افغانستان
له ۱۱۰ زرو زیاتو ستنو شویو افغانانو سره د «ایاواېم» روغتیايي مرستې
د کډوالۍ نړیوال سازمان (ایاواېم) وايي د اروپايي اتحاد یې په ملاتړ یې د روان ۲۰۲۶ کال د جنورۍ څخه تر اکټوبر میاشتې پورې خپل هېواد ته د څه د پاسه ۱۱۰ زرو ستنو شویو افغانانو سره روغتیايي مرستې کړي.
یاد سازمان د دوشنبې په ورځ «د لړم/ عقرب ۱۱مه» په خپله اېکسپاڼه ولیکل چې تېره اوونۍ یې کندهار کې له پاکستانه د راستنو شویو لپاره د روغتیا پالنې، ساتنې او نورو اساسي خدماتو د وړاندې کولو تأسیساتو څخه لیدنه کړې.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یواېناېچسيار) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (ایاواېم) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د اکټوبر تر درېیمې پورې شاوخوا ۷۱۵ زره او ۴۰۰ افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغان کډوالو د موقتي خوندیتوب د وضعیت د تصویب لپاره د کانګرس د غړو هڅې
د امریکا د استازیو جرګې نږدې ۱۵۰ غړو د افغان کډوالو د موقتي خوندیتوب د وضعیت یا ټي پي اس د تصویب پر غوښتنلیک لاسلیکونه کړي.
که دا غوښتنلیک د کانګرس ۲۱۸ غړي لاسلیک کړي د تصویب لپاره جرګې ته وړاندې کیدای شي.
د دغه پټیشن یوه پيلوونکي د امریکا د استازيو جرګې غړي سم لیکاردو د دوشنبې په شپه په خپل بیان کې ویلي: لږ تر لږه ۱۴۴ استازیو چې درې جمهوري غوښتونکي هم پکې دي دا غوښتنلیک لاسلیک کړی. او زموږ په دې هڅو سره به د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته زمونږ د افغان ملګرو د ډیپورټ مخه ونیول شي.
د هغه په خبره دا افغانان چې له امریکا سره یې اوږه ورکړې وه اوس کانګرس ورسره ولاړ دی.
افغانستان کې سږ کال د ماینونو او ناچاودو مهماتو چاودنو ۲۵۷ کسان وژلي
افغانستان کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې په دغه هېواد کې د ماینونو او ناچاودو مهماتو د چاودنو له امله ۲۵۷ کسان مړه او ۸۷ نور ټپیان شوي دي.
د انادولو خبري اژانس د دغه ادارې په حواله راپور ورکړی چې د دغو پېښو ډېری قربانیان ماشومان دي او د وژل شویو ماشومانو شمېر ۱۸۹ تنو ته رسېږي.
په وروستۍ پېښه کې د فاریاب ولایت په شیرینتګاب ولسوالۍ کې د ناچاودو توکو چاودنې د یکشنبې په ورځ یوه ښځه او یو ماشوم وژلي دي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې چارواکي وايي، په افغانستان کې لا هم څه باندې ۹۰۰ کیلومتره مربع ځمکه کې ماینونه او ناچاودي مهمات شتون لري.
طالبانو د افغانستان د ځنګلونو د ساتنې لپاره «شنې قطعې» ګومارلي
طالبانو د افغانستان د پاتې ځنګلونو د ساتنې لپاره د «شنو قطعاتو» په نوم ځانګړي ځواکونه ګومارلي دي.
د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، په دغو قطعاتو کې شاوخوا زر کسان ګمارل شوي او په ځنګلي سیمو، په ځانګړې توګه د کونړ ولایت په ځنګلونو کې، د ونو د ناقانونه پرې کولو او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي لپاره ګزمې کوي.
راپور زیاتوي چې څو لسیزو جګړو، د ونو پرې کولو او اقلیمي بدلونونو د افغانستان ځنګلونو ته سخت زیان اړولی دی.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د ځنګلونو لهمنځه تلل د سېلابونو او د ځمکې ښویېدنې خطر زیاتوي.
که څه هم د طالبانو چارواکي د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې لپاره د هڅو خبره کوي، خو کارپوهان ټینګار کوي چې یوازې د نیالګیو کېنول د ځنګلونو د بیا رغولو لپاره بسنه نهکوي.
په مادرید کې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره غونډه وشوه
د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ په هدف د هسپانیې په پلازمینه مادرید کې غونډه وشوه.
د HearUS یا موږ واورئ څلورمه کلنۍ غونډه یکشنبه او دوشنبه د افغان ښځو د بنسټ او د هسپانیې د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ ترسره شوه.
د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانوئل آلبارس دې غونډې ته وویل چې افغان ښځې باید هیرې نه شي.
هغه په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې د عدالت د تامین، ازادۍ او راتلونکې لپاره د افغان ښځو د هڅو لپاره ژمن دی او باید د ښځو په وړاندې جرمونه بې سزا پاتې نه شي.
دې غونډه کې لسګونه افغان ښځینه فعالانو، ډپلوماټانو او د بشري حقونو فعالانو برخه اخیستې وه.
دوی سږ کال تر ډېره پورې د افغان ښځو لپاره د عدالت په تامین، حساب ورکوونې او په رهبرۍ کې د افغان ښځو په مشارکت باندې بحثونه وکړل.
د جنوبي اسیا د ITF تکواندو سیالیو کې افغان لوبغاړو ۷ مډالونه ګټلي
د افغانستان د ITF تکواندو لوبغاړو د جنوبي اسیا له سیالیو اوه مډالونه ترلاسه کړی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې بدني روزنې ریاست اعلان کړی چې افغان لوبغاړو د مبارزې، فورم او ګروپي بڼو سیالیو کې د خپلو سیالانو په ماتولو سره لږ تر لږه دوه د سرو زرو، څلور د نقرې او یو د برنزو مډالونه ګټلي.
افغان لوبغاړي سمیر رحماني یو د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برنزو مډال ګټلی.
عزیز قادري هم د سرو زرو او سپينو زرو مډال ګټلی همدارنګه علي اکبر رضايي دوه د نقرې مډالونه ګټلي.
د جنوبي اسیا د ITF تکواندو اتم دور لوبې د نیپال په پلازمینه کتمندو کې د نومبر له ۲۰مې تر ۲۲مې روانې وې چې د افغانستان دریو لوبغاړو پکې برخه اخیستې وه.
د جرمني بدیل ګوند (AfD) شریک مشر تینو کروپالا د افغانانو په شمول د ۲.۶ میلیونه کډوالو د ایستلو غوښتنه کړې
د جرمني لپاره بدیل ګوند (AfD) شریک مشر تینو کروپالا د افغانانو په شمول د ۲.۶ میلیونه کډوالو د بېرته ستنولو غوښتنه کړې ده.
هغه د بیلډ رسنۍ له یوه پاډکسټ سره مرکه کې ویلي چې د مجرمو کډوالو سربېره چې باید وایستل شي د افغانستان، سوریې او اوکراین شاوخوا ۲ اعشاریه شپږ میلیونه کډوال هم د ده د وړاندیز په اساس باید له جرمني ووځي.
هغه دلیل راوړی چې د اوکرایین د جګړې په ختمېدو او په سوریې او افغانستان کې د امنیتي شرایطو په ښه کېدو سره به نور د خوندیتوب او پناه اړتیا نه وي او باید دا خلک بېرته ستانه شي.
جرمني په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې څه باندې ۲۶۰ افغان کډوال ډیپورټ کړي او ویلي یې دي چې دوی جرمي دوسیې درلودې یا مکرر جرمونه یې کړي و.
افغانستان ته چې اوسمهال د طالبانو تر واک لاندې دی د افغان کډوالو بېرته استول، تل د هغو سازمانونو او فعالانو له نیوکو سره مخ شوي چې د کډوالو د حقونو لپاره کار کوي.
د ایران د بشري حقونو یوه سازمان ویلي چې ایراني پوځیانو دری افغان کډوال په ډزو وژلي
د ایران د بشري حقونو یوه سازمان حال وش راپور ورکړی چې دری افغان کډوال د ایراني پوځیانو په ډزو سره وژل شوي.
دغه سازمان د شنبې په ورځ خبر ورکړی چې دا پېښه د سیستان بلوچستان ولایت سراوان ښار ته نږدې شوې او د دوی د موندنو په اساس دا افغان کډوال چې یو ماشوم، یوه ښځه او یو سړی دي په سر په ډزو لګېدلي.
د دغو کسانو مړي تر ډبرو لاندې پټ شوي و او لا یې نور جزییات نه دي روښانه.
ازادي راډیو په خپلواکه توګه د دغه خبر کره والی نه شي تاییدولی خو تر دې مخکې سیستان بلوچستان ته نږدې سیمو کې ګڼ افغان کډوال په بیلابیلو پېښو کې مړه شوي.
د دغه خبر تر لیکلو پورې د ایران اسلامي جمهوریت پوځي یا قضايي چارواکو د دې پېښې او یا د دغو دریو کډوالو د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
م.م: تېرو دریو کلونو کې څه باندې شپږ نیم میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي
د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې په تېرو دریو کلونو کې څه باندې شپږ نیم میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي.
دغه سازمان یکشنبه ناوخته په خپله ویبپاڼه د کډوالو عالي کمیشنرۍ یو ان اچ سي ار په حواله راپور ورکړی چې له دې ډلې لږ تر لږه درې میلیونه افغانان یواځې په ۲۰۲۵ کال کې راستانه شوي.
د ملګرو ملتونو په خبره د راستنو شویو دغه لوی شمېر د افغانستان په نفوس کې لس فیصده زیاتوالی راوستی چې ورسره د هستوګنې کورونو، کارونو او عامه خدماتو په برخو کې سخت فشار رامنځته کړی.
د کډوالو عالي کمیشنرۍ په خپل راپور کې له ګڼو هغو افغانانو سره خبرې کړي چې په ایران یا پاکستان کې یې کارونه درلودل او د ښه ژوند څښتنان وو خو خپل اصلي وطن ته په راستنېدو له ستونزو سره مخ دي.
د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو له حکومت سره د تعامل پر لارې نقشې خبرې کړې دي
د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه د وزیرانو د اړیکو ډلې نن په یوه مقدماتي غونډه کې د طالبانو له حکومت سره د تعامل لپاره د لارې نقشې پر جوړولو خبرې کړې دي.
دغه سازمان وايي، د غونډې ګډونوالو د افغانستان سیاسي او بشري وضعیت ارزولی او د دغه هېواد د خلکو د ملاتړ، ثبات او پرمختګ لپاره یې له طالبانو سره د تعامل د یوه پړاویز چوکاټ پر جوړولو نظرونه تبادله کړي دي.
دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو راوروسته، تر اوسه هېڅ هېواد د دې ډلې حکومت په رسمي توګه په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو د افغانستان یو شمېر ګاونډیو او د سیمې هېوادونو له دغه حکومت سره ډیپلوماتیکې او سوداګریزې اړیکې لري.
ملګري ملتونه: د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله ۶۴۹ زره ټنه کنډوالې پاتې دي
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، د اګست په ۳۱مه د افغانستان په ختیځ کې د زورورې زلزلې له امله څه باندې ۶۴۹ زره ټنه خاورې او کنډوالې پاتې دي، چې د پاکولو لپاره یې شاوخوا ۴۰ زره او ۵۰۰ لاریو ته اړتیا ده.
دې سازمان د سپوږمکۍ د تصویرونو له مخې، ویلي چې د زلزلې له امله ښايي د ۲۳ زرو او ۳۱ زرو ترمنځ کسان بېځایه شوي وي. شاوخوا ۱.۴ میلیونه کسان د زلزلې له سختو ټکانونو سره مخ شوي او په کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې تر ټولو ډېر زیانونه اوښتي دي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام خبرداری ورکړی چې د ژمي په رانژدې کېدو سره زلزلهځپلې کورنۍ خوندي سرپناه، خوراکي توکو، پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته بېړنۍ اړتیا لري.
دغه سازمان د نړیوالې ټولنې د لا ډېرو مرستو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د کنډوالو پاکول او د ویجاړو شویو سیمو بیارغونه باید په خوندي او اغېزمن ډول ترسره شي.