د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۰۷

د کامې پُل شاوخوا سیمه په یوه تفریحي مرکز بدله شوې

د کامې پل شواوخوا
د کامې پل شواوخوا

د کونړ سیند پر غاړه د کامي پل شاوخوا سیمه کې چې تر ډېره دې ولسوالۍ ته د تګ راتګ لاره ده ورو ورو په یوه ګڼې ګوڼې ډک تفریحي ځای بدلېږي؛ نوي هوټلونه، شیریخ خانې او د خوراک څښاک واړه کاروبارونه پکې جوړ شوي او نږدې هره ورځ د ننګرهار تر څنګد بېلابېلو سیمو خلک د سیل او تفریح لپاره ورځي.

د سیند یخه هوا، د اوبو شوراو د کامې زرغون چاپېریال هغه څه دي چې په ځانګړي ډول د مازیګر له خوا ګڼې کورنۍ او ځوانان دې سیمې ته راکاږي.

د ننګرهار کامې ولسوالۍ د خپل مشهور شیریخ له امله مشهوره ده، او ډېر شمېر خلک په ځانګړي ډول د ګرمې په موسم کې د شیریخ د خوړولو لپاره دغه ولسوالۍ ته سفر کوي، خو د سیمې خلک وايي په وروستیو کې دغلته د سیلانیانو شمېر زیات شوی دی.

«موږ دلته کامې ته په چکر راغلي یو، کامه د شیریخ او طبیعي ښکلا له امله په سیمه کې مشوره ولسوالي ده.»

ریحان ستانکزی چې له لوګره دغه ولسوالۍ ته له خپلو ملګرو سره په چکر تللی ازادي راډيو ته یې وویل:«د کامې شیریخ د خپل خوند او لوړ کیفیت له امله هره ورځ سلګونه سیلانیان دغه سیمې ته راکاږي، د دې ترڅنګ د سیند غاړه او د کامې زغورنتیا نور هغه څه دي چې دې سیمې ته یې لا ښکلا ورکړې او خلک اړکوي چې دغلته لاړ شي او هم میله وکړي او هم چکر ووهي.»

د پلازمینې کابل یو اوسېدونکی حبیب الله سهاک چې دا هم له خپلو ملګرو سره په چکر ننګرهار او بیا کامې ته تللی وايي دغه ولسوالۍ د سیلانیانو لپاره د چکر ښه سیمه ده.

هغه وویل: «کامه ډېره ښایسته سیمه ده، د سیند په غاړه ګڼ هوټلونه جوړ شوي دي، پاس غر دی لاندې سیند، دې خپله یوه ښکلا رامنځته کړې ده، موږ هم کله کله دلته راځو او چکر په کې وهو.»

د سیمې د هوټلونو مسوولین هم وایي، د پسرلي او اوړي په موسمونو او په ځانګړي ډول د رخصتیو په ورځو کې دغلته د خلکو ګڼه‌ګوڼه زیاته وي.

د کامې پله ته څېرمه د یو هوټل مسول عابد ازادي راډيو ته وویل چې په دې کاروبار یې نه یوازې ځان ته د عاید سرچینه برابره کړې بلکې لسګونه نورو کسانو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده.

نوموړي زیاته کړه: «ماسره خپله په دې هوټل کې تر پنځلس کسان کار کوي، او دې ټولو ته د کار زمینه برابره شوې ده، همداسې په نورو هوټلو کې هم، دلته د کابل په ګډون له بېلابېلو ولایتونو نه خلک راځي، شکر دی کار چلیږي او ماښام یوه مړۍ حلاله روزي ګټو.»

د کامې یو شمېر اوسېدونکي بیا دې حالت ته خوښ دي.

دوی وايي داسې مهال چې په افغانستان کې د کار پیدا کول ستونزمن شوي دوی ته په کور دننه کاري زمینه برابره شوې ده.

د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي فضل وهاب ازادي راډيو ته وویل:«خلک راځي، هره ورځ، له جلال اباد ښار نه، بیلابیلو ولسوالیو نه ، ان له ولایتونو نه، دلته خلکو ته قدر ورکول کیږي، میلمانه پالل کیږي، او بل دا چې سیمه ښایسته ده ځکه هره ورځ سیلانیان ورته راځي.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ د لوړې کچې په اړه پرله‌پسې راپورونه خپرېږي او د هېواد په ګڼو سیمو کې خلک د کاري فرصتونو له کمښت شکایت کوي.

خو د کامې پل شاوخوا د تفریحي فعالیتونو پراختیا لږ تر لږه د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو لپاره د عاید سرچینه ګرځېدلې ده.

د هوټلونو، شیریخ خانو او نورو وړو کاروبارونو له پراخېدو سره ځینې ځوانان توانېدلي چې د خپلو کورنیو لپاره یوه مړۍ نفقه پیدا کړي.

کامه د ننګرهار له اوبه لرونکو او کرنیزو ولسوالیو څخه ده.

د کونړ سیند او نورې اوبه یې نه یوازې کرنیزو فعالیتونو ته زمینه برابروي، بلکې د سیمې طبیعي ښکلا یې هم زیاته کړې ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي، که دې ډول تفریحي سیمو ته لا ډېره پاملرنه وشي، د خلکو لپاره به د ساعتېرۍ ترڅنګ د کار نور فرصتونه هم رامنځته شي.

دوی وايي د کونړ د سیند په غاړه دا سیمه ښايي د سیلانیانو لپاره د څو ساعتونو د سیل او ساعت تېرۍ ځای خو نو سیمې د اوسېدونکي لپاره بیا همدا مېلې د کورنۍ د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو وسیله ګرځېدلی ده.

XS
SM
MD
LG