر ایران د هر ډول بریدونو احتمال رد کړی دی.
هغه وړاندې ویلي چې له ایران سره د اټومي پروګرام د غني کولو په اړه خبرې اترې روانې دي.
قطر په وروستیو کې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو منځګړیتوب کوي.
د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې ډیموکراتانو د کانګرس د دواړو جرګو اکثریت ترلاسه کړ
د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند بریا
په پرونیو ټاکنو کې په ټوله امریکا کې د رای ورکولو په مرکزونو کې ډير شمیر خلکو ډیموکراتانو ته رای ورکړې او دې ګوند د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ له جمهوري غوښتونکو د دواړو جرګو( استازو او سنا) واک ترلاسه کړي دی.
د دې ټاکنو پایلې به ډیموکراتانو ته د فدرالي لګښتونو، اداري څارنې او د راتلونکي ولسمشر په ټاکنه کې واک ورکړي.
د ازادي راډیو د خبري مرکزي څانګې د نیویارک ټایمز په حواله لیکلي چې ولسمشر ټرمپ ویلي چمتو دی چې د ټاکنو پایلې ومني او له ډیموکراتانو سره ګډ کار وکړي.
په پرونیو ټاکنو کې د استازو جرګې ټولې ۴۳۵ څوکۍ او په سنا کې له ۱۰۰ څوکیو څخه ۳۵ څوکۍ د سیالۍ لپاره وړاندې شوي وې.
سربیره پردې، په یو شمیر ایالتونو کې د والیانو او بیلابیلو سیمه ایزو چارواکو لپاره هم ټاکنې ترسره شوې.
امریکا د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې نوې خبرې تنظیموي
ټاکل شوې د امریکا په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین استازي د نومبر په ۱۰مه او ۱۱مه د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې د سولې د خبرو نوی پړاو پیل کړي.
د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکاف ویلي، په دغو درې اړخیزو خبرو کې به چې دی او جرډ کوشنر د امریکا استازیتوب کوي، له جګړې وروسته پر امنیتي ترتیباتو، د تاوتریخوالي پر کمولو، بشري مرستو او سولې ته د رسېدو پر راتلونکو ګامونو بحث وشي.
د راپور له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم له ویټکاف سره تر لیدنې وروسته د دغو درې اړخیزو خبرو له ترسره کېدو سره موافقه کړې ده.
دا هڅې وروسته له هغې کېږي چې تېره اوونۍ د امریکا په منځګړیتوب لنډمهاله اوربند د روسیې لهخوا اشغال شوي د اوکراین په اولیشکي ښار کې د بشري مرستو او د ملکي وګړو د ایستلو زمینه برابره کړه، خو کرملېن ویلي، دغه اوربند په دې معنی نهدی چې مسکو پراخ اوربند ته چمتو دی.
د افغانستان او زېمبابوې کرکټ لوبډلې د پنجشنبې په ورځ لومړۍ ټېسټ لوبه کوي
د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې به د پنجشنبې په ورځ «د لړم په ۱۴مه» د متحده عربي اماراتو په شارجه کې خپله لومړۍ ټېسټ لوبه پیل کړي.
د کرېکاېنفو د معلوماتو له مخې، دا پنځه ورځنۍ لوبه به د لړم تر ۱۹مې دوام وکړي.
د دواړو هېوادونو دوهمه ټېسټ لوبه به د لړم په ۲۲مه پیل شي.
افغانستان په دې وروستیو کې له زېمبابوې سره د شل اوریزو سیالیو درې واړه لوبې ګټلې دي.
افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې زېمبابوې ته د ۳۷ منډو، په دوهمه کې د ۱۹ منډو او په درېیمه کې د اوو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو لړۍ یې درې پر صفر وګټله.
د اسیا د فوټبال جام سیالۍ وځنډول شوې
د اسیا د فوټبال کنفدراسیون اعلان کړی چې په سعودي عربستان کې د ۲۰۲۷ کال د اسیا جام سیالۍ د سیمهییزو امنیتي اندېښنو له امله نږدې یو کال ځنډول شوې دي.
ټاکل شوې وه چې دا سیالۍ د راتلونکي کال د جنورۍ له اوومې د فبرورۍ تر پنځمې ترسره شي، خو د نوي مهالوېش له مخې به د ۲۰۲۷ کال د ډسمبر پر ۲۳مه پیل او د ۲۰۲۸ کال د جنورۍ پر ۲۱مه پای ته ورسېږي.
د اسیا د فوټبال کنفدراسیون نن سې شنبه «د لړم په ۱۲مه» وویل چې د سیمې استثنايي وضعیت، د سفرونو ګډوډۍ او لوژستیکي ستونزو ته په پامیې دا پرېکړه کړې ده.
دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې د یمن حوثي یاغیانو په وروستیو اوونیو کې پر سعودي عربستان بریدونه کړي دي.
د اسیا جام سیالیو کې به ۲۴ ملي لوبډلې برخه واخلي او لوبې به په ریاض، جدې او الخبر ښارونو کې ترسره شي.
نوی مهالوېش لا د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) تصویب ته اړتیا لري.
په امریکا کې منځمهاله ټاکنې
په امریکا کې د سې شنبې په ورځ منځمهاله ټاکنې ترسره شوې چې پایلې بهیې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د واکمنۍ پر پاتې دوو کلونو مهم اغېز ولري.
په دغو ټاکنو کې د استازو جرګې د ټولو ۴۳۵ څوکیو او د ۱۰۰ کسیزې سنا جرګې د ۳۵ څوکیو لپاره استازي او د ۳۶ ایالتونو والیان ټاکل کېږي.
اوسمهال جمهوري غوښتونکي د کانګرس په دواړو جرګو کې اکثریت لري، خو ډیموکراتان هڅه کوي چې د یوې یا دواړو جرګو واک ترلاسه کړي.
د امریکا منځمهالې ټاکنې؛ د رای اچوونې پیل
نن په امریکا کې منځمهالې ټاکنې دي.
خلک د کانګرس د استازیو جرګې د ټولو ۴۳۵ غړیو او د سنا جرګې د ۳۵ غړیو د ټاکلو لپاره رایې کاروي.
همدارنګه د امریکا د ګڼو ایالتونو د والیانو لپاره هم رایې کارول کېږي.
دغو ټاکنو ته منځمهالې ځکه ویل کېږي چې د یوه ولسمشر د کاري دورې په نیمايي کې ترسره کېږي.
د کانګرس د دواړو جرګو کنټرول د جمهوري غوښتونکو په لاس کې دی.
خو ډموکراټان وایي هڅه کوي د کانګرس په دواړو خونو کنټرول خپل کړي.
دوه پاکستاني پولیس نن د خیبرپښتونخوا په مهمندو کې وژل شوي او یو بل ټپي دی
دوه پاکستاني پولیس نن د خیبرپښتونخوا په مهمندو کې وژل شوي او یو بل ټپي دی.
دغو پولیسو د پولیو د واکسیناتورانو د امنیت د تامین دنده په غاړه درلوده چې ناپیژاندو وسله والو پرې برید وکړ.
د خیبرپښتونخوا پولیسو ویلي چې د بریدګرو د نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي.
په پاکستان کې د پولیو واکسیناتوران او د هغوی امنیتي ساتونکي پخوا هم د داسې بریدونو هدف ګرځېدلي.
د راپورونو له مخې وروستی وار تېر سپټمبر د پولیو د واکسیناسیون دوه پولیس ساتونکي د بلوچستان په نوشکۍ کې د ناپیژاندو وسله والو په برید کې وژل شوي وو.
پاکستان او افغانستان د نړۍ په مخ دوه هېوادونه دي چې لا پکې پولیو له منځه نه دی تللی او هر یو نیم وخت پکې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسینیږي.