افغانستان
د احصائیې او معلوماتو اداره: د افغانستان څه باندې ۹۰ سلنه سړکونه خامه دي
د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصائیې او معلوماتو ملي اداره وایي، په افغانستان کې د ټولو غځېدلو سړکونو او لارو څه باندې ۹۰ سلنهیې خام دي.
دغې ادارې د سې شنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې د هغې سروې له مخې چې د دې ادارې لهخوا د لومړي ځل لپاره د افغانستان د سړکونو د شبکې په اړه ترسره شوې، په دې هېواد کې ۲۴۵ زره او ۷۲ کیلومتره سړکونه غځېدلي دي.
د دې ادارې په خبره د دغو سړکونو ۱۸ زره او ۲۴۱ کیلومترهیې پاخه او نور ۲۲۶ زره او ۸۳۱ کیلومترهیې خام دي.
دې ادارې ویلي چې دغه سروې یې د ټولګټو او د کلیو او بیارغونې د وزارتونو او د اوپن سټریټ مپ، (د معلوماتو د ثبت نړیوال پلاټفورم) او د سپوږمکیو په وسیله د اخیستل شویو تصویرونو په اساس ترسره کړې ده.
د دغې سروې له مخې تر ټولو ډېر پاخه شوي سړکونه په کابل پورې تړلي او نورستان هم هغه ولایت بلل شوی چې تر ټولو لږ پاخه سړکونه لري چې اوږدوالی یې یوازې ۱۲ کیلومترو ته رسېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
امریکا څه باندې۱۵۰ افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ډېپورټ کوي
نیویارک ټایمز د درېو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا حکومت پلان لري چې په راتلونکو څو ورځو کې یو شمیر افغان کډوال د امریکا له لویزیانا ایالت څخه د پاکستان له لارې افغانستان ته دېپورټ کړي.
یو له دغو چارواکو پرون جمعه دې ورځپاڼې ته ویلي چې تمه ده څه باندې ۱۵۰ افغان کډوال اخراج شي.
نیویارک ټایمز وايي چې ښايي پاکستان ته د دغو کډوالو د لیږد لومړی الوتنه د دوشنبې په ورځ د نوامبر په ۲ مه ترسره شي.
یو امریکايي چارواکي ویلي دا کډوال ځکه د پاکستان له لارې افغانستان ته دېپورټ کیږي چې واشنګټن له کابل سره مستقیمې اړیکې نه لري.
د امریکا د کورنۍ امنیت وزارت بیا د دې کډوالو د اخراج په څه نه دي ویلي.
د افغان ایواک مشر شان وان ډایور پر خپلې فیسبوک پاڼې پرون جمعه لیکلي چې په دې کډوالو کې د هغو کسانو د کورنۍ غړي هم شامل دي چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره دندې ترسره کړې دي.
کندهار کې د سمنټو فابریکې پرانیسته؛ د تولید کچه بهیې د ورځې ۱،۵۰۰ ټنه وي
افغانستان کې د طالبانو حکومت په کندهار کې د سمنټو د تولید د فابریکې د پرانیستې خبر ورکوي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د جمعې په ورځ (د لړم/ عقرب اتمه) په خپله اېکسپاڼه ولیکل چې دغه ستره فابریکه اوسمهال د ورځې ۱،۵۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي او په راتلونکي کې بهیې ورځنی تولید ۵،۰۰۰ ټنو ته ورسېږي.
چارواکو د دغې فابریکې افتتاح د سمنټو په برخه کې د ځان بسیاینې لور ته یو ګام بللی چې زرګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.
د راپورونو په اساس، افغانستان د خپلو انکشافي پروژو لپاره هر کال له ۵ تر۷ میلیون ټنو سمنټو ته اړتیا لري چې ډېری برخهیې له ګاونډیو هېوادونو واردوي او وروسته له دې چې له پاکستان سره سوداګریزې لارې وتړل شوې په افغانستان کې یې بیه لوړه شوې.
سالنګونو کې د مسافر وړونکي بس او ټانکر ټکر؛ ۵ تنه مړه او ۲۰ نور ټپیان دي
په سالنګونو کې د ټرافیکي پېښې له امله لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
راپورونه وايي چې پېښه د جمعې په سهار (د لړم اتمه) د شمالي سالنګ تونل په خوله کې د یوه ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي بس او ټانکر ترمنځ ټکر څخه رامنځته شوې چې پهکې ۵ کسه مړه او شاوخوا ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې باختر دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې پېښه د یخنۍ او چټک تګ له امله د موټر چلوونکي د واک له لاسه وتلو په نتیجه کې رامنځته شوې ده.
راپور زیاتوي چې ټپیان روغتون ته رسول شوي او د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.
افغانستان کې اکثر ټرافیکي پېښې د لارو د خرابوالي، د ټرافیکي مقرراتو د نهرعایتولو او د موټر چلوونکو له بېاحتیاطۍ رامنځته کېږي.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم جنوبي افریقا ته ماته ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د جمعې په ورځ هانګ کانګ کې په شږ اوریزه لوبه کې جنوبي افریقا ته ماته ورکړه.
ټاس د جنوبي افریقا ټیم وګاټه، بېټنګیې غوره کړ او په ټاکل شویو اورونو کې یې د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره د افغانستان ټیم ته ۱۰۸ رنزه هدف وټاکه.
د ګلبدین نایب په مشرۍ افغان ټیم په داسې حال کې چې ۳ لوبغاړي یې وسوځېدل، ۱۱۲ رنزه وکړل او لوبهیې په درېیو وېکټو وګټله.
د افغانستان ټیم د ۲۰۲۶/۲۷ کال د شپږو اورونو په دغې سیالۍ کې د شنبې په ورځ د عمان له ټیم سره لوبه کوي.
راشد خان لومړی توپاچوونکی شو چې په شل اوره فارمټ کې یې ۲۰۰ وېکټونه واخیستل
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نامتو لوبغاړي راشد خان د شل اوریزو نړیوالو سیالیو په تاریخ کې لومړی توپاچوونکی شو چې ۲۰۰ وېکټونه ترلاسه کوي.
راشدخان دا ریکارډ د پنجشنبې په ورځ د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ په دوهمه شل اوره لوبه کې، چې د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې ترسره شوه، جوړ کړ.
د افغانستان دغه ۲۸ کلن توپاچوونکی په خپله ۱۲۰مه شل اوریزه نړیواله لوبه کې دې بري ته ورسېد.
ده په یوولس شل اوره سیالیو کې څلور یا تر څلورو ډېر ویکټونه اخیستي دي. بل هیڅ لوبغاړي په ۱۱ شل اوره سیالیو کې څلور ویکټونه نه دي اخیستي.
د انګلستان عادل رشید د ۱۷۱ وېکټو په لرلو په دې نوملړ کې دوهم ځای لري.
یونیسف: په افغانستان کې ۱۲.۷ میلیونه ماشومان د پولیو پر وړاندې واکسین شوي دي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) نن وویل چې د واکسیناتورانو په هڅو په افغانستان کې ۱۲ میلیونه او ۷۰۰ زره ماشومان د ګوزڼ یا پولیو د ناروغۍ په وړاندې واکسین شوي دي.
یونیسف دا خبره پر خپله اېکس کې لیکلې او ورسره یې د خپلو واکسیناتورانو د فعالیتونو یوه ویډیو هم خپره کړې ده.
په دې ویډیو کې یوې ښځینه واکسیناتورې ویلي چې د پولیو د له منځه وړلو لپاره باید د واکسیناسیون په هر پړاو کې د هر ماشوم خولې ته د واکسین دوه څاڅکي واچول شي.
د روغتیا د نړیوال سازمان پر اساس، سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۴۲ پېښې ثبت شوې دي.
افغانستان او پاکستان لا هم هغه دوه هیوادونه دي چې د پولیو ویروس پکې محوه شوی نه دی.
م.م: په اوکراین، سوریه، لبنان او افغانستان کې ۹ میلیونه کسان د ژمي مرستو ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) د جمعې په ورځ ویلي چې په اوکراین، سوریه، لبنان او افغانستان کې به نهه میلیونه کسان د راتلونکي ژمي د تېرولو لپاره اضافي مرستو ته اړتیا ولري.
دې ادارې د مرستو راټولولو کمپاین پیل کړی او غواړي د ژمنیو مرستو لپاره لږ تر لږه ۵۰ میلیونه ډالر راټول کړي. دا اندازه د تېر کال پرتله درې میلیونه ډالر زیاته ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ د بهرنیو اړیکو مشرې ډومینیک هایډ ویلي: «سرچینې کمې دي او لګښتونه په چټکۍ لوړېږي، په داسې حال کې چې د شمالي نیمې کرې د ژمي موسم رانژدې شوی دی.»
هغې زیاته کړې: «په دغو زیانګالو او د جګړو له اغېزو سره مخ هېوادونو کې میلیونونه کسان له دې خطر سره مخ دي چې د یخنۍ پر وړاندې به له کافي خوندیتوب پرته پاتې شي. موږ باید ژر تر ژره د هغوی د ساتنې لپاره اقدام وکړو.»
دې جنیوا مېشتې ادارې ویلي چې په څلورو واړو هېوادونو کې د ژمنیو مرستو اړتیاوې ډېرې دي. په دغو هېوادونو کې میلیونونه کسان د انرژۍ او خوراکي توکو د بیو له لوړېدو او د تودوخې او پخلي لپاره د سونتوکو له کمښت سره مخ دي.
د افغان ماشومانو د راتلونکې په اړه د ریچارد بنېټ خبرداری
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنېټ وايي "له زدهکړو د نجونو راګرځول، جبري او په کم عمر کې ودونه، کار او تاوتریخوالي د افغان ماشومانو ماشومتوب غلا او د دوی راتلونکی یې له خطر سره مخ کړی دی".
بنېټ د پنجشنبې په ورځ د (اکټوبر ۲۹مه) پر خپلې اېکسپانې لیکلي چې د افغان ماشومانو پر وړاندې دې دا سیستماتیکې سرغړونې له پامه نهغورځول کېږي.
هغه وړاندې لیکلي چې نړیوال باید اجازه ورنهکړي چې په وینا یې د طالبانو تبعیضي حکومت عادي او د یوه منل شوي وضعیت په توګه ومنل شي.
د هغه په ټکو، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د افغان ښځو او نجونو اساسي حقونه سلب کړي دي.
بنېټ وړاندې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې د نړیوالو اصولو سره سم اقدام وکړي.
په ټول افغانستان کې د پولیو واکسین د تطبیق تازه کمپاین پیلېږي
تمه ده د راروانې دوشنبې په ورځ «د لړم/ عقرب ۱۱مه» د جنوبي ولایتونو په استثناء، په ټول افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شي.
«له پولیو پاک افغانستان» بنسـټ د پنجشنبې په ورځ پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې دا کمپاین به یوه ورځ وروسته د سې شنبې په ورځ د (لړم ۱۲مه) د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې پیل شي.
دا معلومه نهده چې په دې کمپاین کې به څومره ماشومانو ته د پولیو واکسین څاڅکي ورکړل شي.
د روغتیا نړیوال پروګرام په خپل تازه راپور کې ویلي چې سږکال په افغانستان کې د پولیو ۴۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
پولیو ساري ویروسي ناروغي ده چې تر ډېره له پنځو کلونو کمعمره ماشومان پرې اخته کېږي.
دا ناورغي درملنه نهلري او یوازې واکسینیې مخه نیولی شي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم پهکې دا ناروغي محوه شوې نهده.
د لیبیا ختیځ حکومت د افغانانو او ایرانیانو په ورتګ بندیز ولګاوه
د لیبیا په ختیځ کې حکومت د خپل واک لاندې سیمو ته د افغانستان او ایران د وګړو په ورتګ بندیز ولګاوه.
حکومت د دې پرېکړې لپاره کوم دلیل نه دی وړاندې کړی. خو لبیبا له ۲۰۱۱ کال راهیسې چې د معمر القذافی واکمني نسکوره شوه د هغو کډوالو ترانزیت لاره ده چې افریقا او منځني ختیځ کې د بې وزلۍ او ناکراریو څخه غواړي ځانونه اروپا ته ورسوي.
په لبییا کې دوه حکومتونه واکمن دي چې یویې د لبییا په ختیځ بنغازي کې دی او بل چې نړیوال مشروعیت لري پلازمینې طرابلس څخه واک چلوي.