خبرونه
د طالبانو درې کسیز پلاوی جرمني ته تللی
جرمني تایید کړې چې د کابل یو درې کسیز تخنیکي پلاوی دغه هېواد ته تللی، څو افغانستان ته د افغان اتباعو د ایستلو لپاره لازم اداري او قونسلي ترتیبات برابر کړي.
د جرمني این ډي ار رسنۍ پرون (شنبې) د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت په قول وویل، د پلاوي سفر افغانستان ته د نورو افغانانو د ایستلو د چمتووالي له بهیر سره مستقیم تړاو لري. د راپورونو له مخې، پلاوی د قطر له لارې جرمني ته تللی او د ۳۰ ورځو ویزه لري.
پلاوی به په برلین، بن او مونشن کې د افغانستان له سفارت او قونسلګریو سره د اړوندو ترتیباتو په برخه کې کار وکړي. طالبانو تر اوسه د دې سفر په اړه رسماَ څه نه دي ویلي.
این ډي آر ویلي چې د طالبانو پلاوی حاضردمه په برلین کې د افغانستان په سفارت کې اوسي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله ۶۷۹ کسان مړه شوي
افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي اداره وايي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله ۶۷۹ کسان مړه شوي او تر ۱۶۳۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
دې ادارې د سېشنبې په ورځ «د اکټوبر پر ۱۳مه» د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو د نړیوالې ورځې په مناسبت اعلان وکړ چې د دغو پېښو له امله نږدې ۴۵ زره کورنۍ زیانمنې شوې دي.
د یادې ادارې په وینا، د طبیعي پېښو له امله تر ۱۶ زرو ډېر کورونه په بشپړ یا جزوي ډول ویجاړ شوي دي.
د نړیوال بانک د راپور له مخې بېوزلي، د چاپېریال تخریب او د بنسټیزو تأسیساتو او د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي کمزورتیا په افغانستان کې د خلکو زیانګالنه زیاتوي.
په راپور کې همداراز ویل شوي چې اقلیمي بدلونونه په دغه هېواد کې د وچکالۍ او سېلابونو خطر زیاتولی شي.
افغانستان کې د پولیو د پېښو زیاتوالی؛ ننګرهار کې یوه نوې پېښه ثبت شوه
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ د یوې نوې پېښې د ثبت خبر ورکوي.
د دغه سازمان د راپور له مخې چې د سېشنبې په ورځ «د اکټوبر پر ۱۳مه» خپور شوی، د پولیو نوې پېښه د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
د دې پېښې په ثبتېدو سره، د ۲۰۲۶ میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۳۶ ته رسېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ یوه ویروسي ناروغي ده چې د دایمي فلج لامل کېدای شي.
د دې ناروغۍ لپاره ځانګړې درملنه نهشته، خو د واکسین له لارې یې مخه نیول کېدای شي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم پهکې د پولیو ویروس پېښې ثبتېږي او دغه ناروغي په بشپړ ډول پهکې لهمنځه نهده وړل شوې.
تور سمندرګي کې د پېښو له زیاتوالي وروسته ناټو خپل دفاعي تدابیر ارزوي
په تور سمندرګي کې د بلغاریا ساحل ته نږدې پر یوې بېړۍ باندې د بېپیلوټه الوتکې تر لګېدلو وروسته د ناټو سازمان ویلي چې هلته خپل دفاعي تدابیر زیاتوي.
بېړۍ ډوبه شوې او ۱۱ کسه سپرلۍ لادرکه شوې دي.
د ناټو عمومي منشي مارک روته د سېشنبې په ورځ «د تلې پر ۲۱مه» اعلان وکړ چې دغه سازمان به په تور سمندرګي کې پر سوداګریزو بېړیو د بېپیلوټه الوتکو د وروستیو بریدونو په غبرګون کې خپل دفاعي تدابیر د اړتیا له مخې تنظیموي.
هغه وویل چې له دغو بریدونو وروستهیې د بلغاریا صدراعظم رومن رادف سره خبرې کړې دي.
دا په یوه اوونۍ کې د بلغاریا ساحل ته نږدې دا ډول دوهمه پېښه ده.
د بلغاریا چارواکو د سېشنبې په ورځ د روسیې سفیر هم احضار کړ.
اوکراین او اروپايي ټولنې هم دغه بریدونه غندلي، خو روسیې تر اوسه په دې اړه غبرګون نهدی ښودلی.
د افغانستان او بنګلهدېش د ټېسټ کرکټ لوبه مساوي پای ته ورسېده
د افغانستان او بنګلهدېش د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د ټېسټ لوبه له پنځو ورځو سیالۍ وروسته په مساوي ډول پای ته ورسېده.
دا لوبه د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې ترسره شوه او د سېشنبې په ورځ «د اکټوبر پر ۱۳مه» پرته له دې چې کومه لوبډله بریالۍ شي، پای ته ورسېده.
د لوبې په پنځمه او وروستۍ ورځ د افغانستان لوبغاړو تر وروستي اوور پورې لوبې ته دوام ورکړ او د بنګلهدېش لوبډلې ونهشو کولای د افغانستان ټول لوبغاړي له میدانه بهر کړي.
په پایله کې لوبه مساوي شوه.
تر دې وروسته به د افغانستان، زېمبابوې او بنګلهدېش د کرکټ ملي لوبډلې د اکټوبر له ۱۷مې تر ۲۳مې پورې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو (او ډي ای) په لړۍ کې له یو بل سره مخامخ شي.
طالبانو پر FM څپو د بي بي سي راډيويي خپرونې ځنډولي
بي بي سي نن تایید کړه چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې پر ایف اېم څپه د دوی راډيويي خپرونې ځنډولې دي.
د بي بي سي د مطبوعاتو څانګې په بیان کې راغلي چې «افغان چارواکو په ټول افغانستان کې پر ایف اېم باندې د بي بي سي راډیو خپرونې ځنډولې دي خو په لنډو او متوسطو څپو، سټلایټ او خواله رسنیو به خپرونې روانې وي.»
بي بي سي ویلي چې له چارواکو سره په دې اړه په تماس کې دي.
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خیبب غفران ادعا کړې چې د :«بي بي سي فعالیتونه د یو لړ مکرر تخطیو له امله د اوس لپاره د هېواد په کچه ځنډیدلې دي.»
د طالبانو حکومت د ازادي راډیو، امریکا غږ او نورو نړیوالو رسنیو ایف اېم څپې هم بندې کړي او په پاڼو باندې یې وخت په وخت محدودیتونه لګولي.
له طبیعي پېښو زیانګالی افغانستان؛ د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو نړیواله ورځ
نن د اکتوبر ۱۳مه، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو نړیواله ورځ ده.
افغانستان د طبیعي پېښو له امله له ډېرو زیانګالو هېوادونو دی او د مرګژوبلو یو لوی عامل هم د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي کمښت بلل کېږي.
ملګري ملتونه وايي چې د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د اګست تر لومړیو پورې، په افغانستان کې تر ۹۲ زرو ډېر کسان د طبیعي پېښو له امله اغېزمن شوي دي.
وروستۍ لویه پېښه په تېر جولای میاشت کې د نورستان د سیلابونو وه چې پکې ۲۴ کسان مړه او شاوخوا ۸۰ نور ټپيان شول.
د پولیو یوه بله نوې پېښه ثبت شوې
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د یوې بلې مثبتې پېښې خبر ورکړی.
دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي چې د پولیو نوې پېښه د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې رامنځته شوې.
په دې سره سږ ۲۰۲۶ کال تر دې دمه په افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۳۶ ته رسېدلي دي.
په افغانستان کې د پولیو پېښې د تېر ۲۰۲۵ کال په نسبت لوړې شوي ځکه تېر کال ۲۱ پېښې ثبت شوې وې.
د پولیو پېښې سره له دې چې څو واره واکسیناسیونونه هم وشول پورته تللي.
د طالبانو حکومت واکسینونه د کور په کور میتود پر ځای اوس په جوماتونو او نورو مرکزونو کې ترسره کوي چې ښايي ځینې ماشومان ترې بې برخې پاتې شي.
ټرمپ وايي له ایران سره د جګړې هدف دا و چې دا هېواد اټومي وسلې پیدا نه کړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي له ایران سره د جګړې هدف دا و چې دا هېواد اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.
هغه چې د دوشنبې په ورځ په اوهایو کې یوې غونډې ته غږېده ټینګار وکړ چې جګړه به ډېر ژر خلاصه شي.
هغه دا هم وویل چې د تیلو بیې به هم راټيټې شي.
د امریکا ولسمشر یو وار بیا ایران د ترهګرۍ لومړی شمېر ملاتړی وباله.
ټرمپ تېره اوونۍ هم د ایران د جګړې د پای ته رسېدو خبره کړې وه او ګواښ یې کړی و چې د ایران اسلامي جمهوریت باید د واشنګتن غوښتنې ومني که نه نور به پاتې نه وي.
د خیبر پښتونخوا والي د دغه ایالت لرې کړای شوي چارواکي له افغان طالبانو سره په اړیکو تورن کړل
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت والي تور پورې کړ چې د دغه ایالت لپاره به تګلارې له کابل، کندهار او جلال اباده جوړېدې، چې په خبره یې نور به دا کار نه کېږي.
کنډي د خپلې دې خبرې په اړه د شواهدو له وړاندې کولو پرته د خیبرپښتونخوا ایالتي چارواکو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په ټګۍ هم تورن کړل او ویې ویل د هغو ترهګرو مخه یې نه نیوله چې د ده په ادعا له افغانستانه راتلل.
په خیبرپښتونخوا کې د بېړني حالت په اعلانېدو سره واک له ایالتي چارواکو والي ته لیږدول شوی او اعلی وزیر سهیل افریدي او د کابینې غړي یې نیول شوي.
هڅه مو وکړه چې د کونډي د دغو تورونو په اړه د تحریک انصاف ګوند د ویاندویانو نظر ولرو، خو هغوی تر دې دمه زمونږ پوښتنې نه دي ځواب کړي.
د راپورونو په اساس په خیبرپښتونخوا کې وضعیت کړکېچن دی او حکومت په انټرنیټ باندې محدودیتونه هم لګولي دي.
د طالبانو حکومت د خیبرپښتونخوا د والي د تازه څرګندونو په باب څه نه دي ویلي خو د طالبانو یوې معتبرې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې دوی په دې اړوند پرون نظر خپور کړی او هغه کفایت کوي.
د دوشنبې په ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د پاکستان روانې ستونزې په ټولې سیمې منفي اغیزې کوي او د پاکستاني چارواکو لخوا په افغانستان د خپلو ناکامیو پړه اچول د هيڅ ستونزې حل نه ده.
د ترکیې استخبارات: د «پيکېکې» وسلهوال د عراق شمال کې له څلورو اډو وتلي
ترکیې تأیید کړه چې د عراق د کردستان د کارګرانو د ګوند «پيکېکې» وسلهوال د عراق په شمال کې له څلورو اډو وتلي دي.
د ترکیې دولتي خبري اژانس اناتولي د دې هېواد د استخباراتي ادارې له قوله د دوشنبې په ورځ «د تلې په ۲۰مه» وویل چې «پيکېکې» د عراق په شمال کې د متینا او بزه په سیمو کې خپلې څلور اډې تشې کړې دي.
دې اژانس د امنیتي سرچینو په حواله ویلي چې دغه اډې د اکټوبر تر اتمې نېټې پورې تشې شوې دي.
د کردستان کارګرانو ګوند تېره اوونۍ اعلان کړی و چې خپل وسلهوال ځواکونه د ترکیې پولې ته له نږدې سیمو څخه باسي.
دا اقدام د سولې د هغو هڅو یوه برخه ده چې هدفیې د دغه ګوند او د ترکیې د حکومت ترمنځ د څو لسیزو جګړې پای ته رسول دي.
ترکیې دوه میاشتې وړاندې یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې د کردستان کارګر ګوند غړو ته محدوده بخښنه په پام کې نیول شوې ده.
خو د دغه قانون عملي کېدل په دې پورې تړلي چې د دې ډلې بې وسلې کېدل، د پوځي فعالیتونو درول او د وسلو او مهماتو سپارلیې تأیید شي.
ترکي چارواکو ویلي چې د دغو اډو تشول کولای شي د سولې د بهیر له پرمختګ سره مرسته وکړي.