نړۍ
په تایلند کې د سیلابونو له امله لسګونه کسان مړه شوي دي
په تایلند کې د تیرو دوه اونیو سختو ورښتونو او سیلابونو له امله ۲۳ کسه مړه او پلازمینه بانکوک کې ۷ لکه کسان زیانمن شوي دي.
تایلندي چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې پلازمینه کې ۴ کسه مړه شوي دي او دهیواد له ۷۷ ولایتونو څخه په نهو ویشتو کې سیلابونه راغلي دي.
د بانکوک ځینې برخې اوبو لاندې کړي او شاوخوا ۷ زره کسان له خپلو کورونو خوندي سیمو ته کډه شوي .
چارواکي وايي له زیانمنو سیمو د اوبو لیرې کیدل به یوه اونۍ وخت ونیسي .
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
عباس عراقچي:د ایران په دریځونو کې هیڅ ډول بدلون نه دی رامنځ ته شوی
دایران بهرنیو چارو وزیر نیویارک ته د خپل سفر په پای کې وویل چې ددوی په دریځ هیڅ ډول بدلون نه دی رامنځ ته شوی.
عباس عراقچي، صدا وسیما دولتي خبري اژانس ته وویل: «له څو ساعتونو راهیسې ځینې ادعاوې مطرح شوي دي چې په قاطعیت سره ویلی شم چې د ایران په دریځونو کې هیڅ ډول بدلون نه دی رامنځ ته شوی».
عراقچي ددغو ادعاوو د جزئیاتو په هکله څه ونه ویل خو ښکاري چې اشاره یې د اکسیوس وبسایټ هغه راپور ته وه چې په کې ویل شوي دي چې امریکا ایران ته وړاندیز کړی که چیرې له خپل اټومي پروګرام ترشا شي نو ورباندې لګیدل شوي بندیزونه به لیرې او کنګل شوې پانګې به یې ازادې شي.
دامریکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ د دوشبنې په شپه ( دتلې ۶مه ) دغه راپور جعلي وباله او ټینګار یې وکړ چې ایران ته یې هیڅ کوم وړاندیز نه دی کړی.
عباس عراقچی په خپلو خبرو کې زیاته کړه : «اوسمهال موضوع یوازې د هرمز تنګی دی او پرانیستل یې هم هغو شرطونو پورې تړاو لري چې مقابل اړخ ته مو اعلان کړي دي».
هغه وویل چې تهران د قطر له لارې د امریکا ځواب ته په تمه دی او چې کله ترلاسه شي نو د بل ګام په هکله به پریکړه وشي.
عراقچې هیله څرګنده کړه چې دامریکا نهايي ځواب تر نن سه شنبې ترلاسه کړي.
لندن د پناه غوښتونکو د بیا میشتیدو پروګرام له سره پیلوي
برتانیا د پناه غوښتونکو د بیا میشتیدو پروګرام له سره پیلوي.
تمه ده چې ددغه پروګرام ۲۵ سلنه غوښتونکي به افغانې نجونې او ښځې او فلسطینیان وي.
د برتانیې کورنیو چارو وزیرې شبانې محمود د دوشنبې په ورځ وویل دغه پروګرام زیانګالو کسانو لپاره برتانیې ته د ورتګ د خوندي لارو د برابرولو په موخه پلی کیږي او ټاکل شوې د پناه غوښتونکو لومړنۍ ډله یې سږکال دغه هیواد ته ننوځي.
یاد پروګرام د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو د سترې کمشنرۍ سره په ګډه ترسره کیږي.
خیریه موسسې او غیرانتفاعي سازمانونه هم د پناه غوښتونکو د ملاتړ لپاره په دغه پروګرام کې ونډه اخیستلای شي.
یاد پروګرام په داسې حال کې بیا پیلیږي چې د برتانیې حکومت هلې ځلې کوي چې د کډوالو د منلو پالیسۍ سختې کړي او دغه هیواد ته دغیرقانوني کډوالو د ورتګ مخه هم ونیسي.
د پاکستان حکومت: تحریک انصاف دې د پاکستان او افغانستان ترمنځ یو انتخاب کړي
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ، په داسې حال کې چې د «پاکستان تحریک انصاف» ګوند پلویان د پخواني صدراعظم عمران خان د خوشې کېدو لپاره هلې ځلې کوي، د یاد ګوند مشران له افغانستان سره په خواخوږۍ تورن کړل او ورباندې یې غږ وکړ چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ دې یو انتخاب کړي.
عطاءالله تارړ د کورنیو چارو وزیر طلال چوهدري ترڅنګ په اسلاماباد کې د دوشنبې ورځې خبري غونډې ته څرګندونو کې چې وېډیو یې په خپله اېکسپاڼه خپره کړې وویل چې خیبر پختونخوا کې د تحریک انصاف په مشرۍ حکومت په ځای د دې چې جدي امنیتي ستونزو ته رسیدګي وکړي د خپل مشر د خلاصون لپاره هلې ځلې کوي.
د تحریک انصاف ګوند مشرانو د شنبې په ورځ خپل هغه لوی لاریون چې د یکشنبې ورځې لپارهیې اسلاماباد کې پلان کړی و، یوه اوونۍ وځنډاوه.
پاکستاني چارواکو د لاریون د مخنیوي لپاره لسګونه زره امنیتي ځواکونه پلازمېنه کې ځای پر ځای کړل او مهمې لارې یې په کانټینرونو تړلې وې.
۷۳ کلن عمران خان او مېرمنیې له ۲۰۲۳ کال راهیسې د مالي فساد، د حکومت ضد د خلکو پارولو او یو شمېر نورو قضیو په تور په زندان کې دی.
عمران خان دغه ټول تورونه ردوي او وايي چې دا قضیې سیاسي انګېزه لري.
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر له روبیو سره د خبرو لپاره واشنګټن ته ورسېد
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره خبرو لپاره د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته ورسېد.
شهزاده فیصل بن فرحان په داسې حال کې امریکا ته سفر کوي چې د ریاض او د یمن د حوثیانو ترمنځ شخړې په دې وروستیو کې زور اخیستی دی.
د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس راپور ورکوي چې شهزاده فیصل به خپل امریکايي ساري سره د دوه اړخیزو اړیکو او مهمو سیمهییزو او نړیوالو تحولاتو په هکله خبرې وکړي.
سرچینو روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان روانه میاشت د حوثیانو په وړاندې چې ایرانیې ملاتړ کوي، د امریکا د پوځي مرستې غوښتنه وکړه، خو واشنګټن سره له دې چې له مستقیمو بریدونو ډډه وکړه، مګر دا یې ومنله چې ریاض ته استخباراتي معلومات وړاندې او د اهدافو په نښه کولو کې ورسره مرسته وکړي.
د ایران دولتي رسنۍ: تهران له واشنګټن سره د نویو خبرو د پیلیدو پلان نه لري
د ایران دولتي رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې تهران دا مهال له متحده ایالاتو سره د نویو خبرو اترو پلان نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تمه لري له ایران سره خبرې اترې بیا پیل شي.
د ایران رسمي خبري اژانس "ایرنا" د یوې باخبرې سرچینې له قوله ویلي، هغه ایراني پلاوی چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی، له متحده ایالاتو سره د خبرو اترو کوم پلان نه لري.
بلخوا، ټرمپ د یکشنبې په ورځ اکسیوس ته وویل، تمه لري له ایران سره خبرې اترې ژر بیا پیل شي. هغه دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې په اوو ورځو کې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه یې د تهران وړاندیز رد کړ.
په نړۍ کې د تیلو بیې بیا لوړې شوې
د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا لوړې شوې او د برنټ اومه تېلو د هر بیرل بیه له ۱۰۷ ډالرو واوښته.
د تېلو بیې وروسته له هغې پورته شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران هغه وړاندیز رد کړ چې د اوو ورځو لپاره د جګړې د درولو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه و.
د تېلو بیې د جمعې په ورځ د ایران د وړاندیز له خپرېدو وروسته څه باندې دوه سلنه راټیټې شوې وې، خو د دوشنبې په ورځ بېرته لوړې شوې. د هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد یوه مهمه لار ده او د دې لارې بندېدو د تېلو پر نړیوالو بیو فشار زیات کړی دی.
پاکستان د لومړي ځل لپاره فضا ته د خپل ستور مزلي د لېږلو لپاره چمتووالی نیسي
د پاکستان د فضايي ادارې چارواکي وايي، دوه پاکستاني پیلوټان په چین کې روزنه ویني چې له هغوی څخه یو به د دغه هېواد د لومړي ستورمزلي په توګه د چین "تیانګونګ" فضايي تمځي ته واستول شي.
رویټرز خبري آژانس د پاکستان د فضايي ادارې، سوپارکو، د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ذیشان علي او خرم داوود له څو میاشتو راهیسې په پیکینګ کې د چین د فضانوردانو د څېړنې او روزنې په مرکز کې روزنه ویني.
دوی د چینایي ژبې د زده کړې ترڅنګ، د فضايي بېړۍ له سیسټمونو سره د کار، د بې وزنۍ له شرایطو سره د عادت کولو او د توغولو پر مهال د شدید جاذبې د زغملو تمرینونه کوي.
چین تر اوسه نه دي ویلي چې له دغو دوو پیلوټانو څخه به کوم یو فضا ته ځي او ماموریت به کله ترسره کېږي، خو پاکستاني چارواکي وايي، تمه ده وروستۍ پرېکړه د اکټوبر په نیمایي یا وروستیو کې وشي.
ټاکل شوی پاکستاني فضانورد به شاوخوا یوه اوونۍ په تیانګونګ فضايي تمځي کې پاتې شي او هلته به د پاکستان د پوهنتونونو له خوا وړاندیز شوې یو شمېر علمي تجربې ترسره کړي.
دا به لومړی ځل وي چې چین خپل فضايي تمځي ته یو بهرنی ستورمزلی لېږدوي.
د پاکستان او چین فضايي همکاري په وروستیو کلونو کې پراخه شوې ده. ټاکل شوې د پاکستان له خوا جوړه شوې د سپوږمکۍ یوه وسیله یا "روور" هم د ۲۰۲۸ کال په شاوخوا کې د چین د "چانګاې ۸" ماموریت په ترڅ کې سپوږمۍ ته ولېږدول شي.
ټرمپ: له ایران سره خبرې ښايي راتلونکې اوونۍ بیا پیل شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، تمه لري چې له ایران سره خبرې اترې په راتلونکې اوونۍ کې بیا پیل شي.
ټرمپ د سپټمبر پر ۲۷مه له اکسیوس سره په ټیلیفوني مرکه کې وویل، ایران غواړي یوې هوکړې ته ورسېږي، خو هغه وړاندیز چې تهران کړی، د ده لپاره د منلو وړ نه دی.
ټرمپ د سپټمبر پر ۲۵مه د ایران هغه وړاندیز رد کړی و چې له مخې یې د هرمز تنګی بېرته پرانیستل کېده.
اکسیوس د خبرو له بهیر څخه د باخبره سرچینو په حواله ویلي چې ښايي د قطر په منځګړیتوب د واشنګټن او تهران ترمنځ غیرمستقیمې خبرې د سپټمبر پر ۲۸مه بیا پیل شي.
ټرمپ: د هرمز له تنګي مو د تیلو لیږد بیسارې کچې ته رسولی دی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د هرمز له تنګي څخه د تېلو لېږد بې ساري کچې ته رسېدلی او ان له ایران سره د جګړې تر پیل مخکې وخت په پرتله هم زیات شوی دی.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، تېره شپه له هرمز تنګي څخه د تېلو د لېږد نوی ریکارډ جوړ شو. خو هغه ونه ویل چې په دقیق ډول څومره تېل له دې مهمې سمندري لارې تېر شوي دي.
تېره اوونۍ د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ، سنټکام ویلي وو چې د امریکا پوځ په وروستیو میاشتو کې له هرمز تنګي څخه له ایران پرته د خلیج د هېوادونو د شاوخوا یو میلیارډ بېرله تېلو په تېرېدو کې مرسته کړې ده.