خبرونه
پاکستان له افغانستانه د وسلو د قاچاق د مخنیوي ادعا وکړه
پاکستان ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو یې د پاکستان د بلوچستان ایالت په پښین کې د عملیاتو په ترڅ کې له افغانستانه د وسلو او مهماتو د قاچاق مخه نیولې ده.
پاکستاني رسنیو د خپل هیواد د امنیتي سرچینو په قول نن راپور ورکړ چې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د سرانان په سیمه کې د یوه ګودام د پلټنې په ترڅ کې یو موټر ودراوه چې وسلې او مهمات یې لېږدول.
تر دې وړاندې طالبانو په څلونو له پاکستان څخه افغانستان ته د وسلو د قاچاق د مخنیوي خبرونه ورکړي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
استرالیا په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت ۲۵مه کلیزه ونمانځله
د استرالیا سلګونو وګړو، پخوانیو او اوسنیو پوځيانو او د وژل شویو سرتېرو کورنیو نن په پلازمېنه کانبرا کې په افغانستان کې د استرالیايي پوځيانو د ماموریت ۲۵مه کلیزه ونمانځله.
استرالیا د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۱۱مه، په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې له تروریستي بریدونو یوه میاشت وروسته، د القاعده او طالبانو پر ضد د نړیوالو پوځي عملیاتو په چوکاټ کې افغانستان ته ځواکونه ولېږل.
د استرالیا صدراعظم انتوني البانیزي په افغانستان کې د استرالیايي پوځیانو د ماموریت د کالیزې په مراسمو کې د هغو استرالیايي سرتېرو زړورتیا او قربانۍ وستایلې چې په دغه ماموریت کې یې برخه اخیستې وه. هغه وویل، استرالیا له خپل متحد، امریکا سره د ملاتړ لپاره افغانستان ته ولاړه، ځکه د سپټمبر د ۱۱مې بریدونه د ژوند پر هغه ډول برید و چې د استرالیا خلکو ته هم ارزښت لري.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورند کرښه نښته شوې
افغان طالبانو او پاکستاني پوځ تایید کړه چې پرون ناوخته دواړو خواوو د پکتیا د ډنډ پټان او د کورمې ترمنځ پر ډیورند کرښه له یو بل سره نښته کړې ده.
د طالبانو ۲۰۳ منصوري قول اردو د شنبې په ورځ ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
د دې قول اردو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نښته وروسته له هغه پیل شوه چې پاکستاني ځواکونو ډزې وکړې او افغان ځواکونو هم ځوابي ډزې وکړې.
خو د پاکستان د پوځ عامه اړیکو څانګې نن (یکشنبه) ویلي چې د دوی ځواکونو ۱۲ پاکستاني او افغان طالبان هغه مهال وژلي چې غوښتلیې د پاکستان خوا ته ننوځي.
د پاکستان پوځ د خپل یوه پوځي افسر د وژل کېدو یادونه هم کړې ده.
پاکستان د افغانستان د طالبانو حکومت په دې تورنوي چې د پاکستان مخالفو وسله والو ډلو ته یې پناه ورکړې. د افغانستان د طالبانو حکومت بیا پاکستان تورنوي چې داعش او د د طالبانو نورو وسله والو مخالفانو ته یې پناه ورکړې او د هغو ملاتړ کوي.
د ریاض پر هوايي ډګر د توغندويي برید له امله ۱۲ کسان وژل شوي
د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د توغندويي برید له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۰۹ نور ټپیان شوي دي. د برید پړه پر حوثي وسلهوالو اچول شوې، خو دې ډلې لا په رسمي ډول د برید مسوولیت نه دی منلی.
د فرانسې خبري اژانس د یوې ډیپلوماټیکې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې برید د یکشنبې په ورځ په ځايي وخت شاوخوا درې بجې شوی دی. د سعودي چارواکو په وینا، په وژل شویو کې د دغه هېواد څلور وګړي، دوه بنګلهدیشیان، یو امریکايي او د سوریې او اردن وګړي شامل دي. پنځه ټپیان د سختې درملنې په څانګه کې بستر شوي دي.
محمود عباس پارلماني او د ولسمشرۍ ټاکنې بیا وځنډولې
د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د شنبې په ورځ د یوه فرمان په صادرولو سره، د پارلمان او ولسمشرۍ لپاره ټاکنې د ۲۰۲۷ کال د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې پورې وځنډولې.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، محمود عباس ویلي چې د اسرائیل له خوا رامنځته شوي خنډونه او د مناسبو سیاسي او امنیتي شرایطو نشتوالی د دې پرېکړې لامل شوی دی.
په فلسطین کې وروستۍ پارلماني ټاکنې په ۲۰۰۶ کال کې ترسره شوې وې، چې حماس پکې بریا خپله کړه او د فتح غورځنګ، چې د فلسطین خپلواکه اداره یې په لاس کې ده، ماتې وخوړه.
له دغو ټاکنو وروسته د حماس او فتح ترمنځ شخړې رامنځته شوې، چې په پایله کې یې فلسطین له سیاسي او جغرافیایي پلوه ووېشل شو. حماس د غزې تړانګې واک ترلاسه کړ او فتح غورځنګ په لوېدیځه غاړه کې واکمن پاتې شو.
د محمود عباس د ولسمشرۍ دوره باید په ۲۰۰۹ کال کې پای ته رسېدلې وای خو نوموړی له هغه وخت راهیسې د فرمانونو له لارې واک چلوي.
د ټاکنو ترسره کول له هغو اصلاحاتو څخه دي چې نړیوالې ټولنې او اروپايي ټولنې یې له فلسطیني خپلواکې ادارې د عملي کولو غوښتنه کړې ده.
د فلسطین قانون جوړوونکې شورا هم له ۲۰۰۷ کال راهیسې هېڅ غونډه نه ده کړې.
کرملین وایي، پوتین د ایران د ولسمشر په همغږۍ، د تهران دریځ ولسمشر ټرمپ ته رسولی دی
کرملین اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان په همغږۍ، له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو د احتمالي حللارې په اړه د تهران دریځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته رسولی دی.
د روسیې د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د شنبې په ورځ، د تلې په ۱۸مه، وویل چې پوتین له پزشکیان سره د یوې کتنې پر مهال هغه ته خبر ورکړی و چې د امریکا له ولسمشر سره به ټیلیفوني خبرې وکړي.
پسکوف زیاته کړې چې پوتین وروسته د ایران د ولسمشر په همغږۍ، د جګړې د احتمالي حل په اړه د تهران دریځ ډونالډ ټرمپ ته ورساوه.
خو د کرملین ویاند په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي چې ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره کوم وړاندیزونه کړي دي.
پوتین او پزشکیان په ترکمنستان کې د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو سازمان د مشرانو د سرمشریزې او د چاپېریال ساتنې د غونډې په څنډه کې دوه اړخیزه کتنه کړې وه.
دوی همدارنګه د اذربایجان جمهوریت له ولسمشر سره په یوه درې اړخیزه غونډه کې هم ګډون کړی و.
بینیټ حقوقپوهې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پخوانۍ عالي کمېشنرې ته د نوبل د سولې د جایزې د ورکولو هرکلی وکړ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ، د جنوبي افریقا حقوقپوهې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د پخوانۍ عالي کمېشنرې ناوانتم "ناوې" پېلې ته د نوبل د سولې جایزې د ورکولو هرکلی کړی دی.
بېنټ د شنبې په ورځ، د تلې په ۱۸مه، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې مېرمن پېلای خپل ټول عمر د عدالت، سولې، نړیوالو قوانینو او بشري حقونو لپاره مبارزه کړې او دی خوښ دی چې د هغې د ارزښتناکو هڅو درناوی شوی دی.
د هغه په وینا، دې خبر د بشري حقونو مدافعانو ته، په ځانګړي ډول په غزه کې له وروستیو پېښو، د ده په وینا له نسل وژنې او د جرمونو پر نړیوالې محکمې د امریکا له لوري د بندیزونو له لګولو وروسته، نوې هیلې را ژوندی کړي دي. د ناروې د نوبل کمېټې د جمعې په ورځ، د تلې په ۱۷مه، په اوسلو کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۶ کال د نوبل د سولې جایزه ناوانتم "ناوې" پیلې ته ورکړل شوې ده.
بینیټ چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو پر وضعیت څارنه کوي، تیره اونۍ یې د ماموریت دوره د یوه بل کال لپاره وغځول شوه.
د افغانستان پنځه لوبغاړي په پارا اسیایي لوبو کې د ګډون لپاره جاپان ته روان شول
د افغانستان پارالمپیک لوبغاړي د شنبې په ورځ، د تلې په ۱۸مه، د پاراآسیایي لوبو په پنځم پړاو کې د ګډون لپاره له کابله جاپان ته روان شول.
په دغو سیالیو کې به د افغانستان په استازیتوب پنځه لوبغاړي د وزن پورته کولو، پاراتکواندو او د میز پرسرټېنس په برخو کې سیالۍ وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ښځې له ورزشه منع شوې دي او ګڼ شمېر ښځینه ورزشکارې له هېواده وتلې دي.
ټاکل شوې چې د پاراآسیایي لوبو پنځم پړاو د شاوخوا ۴۰ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون، د اکتوبر په ۱۸مه په جاپان کې پیل شي.
د یوه بل خبري له مخې د کندهار د کرکټ جام سیالۍ، چې څه موده وړاندې په دغه ولایت کې پیل شوې وې، د "عمر سعادت" لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې نعمان شاه د غوره لوبغاړي او نجیبالله درمل د غوره توپ اچوونکي په توګه وپېژندل شول.
د کندهار جام په سیالیو کې د افغانستان د اوو ولایتونو نهو لوبډلو ګډون کړی و.
ترکیې له ۱۵ کلونو کشرانو ته د ټولنیزو رسنیو کارول منع کړل
ترکیې د شنبې په ورځ، د تلې په ۱۸مه، په رسمي ډول اعلان وکړ چې له ۱۵ کلونو کم عمره کسان نور خواله رسنۍ نه شی کارولی.
دا پرېکړه د پارلمان له تصویب وروسته په رسمي دولتي جریده کې خپره شوې او د روان میلادي کال د نومبر له لومړۍ نېټې به عملي شي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د دې قانون پر بنسټ، د ټولنیزو رسنیو شرکتونه مکلف دي چې د کاروونکو د عمر د معلومولو او د ماشومانو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وکړي.
د دې پرېکړې هدف د ډیجیټلي نړۍ له خطرونو څخه د ماشومانو ساتنه ده. په دغو خطرونو کې د ځیرکوموبایلونو په ډېر کارولو روږدي کېدل، د خوب کموالی، د انټرنېټ له لارې ځورول او د خوړو اړوند اختلالات شامل دي.
استرالیا هم په دې برخه کې محدودیتونه لګولي دي، او بریتانیا او فرانسې هم د ورته اقداماتو د پلي کولو هڅې پیل کړې دي.
له دې جلا د بشري حقونو مدافع ډلې په ترکیه کې د بیان د ازادۍ د محدودیتونو په اړه انتقادونه لري.
د افغانستان او بنګله دېش د ټیستلوبې دوهمه ورځ: افغانستان توپ وهنه کوي
د افغانستان او بنګله دېش د ټیستلوبې په دوهمه ورځ د افغانستان لوبډله توپ وهنه کوي.
نن د بنګله دېش د پاتې دوو لوبغاړو له سوځېدو وروسته افغان لوبډلې بیټنګ یا توپ وهنه پیل کړه.
بنګله دېش چې د لوبې پچه ګټلې وه، پرون توپ وهنه یا بیټنګ غوره کړ او نن وروسته له دې چې ټول لوبغاړي یې وسوځېدل، د خپلې لومړۍ پاڼۍ د منډو شمېر یې ۳۴۶ ته ورساوه.
د افغان باولرانو یا توپ اچونکو په منځ کې د سیال ټیم تر ټولو ډېر لوبغاړي محمد سلیم وسوځول. ده څلو، یامین احمدزي درې، عصمت عالم دوه او قیس احمد یو لوبغاړی وسوځول.