خبرونه
په ۲۰۲۵ کال کې ۳.۱ میلیونه افغانان له خپلو مېنو بېځایه شوي
ریچ موسسې په یوه تازه راپور کې، چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړی، ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۳.۱ میلیونه افغانان د بېوزلۍ، بېکارۍ، د خوړو ناامنۍ او وچکالۍ له امله په هېواد کې دننه بېځایه شوي دي.
راپور وايي، د جګړې له کمېدو وروسته د خلکو د بېځایه کېدو علتونه بدل شوي او اقتصادي ستونزې او طبیعي پېښې اوس د دې بهیر مهم عوامل دي.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د کورنیو بېځایه شویو کسانو شمېر شاوخوا ۵.۵ میلیونه و، خو په ۲۰۲۵ کال کې ۳.۱ میلیونو ته راکم شوی دی.
راپور زیاتوي چې وچکالي، سېلونه او زلزلې د خلکو پر ژوند او عوایدو فشار زیاتوي. د ۲۰۲۵ کال د اپرېل او دسمبر ترمنځ شاوخوا ۶۷۵ زره کسان د اقلیمي شرایطو له امله له افغانستانه هم وتلي دي.
ډېری کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله خپلو اصلي سیمو ته د بېرته ستنېدو توان نه لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ټرمپ: د ایران جګړه به د امریکا له منځپړاوه انتخاباتو وروسته پای ته ورسېږي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په ډالاس کې خبریالانو ته وویل، تمه لري چې له ایران سره روانه جګړه به د نوومبر له منځپړاوه انتخاباتو سمدستي وروسته پای ته ورسېږي.
ده ویلي چې تهران هڅه کوي د امریکا پر انتخاباتو اغېز وکړي.
ټرمپ ویلي، د جګړې د دوام له امله د تېلو بیې لوړې شوې دي او ښايي تر انتخاباتو وروسته بېرته راټیټې شي. نوموړي په داسې حال کې د جګړې د پای خبره کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ شخړه لا هم روانه ده او د دواړو لورو ترمنځ د دیپلوماټیکو خبرو د بیا پیل څرک نه لیدل کېږي.
کرزي: د افغان محصلانو پر زدهکړو محدودیتونه دې سمدستي لرې شي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له خوا د طب او غاښونو په پوهنځیو کې د افغان محصلانو د شمولیت د درولو پرېکړه «د ژورې اندېښنې وړ» بللې او له اسلاماباد یې غوښتي چې دا پرېکړه سمدستي بېرته واخلي.
کرزي ویلي، تعلیمي او علمي همکاري باید هېڅکله د ګاونډیو هېوادونو د سیاسي اختلافاتو قرباني نه شي. هغه ټینګار کړی چې د افغان ځوانانو زدهکړې یوه بشري او پرمختیايي موضوع ده او باید له سیمهییزو سیاسي ترینګلتیاوو جلا وساتل شي.
د کرزي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وروسته له دې کړي چې د پاکستان طبي او غاښونو شورا پوهنتونونو ته لارښوونه کړې چې سږ کال افغان محصلان ونه مني او د پاکستان په پوهنتونونو کې د طب په زده کړو له بوختو افغان محصلانو څخه یې غوښتي چې له پاکستان څخه ووځي. کرزي د هغو پاکستاني سیاسي او مدني فعالانو مننه هم کړې چې د دې پرېکړې مخالفت یې کړی دی.
د پاکستان د بشري حقونو د کمېسیون په شمول یو شمېر فعالانو له خپل حکومت څخه غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.
هلو ټرسټ: افغانستان کې د خوشهیي مهماتو د پاکولو عملیات ګواښ سره مخ دي
د ماین پاکۍ «هېلو ټرسټ» مؤسسه وايي، د نړیوالو بودجو کمښت په افغانستان کې د خوشهیي مهماتو د پاکولو مهم عملیات له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.
د «۲۰۲۶ کال د خوشهیي مهماتو د څارنې» د راپور له مخې چې دغې مؤسسې د سې شنبې په ورځ «د وږې په ۱۷مه» خپور کړی، دغو مهماتو افغانستان او څو نور هېوادونه لکه اوکراین، سوریه او میانمار کې په ۲۰۲۵ کال کې نوي قربانیان رامنځته کړي.
په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې د نړیوالو بودجو کمېدو او بندېدو له دغو مهماتو څخه د ځمکو د پاکولو پروګرامونه نهیوازې په افغانستان، بلکې په موریتانیا او سومالیا کې هم د درېدلو تر کچې رسولي دي.
د خوشهیي مهماتو کارول د ۲۰۰۸ کال د نړیوالو تړونونو له مخې په رسمي ډول منع شوي، خو د دغو وسلو پاته شونو یوازې تېر کال په ټوله نړۍ کې له زرو څخه د ډېرو ملکي وګړو ژوند اخیستی دی.
د «هېلو ټرسټ» په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې د ثبت شویو ټولو قربانیانو ۸۷ سلنه ملکي وګړي، په ځانګړي ډول ماشومان و، خو اټکل کېږي چې واقعي شمېر یې تر دې هم ډېر وي.
خوشهیي مهمات چې له ځمکې یا هوا څخه توغول کېږي، په پراخه سیمه کې د ګڼ شمېر کوچنیو بمونو په خپرولو سره، ډېر خطرناک پاتې شوني پر ځای پرېږدي.
د دغو کوچنیو مهماتو له ۱۰ تر ۴۰ سلنې پورې په لومړي ځل نهچاودېږي، بلکې په کروندو، ځنګلونو، سړکونو او ښوونځیو کې خپرېږي او حتی لسیزې وروسته، کله چې پرې فشار راشي، چاودنه کوي.
د بشري حقونو څار بنسټ خبرداری؛ افغان نجونې او ښځې لاهم له حقوقو محرومې دي
د بشري حقوقو د څار سازمان وايي افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په تېرو ۵ کلونو کې نجونې او ښځې په سیستماتیکه توګه له خپلو حقوقو محرومې شوي او خبریالان او فعالان هم له ځورونې او فشار سره مخ دي.
د افغانستان لپاره د یاد سازمان چارواکې فرشته عباسي په خپل وېډیو پیغام کې د چهارشنبې په ورځ (د وږې ۱۸مه) یې په اکس شبکه کې خپور کړی وايي چې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو مأموریت باید تمدید شي، د محاسبې نوی مېکانیزم باید تمویل او افغانستان ته د کډوالو جبري ستنول باید ودرول شي.
مېرمن عباسي زیاتوي چې موده کېږي چې د زورزیاتي قربانیان او خپلوانیې د حقیقت د روښانېدو، عدالت او د زیانونو د جبران په تمه دي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو په زدهکړو او تحصیلاتو بندیز لګولی دی.
دغهراز په دولتي ادارو کې د ښځو کار محدود او په غیر دولتي مؤسسو کې د دوی کار منع شوی دی.
د اوبو روان کړکېچ؛ ښايي تر ۲۰۳۰ کاله د کابل د څښاک اوبه وچې شي
بریتانیا کې د ژغورنې نړیواله کمېټه (ای ار سي یو کې) وايي امکان لري تر ۲۰۳۰ کال پورې کابل لومړنی عصري ښار شي چې د څښاک اوبه بهیې وچې شي.
د دغې کمېټې مشره فلورا الکسندر چې کابل ته له یوه اوونۍ سفر وروسته بېرته لندن ته ستنه شوې د چهارشنبې په ورځ (د وږې ۱۸مه) وویل چې په افغانستان کې په میلیونونو کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او د هېواد د روغتیايي خدماتو سیستم د نړېدو په درشل کې دی.
د نړیوال سره صلیب کمېټې هم د ۲۰۲۵ کال په راپور کې خبرداری ورکړی و چې افغانستان د پاکو اوبو له ناورین سره مخ دی او ویلي یې و چې په دغه هېواد کې ۳۳ ملیونه خلک د اړتیا وړ اوبو ته لاسرسی نهلري.
بریتانیا لوېدیځه غاړه کې له یهودي مېشتو ښارګوټو پر وارداتو بندیز اعلان کړ
د بریتانیا حکومت لوېدیځه غاړه کې له یهودي مېشتو ښارګوټو څخه پر وارداتو بندیز اعلان کړ.
روېټرز خبري اژانس راپور ورکوي چې د بریتانیا صدراعظم، اندي برنهام د چهارشنبې په ورځ (د وږې ۱۸مه) پارلمان ته خپله وینا کې د حکومت له دغې پرېکړې دفاع وکړه.
پر وارداتو د بندیز تر څنګ په دغو ښارګوټو کې ځینو کمپنیو او افرادو باندې هم بندیز لګول شوی دی.
بریتانیا، کاناډا او فرانسه غواړي د دغو ښارګوټو د پراختیا د مخنیوي لپاره په اسرائیلو فشار وارد کړي.
اسرائیلو په غبرګون کې په بیتالمقدس کې د بریتانیا د قونسلګرۍ د تړلو امر کړی او ۱۲ کسه بریتانویانیې اسرائیلو ته ممنوعالدخول اعلان کړي دي.
د سوریې د وسلو په یوه مرکز کې چاودنه؛ ۴ تنه وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي
د سوریې چارواکو د چهارشنبې په ورځ (وږې ۱۸مه) وویل په ادلب ولایت کې د جګړو څخه د پاتې وسلو او مهماتو د راټولولو په یو مؤقت مرکز کې د چاودنې له امله ۴ کسه مړه او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي.
د سوریې دولتي خبري اژانس "سانا" د دفاع وزارت چارواکو له قوله وویل چې چاودنه سرمدا ښار ته نږدې شوې ده.
د روېټرز خبري اژانس د ۱۴ کسانو د مړینې خبر ورکړ.
سرمدا د ادلب ولایت شمال کې ګڼ مېشتی ښار او د سیمې د سوداګرۍ اصلي مرکز دی.
ذبیح الله مجاهد: د پاکستان له طبي موسسو او له دې هیواده د افغان محصلینو د ایستلو پریکړه "غیربشري" ده
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستان له لوري له طبي زده کړو د افغان محصلینو د منع کیدو او له هیواده د هغوی د ایستلو پرېکړه "غیربشري" او "د خواشینۍ وړ" بللې ده.
مجاهد د چهارشنبې په ورځ، د سنبلې په ۱۸مه، د "حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" پروګرام په اتمه خبري ناسته کې پر دې موضوع خبرې وکړې او له اسلام اباد څخه یې وغوښتل چې په خپله پرېکړه بیاکتنه وکړي.
هغه زیاته کړه چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت بشپړ چمتووالی لري، څو هغه افغان محصلین چې له پاکستانه وتلو ته اړ کېږي، د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې جذب کړي.
د پاکستان د طبي او غاښونو د طب شورا د دوشنبې په ورځ، د سنبلې په ۱۶مه، په خپاره کړي مکتوب کې امرکړی چې ټول افغان محصلین دې د دغه هېواد په دولتي او خصوصي پوهنتونونو او طبي بنسټونو کې له زده کړو څخه منع شي.
دې شورا همداراز ویلي چې د نوي تحصیلي کال لپاره دې د افغان محصلینو نوم لیکنه لغوه شي او د طب په برخو کې د برحاله افغان محصلینو د ایستلو بهیر دې په درېیو ورځو کې بشپړ شي.
د پاکستان دغه اقدام به شاوخوا ۸۰۰ هغه افغان محصلین اغېزمن کړي چې په دغه هېواد کې د طب په برخو کې زده کړې کوي.
د ناروې د کډوالو شورا ریس: د ناتو غړیو هیوادونو د افغانستان له خلکو سره کړې ژمنې هیرې کړې دي
د ناروې د کډوالو شورا ریس وایي، پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته هرځل چې افغانستان ته تللی، لیدلي یې دي چې په دې هیواد کې بشري وضعیت له پخوا لا خراب شوی دی. یان ایګلنډ نن چهارشنبې پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د پنځم ځل لپاره بیا افغانستان ته تللی اولیدلي یې دي چې د خلکو د ژوند او اساسي حقونو وضعیت پرله پسې د خرابیدو په حال کې دی. د نوموړي په خبره که څه هم اوس په یوه امن افغانستان کې په آزاده توګه تګ راتګ ممکن دی خو بشري مرستې ورځ تربلې کمیږي او د اړتیاوو زیاتوالي ته په پام د مرستو بودجه کمه شوې ده.
یان ایګلنډ یوځل بیا د ناتو پرغړیو هیوادونو نیوکه وکړه او ویې ویل، کله چې دوی له افغانستانه وتل، ژمنه یې کړې وه چې د افغانستان خلک به هیرنکړي خو اوس موږ وینو چې دوی په حقیقت کې خپلې ژمنې هیرې کړې او د دې هیواد خلک یې بیخي له پامه غورځولې دي.