د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۰۲

خبرونه

په پاکستان کې له زندانونو ۸۹ افغان کډوال خوشې او هېواد ته ستانه شوي دي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په روانه اوونۍ کې له پاکستاني زندانونو ۸۹ افغان کډوال خوشې شوي او د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد کسان په پاکستان کې د بند د بېلابېلو مودو له تېرولو وروسته خوشې شوي او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

دې وزارت نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، راستنېدونکي د ننګرهار ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د لېږد په څانګه کې ثبت شوي او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

اکثره راستانه شوي کډوال په هیواد کې د سرپناه او کار له نشتوالي شکایت کوي او دا په داسي حال کې ده چې ژمی هم راروان دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امریکا د دوو افغانانو د تابعیت د لغوه کولو غوښتنه کړې

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي چې د ۴۰ کسانو د امریکايي تابعیت د لغوه کولو لپاره یې قضیې ثبت کړې دي چې دوه افغانان هم پکې شامل دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې د تلې په ۲۱مه خپره شوې، پر دغو کسانو تور دی چې د جرمونو په کولو، د تابعیت اخیستو په بهیر کې د ناسمو معلوماتو په ورکولو او د مهمو معلوماتو په پټولو سره یې د امریکا تابعیت ترلاسه کړی دی.

په دې نوملړ کې ۵۵ کلن واریس جان صافی او ۵۷ کلن اسد جان رامین هم شامل دي.

د نیویارک د محکمې د اسنادو له مخې، پر صافي تور دی چې په ۱۹۹۵ کال کې د طارق محمود په نوم د پاکستان له جعلي پاسپورټ څخه په استفادې امریکا ته ننوتی و. د هویت له افشا کېدو وروسته یې، د چارواکو په وینا، د بېلابېلو هویتونو په جوړولو او واده کولو سره د استوګنې اجازه او وروسته تابعیت ترلاسه کړی دی.

په یوه بله قضیه کې، چې په پنسلوانیا کې ثبت شوې، پر اسد جان رامین تور دی چې نژدې ۳۰ کاله مخکې یې د یوه بل افغان وګړي له هویت څخه په استفادې د کډوالۍ امتیازات ترلاسه کړي او وروسته یې امریکايي تابعیت اخیستی دی.

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي چې د دغو کسانو قضیې به محکمې ته ولېږل شي. په نوملړ کې د مکسیکو، پاکستان، ایران، هند، فلیپین، بریتانیا، وینزویلا او کیوبا وګړي هم شامل دي.

د یوه کارکوونکي له وژل کېدو وروسته د بریتانیا د وحشي ژوو پارک بېرته پرانیستل شو

د بریتانیا د یورکشایر د وحشي ژوو پارک، چې یو ۲۴ کلن کارکوونکی یې د پړانګ په برید کې وژل شوی و، نن بېرته د لیدونکو پر مخ پرانیستل شو.

د دې پېښې د څېړلو لپاره جوړې شوې محکمې د تلې په ۲۳مه ویلي چې وژل شوي کارکوونکي ویلیم چپمن د رواني ناروغۍ مخینه لرله.

د پارک مسوولانو ویلي چې په پېښه کې ښکېل پړانګ «التای» روغ او خوندي دی. هغوی زیاته کړې چې د پارک له بیا پرانیستل کېدو سره به د «پړانګانو سیمه» هم د لیدونکو پر مخ پرانیستل شي.

چارواکو ویلي چې د پېښې په اړه د پولیسو او د ډانکاسټر ښاروالۍ څېړنې لا هم روانې دي.

په امریکا په یوه ښوونځي کې درې ماشومان او یو بل کس وژل شوي

د امریکا د اورېګن ایالت په یوه لومړني ښوونځي کې د ډزو په پېښه کې څلور کسان وژل شوي او دوه نور سخت ټپیان شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه د تلې په ۲۳مه د دغه ایالت د بېنډ ښار د «سیلور رېل» په لومړني ښوونځي کې شوې ده.

د بېنډ ښار د پولیسو مشر مایک کرانتز ویلي چې وژل شوي ماشومان پنځه، اته او ۱۱ کلن وو. دوه نور کسان د سختو ټپونو له امله روغتون ته وړل شوي دي.

پولیسو ویلي چې شکمن ۱۶ کلن ځوان او د همدې ښار اوسېدونکی و. نوموړی ښوونځي ته تر ننوتلو وروسته د یوه وسله‌وال ځايي اوسېدونکي له خوا په ډزو وژل شوی دی. د پولیسو د مشر په وینا، دغه کس ښوونځي ته د ننوتلو پر مهال شکمن کس لیدلی و، ورپسې ودانۍ ته ورغلی او ډزې یې پرې کړې وې.

د لومړنیو څېړنو له مخې، شکمن د ښوونځي بندې دروازې په ډزو ماتې کړي او ودانۍ ته ننوتی و.

پولیسو ویلي چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

د خوړو نړیواله ورځ؛ تر ۱۹ میلیونه ډېر افغانان له سختې لوږې سرذه مخامخ دي

نن په نړۍ کې په داسي حال کې د اکتوبر د شپاړسمې، د خوړو د نړیوالې ورځې یادونه کېږي چې د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په راروان ژمي کې به په افغانستان کې ۱۹.۲ میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخامخ شي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې د راروان ژمي په ترڅ کې به د افغانستان کابو ۴۰ سلنه وګړي له سختې لوږې او د خوړو له کمښت سره مخامخ شي او په ۲۰۲۷ کال کې به د خوارځواکۍ پېښې هم په څرګند ډول زیاتې شي.

له دې سره هممهاله د ملګروملتو د بشري مرستو ادارو اعلان کړی چې په ۲۰۲۷ کې به تر څلور میلیونه ډېر افغانان په شدیده خوارځواکۍ اخته شي.

د اکتوبر ۱۶ د خوړو نړیواله ورځ په ۱۹۴۵ م کال د ملګروملتو د خوړو او کرنې د ادارې یا فاو له لوري په دې هدف نومول شوې چې خلکو ته د ګټورو او صحي خوړو په اړه معلومات ورسول شي او د هغو انسانانو وضعیت منعکس شي چې کافي خواړه نه ورسېږي.

د ملګروملتو د دوو ادارو د وروستیو شمېرو له مخې، د خوړو د خوندیتوب د وضعیت د ارزونې نړیوالې کټګورۍ (IPC) اټکل کړی چې د ۲۰۲۶ کال له نوومبر څخه د ۲۰۲۷ کال تر اپرېل پورې به شاوخوا ۱۹.۲ میلیونه افغانان د خوړو له سخت کمښت سره مخ وي. دا د افغانستان د ټول نفوس ۳۸ سلنه جوړوي.

پزشکیان: له امریکا او اسرائیل سره په جګړه کې ۱۵۰۰ ایراني سرتېري وژل شوي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، له امریکا او اسرائیل سره په پوځي نښتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت ۱۵۰۰ سرتېري وژل شوي دي. ده ږیلي چې دغو ځواکونو د توغندیو د ویشتنځایونو ترڅنګ دندې ترسره کولې.

پزشکیان د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۲۳مه، ویلي چې دغو سرتېرو په میاشتو- میاشتو لپاره د توغندیو د توغولو په پناه‌ځایونو کې ژوند کاوه او ان خپلو کورونو ته هم نه وو تللي.

د ایران چارواکو تر اوسه په ۴۰ ورځنۍ جګړه کې د پوځي تلفاتو کره شمېر نه دی خپور کړی. د ایران د قضائیه قوې ویاند مخکې ویلي و چې په دې جګړه کې ټولټال ۳۵۱۹ کسان وژل شوي، خو د پوځيانو او ملکي وګړو شمېر یې جلا نه و ښودلی.

پزشکیان په یوه بله وینا کې امریکا تورنه کړې چې د سمندري کلابندۍ او پر هوايي تګ راتګ د محدودیتونو له لارې غواړي په ایران کې اقتصادي ستونزې او د خلکو ناخوښي زیاته کړي، څو ټولنیز اعتراضونه رامنځته شي.

د ایران په وروستیو اعتراضونو کې، چې د تېر کال په مرغومي/ جدې میاشت کې وشول، ایراني چارواکو د شاوخوا ۳۱۱۷ کسانو وژل کېدل منلي وو؛ خو د بشري حقونو ادارې وايي، د وژل شویو شمېر تر دې لوړ دی.

م. م: ژمي کې به له ۱۹ میلیونو ډېر افغانان د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ شي

ارشیف، یو شمېر افغان ماشومان چې له لوږې او شدیدې بې‌وزلۍ سره مخ دي.
ارشیف، یو شمېر افغان ماشومان چې له لوږې او شدیدې بې‌وزلۍ سره مخ دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې نږدې ۴۰ سلنه افغانان به د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) پرون په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې ښايي په راتلونکي ژمي کې له څه باندې ۱۹ میلیونو زیات افغانان د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او د خوړو نړیوال پروګرام اټکل کړی چې تر راروان ۲۰۲۷ کاله به د شدیدې خوارځواکۍ پېښې څلورو میلیونو ته ورسېږي.

بل پلو، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) او د ملګرو ملتونو دوو نورو ادارو پرون په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې روان بشري ناورین لاهم د نړۍ له سترو بشري ناورینونو څخه دی.

د افغانستان دننه ګڼ خلک کافي خوړو ته د نه‌لاسرسي له کبله شکایت کوي.

ملګرو ملتونو د ژمي له رارسېدو مخکې د بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

پاکستان کې سږکال له ۸۶ زرو ډېر افغان کډوال نیول شوي

ارشیف، پاکستان کې یو شمېر نیول شوي افغان کډوال
ارشیف، پاکستان کې یو شمېر نیول شوي افغان کډوال

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ د اکټوبر تر ۱۰مې نېټې په پاکستان کې له ۸۶ زرو ډېر افغان کډوال نیول شوي دي.

دې سازمان پرون پنجشنبه د «اکټوبر ۱۵مه» په یو راپور کې ویلي چې یوازې د اکټوبر له ۴مې تر ۱۰مې نېټې ۹۷۵ افغان کډوال نیول شوي او ۹۶۱ تنه نور له پاکستانه ایستل شوي دي.

د پاکستان حکومت د روان کال په جولای میاشت کې د افغان کډوالو د ایستلو تازه لړۍ پیل کړې ده.

په ریاض کې د اروپايي ټولنې او خلیجو هېوادونو ناسته وځنډول شوه

ریاض ښار
ریاض ښار

د اروپايي ټولنې او خلیجو هېوادونو هغه ناسته چې تمه وه په سعودي عربستان کې جوړه شي، د امنیتي اندېښو له کبله وځنډول شوه.

اروپايي شورا پرون پنجشنبه وویل چې تمه وه دغه اقتصادي سرمشریزه د روانې میاشتې په ۲۳مه نېټه د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د متحده عربي اماراتو، قطر، بحرین او عمان د استازو په ګډون جوړه شي، خو د امنیتي دلایلو له کبله ځنډول شوې او د جوړېدو نوې نېټه به‌‎يې وروسته اعلان شي.

دا پرېکړه وروسته له هغې ده چې د یمن حوثي یاغیانو د سعودي عربستان د تېلو پر تأسیساتو د بریدونو سربېره د ریاض پر هوايي ډګر بریدونه وکړل.

د ایران له ملاتړه برخه‌من حوثي یاغیانو په وروستیو کې پر سعودي عربستان خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د ایران سمندري ځواکونه: له هرمز تنګي یوې تېرېدونکې بېړۍ اور اخیستی

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د ایران سمندري ځواکونه وايي، هغې تېل وړونکې بېړۍ اور اخیستی چې غوښتل‌يې د هرمز تنګي له "منعه شوې سیمې" تېره شي.

دې ځواکونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې یادې بېړۍ خپل ټول تعقیبوونکي وسایل او راډیو بنده کړې وه او هڅه‌يې کوله چې له "منعه شوې سیمې" تېره شي.

په اعلامیه کې د بېړۍ نوم او نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي او د اور لګېدو د لامل په اړه هم څه نه‌دي ویل شوي.

ایران او امریکا دواړه د هرمز تنګي د کنټرول ادعاوې کوي.

امریکا ادعا کړې چې په وروستیو کې ډېر شمېر بېړۍ له تنګي تېرې شوې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG