خبرونه
اوچا: ژمي کې به د خوړو ناامنۍ سره مخ افغانانو شمېر ۱۹.۲ میلیونو ته ورسېږي
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې راتلونکي ژمي کې به په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي له ۱۹ میلیونو واوړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویاندې، اولګا چرویکو، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: "اټکل کېږي چې د هغو کسانو شمېر چې د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي، ۱۹.۲ میلیونو ته ورسېږي چې له دې ډلې به پنځه میلیونه کسان د لوږې له بېړني وضعیت سره مخ وي چې دغه وضعیت له شدیدې لوږې یا قحطۍ څخه یو ګام فاصله لري."
نوموړې زیاتوي چې د ژمي له رارسېدو مخکې باید اقدام وشي، نه تر هغه وروسته چې کورنۍ خپلې ټولې لارې چارې له لاسه ورکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، اټکل کېږي چې په افغانستان کې د خوړو روان بحران به په ۲۰۲۷ کال کې هم پر میلیونونو ماشومانو اغېز وکړي.
اوچا خبرداری ورکړی چې راتلونکی کال به له شپږو کلونو کم عمره څه باندې څلور میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، د سپټمبر او اکټوبر میاشتو ترمنځ په افغانستان کې ۱۵.۹ میلیونه کسان چې نږدې د ټول نفوس درېیمه برخه جوړوي، د خوړو له بحراني یا تر دې هم ناوړه ناامنۍ سره مخ و.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
دوحه کې د افغانستان د همغږۍ ډلې غونډه؛ د مرستو پر دوام ټینګار وشو
قطر د افغانستان لپاره د خپلو بشري او پرمختایي مرستو پر دوام ټینګار کوي.
د نړیوالې همکارۍ لپاره د قطر د دولت وزیرې مریم بنت علي بن ناصر المسند دا خبره د سې شنبې په ورځ په دوحه کې د افغانستان د همغږۍ د ډلې د دوه ورځنۍ غونډې پیل کې وکړه.
هغې وویل "د موږ هدف دا دی چې د ښځو او ځوانانو په شمول د اړمنو خلکو لاسنیوی ځکه وکړو چې دوی د هېواد په اقتصادي او ټولنیزه راتلونکې کې مهم رول لري".
د قطر د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي، مېرمن المسند ټینګار کړی چې افغانستان اوسمهال دوامدار نړیوال تعامل، د څرګندو اولویتونو ټاکنې او عملي همکارۍ ته سخته اړتیا لري.
د افغانستان د همغږۍ ډله (اېسيجي) د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې د افغانستان لپاره د بشري مرستو، اقتصادي همکاریو او مرستندویه فعالیتونو د همغږۍ د پیاوړتیا په هدف رامنځته شوې.
فارس خلیج کې پر انټرنټي کېبلونو د ایران احتمالي برید ته د قطر غبرګون
د قطر بهرنیو چارو وزارت له ایران وغوښتل چې د انټرنټ کېبلونو د پرې کولو په شمول له هغو بریدونو او ګواښونو چې د سیمې امنیت ګواښي، لاس واخلي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل چې فارس خلیج او هرمز تنګي کې د انټرنټ کېبلونو په نښه کول به د سیمې هېوادونه زیانمن کړي.
قطر دغه غبرګون وروسته له دې څرګند کړ چې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ویاند په فارس خلیج او هرمز تنګي کې د انټرنټ په اوه لویو کېبلونو د احتمالي برید خبره وکړه.
قطر غوښتنه وکړه چې نړیوالو قوانینو ته دې پاملرنه وشي، د بېړیو ازاد تګ راتګ دې ډاډمن او هرمز تنګی دې پرانیستی پرېښودل شي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د امریکا او ایران ترمنځ اوسنۍ شخړه دې د خبرو له لارې حل شي.
قطر وايي د تهران او واشنګټن ترمنځ تماسونه او د پیغامونو تبادله دوام لري.
افغان کرکټ ملي ټیم د زېمبابوې له ماتولو وروسته له بنګلهدېش سره لوبه کوي
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د درې اړخیزو سیالیو په دوام د چهارشنبې په ورځ بنګلهدېش سره لوبه کوي.
افغانستان په دغو سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه د زېمبابوې په وړاندې د ۱۵۸ منډو په توپیر وګټله.
د افغانستان ټیم د زېمبابوې ټیم ته ۲۹۵ منډې هدف ټاکلی و، خو سیاله لوبډله په ۱۳۶ منډو له لوبو ووته.
راشد خان په دې لوبه کې د څلورو وېکټو او فضلالحق فاروقي د دوو وېکټو په اخیستو سره د افغان لوبډلې په بریا کې وتلی رول ولوباوه.
د متحده عربي اماراتو په ابوظبي او شارجه کې په دغې درې اړخیزه سیالیو کې چې د اکټوبر په ۱۹مه پیل او تر ۲۳مې دوام کوي، د افغانستان، بنګلهدېش او زېمبابوې ټیمونه ګډون لري.
ټرمپ وایي د اټومي وسلو په اړه د روسیې او چین له ولسمشرانو سره خبرې کوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې چمتو دی د چین له ولسمشر شي جین پینګ او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اټومي وسلو په اړه درې اړخیزه ناسته وکړي.
ټرمپ د سپینې ماڼۍ بهر خبریالانو ته وویل چې د داسې یوې ناستې هدف به د اټومي وسلو او اټومي بې وسلې کولو په اړه بحث وي.
هغه زیاته کړه، که شي جین پینګ وغواړي داسې یوه ناسته جوړه کړي، نو دی به هم پکې ګډون وکړي.
روسیې تر دې مخکې اعلان کړی و چې ښايي د ټرمپ، پوتین او شي ترمنځ یوه درې اړخیزه ناسته په چین کې راتلونکې میاشتې د "اسیا-پسیفیک اقتصادي همکارۍ" (APEC) د سرمشریزې په څنډه کې ترسره شي.
خو د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها د دې وړاندیز مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د روسیې، چین او متحده ایالاتو د مشرانو ترمنځ ناسته به یوازې پوتین وهڅوي چې جګړې ته دوام ورکړي.
د فرانسې په ځینو ښارونو کې د شپې ګرځبندیز لګېدلی
د فرانسې د پلازمینې پاریس په شمول په څو ښارونو کې د شپې ګرځبندیز لګېدلی دی.
دا وروسته تر هغه چې د اوونۍ په سر کې تاوتریخجنې مظاهرې د مغازو او دوکانونو په چور او تالان واوښتې.
د فرانسې صدراعظم سباستین لوکارنو ویلي ګرځبندیز به د اړتیا سره سم لګول کېږي او تر دې دمه یې ښه نتیجه ورکړې ده.
پولیسو له شنبې راهیسې لږ تر لږه ۲۵۰۰ کسان نیولي دي.
په مظاهرو کې د یوې نجلۍ سترګه ړنده شوې او د یوه هلک لاس پرې شوی.
خلک په اول کې د ګرانۍ په غبرګون راوتلي و او حکومت یې تورناوه چې د قیمتونو د ټيټولو لپاره ډېر څه نه کوي.
اخوا په ایټالیې په تېره میلان ښار کې هم مظاهرې روانې دي او حکومت به لږ تر لږه ۵۰۰ اضافي پوځیان هلته ځای پر ځای کړي.
د زمبابوې تر ماتولو وروسته افغان لوبډله سبا له بنګله دیش سره مخ کېږي
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د زمبابوې په وړاندې په لوی توپیر بریا خپله کړه او تمه ده بله لوبه کې له بنګله دیش سره مخ شي.
افغان لوبډلې بیګا زیمبابوې ته د ۲۹۴ منډو هدف ورکړی و چې په ځواب کې یې د زیمبابوې ټول لوبغاړي په ۱۳۶ منډو اوټ کړل او لوبه یې د ۱۵۸ منډو په توپیر وګټله.
دا د افغانستان د سترو بریاوو په ډله کې وه.
صدیق اتل خپله سلیزه ووهله، ابراهیم ځدراڼ ۹۰ منډې وکړې او په بالنګ کې هم راشدخان څلور وېکټې واخیستې.
د افغانستان، زیمبابوې او بنګله دیش دری اړخیز ټورنمنټ په ابوظبي او شارجې کې پیل شوی چې تمه ده پایلوبه یې د جمعې په ورځ وشي.
طالبانو په لوګر کې د موسیقۍ غږولو ۱۴۲ الې او لوډسپیکرونه سوځولي
طالبانو په لوګر کې د موسیقۍ غږولو ۱۴۲ الې او لوډسپیکرونه سوځولي دي.
د لوګر ملي ټلویزیون پرون دوشنبه په دې اړه خبر ورکړی چې د موسیقۍ غږولو دا الې د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې د امرباالمعروف ادارې له خوا د ودونو له بیلابیلو مراسمو راټولې شوې وې او اور ور اچول شوی.
په خواله رسنیو د سوځول شویو لوډسپیکرونو انځورونه هم خپاره شوي چې ګڼ غبرګونونه یې پارولي.
لوګر د افغانستان د محلي موسیقۍ یو اصیل او له شور ډک سبک لري.
خو د طالبانو په بیا واکمنېدو نه یواځې لوګر بلکې ټول افغانستان کې سندرغاړي کار ته نه پریښودل کېږي او د موسیقۍ غږول هم منع دي.
افغانستان کې د جګړې په اړه د امریکا دفاع وزیر څرګندونو ته د پولنډ غبرګون
د پولنډ د صدراعظم مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رادوسواف سیکورسکي په افغانستان کې د ناټو د متحدینو د پوځي رول په اړه د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګسېټ څرګندونې په کلکه رد کړې.
هګسېټ د امریکا په ټېنېسي پوهنتون کې د وینا پر مهال ویلي و چې په افغانستان کې د ناټو د شاوخوا ۵۰ غړو او متحدو هېوادونو له ډلې یوازې یو یا دوه هېوادونه په رښتیني توګه په جګړه کې ښکېل و او د جګړې ډېره برخه امریکایي ځواکونو پر مخ وړله.
خو د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ پر اېکس ټولنیزه شبکه د دغو څرګندونو په غبرګون کې لیکلي: "ښاغلی وزیره، دا خبره د هغو ۴۴ پولنډي سرتېرو کورنیو ته وکړه چې د افغانستان په غزني ولایت کې د امنیت د ټینګښت پر مهال ووژل شول."
پولنډ له ۲۰۰۲ تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې پوځي حضور درلود او زرګونو پولنډي سرتېرو په دغه هېواد کې خدمت کړی دی.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم ویلي و چې په افغانستان کې د ناټو د متحدینو ځواکونه تر ډېره د جګړې له لومړۍ کرښې شاته پاتې شوي و.
دغو څرګندونو هم د اروپایي متحدینو سخت غبرګونونه پارولي و.
جرمني کې د یو افغان او ډنمارکي وګړي محکومیت؛ برلین د ایران سفیر احضار کړ
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د ایران سفیر احضار کړ.
دا اقدام وروسته له هغه شوی چې یوې جرمنۍ محکمې تېره اوونۍ یو افغان او یو ډنمارکی وګړی د ایران لپاره د اسرائیل د ملاتړو شخصیتونو د وژلو د دسیسې په تور په بند محکوم کړل.
د هامبورګ محکمې ډنمارکی وګړی په اتهنیم کاله او افغان وګړی په څلور نیم کاله بند محکوم کړي دي.
د فرانسپرس د راپور له مخې، د جرمني د څارنوالانو په وینا، ډنمارکي وګړي د ایران له استخباراتو سره مستقیمه همکاري لرله او افغان وګړی یې چې نومیې نهدی په ډاګه شوی، د بریدونو د ترسره کولو لپاره ګومارلی و.
محکمې ویلي چې دواړه کسان د ایران په لارښوونه په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل و.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ایران ته به اجازه ورنهکړي چې د دغه هېواد ازاده ټولنه وګواښي.
خو په برلین کې د ایران سفارت تر دې وړاندې دا تورونه بېبنسټه بللي و.