خبرونه
په ۲۰۲۵ کال کې ۱۲۴ چاپېریال ساتونکي وژل شوي
د «ګلوبل ویټنس» ټولنې په یوه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې په ټوله نړۍ کې لږ تر لږه ۱۲۴ د ځمکې او چاپېریال ساتونکي وژل شوي دي.
د راپور له مخې، ۸۵ سلنه چاپېریال ساتونکي په لاتینې امریکا کې ږژل شوې دي. په کولمبیا کې ۳۹ تنه وژل شوي او د پرلهپسې څلورم کال لپاره د چاپېریال ساتونکو لپاره تر ټولو خونړی هېواد بلل شوی، ورپسې په برازیل کې ۲۶ کسان وژل شوي دي.
په هندوراس او فلیپین کې ۱۲، په مکسیکو کې ۱۰ او په ګواتیمالا کې اته چاپېریال ساتونکي ثبت شوې دي. د «ګلوبل ویټنس» په وینا، له درې پر څلور برخو ډېر قربانیان کوچني بزګران، د بومي ټولنو غړي یا افریقایيالاصله کسان وو.
دغه سازمان ویلي، له نیمايي ډېرې وژنې د ځمکو له شخړو سره تړاو لري او لږ تر لږه درېیمه برخې پېښې له منظمو جرمونو یا اجیر قاتلانو سره تړاو لري. سازمان خبرداری ورکړی چې اصلي شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي، ځکه د ټولو پېښو ثبت او تایید ممکن نه دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ریاض هوايي ډګر ته څېرمه د چاودنو او لوګي راپور
د سعودي عربستان د پلازمېنې ریاض هوايي ډګر ته څېرمه پرون (شنبې) د اور او لوګي راپورونه ورکړل شوي دي.
راپورونه وايي، دا پېښه د سعودي عربستان او حوثي یاغیانو ترمنځ د جګړو او نښتو له زیاتېدو سره هممهاله شوې ده. د پېښې د مرګژوبلې او زیانونو په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
د رویټرز په ویډیوګانو کې د دې سیمې په اسمان کې لوګي او لوخړې لیدل کېږي چې هوايي ډګر ته تللې لویه لار، د هوايي ډګر ترمینل او نور تاسیسات پکې تت لیدل کېږي.
فرانس پریس خبري اژانس هم د ریاض د اوسېدونکو په قول د هوايي ډګر خوا ته د اور او لوګیو د لیدلو خبر ورکړی دی.
خبري اژانسونو په ریاض کې د چاودنو د غږونو د اورېدل کېدو خبر هم ورکړی دی.
بنګلهدېش د افغانستان پر وړاندې د ټېسټلوبې لپاره لوبډله اعلان کړه
د بنګلهدېش کرکټ بورډ د شنبې په ورځ د افغانستان پر وړاندې د راتلونکې میاشتې د یوې ټېسټلوبې لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.
ټاکل شوې چې دا ټېسټلوبه د اکتوبر له ۹مې تر ۱۳مې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي. دا له ۲۰۲۳ کال راهیسې د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ لومړۍ ټېسټلوبه ده.
بنګلهدېش به له دې وروسته د افغانستان او زیمبابوې په ګډون په درې اړخیزه یو ورځنیو سیالیو کې هم ګډون وکړي.
د درې اړخیزې سیالۍ په لړ کې به بنګلهدېش د اکتوبر په ۱۷مه له زیمبابوې سره لومړۍ لوبه وکړي او د اکتوبر په ۲۱مه به له افغانستان سره مخامخ شي. د سیالیو دوه غوره لوبډلې به د اکتوبر په ۲۳مه په پایلوبه کې سره مخامخ شي.
امریکا، ډنمارک او ګرینلنډ نوې امنیتي هوکړه کوي
امریکا، ډنمارک او ګرینلنډ د دې کورواکې سیمې د امنیت په اړه پر یوې نوې هوکړې سلا شوي دي.
د هوکړې له مخې، امریکا به په ګرینلنډ کې خپل پوځي حضور پراخوي او روسیه او چین به له پوځي اډې جوړولو، د ځواکونو له ځای پر ځای کولو او په حساسو برخو کې له پانګونې منع کېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، دا هوکړه د ګرینلنډ او امریکا امنیت ته د اړتیا وړ اقداماتو زمینه برابروي او د اعتبار موده به ونه لري.
د ډنمارک او ګرینلنډ چارواکو هم د هوکړې هرکلی کړی، خو د دې هوکړې عملي جزییات لا نه دي خپاره شوي. ټاکل شوې هوکړه راتلونکې اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې لاسلیک شي.
د ډنمارک او ګرینلنډ صدراعظمانو د شنبې په ورځ وویل چې دا هوکړه د دې سیمې امنیت او مځکنۍ بشپړتیا پیاوړې کوي.
امریکا پر اوکراین د وسلو له پلورلو سره موافقه وکړه
امریکا پر اوکراین د ۲.۶۸ میلیارد ډالرو په ارزښت د دفاعي تجهیزاتو د پلورلو اجازه ورکړه.
په دې تجهیزاتو کې بېلابېل توغندي، توپونه، د بېپیلوټه الوتکو ضد رادارونه او نورې وسلې شاملې دي.
دا اقدام داسې مهال کېږي چې اوکراین د روسیې د بریدونو د مخنیوي لپاره د دفاعي ملاتړ د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ویلي، د دې وسلو پلور لا هم د کانګرېس تایید ته اړتیا لري. د وسلو د پېرلو لګښت به د اروپايي هېوادونو له مرستو او هغو امریکايي مالي سرچینو څخه ورکړل شي چې مخکې له اوکراین سره د مرستې لپاره ځانګړې شوې دي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې پر کییف د روسیې بریدونه زیات شوي او اوکراین د هوايي دفاعي مهماتو له کمښت سره مخامخ دی.
بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه لایحه هم لاسلیک کړې چې له مخې یې پر روسیې د نویو بندیزونو لګول ممکن شوي او هدف یې پر مسکو لا زیات فشار راوستل دي.
په همدې حال کې، د مسکو او کییف ترمنځ د لانجمنو سیمو پر سر اختلافات لا هم د سولې د خبرو پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه بلل کېږي.
طالب چارواکي: چهلستون غره کې د ډبرو د غیرمعیاري استخراج له کبله د دې غره یوه برخه خوځیدلې
د طالبانو د حکومت پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي، د کابل ښار داوومې ناحیې په چهلستون غره کې د ډبرو د غیرمعیاري استخراج له کبله د دې غره یوه برخه خوځیدلې ده.
دې ادارې نن شنبه پر خپلې ایکس پاڼې د یوه ویډيو پیغام په خپرولو سره ویلي،" د غره د ښویېدنې په صورت کې د سلګونو کورنیو د زیانمنیدو احتمال شته او خلکو يې غوښتي چې دا سیمه تخلیه کړي".
وړاندې راغلي چې یو مسلکي ټیم د ارزونې په موخه سیمه ته استولی شوی دی.
د طالب چارواکو په خبره، د دې غره په لمنو او شاوخوا سیمو کې نژدې ۳۰۰ کورونه د ځمکې ښویېدنې او د ډبرو د رالوېدو له احتمالي خطر سره مخ دي.
چهلستون د کابل ښار یوه له پخوانیو او غرنیو سیمه ده چې په ځینو برخو کې استوګنیز کورونه د غره د لمنو سربیره د غره په پورته برخو کې جوړ شوي دي.
ټرمپ: واشنګټن د ګرینلینډ د امنیت "دایمي کنټرول" په غاړه اخلي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له ډنمارک او ګرینلینډ سره یوې هوکړې ته رسیدلي چې له مخې يې واشنګټن د ګرینلینډ د امنیت "دایمي کنټرول" په غاړه اخلي.
ولسمشر ټرمپ پرون جمعه د (سنبلې۲۷مه) پر خپلې سوشل ټروت پاڼې ولیکل،" روسیه او چین به د واشنګټن له اجازه پرته دا حق ونه لري چې د ګرینلینډ په حساسو برخو کې پانګونه یا سرتیري ځای پرځای کړي".
د هغه په ټکو،" امریکا به په دې خودمختاره سیمه کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړي".
د ډنمارک صدراعظم مټ فردریکس ویلي، له امریکا سره هوکړه د ډنمارک سلطنت، حاکمیت، ځمکنۍ بشړتیا او د ګرینلینډ د خلکو د برخلیک ټاکلو حق په رسمیت پیژني.
تراوسه د دې هوکړې جزیات خپاره شوي نه دي.
تمه ده دا هوکړه راتلونکی اوونۍ د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کې لاسلیک شي.
ولسمشر ټرمپ له دې مخکې په ځلونو ګواښ کړی و چې ګرینلینډ به امریکا د خاورې یوه برخه کړي، خو د ډنمارک مشرانو يې مخالفت کړی وو.
د کوهاټ په چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمیر۳۱ او د ټپیانو۸۴تنو ته لوړ شوی
په خیبرپښتونخوا کې یو مسوول چارواکی وايي، د پولیسو مرکز یو جومات ته نژدې چاودنه کې ۳۱کسان وژل شوي او ۸۴ نور ټپیان دي.
په کوهاټ کې د ۱۱۲۲ مرستندویه ادارې ویاند بلال احمد فیضي ازادي راډيو د نویو شمیرو په تایید سره وویل چې اته وسله وال په وژل شویو کې شامل دي.
د هغه په ټکو،" د وروستیو معلوماتو له مخې د وژل شویو کسانو له ډلې ۲۱تنه يې پولیس دي".
بل پلو، د خیبرپښتونخوا د پولیسو ادارې نن شنبه پر خپلې ایکس پاڼې د اتو وسله والو د وژل کیدو خبره تایید کړې ده.
پرون جمعه د (سنبلې۲۷مه) د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې د پولیسو د مرکز یو جومات ته نژدې چاودنه وشوه.
له چاودنې وروسته یو شمیر وسله وال جومات ته ننول او له پولیسو سره يې نښته پیل کړه.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې دا برید غندلی دی.
دې وزارت ویلي،" پر مقدسو ځایونو بریدونه نه توجیه کېدونکی او د غندنې وړ عمل دی".
تراوسه چا یا کومې ډلې د برید مسولیت نه دی منلی.
د طالبانو حکومت د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې مرګونې چاودنه وغندله
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې د پولیسو مرکز یو جومات ته نژدې وسله وال برید غندلی دی.
دې وزارت نن شنبه د (سنبلې۲۸مه) په یوې اعلامیه کې ویلي،" پر مقدسو ځایونو بریدونه نه توجیه کېدونکی او د غندنې وړ عمل دی".
وړاندې په اعلامیه کې د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده شوې ده.
پرون جمعه د (سنبلې۲۷مه) د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې د پولیسو د مرکز یو جومات ته نژدې چاودنه وشوه.
د کوهاټ مرستیال کمېشنر نوید احمد ازادي راډیو په چاودنه کې د لږترلږه ۲۰تنو وژل کیدل او د ۷۸کسانو ټپي کیدل تایید کړي دي.
تراوسه چا یا کومې ډلې د برید مسولیت نه دی منلی.
د ملګرو ملتونو کارپوهان: پاکستان دې له خطر سره مخ افغان کډوالو ایستل ودروي
د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، د پاکستان حکومت دې له خطر سره مخ، د افغان کډوالو د اخراج لړۍ ودروي.
دې دلې پرون جمعه (د سپټمبر ۱۸مه) په یوه اعلامیه کې د پاکستان له حکومته غوښتني څو د هغو افغانانو د اخراج لړۍ ودروي چې په افغانستان کې د بشري حقونو له جدي نقض، شکنجې او د ځورونې له خطر سره مخ دي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ پر خپلې اېکسپاڼې د دې غوښتنې هرکلی کړی.
هغه وړاندې لیکلي "له پاکستانه د بشري حقونو د مدافعانو، بېسرپرسته ښځو او ماشومانو، خبریالانو، قاضیانو، څارنوالانو، امنیتي ځواکونو او یو شمېر نورو کسانو د اخراج په اړه ډېر اندېښمن دی".
د پاکستان حکومت په وروستیو کې د افغان کډوالو د اخراج لړۍ تېزه کړې ده.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو وړاندې د پاکستان له طبي پوهنتونونو د افغان محصلینو د اخراج په اړه خبرداری ورکړی او ویلي دي چې دا پرېکړه له ۱۰۰ ډېر افغان محصلین اغېزمنولی شي.
د پاکستان طبي شورا د روانې سنبلې میاشتې په ۱۶مه په دې هېواد کې د ټولو طبي رشتو افغان محصلینو ته امر وکړ چې له پاکستانه ووځي.
خو پرون جمعه د لاهور یوې محکمې د افغان محصلینو د اخراج مسئله تر بل امره ځنډولې ده.