د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۰۸

خبرونه

بایننس: په سایبري برید کې د ۶.۳ میلیارده ډالرو په ارزښت ډیجیټلي پیسې غلا شوې دي

د نړۍ د مجازي پیسو د تبادلې تر ټولو لویې ادارې «بایننس» خبر ورکړی چې د یوه سایبري برید له امله یې د شاوخوا شپږ میلیارده او ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ډیجیټلي شتمنۍ اغېزمنې شوې دي.

رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۳۰مه، راپور ورکړی چې د مجازي یا ډیجټلي پیسو د راکړې ورکړې د څارنې دوو امریکايي شرکتونو، «ټي‌آر‌اېم لېبز» او «چېن‌انالېسز»، د دغه برید پړه د شمالي کوریا پر هکرانو اچولې ده.

د ټي‌آر‌اېم لېبز په وینا، بریدګرو د بلاک‌چېن په ۱۰ شبکو کې د بایننس اړوند برېښنايي زېرمه په نښه کړې او د شتمنیو ډېره برخه یې په شاوخوا ۲۰ دقیقو کې بل ځای ته لېږدولې ده.

دغه شرکت ویلي چې د برید طریقه د شمالي کوریا له هکرانو سره تړلو پخوانیو سایبري غلاوو ته ورته ده او په لوړه کچه ډاډ لري چې د دغه هېواد هکران په برید کې لاس لري.

بایننس ویلي چې د مجازي پیسو په برخه کې له فعالو شرکتونو سره په همکارۍ یې تر اوسه د دغه برید اړوند شاوخوا درې میلیارد ډالره شتمنۍ کنګل کړې دي. خو د پاتې درې میلیارده او ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت شتمنیو برخلیک لا هم روښانه نه دی.

بایننس په یوه بیان کې ویلي چې لومړنۍ څېړنې ښيي، بریدګرو ښايي لومړی د دغه شرکت د یوه تخنیکي انجنیر لپټاپ ته ننوتی وي او له همدې لارې یې سایبري برید ترسره کړی وي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

راشد خان لومړی توپ‌اچوونکی شو چې په شل اوره فارمټ کې یې ۲۰۰ وېکټونه واخیستل

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نامتو لوبغاړي راشد خان د شل اوریزو نړیوالو سیالیو په تاریخ کې لومړی توپ‌اچوونکی شو چې ۲۰۰ وېکټونه ترلاسه کوي.

راشدخان دا ریکارډ د پنجشنبې په ورځ د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ په دوهمه شل اوره لوبه کې، چې د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې ترسره شوه، جوړ کړ.

د افغانستان دغه ۲۸ کلن توپ‌اچوونکی په خپله ۱۲۰مه شل اوریزه نړیواله لوبه کې دې بري ته ورسېد.

ده په یوولس شل اوره سیالیو کې څلور یا تر څلورو ډېر ویکټونه اخیستي دي. بل هیڅ لوبغاړي په ۱۱ شل اوره سیالیو کې څلور ویکټونه نه دي اخیستي.

د انګلستان عادل رشید د ۱۷۱ وېکټو په لرلو په دې نوملړ کې دوهم ځای لري.

یونیسف: په افغانستان کې ۱۲.۷ میلیونه ماشومان د پولیو پر وړاندې واکسین شوي دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) نن وویل چې د واکسیناتورانو په هڅو په افغانستان کې ۱۲ میلیونه او ۷۰۰ زره ماشومان د ګوزڼ یا پولیو د ناروغۍ په وړاندې واکسین شوي دي.

یونیسف دا خبره پر خپله اېکس کې لیکلې او ورسره یې د خپلو واکسیناتورانو د فعالیتونو یوه ویډیو هم خپره کړې ده.

په دې ویډیو کې یوې ښځینه واکسیناتورې ویلي چې د پولیو د له منځه وړلو لپاره باید د واکسیناسیون په هر پړاو کې د هر ماشوم خولې ته د واکسین دوه څاڅکي واچول شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان پر اساس، سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۴۲ پېښې ثبت شوې دي.

افغانستان او پاکستان لا هم هغه دوه هیوادونه دي چې د پولیو ویروس پکې محوه شوی نه دی.

م.م: په اوکراین، سوریه، لبنان او افغانستان کې ۹ میلیونه کسان د ژمي مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) د جمعې په ورځ ویلي چې په اوکراین، سوریه، لبنان او افغانستان کې به نهه میلیونه کسان د راتلونکي ژمي د تېرولو لپاره اضافي مرستو ته اړتیا ولري.

دې ادارې د مرستو راټولولو کمپاین پیل کړی او غواړي د ژمنیو مرستو لپاره لږ تر لږه ۵۰ میلیونه ډالر راټول کړي. دا اندازه د تېر کال پرتله درې میلیونه ډالر زیاته ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ د بهرنیو اړیکو مشرې ډومینیک هایډ ویلي: «سرچینې کمې دي او لګښتونه په چټکۍ لوړېږي، په داسې حال کې چې د شمالي نیمې کرې د ژمي موسم رانژدې شوی دی.»

هغې زیاته کړې: «په دغو زیان‌ګالو او د جګړو له اغېزو سره مخ هېوادونو کې میلیونونه کسان له دې خطر سره مخ دي چې د یخنۍ پر وړاندې به له کافي خوندیتوب پرته پاتې شي. موږ باید ژر تر ژره د هغوی د ساتنې لپاره اقدام وکړو.»

دې جنیوا مېشتې ادارې ویلي چې په څلورو واړو هېوادونو کې د ژمنیو مرستو اړتیاوې ډېرې دي. په دغو هېوادونو کې میلیونونه کسان د انرژۍ او خوراکي توکو د بیو له لوړېدو او د تودوخې او پخلي لپاره د سون‌توکو له کمښت سره مخ دي.

د افغان ماشومانو د راتلونکې په اړه د ریچارد بنېټ خبرداری

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنېټ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنېټ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنېټ وايي "له زده‌کړو د نجونو راګرځول، جبري او په کم عمر کې ودونه، کار او تاوتریخوالي د افغان ماشومانو ماشومتوب غلا او د دوی راتلونکی یې له خطر سره مخ کړی دی".

بنېټ د پنجشنبې په ورځ د (اکټوبر ۲۹مه) پر خپلې اېکس‌پانې لیکلي چې د افغان ماشومانو پر وړاندې دې دا سیستماتیکې سرغړونې له پامه نه‌غورځول کېږي.

هغه وړاندې لیکلي چې نړیوال باید اجازه ورنه‌کړي چې په وینا یې د طالبانو تبعیضي حکومت عادي او د یوه منل شوي وضعیت په توګه ومنل شي.

د هغه په ټکو، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د افغان ښځو او نجونو اساسي حقونه سلب کړي دي.

بنېټ وړاندې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې د نړیوالو اصولو سره سم اقدام وکړي.

په ټول افغانستان کې د پولیو واکسین د تطبیق تازه کمپاین پیلېږي

ارشیف، په افغانستان کې د پولیو واکسین د تطبیق یو کمپاین
ارشیف، په افغانستان کې د پولیو واکسین د تطبیق یو کمپاین

تمه ده د راروانې دوشنبې په ورځ «د لړم/ عقرب ۱۱مه» د جنوبي ولایتونو په استثناء، په ټول افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شي.

«له پولیو پاک افغانستان» بنسـټ د پنجشنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې دا کمپاین به یوه ورځ وروسته د سې شنبې په ورځ د (لړم ۱۲مه) د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې پیل شي.

دا معلومه نه‌ده چې په دې کمپاین کې به څومره ماشومانو ته د پولیو واکسین څاڅکي ورکړل شي.

د روغتیا نړیوال پروګرام په خپل تازه راپور کې ویلي چې سږکال په افغانستان کې د پولیو ۴۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

پولیو ساري ویروسي ناروغي ده چې تر ډېره له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان پرې اخته کېږي.

دا ناورغي درملنه نه‌لري او یوازې واکسین‌یې مخه نیولی شي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم په‌کې دا ناروغي محوه شوې نه‌ده.

پاکستان کې د بشري حقونو یوه مدافع او خاوند یې په ۱۰ کاله بند محکوم شول

د بشري حقونو مدافع وکیله ایمان زینب مزاري
د بشري حقونو مدافع وکیله ایمان زینب مزاري

په پاکستان کې یوې محکمې د بشري حقونو مدافع وکیله ایمان زینب مزاري او خاوند یې هادي علي چټه په ۱۰ کاله بند محکوم کړل.

دا په یو کال کې دوهم ځل دی چې دا جوړه د امنیتي تدابیرو د ګډوډولو په یوه قضیه کې مجرمه پېژندل کېږي.

دا ځل ایمان مزاري او خاوند یې په ۲۰۲۴ کال کې د کرکټ د یوې نړیوالې لوبې پر مهال د امنیتي تدابیرو په ګډوډولو تورن شوي دي.

ایمان مزاري او خاوند یې د پاکستان د پوځ له سرسختو منتقدانو څخه دي.

اسپانیا کې د اورګاډو د ټکر د قربانیانو په یاد ملي ماتم اعلان شوی

ارشیف، مادرید کې ځیني مراسم
ارشیف، مادرید کې ځیني مراسم

په اسپانیا کې درې ورځې ملي ماتم اعلان شوی دی.

روېټرز خبري اژانس لیکي چې د درېیو ورځو لپاره به د اسپانیا بیرغ د دوو اورګاډو د ټکر په خونړۍ پېښه کې د قربانیانو په یاد نیمه ځوړند وي.

په عین حال کې اسپانیوي چارواکو ویلي چې لا هم د ژغورنې عملیات روان دي.

د چهارشنبې په ورځ د اسپانیا د پلازمېنې مادرید په جنوب کې دوو چټکو اورګاډو ټکر وکړ چې له کبله‌یې ۶۹ کسان مړه شول.

دا پېښه په روان کال کې د اسپانیې د اورګاډي په پټلۍ کې دوهمه خونړۍ پېښه بلل شوې.

اسپانیوي چارواکو لا تر اوسه په دې پېښه کې د ټپي کسانو کره شمېر نه‌دی خپور کړی.

پر اوکراین د روسیې په تازه بریدونو کې لږترلږه ۱۴ کسان ووژل شول

د اوکراین پر دونیپرو ښار د روسیې تازه بریدونه
د اوکراین پر دونیپرو ښار د روسیې تازه بریدونه

د اوکراین پر دونیپرو ښار د روسیې په تازه بریدونو کې لږترلږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.

اوکرایني چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د بې‌پیلوټه الوتکو په دې بریدونو کې د ډنیپرو ښار د ملي ریل‌ګاډي تم‌ځای په نښه شوی دی چې ۱۰ کسان په‌کې ټپیان شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي دا بریدونه غندلي او زیاته کړې یې ده چې روسیه ملکي وګړي په نښه کوي.

روسیې په وروستیو کې پر اوکراین خپلو بریدونو ته زور ورکړی او تېره میاشت‌یې له بهرنیو ډيپلماتانو غوښتي و چې له دې هېواده ووځي.

اپل کمپنۍ په مک‌بوک لابټاپونو کې د ټچ سکرین لرونکي ماډلونه معرفي کړل

ګډونوال د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۲۸مه، د امریکا د لاس انجلس ښار کې د اپل د تجربې په نندارتون کې له نوي ټچ‌سکرین لرونکي مک‌بوک پرو (OLED) کمپیوټر سره کار کوي.
ګډونوال د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۲۸مه، د امریکا د لاس انجلس ښار کې د اپل د تجربې په نندارتون کې له نوي ټچ‌سکرین لرونکي مک‌بوک پرو (OLED) کمپیوټر سره کار کوي.

اپل کمپنۍ له څه باندې یوې لسیزې مخالفت وروسته، بالاخره په مک‌بوک لابټاپونو کې د ټچ یا لمسي سکرین لرونکي خپل لومړني ماډلونه معرفي کړل.

د اپل اجرائیوي رئیس، جان ترنوس، په لاس انجلس کې د مک‌بوک پرو یو ماډل د OLED سکرین په لرلو معرفي کړ او ویې ویل چې د مک کمپیوټرونه اوس د پخوا په پرتله لا پیاوړي شوي دي.

په داسې حال کې چې وینډوز کمپیوټرونه له کلونو راهیسې د لمسي سکرین ټکنالوژي کاروي، اپل هم اوس د نوي نسل کاروونکو د غوښتنو په ځواب کې دا ټکنالوژي خپلو مک‌بوک کمپیوټرونو ته راوړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG