د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۸ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۵۵

نړۍ

د ایران قضایه قوې د یو بل معترض د اعدام خبر ورکړ

د ایران قضایه قوې د یکشنبې په ورځ، د زمري په ۲۵مه، اعلان وکړ چې د ۱۴۰۴ کال د پراخو اعتراضونو یو بل معترض نن سهار اعدام شوی دی.

شهرام صادقي د ایران په حکومتي رسنیو کې تورن شوی و چې د تېر کال د اعتراضونو پر مهال یې څو پولیس تر خپل موټر لاندې کړي دي.

د ایران د رسنیو د راپورونو له مخې، د دې پېښې په پایله کې اوه ایراني پولیس "د سر، پښو، لاسونو او سترګو" له برخو ټپیان شوي دي.

خو د شهرام صادقي د محاکمې د څرنګوالي او د هغه د دوسیې د څېړنې د بهیر په اړه خپلواک شواهد او اسناد نه دي خپاره شوي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د روان لمریز کال له پیل راهیسې تر اوسه په ایران کې لږ تر لږه ۵۶ کسان د ملي امنیت اړوندو جرمونو په تور اعدام شوي، چې ۲۷ یې له اعتراضونو سره تړاو لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امریکا د ایران او روسیې پرڅو شرکتونو بندیزونو ولګول

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د تلي په ۷ د ایران "ساها" هوايي شرکت او دوه روسي شرکتونه "یاکوفلف" او "اېم جي فلوټ" تحریم کړل.

دغه وزارت وايي، دا شرکتونه د ایران لپاره د پوځي تجهیزاتو په برابرولو او د وسلو په لېږد کې لاس لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، روسي "یاکوفلف" شرکت یاک-۱۳۰ ډوله روزنیزې او جنګي الوتکې تولیدوي او د ایران لپاره یې د غوښتل شویو ۲۴ الوتکو نږدې ټولې سپارلې دي.

دغه راز، "اېم جي فلوټ" شرکت له ایران څخه روسیې ته د بالستیک توغندیو او د هوايي مدافعې له سیسټمونو سره د اړوندو تجهیزاتو په لېږد کې په لاس لرلو تورن شوی دی. د ایران "ساها" هوايي شرکت هم د وسلو او پوځي تجهیزاتو د لېږد له کبله د بندیزونو په نوملړ کې شامل شوی دی.

په ورته وخت کې د امریکا د خزانې وزارت په څو هېوادونو کې لس نور کسان او بنسټونه هم د ایران دفاع وزارت ته د وسلو او پوځي پرزو د برابرولو په تور تحریم کړي دي.

واشنګټن وايي، دا بندیزونه د ټرمپ ادارې د هغه کمپاین برخه ده چې هدف یې پر ایران د اقتصادي فشار زیاتول او له نړیوال مالي او سوداګریز نظام سره د تهران د اړیکو محدودول دي.

ټرمپ یوځل بیا وویل چې له ایران سره جګړه به ډیر ژر پای ته ورسوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي چې له ایران سره جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي او له هغې وروسته به د تېلو بیې هم راټیټې شي.

ټرمپ د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې په یوه وینا کې له ایران سره جګړه د خپل حکومت له مهمو اقداماتو وبلله او د ایران وضعیت یې "ډېر خراب" وباله.

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تهران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خپل وړاندیز په اړه د امریکا رسمي ځواب ته منتظر دی.

د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ ډي ونس هم ویلي، له ایران سره یوې موافقې ته رسېدل ممکن دي، خو ټینګار یې کړی چې واشنګټن به په راتلونکو دوو میاشتو کې د تهران د څرګندونو پر ځای د هغه عملي اقدامات په پام کې نیسي.

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه؛ کییف کې لږترلږه درې کسان وژل شوي دي

د اوکراین چارواکي وايي، پر کییف او شاوخوا سیمو د روسیې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې لږ تر لږه درې کسان چې یو ماشوم هم پکې دی، وژل شوي دي.

د کییف والي تیمور تکاچینکو د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر پر ۳۰مه وویل، د کییف په سیمه کې د روسیې تر یوه بل توغندیز او ډرون برید وروسته د یوه ماشوم مړی له کنډوالو را وایستل شو.

د هغه په وینا، په بریدونو کې شخصي کورونو، ګودامونو، موټرو او زیربناوو ته زیان رسېدلی او په ځینو ځایونو کې اورونه هم لګېدلي دي.

تکاچینکو خبرداری ورکړی چې پر کییف سیمه بریدونه لا هم روان دي او له خلکو یې غوښتي چې د هوايي برید خبرداری جدي ونیسي او په خوندي ځایونو کې پاتې شي.

د اوکراین هوايي ځواک ویلي، روسیې د شپې له خوا پر اوکراین څو بالستیک توغندي او ۱۸۸ بې‌پیلوټه الوتکې کارولې، چې د بریدونو اصلي هدف یې د کییف سیمه وه.

م. م: نړۍ کې ښايي نږدې ۸،۳ میلیونه کډوال او بې‌‌ځایه شوي له مرستو بې‌برخې شي

ارشیف
ارشیف

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ «یو اېن اېچ سي ار» خبرداری ورکړی چې د بودجې د سخت کمښت له امله په نړۍ کې نږدې ۸،۳ ملیونه کډوال او نور جبري بې‌‌ځایه شوي کسان ښايي له اړینو مرستو بې‌برخې شي.

دې کمېشنرۍ د سې شنبې په ورځ وویل، روان کال د کډوالو د ملاتړ لپاره ۸،۵ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، خو د جولای تر پایه‌یې یوازې ۳۲ سلنه بودجه ترلاسه کړې وه.

«یو اېن اېچ سي ار» وايي، د بودجې دوامداره کمښت په نړۍ کې د کډوالو د ملاتړ او خوندیتوب خدمات له جدي ګواښ سره مخامخ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر پایه په نړۍ کې شاوخوا ۱۱۷،۸ میلیونه کسان په جبري ډول له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي و.

دا شمېر په ۲۰۲۴ کال کې ۱۳۲،۲ میلیونه او تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی و.

له دغو بې‌ځایه شویو کسانو څخه ۳۵،۶ میلیونه کډوال‌یې د «یو اېن اېچ سي ار» تر پوښښ لاندې دي.

د دغو کډوالو شاوخوا دوه پر درېیمه برخه‌یې د افغانستان، سوریې، سوډان، اوکراین او ونزوئلا وګړي دي.

له هرمز تنګي د تېلو د لېږد زیاتېدل؛ د تېلو بیو کې بدلون راغلی

ارشیف
ارشیف

د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو په اړه د بېلابېلو راپورونو له خپرېدو او له هرمز تنګي څخه د تېلو د لېږد د زیاتېدو په تړاو، د سې ‌شنبې په ورځ «د تلې/ میزان په اوومه» د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې ښکته او پورته شوې.

د برنټ اومه تېلو د یوه بېرل بیه د سې شنبې په سهار ۱۰۷ ډالرو ته لوړه شوه، خو د ورځې په منځ کې بېرته ۱۰۳ ډالرو او ۹۰ سېنټو ته راکمه شوه.

د فرانس‌پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه څرګندونې هم د تېلو د بیو په راټیټېدو کې اغېزمنې وې چې ویلي یې دي، له ایران سره به خبرې اترې روانه اوونۍ هم دوام وکړي.

د تېلو په بیو کې دا بدلونونه په داسې حال کې دي چې په امریکا کې د ۱۰ کلنو دولتي پورپاڼو د سود کچه ۵ اعشاریه ۲۲ سلنې ته لوړه شوې ده.

دا په نږدې ۲۰ کلونو کې د دغو پورپاڼو د سود تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.

په تایلند کې د سیلابونو له امله لسګونه کسان مړه شوي دي

د بانکوک د ښار یوه څنډه چې اوبو لاندې کړې
د بانکوک د ښار یوه څنډه چې اوبو لاندې کړې

په تایلند کې د تیرو دوه اونیو سختو ورښتونو او سیلابونو له امله ۲۳ کسه مړه او پلازمینه بانکوک کې ۷ لکه کسان زیانمن شوي دي.

تایلندي چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې پلازمینه کې ۴ کسه مړه شوي دي او دهیواد له ۷۷ ولایتونو څخه په نهو ویشتو کې سیلابونه راغلي دي.

د بانکوک ځینې برخې اوبو لاندې کړي او شاوخوا ۷ زره کسان له خپلو کورونو خوندي سیمو ته کډه شوي .

چارواکي وايي له زیانمنو سیمو د اوبو لیرې کیدل به یوه اونۍ وخت ونیسي .

عباس عراقچي:د ایران په دریځونو کې هیڅ ډول بدلون نه دی رامنځ ته شوی

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي

دایران بهرنیو چارو وزیر نیویارک ته د خپل سفر په پای کې وویل چې ددوی په دریځ هیڅ ډول بدلون نه دی رامنځ ته شوی.

عباس عراقچي، صدا وسیما دولتي خبري اژانس ته وویل: «له څو ساعتونو راهیسې ځینې ادعاوې مطرح شوي دي چې په قاطعیت سره ویلی شم چې د ایران په دریځونو کې هیڅ ډول بدلون نه دی رامنځ ته شوی».

عراقچي ددغو ادعاوو د جزئیاتو په هکله څه ونه ویل خو ښکاري چې اشاره یې د اکسیوس وبسایټ هغه راپور ته وه چې په کې ویل شوي دي چې امریکا ایران ته وړاندیز کړی که چیرې له خپل اټومي پروګرام ترشا شي نو ورباندې لګیدل شوي بندیزونه به لیرې او کنګل شوې پانګې به یې ازادې شي.

دامریکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ د دوشبنې په شپه ( دتلې ۶مه ) دغه راپور جعلي وباله او ټینګار یې وکړ چې ایران ته یې هیڅ کوم وړاندیز نه دی کړی.

عباس عراقچی په خپلو خبرو کې زیاته کړه : «اوسمهال موضوع یوازې د هرمز تنګی دی او پرانیستل یې هم هغو شرطونو پورې تړاو لري چې مقابل اړخ ته مو اعلان کړي دي».

هغه وویل چې تهران د قطر له لارې د امریکا ځواب ته په تمه دی او چې کله ترلاسه شي نو د بل ګام په هکله به پریکړه وشي.

عراقچې هیله څرګنده کړه چې دامریکا نهايي ځواب تر نن سه شنبې ترلاسه کړي.

لندن د پناه غوښتونکو د بیا میشتیدو پروګرام له سره پیلوي

ارشیف
ارشیف

برتانیا د پناه غوښتونکو د بیا میشتیدو پروګرام له سره پیلوي.

تمه ده چې ددغه پروګرام ۲۵ سلنه غوښتونکي به افغانې نجونې او ښځې او فلسطینیان وي.

د برتانیې کورنیو چارو وزیرې شبانې محمود د دوشنبې په ورځ وویل دغه پروګرام زیانګالو کسانو لپاره برتانیې ته د ورتګ د خوندي لارو د برابرولو په موخه پلی کیږي او ټاکل شوې د پناه غوښتونکو لومړنۍ ډله یې سږکال دغه هیواد ته ننوځي.

یاد پروګرام د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو د سترې کمشنرۍ سره په ګډه ترسره کیږي.

خیریه موسسې او غیرانتفاعي سازمانونه هم د پناه غوښتونکو د ملاتړ لپاره په دغه پروګرام کې ونډه اخیستلای شي.

یاد پروګرام په داسې حال کې بیا پیلیږي چې د برتانیې حکومت هلې ځلې کوي چې د کډوالو د منلو پالیسۍ سختې کړي او دغه هیواد ته دغیرقانوني کډوالو د ورتګ مخه هم ونیسي.

د پاکستان حکومت: تحریک انصاف دې د پاکستان او افغانستان ترمنځ یو انتخاب کړي

د «پاکستان تحریک انصاف» ګوند پلویان
د «پاکستان تحریک انصاف» ګوند پلویان

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ، په داسې حال کې چې د «پاکستان تحریک انصاف» ګوند پلویان د پخواني صدراعظم عمران خان د خوشې کېدو لپاره هلې ځلې کوي، د یاد ګوند مشران له افغانستان سره په خواخوږۍ تورن کړل او ورباندې یې غږ وکړ چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ دې یو انتخاب کړي.

عطاءالله تارړ د کورنیو چارو وزیر طلال چوهدري ترڅنګ په اسلام‌اباد کې د دوشنبې ورځې خبري غونډې ته څرګندونو کې چې وېډیو یې په خپله اېکس‌پاڼه خپره کړې وویل چې خیبر پختونخوا کې د تحریک انصاف په مشرۍ حکومت په ځای د دې چې جدي امنیتي ستونزو ته رسیدګي وکړي د خپل مشر د خلاصون لپاره هلې ځلې کوي.

د تحریک انصاف ګوند مشرانو د شنبې په ورځ خپل هغه لوی لاریون چې د یکشنبې ورځې لپاره‌یې اسلام‌اباد کې پلان کړی و، یوه اوونۍ وځنډاوه.

پاکستاني چارواکو د لاریون د مخنیوي لپاره لسګونه زره امنیتي ځواکونه پلازمېنه کې ځای پر ځای کړل او مهمې لارې یې په کانټینرونو تړلې وې.

۷۳ کلن عمران خان او مېرمن‌یې له ۲۰۲۳ کال راهیسې د مالي فساد، د حکومت ضد د خلکو پارولو او یو شمېر نورو قضیو په تور په زندان کې دی.

عمران خان دغه ټول تورونه ردوي او وايي چې دا قضیې سیاسي انګېزه لري.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر له روبیو سره د خبرو لپاره واشنګټن ته ورسېد

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره خبرو لپاره د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته ورسېد.

شهزاده فیصل بن فرحان په داسې حال کې امریکا ته سفر کوي چې د ریاض او د یمن د حوثیانو ترمنځ شخړې په دې وروستیو کې زور اخیستی دی.

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس راپور ورکوي چې شهزاده فیصل به خپل امریکايي ساري سره د دوه اړخیزو اړیکو او مهمو سیمه‌ییزو او نړیوالو تحولاتو په هکله خبرې وکړي.

سرچینو روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان روانه میاشت د حوثیانو په وړاندې چې ایران‌یې ملاتړ کوي، د امریکا د پوځي مرستې غوښتنه وکړه، خو واشنګټن سره له دې چې له مستقیمو بریدونو ډډه وکړه، مګر دا یې ومنله چې ریاض ته استخباراتي معلومات وړاندې او د اهدافو په نښه کولو کې ورسره مرسته وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG