د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۶ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۲۸

خبرونه

د ډله ییز امنیتي تړون غړي د افغانستان جنوبي پولو ته څېرمه پوځي تمرینونه کوي

د ډله ییز امنیتي تړون سازمان غړي هېوادونه به د «۲۰۲۶ سرحدونه» په نوم د سپټمبر له ۱۲مې تر ۱۹مې پورې په قزاقستان کې ګډ پوځي تمرینونه ترسره کړي. د دغو تمرینونو هدف د پولو د امنیت او د ګډو پوځي عملیاتو د همغږۍ پیاوړتیا بلل شوې ده.

د قزاقستان دفاع وزارت ویلي، د تمرینونو اصلي پړاو به د ژېتېسو سیمې په کوکتال پوځي روزنیز ډګر کې ترسره شي. د ډله ییز امنیتي تړون غړي هېوادونه به په دغو تمرینونو کې د ځواکونو د چټک ځای پر ځای کولو، ګډې قوماندې او کنټرول او له پولې هاخوا د احتمالي امنیتي ګواښونو پر وړاندې د ګډو پوځي عملیاتو تمرین وکړي.

دا تمرینونه په داسې مهال ترسره کېږي چې د افغانستان له وضعیت سره تړلو امنیتي اندېښنو له امله د منځنۍاسیا هېوادونه خپلې جنوبي پولې له نژدې څاري. د دې تړون په وینا، له افغانستان څخه د وسلوالو ډلو د احتمالي اوښتو، د وسلو قاچاق او د نشه‌يي توکو قاچاق د سیمې له مهمو امنیتي ګواښونو څخه دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ایران یو افغان معلول بندي په ویلچېر کې اعدام کړ

د هه‌نګاو د بشري حقونو سازمان په وینا، ایراني چارواکو یو ۲۹ کلن افغان وګړی، ولي جان نورزی، چې پښې یې فلج وې، د کرمان ولایت د رفسنجان په مرکزي زندان کې په داسې حال کې اعدام کړی چې پر څرخچوکۍ (ویلچېر) ناست و.

هه‌نګاو وايي، نورزی د افغانستان د فراه ولایت اوسېدونکی و او درې کاله مخکې په رفسنجان کې د «قصدي وژنې» په تور نیول شوی و. د نیولو پر مهال پولیسو پرې ډزې کړې وې چې له امله یې پښې له حرکته لوېدلې وې او تر اعدام پورې یې درې کاله په ویلچېر کې تېر کړي وو.

د راپور له مخې، نورزی د سپټمبر په ۲مه، سهار وختي اعدام شوی، خو د ایران دولتي رسنیو او د قضايي ادارو اړوندو رسنیو تر اوسه د هغه د اعدام خبر نه دی خپور کړی.

د م.م. د بشري حقونو د شورا په غونډه کې پر افغانستان خبرې کېږي

د ملګروملتو د بشري حقونو شورا به نن (دوشنبه) په جینیوا کې په خپله ۶۳ مه غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت خبرې وکړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینیټ دې غونډې ته د افغانستان د بشری حقونو د وضعیت به اړه خپل راپور وړاندې کړي.

د بشري حقونو شورا په ۲۰۰۶ کال کې له جوړېدا وروسته په دې برخه کې د څو اړخیزو نړیوالو بحثونو پر یوه مهم فورم بدله شوې ده.

د بشري حقونو نړیواله شورا د افغانستان د وضعیت په ګډون د هغو هېوادونو لپاره چې خلک یې له جدي سرغړونو او د ظلمونو له خطر سره مخ دي، د څار، راپور ورکولو او نړیوال فشار له مهمو بنسټونو څخه ګڼل کېږي.

د م.م. د سرمنشي مرستیالې له امیرخان متقي سره د دوحې بهیر پر راتلونکې خبرې وکړې

امیرخان متقي
امیرخان متقي

متقي او روزماري دي‌کارلو د دوحې بهیر په اړه خبرې وکړې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سیاسي چارو او سولې په برخه کې مرستیالې، روزماري دي‌کارلو، په ټیلیفوني خبرو کې د دوه‌اړخیزې همکارۍ او د دوحې بهیر د راتلونکي په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا پر لارو چارو نظرونه سره شریک کړل او د «دوحې بهیر» په چوکاټ کې یې د راتلونکو اړیکو او همکاریو د څرنګوالي په اړه خپل لیدلوري وړاندې کړل.

د دوحې بهیر د ملګرو ملتونو نوښت دی چې موخه یې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل لپاره د یوه منظم او همغږي چوکاټ رامنځته کول دي. په دې بهیر کې د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي په دوحه کې راټولېږي.

د امریکا د انرژۍ وزیر: له هرمز تنګي د تېلو لېږد زیات شوی

د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ وايي، د امریکا د سمندري عملیاتو له امله له هرمز تنګي څخه د تېلو د ټانکرونو تګ راتګ بېرته زیات شوی او د پایپ‌لاینونو په حسابولو سره د منځني ختیځ د تېلو لېږد د جګړې له پیل مخکې کچې دوه پر درېیمې برخې یا تر هغې ډېر شوی دی.

رایټ سي این این تلویزیون ته ویلي، اوس په منځني ډول هره ورځ له ۹ میلیون بېرلو ډېر تېل له هرمز تنګي تېرېږي.

د هغه په وینا، ایران لا هم ستونزې جوړوي، خو د امریکا سمندري ځواک په دې جګړه کې د بري په حال کې دی.

د امریکا د انرژۍ وزیر دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې امریکايي ځواکونو په خلیج او عمان سمندرګي کې د ایران د تېلو درې ټانکرونه په نښه کړل. د امریکا پوځ وايي، دغه بریدونه د سپاه پاسداران له خوا د امریکايي پوځي بېړیو پر لوري د توغندیو له توغولو وروسته شوي دي.

د خاتم النبیین مدرسې د امتیاز خاوند: دې مدرسې ته د پولیسو ننوتل به پراخ عواقب ولري

A Taliban security personnel stands guard during celebrations marking Afghanistan's Independence Day in the Arghistan district of Kandahar province on August 19, 2026.
A Taliban security personnel stands guard during celebrations marking Afghanistan's Independence Day in the Arghistan district of Kandahar province on August 19, 2026.

په کابل کې د خاتم‌النبیین پوهنتون د امتیاز خاوند محمد جواد محسني خبرداری ورکړی چې د دوی مدرسې ته د وسله والو ننوتل او هغوی ته زیان رسول به پراخې ټولنیزې پایلې ولري.

هغه دا خبره نن یکشنبه پر خپله فیسبوک پاڼه وروسته له هغه کړې چې تېره شپه د خاتم النبیین مدرسې ته د طالبانو د پولیسو د ننوتلو خبرونه خپاره شول.

د هغه په ټکو، دا کړنې د افغانستان د شیعه ټولنو غبرګونونه پارولی شي.

له دې مخکې د افغانستان یو شمیر کورنیو رسنیو راپور ورکړی و چې طالب ځواکونو د شنبې په ورځ د خاتم النبیین مدرسه محاصره کړې وه.

محسني پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکي، د خاتم النبیین مدرسې ۲۸استادن او زده کوونکي نیول شوي دي.

ښاغلي محسني هغه ویډیو هم خپره کړې چې په کې مدرسې ته د پولیسو د ننوتلو صحنه ښکاري.

د طالبانو حکومت او کابل کې د دوی پولیسو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خاتم النبیین مدرسه په کابل کې د شیعه ګانو یوه لویه دیني مدرسه ده.

دا مدرسه په ۱۳۸۶کال کې د شعیه ګانو مشهور روحاني او پخواني جهادي مشر محمد اصف محسني تاسیس کړه.

زلمي خلیل‌زاد د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي دي.

بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي، دواړو خواوو "په بیلابیلو برخو کې د شته فرصتونو" په اړه خبرې وکړې.

خلیل‌زاد تراوسه پر خپلې ایکس پاڼې له متقي سره د دې کتنې په اړه څه نه دي ویلي.

خلیل‌زاد له دې مخکې د طالبانو له بنده د امریکايي وګړو د خوشي په برخه کې افغانستان ته سفرونه درلودل.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې خلیل‌زاد له متقي سره د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د پراختیا او "رغونکي تعامل" په اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.

امیرخان متقي څه موده مخکې له امریکا وغوښتل چې د افغانستان د کانونو، بنسټیزو تاسیساتو، کرنې او سوداګرۍ په برخو کې پانګونه وکړي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د متقي د دې غوښتني په ځواب کې امریکا غږ ته وویل،" د بهرنیو چارو وزارت هیڅ داسې برنامه نه لري چې په افغانستان کې د کانونو د پراختیا په برخه کې له طالبانو، په ځانګړې توګه یوې نړیوالې ترهګرې ډلې سره تعامل وکړي".

د ایران سپاه پاسدارن ځواکونه ادعا کوي چې د امریکا بې عملې پوځي کښتۍ يې په نښه کړې

د ایران سپاه پاسدارن ځواکونه ادعا کوي چې د امریکا هغه بې عملې پوځي کښتۍ يې په نښه کړې چې هڅه يې کوله د "هرمز تنګي خوندي سیمې" ته ننوځي.

د دې ځواکونو په اعلامیه کې چې ایسنا خبري اژانس خپره کړې، د پوځي کښتۍ د زیان د کچې په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

امریکا تراوسه د ایران د دې نوې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

دا ادعا څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې امریکا او ایران پر یو بل متقابل بریدونه وکړل.

له دې مخکې په منځني خیتځ کې د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) اعلان کړی و چې پرون يې پر درېو ایراني تیل وړونکو بیړیو بریدونه کړي دي.

ایران د دې بریدونو په ځواب کې دوه امریکايي جنګي بیړۍ وویشتې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پیټ هګسټ پرون پر خپلې ایکس پاڼې لیکي و،" که چیرته ایران پر امریکايي کښتو بریدونه وکړي موږ به د دوی تیل وړونکې کښتۍ ډوبې کړو".

د ایران په همدان ښار کې د تیلو په یوه ټانکر کې د اورلګېدنې له کبله ۱۱ کسان مړه شوي

د ایران په همدان ښار کې د تیلو په یوه ټانکر کې د اورلګېدنې له کبله ۱۱ کسان مړه او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د ایران ایسنا خبري اژانس ویلي چې پېښه پرون ماښام د همدان - سنندج په لویه لاره رامنځته شوې ده.

د ایسنا د راپور له مخې، د ټانکر له اور اخیستنې وروسته څو نورو موټرو هم اور اخیستی دی.

پولیس وايي، تراوسه د پېښې لامل معلوم نه دی خو په اړه يې څيړنې پیل شوي دي.

عدلیې وزارت د بګرامۍ ولسوالۍ د احسان مېنې ښارګوټي ۶۹ جریبه ځمکه امارتي اعلان کړه

د طالبانو د حکومت عدلیې وزارت د کابل په بګرامېو ولسوالۍ کې د احسان مېنې په نوم د یوه ښارګوټي نژدې ۷۰ جریبه ځمکه امارتي اعلان کړه.

دغه وزارت نن یکشنبه د (سنبلې۱۵مه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،"د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ ځانګړې محکمې له ارزونې وروسته دا پریکړه کړې.

د یوشمېر دولتي اعلان شویو ښارګوټو اوسیدونکو تر دې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي چې دغه ډول پریکړو سرګردانه کړي، ځکه دوی وایي چې د ښارګوټو ځمکې یې په شخصي پیسو او شرعي قبالو اخیستي دي.

د طالبانو د حکومت د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون په وروستیو کې ویلي، له ۳۰ څخه په زیاتو ښارګوټو کې يې څه باندې ۵۰میلیون جریبه ځمکه امارتي اعلان کړې ده.

دې کمېسیون ویلي چې دا لړۍ به روانه وي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG