د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۰۲

نړۍ

د ایران ولسمشر او د قطر امیر په روسیه کې سره وکتل

په روسیه کې د ګازو صادروونکو هېوادونو د ټولنې د مشرانو د اتمه سرمشریزه
په روسیه کې د ګازو صادروونکو هېوادونو د ټولنې د مشرانو د اتمه سرمشریزه

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني د سې شنبې په ورځ «د لړم/ عقرب په پنځمه» په روسیه کې د ګازو صادروونکو هېوادونو د ټولنې د مشرانو د اتمې سرمشریزې په څنډه کې سره وکتل.

د ازادې اروپا راډیو/ازادي راډیو د ایران څانګې، راډیو فردا، د ایران د «ایرنا» خبري اژانس په حواله راپور ورکړی چې دواړو مشرانو په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو او د انرژۍ په برخه کې د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

مسعود پزشکیان د دوشنبې په ورځ په تهران کې د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره په څلور اړخیزه غونډه کې تر ګډون وروسته، د همدې ورځې په ماښام له ایران څخه روسیې ته ولاړ.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

له سړو خونو د ګازونو کچه بې‌ساري لوړې کچې ته رسېدلې

ارشیف
ارشیف

د هوا پېژندنې نړیوال سازمان وايي، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د ځمکې په اتموسفیر کې له سړو خونو د خپرو شویو ګازونو کچه تر بل هر وخت لوړه شوې ده.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه سازمان د سې شنبې په ورځ «د لړم/ عقرب» په پنځمه، په یوه راپور کې ویلي چې د دغو ګازونو زیاتوالی ښايي د ځمکې د لا تودېدو او د سختو اقلیمي پېښو د ډېرېدو لامل شي.

د راپور له مخې، د کاربن ډای‌اکسایډ، میتان او نایتروجن‌اکسایډ ګازونو زیاتوالی د ځمکې د تودوخې د لوړېدو او د سختو اقلیمي پېښو د شدت سبب کېږي.

د هوا پېژندنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په اتموسفیر کې د دغو ګازونو زیاتوالی ښايي د سختې ګرمۍ څپې، استوايي توپانونه، سخت ورښتونه او سېلابونه لا زیات کړي.

سږ کال هم د اروپا په ګډون د نړۍ په یو شمېر سیمو کې اوړی ډېر تود او سوځوونکی و.

همدارنګه د افغانستان په ګډون د اسیا او د نړۍ په نورو برخو کې ویجاړوونکي سېلابونه هم راوتلي دي.

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې منځني ختیځ کې نښتې نړیوال اقتصاد او تجارت ته ګواښیږي

فارس خلیج کې د تیلو وړونکې یوه بیړۍ
فارس خلیج کې د تیلو وړونکې یوه بیړۍ

د ملګرو ملتونو چارواکي خبرداری ورکوي چې منځني ختیځ کې شخړه او نښتې د نړیوالې انرژۍ د اکمالاتو په ټکني کولو سره نړیوالې سوداګرۍ او اقتصاد ته ګواښیږي.

د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پراختیا د کنفرانس ( انکتاد) د شمیرو له مخې د تیلو د نړیوال سمندري تجارت څلرمه برخه او د کیمیاوي سرې د سمندري انتقالاتو دریمه برخه د هرمز تنګي څخه تیریږي.

هرمز تنګي کې د تګ راتګ ټکني کیدلو ، د انتقالاتو لګښتونه او بیمه لوړ کړي او په ځانکړې توګه مخ په ودې هیوادونو باندې یې فشار زیات کړی دی.

د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام اټکل کوي چې منځني ختیځ سیمه کې شخړې او نښتې کولای شي د عربي هیوادونو اقتصاد له ۱۲۰ تر ۱۴۹ ملیارډ ډالرو زیانمن کړي.

دغه اداره خبرداری ورکوي د ناورین اقتصادي نتایج کیدای شي ترپنځو کلونو دوام وکړي.

په اسرائیل کې انتخابات پیل شول؛ امنیت او پرایران احتمالي برید یې مهم موضوعات دي

اسرائیل کې د انتخاباتي کمپاینونو اعلانونه
اسرائیل کې د انتخاباتي کمپاینونو اعلانونه

د سه شنبې په سهار په اسرائیل کې د ټاکنو د پیل سره سم خلکو د رای ورکولو دولسو زرو مراکزو ته مخه کړه.

د اسرائیل څه دپاسه اوه ملیونه یهودي او ۱.۷ ملیونه فلسطیني وګړي په دغو انتخاباتو کې د رای ورکولو حق لري.

دا پر اسرائیل د ۲۰۲۳ کال داکتوبر د اومې له برید ووسته په دغه هیواد کې لومړني انتخابات دي چې ترسره کیږي.

دحماس ګوند له خوا په دغه برید کې هغه مهال څه دپاسه زر کسه اسرائیلیان ووژل شول نوځکه امنیت د انتخاباتو یوه مهمه موضوع ده.

حماس ګوند دامریکا او اروپايي اتحادیې له خوا یو تروریستي سازمان پیژندل شوی دی.

د نظرپوښتنو نتایج ښيي چې د صدراعظم بنیامین نتانیاهو په مشری ایتلاف او ښي لاسي افراطي ګوندونه به په پارلمان کې خپل اکثریت احتمالا وساتي.

مخالف ګوندونه هم هلې ځلې کوي چې د پارلمان د ۱۲۰ کرسیو څخه اکثریت یا ۶۱ کرسۍ ترلاسه کړي.

په داسې حال کې چې نتانیاهو د امریکا د ولسشمر دونالد ټرمپ له ملاتړه برخمن دی، مخالفینو یې هم لاس سره یو کړی او هڅه کوي چې دهغه د اوږدې مودې واکمنۍ ته د پای ټکی کیږدي.

د احتیاط ځواکونو جنرال ، ګادي ایزنکوت په مخالفینو کې وتلې څیره او د نتانیاهو اصلي سیال ګڼل کیږي.

په عین حال کې ، په ایران باندې د اسرائیلو لخوا د بل برید احتمال او دا تور چې بنیامین نتانیاهو غواړې لدې موضوع استفاده وکړي، د انتخاباتو فضا تر خپل سیورې لاندې راوستې.

دفاع وزیر یزرایل کاتز له انتخاباتو یوه ورځ مخکې هغه راپورونه رد کړل چې په ایران د بل برید په هکله یې د نتانیاهو او اردو ترمینځ د شدیدو اختلافات خبره وکړه او وویل چې اسرائیل نیت نلري چې له انتخاباتو مخکې په ایران برید وکړي.

پوتین په مسکو کې د ایران له ولسمشر او د قطر له امیر سره ګوري

ارشیف، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان لیدنه
ارشیف، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان لیدنه

کرملېن اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د سې‌شنبې په ورځ په مسکو کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان او د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره وګوري.

د روسیې د ولسمشر مرستیال یوري اوشاکوف د دوشنبې په ورځ «د عقرب په څلورمه» خبریالانو ته وویل چې پوتین به په مسکو کې د ګاز د صادروونکو هېوادونو د فورم د غړو هېوادونو د مشرانو له کوربه‌توب وروسته له دغو دوو مشرانو سره وګوري.

مسعود پزشکیان په تهران کې د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان د لوړپوړو چارواکو په ګډون په څلور اړخیزه غونډه کې تر ګډون وروسته، د دوشنبې په ماښام مسکو ته روان شو.

هغه تر دې سفر مخکې تأیید کړې وه چې د روسیې له ولسمشر سره به وګوري.

د ایران ولسمشر له مسکو سره اړیکې «مطلوبې» بللې او ویلي یې دي چې له پوتین سره به په لیدنه کې د «دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو د بېلابېلو موضوعاتو» په اړه خبرې وکړي.

د مصر پارلمان له سعودي عربستان سره د پوځي ملاتړ پلان ومانه

ارشیف، د مصر پارلمان
ارشیف، د مصر پارلمان

د مصر پارلمان د دوشنبې په ورځ «د عقرب په څلورمه» ولسمشر عبدالفتاح السیسي ته اجازه ورکړه چې د حوثیانو د بریدونو په وړاندې د سعودي عربستان د پوځي ملاتړ لپاره اقدامات کولای شي.

د مصر د دولتي الاهرام ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغه هېواد ولسي جرګې د «سعودي عربستان د شاهي نظام د ملاتړ لپاره د ولسمشر عبدالفتاح السیسي له‌خوا د اړینو اقداماتو ترسره کول» ومنل.

د مصر پارلمان چې ډېری غړي یې د السیسي ملاتړي دي، تر رأی‌ګیري مخکې تېره اوونۍ په دې اړه درې بې‌سارې غیر علني غونډې کړې وې او د رأی اچونې بهیر یې دوه ځله ځنډولی و.

ولسمشر السیسي تېره اوونۍ له پارلمان غوښتي و چې که سعودي عربستان غوښتنه وکړي، نو له دغه هېواد څخه د پوځي ملاتړ لپاره اجازه ورکړي.

تر اوسه څرګنده نه‌ده چې مصر به له سعودي عربستان سره د دفاع په برخه کې څه ډول ملاتړ وکړي.

د صربیا په پارلماني ټاکنو کې د محصلانو په مشرۍ غورځنګ بریا خپله کړې ده

د صربیا پخواني ولسمشر الکساندر ووچیچ په پارلماني ټاکنو کې د خپل ګوند ماتې ومنله.

نوموړي د یکشنبې په ماښام په یوه خبري غونډه کې وویل چې لومړنۍ پایلې ښيي چې د محصلانو په مشرۍ اعتراضي غورځنګ به د پارلمان له ۲۵۰ څوکیو څخه د ۱۳۵ او ۱۴۰ ترمنځ څوکۍ وګټي، خو د ده ګوند به ۱۰۵ څوکۍ ترلاسه کړي.

د محصلانو د غورځنګ مشرانو د قانون پر واکمنۍ د ولاړ حکومت د جوړولو ژمنه کړې ده. د اروپايي ټولنې مشرانو د ټاکنو د پایلو هرکلی کړی او دا یې له دې ټولنې سره د صربیا د نږدې کېدو فرصت بللی دی.

د ټاکنو وروستۍ پایلې لا نه دي اعلان شوې.

د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې لوړپوړي چارواکي په تهران کې له چارواکو سره خبرې کوي

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مرستیال علي باقري تایید کړې چې د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې لوړپوړي چارواکي نن دوشنبه تهران ته سفر کوي.

باقري د ایران دولتي ټلوېزیون ته ویلي چې د دې سفر موخه د سیمه ‌ییزې همغږۍ په اړه ګډې خبرې دي.

ټاکل شوې چې د سعودي عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالین د ایران د ملي امنیت د عالي شورا له منشي محسن رضایي سره وګوري.

دا سفر په داسې حال کې کېږي چې سعودي عربستان د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو د توغندیو او بې‌ پیلوټه الوتکو بریدونو سره مخ دی.

پاکستان، سعودي عربستان او ترکیه د مکې د ګډ دفاعي تړون غړي دي، چې له مخې یې پر یوه غړي برید پر ټولو غړو برید ګڼل کېږي. پاکستان تېره اوونۍ دا تړون تصویب کړ، خو د ترکیې پارلمان لا نه دی تصویب کړی.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ: له اوړي راهیسې د هرمز تنګي له لارې یو نیم میلیارډ بېرله تېل صادر شوي

د امریکا مرکزي قوماندانۍ، سېنټکام، وايي چې له اوړي راهیسې یې د ایران له بندیزونو سره سره د خلیج له هېوادونو سره د هرمز تنګي له لارې د څه باندې یو نیم میلیارډ بېرله خامو تېلو په صادرولو کې مرسته کړې ده.

سېنټکام د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې په تېرو شپږو میاشتو کې له درې زرو زیاتې سوداګریزې بېړۍ د امریکايي ځواکونو په ملاتړ له دغه تنګي تېرې شوې دي.

د سېنټکام قوماندان براډ کوپر ویلي چې په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ اصلي لارې د ایران له سمندري ماینونو پاکې ساتل شوې دي.

ایران د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسرائیل له بریدونو وروسته پر دغه مهم تنګي کنټرول ټینګ کړی و، خو واشنګټن ادعا کوي چې تهران اوس پر دې لارې بشپړ کنټرول له لاسه ورکړی دی.

نتنیاهو: ایران ښايي د اسرائیل د ټاکنو د ګډوډولو هڅه وکړي

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړی چې ایران او متحدې ډلې یې ښايي د سې شنبې ورځې د پارلماني ټاکنو د ګډوډولو لپاره بریدونه وکړي.

نتنیاهو د یکشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې استخباراتي معلومات د داسې بریدونو احتمال ښيي.

هغه ایران ته خبرداری ورکړ چې د اسرائیل د ازمویلو هڅه دې نه کوي، کنه له سختو ځوابي بریدونو سره به مخ شي.

نتنیاهو، چې د امریکا په ملتیا یې د فبرورۍ په میاشت کې د ایران پر ضد جګړه پیل کړې، د ټاکنیز کمپاین پر مهال پر امنیتي موضوعاتو ډېر ټینګار کړی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG