د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۵ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۳۱

خبرونه

افغان سیاستوال او پخوانی دیپلومات عبدالغفار فراهی وفات شو

افغان پخوانی دیپلومات ، سیاستوال او لیکوال عبدالغفار فراهي
افغان پخوانی دیپلومات ، سیاستوال او لیکوال عبدالغفار فراهي

د افغان سیاستوال، پخواني دیپلومات او لیکوال عبدالغفار فراهی د کورنۍ غړو ازادي راډیو ته تایید کړه چې نوموړی د ۹۱ کلونوً په عمر د ورپیښې ناروغۍ له امله د امریکا په ویرجینیا کې وفات شوی دی او جنازه یې د پنجشنبې په ورځ خاورو ته سپارل کېږي.

عبدالغفار فراهي چې له شاهي دورې راهیسې د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې په بېلابېلو دندو کار کړی، په خپل وروستي دیپلوماتیک ماموریت کې په واشنګتن کې د افغانستان د سفارت شارژ دافیر پاته شوی او په وروستیو کلونو کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر هم و .

ښاغلی فراهي د ملي شورا د ولسي جرګې غړی هم پاته شوی او د «افغانستان د ډیموکراسۍ او جمهوریت کلونو کې» تر عنوان لاندې کتاب او نور قلمي اثار یې چاپ شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پولنډ په خپله خاوره کې د امریکايي پوځیانو د اډې د جوړېدو لپاره د امتیاز ورکولو وړاندیز وکړ

پولنډ د دې لپاره چې په خپله خاوره کې یې امریکايي ځواکونه دایمي پوځي اډه جوړه کړي، امریکا ته د مالي امتیازاتو وړاندیز کړی دی.

د پولنډ دفاع وزارت یوه مرستیال وزیر پاول زالېفسکي د ازادې اروپا/ ازادی راډیو ته ویلي، وارسا وړاندیز کوي چې په پولنډ کې هر مېشتېدونکي امریکايي سرتېري ته په کال کې ۱۵ زره ډالر ورکړي او د پوځي اډې د زیربناوو لګښتونه هم پر غاړه واخلي.

هغه ویلي، د واشنګټن او وارسا خبرې اوس د دې طرحې پر عملي کولو، د امریکايي ځواکونو پر شمېر، د هغوی پر وړتیاوو او د اډې پر احتمالي ځایونو متمرکزې دي.

د پولنډ حکومت مخکې هم ویلي چې غواړي په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو د دایمي حضور لپاره اډه جوړه کړي، او د دې پروژې د لګښت یوه لویه برخه به پولنډ ورکوي.

عراق د ایران د الوتنو د بیا پیل لپاره له امریکا سره خبرې کوي

د عراق حکومت وايي، له امریکا سره خبرې کوي چې د دغه هېواد ځینې هوايي ډګرونه له هغه بندیزه معاف کړي چې د ایران د هوايي شرکتونو پر الوتکو لګېدلی دی.

د عراق د صدراعظم دفتر ویلي، بغداد له واشنګټن سره په مستقیمو خبرو کې دی، څو د درملنې، زده‌کړو او زیارتونو په ګډون د بشري موخو لپاره د ایران ځینې الوتنې بېرته پیل شي.

د ایران د هوايي شرکتونو الوتنې د سپټمبر له ۲۳مې بغداد او وروسته نجف، اربیل او سلیمانیې ته هم درول شوې دي. امریکا مخکې د ایران هوايي شرکتونه د بندیزونو په تور لېست کې شامل کړي او د هغوی خدمت کوونکو بهرنیو شرکتونو ته یې د بندیز خبرداری ورکړی دی.

اسیايي لوبې؛ د افغانستان او هند د کرکټ لوبډلې مخامخ کېږي

ارشیف
ارشیف

د اسیايي سیالیو د کرکټ په څانګه کې سبا (دوشنبې) د افغانستان لوبډله له هند سره مخامخ کېږي.

افغانستان تر دې وړاندې د اسیايي سیالیو د کرکټ په برخه کې دوې مسابقې کړي چې لومړۍ یې له جاپان څخه ګټلې او دوهمه یې پر نیپال بایللې ده.

سبا د هند په وړاندې د افغانستان سیالي د کابل په وخت د سهار په نهه نیمې بجې پیلېږي.

دا سیالۍ په دوو ګروپونو کې کېږي او افغانستان په اې ګروپ کې له نیپال، او جاپان سره یوځای دی. حاضردمه نیپال د درو امتیازونو د لرلو له کبله د خپل ګروپ د جدول په سر کې دی خو که افغانستان نن هند ته ماتې ورکړه، د جدول سر ته به وخېژي.

د سرطاني ناروغیو د ۱۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو طرحه تصویب شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سرطان د یوه تخصصي خیریه روغتون د جوړېدو طرحه تصویب کړې ده.

د سوداګرۍ خونې پرون (شنبې) وویل، دا روغتون به په لومړي پړاو کې ۱۰۰ بستره ولري او په ځانګړې ډول به د سرطاند هغو ناروغانو د تشخیص او درملنې لپاره کارول کېږي، چې بېوزله دي او د درملنې وس نه لري.

د خونې رئیس سیدکریم هاشمي ویلي، دا یوه ملي او بشري طرحه ده چې د سوداګرو، پانګه‌والو، خیریه کسانو او خلکو په ګډون به عملي کېږي.

د پروژې د عملي کولو لپاره یوه مسلکي کمېټه هم ټاکل شوې چې د روغتون د جوړېدو ځای، نقشه، طبي وسایل، لګښتونه، مالي سرچینې او د مدیریت څرنګوالی وارزوي او د پروژې جامع اجرايي طرحه چمتو کړي.

د ډیره اسماعیل خان په چاودنه کې د ژغورنې دوه کارکوونکي وژل شوي

ارشیف
ارشیف

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې د یوې مرګونې چاودنې د قربانیانو د لېږد پر مهال پر امبولانسونو وسله‌وال برید شوی چې په کې د ژغورنې ادارې دوه کارکوونکي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د ژغورنې ۱۱۲۲ ادارې مشر عمران فیضي ازادي راډیو ته ویلي، وسله‌والو هغه مهال پر امبولانسونو ډزې وکړې چې د درازندې د «امن مېلې» پر پوسته د چاودنې ټپیان او مړي یې روغتون ته لېږدول.

د ژغورنې ۱۱۲۲ د درازندې ساحوي مشر هستي خان شیراني ویلي، امبولانسونه د درابن پر لاره وو چې وسله‌والو پرې مخامخ برید وکړ.

د چارواکو په وینا، د لومړنۍ چاودنې او وروسته وسله‌والو بریدونو په پایله کې ټولټال ۱۱ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي چې د ډیره اسماعیل خان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د ژغورنې ۱۱۲۲ ویاند د برید مسوولیت پر تحریک طالبان پاکستان اچولی، خو تر اوسه د دې ډلې له لوري په دې اړه کوم دریځ نه دی خپور شوی.

د نورستان په کامدېش کې د طالبانو او د ازادۍ جبهې ترمنځ د نښتې ادعا

د طالبانو مخالفې ډلې، د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې د شنبې په ورځ د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ کې د دې جبهې او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

جبهې د شنبې په ورځ، د تلې څلورمه، پر اېکس په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو د دې ډلې پر مورچو برید کړی او وروسته نښته رامنځته شوې ده.

تر دې دمه طالبانو د راډیو ازادي د دغو ادعاوو په اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

راډیو ازادي نه شي کولای چې دا ادعاوې په خپلواکه توګه تایید کړي.

د خیبرپښتونخوا په ډیری اسماعیل خان کې چاودنې لږترلږه یولس کسان وژلي او تر ۳۰ ډیر يې ټپیان کړي

د خیبرپښتونخوا په ډیری اسماعیل خان چاودنه
د خیبرپښتونخوا په ډیری اسماعیل خان چاودنه

د خیبرپښتونخوا په ډیری اسماعیل خان سیمه کې نن مازیګر د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې په چاودنه کې لږترلږه یولس کسان وژل شوي او تر ۳۰ ډیر ټپیان شوي دي.

د پولیسو چارواکو په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال ته تایید کړې چې چاودنه درازنده سیمه کې امن میلې امنیتي پوستې ته نژدې شوې ده.

دا سیمه د خیبرپښتونخوا او بلوچستان ترمنځ لویه لار ده.

لومړني راپورونه ښيۍ چې له چاودونکو توکو ډک موټر د پولیسو پر پوسته ورغلی او چاودنه يې کړې ده.

دا پوسته په سیمه کې یو ګمرګ ته نژدې ده.

د ۱۱۲۲ په نوم د ژغورنې اداره وايي چې په وژل شویو کې د ګمرګ شپږ کارکوونکي، او پنځه ملکیان چې دوه تنه يې ښځې، دوه يې نارینه او یو ماشوم شامل دي.

دې ادارې ویلي چې ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.

په پاکستان کې د پخواني صدراعظم عمران په ملاتړ لاریونونه د یوې اوونۍ لپاره وځنډول شول

په پاکستان کې د پخواني صدراعظم عمران په ملاتړ لاریونونه د یوې اوونۍ لپاره وځنډول شول.

رویترز خبري اژانس نن شنبه د (سپټمبر۲۶مه) د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر او د تحریک انصاف ګوند (پي ټي ای) غړي سهیل افریدې په حواله ویلي،"د لاریونونو ځنډول زموږ د ستراتیژي یوه برخه ده، موږ باید د پاکستان فډرالي حکومت ستړی کړو".

افریدې وړاندې ویلي چې دغه لاریونونه د اکټوبر۴مې ته ځنډول شوي دي.

پي ټي ای د عمران په ملاتړ سبا یکشنبې د اسلام اباد په ګډون د پاکستان په لویو ښارونو کې پراخ لاریونونه پلان کړي وو.

پاکستاني چارواکو فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د دې لاریونونو لپاره يې په اسلام اباد کې ۲۲زره امنیتي ځواکونه او دوه پوړییز کانتیرونه ځای پرځای کړي دي.

د چارواکو په خبره، د پېښور او اسلام اباد ترمنځ ټولې لارې تړل شوي او د خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ دی.

۷۳کلن عمران خان له ۲۰۲۳کال راهیسې د مالي فساد، د حکومت ضد د خلکو پارولو او یو شمیر نورو قضیو په تور په زندان کې دی.

عمران خان پر ځان لګیدلي ټول تورونه ردوي او وايي چې دا قضیې سیاسي انګیزه لري.

سنټکام: په هرمز تنګي کې ۱۲۲ سوداګریزې بیړۍ اړ شوي چې خپل مسیر بدل کړي

هرمز تنګی
هرمز تنګی

په منځني ختیځ کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) پرون جمعه وویل، د ایران د سمندري محاصرې د دویم پړاو له پیل راهیسې يې ۱۲۲ سوداګریزې بیړۍ اړ کړي چې خپل مسیر بدل کړي.

د سنټکام دې اقدام د ایران د تیلو صادرات تقریبا په ټپه درولي دي.

امریکا د ایران د سمندري محاصرې دویم پړاو په تیره سرطان میاشت کې وروسته له هغه پیل کړ چې په هرمز تنګي کې د تیلو پر څو ټانګرونو بریدونه وشول.

په عین حال کې یو امریکايي چارواکي رویترز خبري اژانس ته ویلي چې د میزان له پیل راهیسې شاوخوا۶۰ سوداګریزې بیړۍ له هرمز تنګي تیرې شوي دي.

د دغه چارواکي په خبره، په وروستیو میاشتو کې دا لومړی ځل و چې په دې شمیر د خامو تیلو ډیرې سوداګریزې کښتۍ له دې تنګي تیرې شوې.

ایران او امریکا دواړه پر هرمز تنګي د کنټرول ادعا لري.

پر ایران د امریکا له بریدونو مخکې له تنګي د نړۍ نژدې یوه پر پنځمه برخه تیل تیریدل.

پر ایران سخت اقتصادي بندیزونه؛ طالبانو د هغه کس د نیولو خبر ورکړ چې غوښتل يې ایران ته ډالر قاچاق کړي

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په هرات ولایت کې يې هغه کس نیولی دی چې غوښتل يې ۵۸۰زره امریکايي ډالر ایران ته قاچاق کړي.

دغه وزارت نن شنبه پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې دا کس د اسلام قلعه په بندر کې نیول شوی دی.

طالبانو د دې کس د هویت په اړه جزییات نه دي ورکړي.

طالبان په داسې حال کې ایران ته د امریکايي ډالرو د قاچاق د مخنیوي خبره کوي چې امریکا په وروستیو کې پر ایران سخت اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ د ایران د "اقتصادي انزوا" په نوم د بندیزونو یوه لړۍ پیل کړې ده.

په وروستیو کې د ایران د هوايي چلند پر سکټور بشپړ بندیزونه ولګول شول چې له کبله يې ایران ته د شاوخوا ۹۰سلنه الوتنو مخه ونیول شوه.

له دې سربیره د ایران د تیلو او انرژۍ پر شریکونو او هغوو ایراني بانکونو هم بندیزونه لګول شوي له چې ایرانه د باندې فعالیتونه کوي.

امریکا پر هغوو اشخاصو هم بندیز لګولی چې غواړي ایران ته توکې وارد کړي.

اوسمهال په ایران کې د امریکايي ډالرو ارزښت ډیر لوړ دی چې یو امریکايي ډالر ۲۳۵۱ ایراني تومانه کیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG