نړۍ
د خیبرپښتونخوا په ډیری اسماعیل خان کې چاودنې لږترلږه یولس کسان وژلي او تر ۳۰ ډیر يې ټپیان کړي
د خیبرپښتونخوا په ډیری اسماعیل خان سیمه کې نن مازیګر د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې په چاودنه کې لږترلږه یولس کسان وژل شوي او تر ۳۰ ډیر ټپیان شوي دي.
د پولیسو چارواکو په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال ته تایید کړې چې چاودنه درازنده سیمه کې امن میلې امنیتي پوستې ته نژدې شوې ده.
دا سیمه د خیبرپښتونخوا او بلوچستان ترمنځ لویه لار ده.
لومړني راپورونه ښيۍ چې له چاودونکو توکو ډک موټر د پولیسو پر پوسته ورغلی او چاودنه يې کړې ده.
دا پوسته په سیمه کې یو ګمرګ ته نژدې ده.
د ۱۱۲۲ په نوم د ژغورنې اداره وايي چې په وژل شویو کې د ګمرګ شپږ کارکوونکي، او پنځه ملکیان چې دوه تنه يې ښځې، دوه يې نارینه او یو ماشوم شامل دي.
دې ادارې ویلي چې ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په پاکستان کې د پخواني صدراعظم عمران په ملاتړ لاریونونه د یوې اوونۍ لپاره وځنډول شول
په پاکستان کې د پخواني صدراعظم عمران په ملاتړ لاریونونه د یوې اوونۍ لپاره وځنډول شول.
رویترز خبري اژانس نن شنبه د (سپټمبر۲۶مه) د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر او د تحریک انصاف ګوند (پي ټي ای) غړي سهیل افریدې په حواله ویلي،"د لاریونونو ځنډول زموږ د ستراتیژي یوه برخه ده، موږ باید د پاکستان فډرالي حکومت ستړی کړو".
افریدې وړاندې ویلي چې دغه لاریونونه د اکټوبر۴مې ته ځنډول شوي دي.
پي ټي ای د عمران په ملاتړ سبا یکشنبې د اسلام اباد په ګډون د پاکستان په لویو ښارونو کې پراخ لاریونونه پلان کړي وو.
پاکستاني چارواکو فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د دې لاریونونو لپاره يې په اسلام اباد کې ۲۲زره امنیتي ځواکونه او دوه پوړییز کانتیرونه ځای پرځای کړي دي.
د چارواکو په خبره، د پېښور او اسلام اباد ترمنځ ټولې لارې تړل شوي او د خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ دی.
۷۳کلن عمران خان له ۲۰۲۳کال راهیسې د مالي فساد، د حکومت ضد د خلکو پارولو او یو شمیر نورو قضیو په تور په زندان کې دی.
عمران خان پر ځان لګیدلي ټول تورونه ردوي او وايي چې دا قضیې سیاسي انګیزه لري.
سنټکام: په هرمز تنګي کې ۱۲۲ سوداګریزې بیړۍ اړ شوي چې خپل مسیر بدل کړي
په منځني ختیځ کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) پرون جمعه وویل، د ایران د سمندري محاصرې د دویم پړاو له پیل راهیسې يې ۱۲۲ سوداګریزې بیړۍ اړ کړي چې خپل مسیر بدل کړي.
د سنټکام دې اقدام د ایران د تیلو صادرات تقریبا په ټپه درولي دي.
امریکا د ایران د سمندري محاصرې دویم پړاو په تیره سرطان میاشت کې وروسته له هغه پیل کړ چې په هرمز تنګي کې د تیلو پر څو ټانګرونو بریدونه وشول.
په عین حال کې یو امریکايي چارواکي رویترز خبري اژانس ته ویلي چې د میزان له پیل راهیسې شاوخوا۶۰ سوداګریزې بیړۍ له هرمز تنګي تیرې شوي دي.
د دغه چارواکي په خبره، په وروستیو میاشتو کې دا لومړی ځل و چې په دې شمیر د خامو تیلو ډیرې سوداګریزې کښتۍ له دې تنګي تیرې شوې.
ایران او امریکا دواړه پر هرمز تنګي د کنټرول ادعا لري.
پر ایران د امریکا له بریدونو مخکې له تنګي د نړۍ نژدې یوه پر پنځمه برخه تیل تیریدل.
سعودي عربستان وايي د حوثي یاغیانو له خوا توغول شوي بېپیلوټه الوتکې او توغندي يې شنډ کړي
سعودي عربستان وايي، هوايي دفاعي ځواکونو يې نن شنبه د حوثي یاغیانو بېپیلوټه الوتکې او توغندي شنډ او له منځه وړي دي.
حوثیانو دا توغندي د ریاض پر سویل لوېدیځو سیمو توغولي وو.
د سعودي د حکومت په خبره، دوه بېپیلوټه الوتکو په ریاض کې یو شمیر سیمې هدف ګرځولي او دوه بالستیک توغندي د خمیس مشیط پر لور توغول شوي دي.
د حوثي یاغیانو سیاسي دفتر ویلي، دا بریدونه د "جګړې د پراخیدو لپاره لومړني اقدامات" دي.
د خلیج هېوادونو د همکارۍ د شورا منشي دغه بریدونه غندلي او هغه یې د سعودي عربستان د "حاکمیت ښکاره سرغړونه" او د ملکي وګړو امنیت او د سیمې ثبات ته ګواښ بللي دي.
په وروستیو کې حوثیانو د سعودي د تیلو پر تاسیساتو بریدونه زیات کړي دي.
د ایران له ملاتړه برخمنه د حوثي یاغیانو ډله په یمن کې سره سمندرګي ته څیرمه ټولې ساحلي سیمې کنټرولوي.
پزشکیان: تهران چمتو دی چې دخپلو یورانیمو د غنا کچه له ۶۰ سلنې راټیټه کړي
د ایران ولسمشر وايي چې تهران چمتو دی چې دخپلو یورانیمو د غنا کچه له ۶۰ سلنې راټیټه کړي او خپل اټومي پروګرام د څار او تصدیق لپاره پرانیزي.
مسعود پزشکیان دغه څرګندونې له فاکس نیوز شبکې سره په مرکه کې کړې دي چې د پنجشنبې په ماښام خپره شوه.
د یورانیمو د غني کولو کچه او د ایران د اټومي پروګرام د څار څرنګوالی د تهران او واشنګټن ترمنځ مهم اختلافي موضوعات دي. امریکا او متحدین یې اندېښمن دي چې له دې موادو څخه امکان لري د اټومي وسلو د جوړولو لپاره کار واخیستل شي.
فرانسه سعودي عربستان ته ځواکونه او پوځي تجهیزات استوي
د فرانسې ولسمشر د سعودي عربستان د نفتي تاسیساتو د ساتنې لپاره دغه هیواد ته د ځواکونو او پوځي تجهیزاتو د استولو خبر ورکړ.
ایمانویل مکرون د پنجشنبې په ورځ ( تلې دویمه) په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل چې پاریس دیمن د حوثیانو له بریدونو وروسته د ینبع د ستراتیژیک بندر د ساتنې لپاره عربستان ته ، «تجهیزات او ځواکونه» استوي.
هغه وویل :«مونږ ددغو تاسیساتو د ساتنې لپاره ، د ځواکونو ، رادار او دفاعي وسایلو په شمول تجهیزات استوو».
د فرانسې ولسشمر دا هم وویل چې دغه اقدام په نښته کې د ښکیلتیا په معنا نه دی بلکه یوازې «ددغه ځای د ساتلو لپاره دی».
ینبع بندر کې د سعودي عربستان د تیلو سترې ذخیرې او تفصیه خونې دي او ددغه هیواد د « ختیځ – لویدیځ» د پایپ لاین یوه برخه ګڼل کیږي.
د څه دپاسه ۱۲۰۰ کیلومیترو په اوږدوالي دغه پایپ لاین د ورځې د ۷ ملیون بوشکه تیلو د لیږد ظرفیت لري.
د یاد پایپ لاین فعالیت وروسته لدې چې دتیرې وږي میاشتې په شلمه د عراق له خاورې د ډرون برید ورباندې وشو په احتیاطي اقدام کې وځنډول شو.
د عمران خان د پلویانو لاریون؛ اسلاماباد کې ۲۲ زره سرتېري ځای پر ځای شوي
پاکستاني چارواکو لسګونه زره امنیتي ځواکونه اسلاماباد کې ځای پر ځای کړي دي.
پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ اسلاماباد ته د ننوتلو او وتلو مهمې لارې د کانټینرونو په وسیله وتړلې څو د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو د لاریون چې پلان لري د یکشنبې په ورځیې ترسره کړي، مخه ونیسي.
پاکستاني چارواکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د امنیت لپارهیې ۲۲ زره امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي او له ګاونډي ایالت، خیبرپختونخوا سرهیې د تګ راتګ لارې هم تړلې دي.
خیبرپختونخوا کې د عمران خان ګوند واکمن دی.
د روانې اوونۍ په پیل کې د عمران خان د خویندو، علیمه خان، عظمیٰ خان او نورین نیازۍ، نیول کېدو وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی.
هغوی تورنې شوې دي چې "د ټولنیزو رسنیو له لارې یې پلویان هڅولي او د دولتي ادارو پر ضد یې پارونې کړې دي".
په کرونا له اخته کېدو وروسته اتلولي؛ جاپاني لامبوزن نړیوال ریکارډ مات کړ
د جاپان ۱۷ کلن لامبوزن، شین اوهاشي، د پنجشنبې په ورځ «د تلې په دوهمه»، د توکیو په اسیایي لوبو کې د نارینهوو د ۲۰۰ متره پروانې لامبو نړیوال ریکارډ مات کړ.
اوهاشي دغه واټن په ۲ دقیقو او ۴.۸۳ ثانیو کې وواهه او د چینايي لامبوزن، چین هاییانګ پخوانی نړیوال ریکارډ یې له نیمې ثانیې څخه په ډېر توپیر مات کړ.
اوهاشي د سیالیو له پیل څو ورځې وړاندې پر «کووېډ-۱۹» اخته شوی و او شاوخوا ۳۹ درجې تبهیې لرله.
هغه وویل، ناروغۍ اړ کړ چې څه موده بشپړ استراحت وکړي او د ده په باور، همدې استراحتیې د سیالیو لپاره په چمتووالي کې مرسته وکړه.
د فرانسې د خبري اژانس د راپور پر اساس، دا د توکیو په اسیایي لوبو کې د اوهاشي د سرو زرو دوهم مډال دی.
هغه تر دې مخکې د ۱۰۰ متره پروانې لامبو په سیالۍ کې هم د سرو زرو مډال ګټلی و او د جمعې په ورځ به د درېیم سرو زرو مډال د ګټلو لپاره په ۵۰ متره سیالۍ کې برخه واخلي.
اوهاشي وویل، راتلونکی هدفیې د راتلونکي کال په نړیوالو سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټل او وروسته په المپیک کې اتلولي ده.
پروانه لامبو هغه ډول لامبو ده چې ورزشکار پهکې خپل دواړه لاسونه او پښې په یو وخت، د پروانې د حرکت په څېر، په اوبو کې خوځوي.
یوه څیړنه ښيۍ چې حکومتونه د ځمکې او سمندري اوبو د ساتنې په برخه کې پاتې راغلي
یوه نوې څیړنه ښيۍ چې حکومتونه د نړۍ د ۳۰سلنه ځمکې، اوبو او سمندري سیمو د ساتنې په برخه کې د ملګروملتونو له ټاکل شوو موخو لیرې پاتي دي.
د چاپیریال ساتنې د څو ادارو یوه څيړنه چې پرون چهارشنبې د (سپټمبر۲۳مه) خپره شوې په کې راغلي چې اوسمهال د نړۍ شل سلنه ځمکه او لس سلنه سمندري اوبه د حکومتونو تر رسمي ساتنې لاندې دي.
په ۲۰۲۲کال کې د نړۍ ۲۰۰ هېوادونو د "حیاتي تنوع په نړیوال چوکاټ" کې هوکړه وکړه چې تر ۲۰۳۰کاله به د نړۍ ۳۰سلنه ځمکې او د سمندري اوبو د رسمي ساتنې لپاره کار وکړي.
دغه نوې څیړنه ښيي چې حکومتونو د دې ژمنې لس سلنه هم پوره کړې نه ده.
ملګروملتونو د حکومتونو لپاره د ځمکې او سمندري اوبو د ساتنې پلان له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په موخه رامنځته کړی دی.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان: موږ ترهګر نه یوو او د اټومي پروګرام له غني کیدو به په شا نه شو
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، "موږ ترهګر نه یوو او د اټومي پروګرام له غني کیدو به په شا نه شو".
پزشکیان پرون چهارشنبې د (سپټمبر۲۳مه) په واشنګټن کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په۸۱مه ناسته کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې وویل،" د ټرمپ خبرې د زورواکۍ د خوی نښه ده او د زور منطق د ملګروملتونو د منشور خلاف دی".
د هغه په ټکو، د ایران حکومت خبرو اترو ته چمتو دی خو "د زور ژبه نه مني" او "یرغلګر به پېښمانه" کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ په همدې ناسته کې په خپلو خبرو کې ویلي و چې واشنګټن به اجازه ور نه کړي چې تهران اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي.
د ټرمپ په خبره، که ایران بیا دا هڅه وکړي بریدونه به پرې وکړي.
پرون چهارشنبې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ ناسته وه چې د نړۍ مشرانو او یو شمیر نورو لوړوپوړو چارواکو په کې ګډون کړی وو.
له ایران څخه ولسمشر پزشکیان او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په دې ناسته کې ګډون کړی وو.