افغانستان
یو افغان په یونان کې د یوې ښځې د وژلو په تور نیولی شوی دی
یو ۲۶ کلن افغان سوک وهونکی چې په یونان کې یې پناه اخیستې، نن چهارشنبې د یوې سکاټلنډۍ مرستندویه کارکونکې الیزابت جین راس د وژنې په تور محکمې ته وړاندې کېږي.
د یونان پولیس وايي، د ۳۸ کلنې راس مړی د جولای په ۱۸مه په اتن ښار کې په یوه بکس کې وموندل شو. نوموړې د جولای له ۱۵مې راهیسې ورکه وه.
پولیس وايي، تورن د وژنې تورونه رد کړي او ادعا کوي چې مړی یې په یوه اپارتمان کې موندلی، خو د وېرې له امله یې په بکس کې ایښی او د پټولو هڅه یې کړې ده.
یوشمیر رسنیو تورن کس شریف احمدزی ښودلې او ویلي یې دي چې هغه چې په افغانستان کې زیږیدلی، په ځوانۍ کې یونان ته تللی او هلته میشت شوی دی.
چارواکي وايي، تورن د راس له مړینې وروسته د هغې بانکي کارت د پیسو ایستلو لپاره کارولی او ښايي د هغې له ټیلیفون څخه یې داسې پیغامونه هم استولي وي چې ګواکې نوموړې لا ژوندۍ ده.
د پولیسو په وینا، د قضیې څېړنې روانې دي او د تورونو بڼه کېدای شي د پلټنو له پرمختګ سره بدله شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په کابل کې د روسیې سفارت پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونه د اندیښنې وړ بللي
په کابل کې د روسیې سفارت د افغانستان پر ختیځو ولایتونو د پاکستان د دوشنبې ورځې بریدونه د اندنیښنې وړ بللي دي.
دغه سفارت د چهارشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه یوه بیان کې له دواړو خواوو غوښتي چې خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.
پاکستان پر نننیو بریدونو سربیره د تیرې دوشنبې سهار وختي هم د افغانستان پر کونړ او خوست ولایتونو بریدونه وکړل چې د هغوی د ادعا له مخې د تحریک طالبان پاکستان غړي په کې په نښه شول.
خو د طالبانو حکومت او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما وویل چې کونړ کې د پاکستان برید پر ملکیانو شوی چې د ښځو په ګډون ۳ تنه په کې وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.
تر دې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزارت هم پر افغانستان د پاکستان هغه برید غندلی و.
د طالبانو حکومت پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو د پاکستان ننني هوایي بریدونه تایید کړل
د طالبانو حکومت پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو د پاکستان ننني هوایي بریدونه تایید کړل.
د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې د پاکستان دغه بریدونه ( ښکاره تیری) بللی او ادعا یې کړې چې لږ تر لږه ۴ تنه ملکیان په کې وژل شوي دي.
خپلواکو سرچینو سملاسي پر افغانستان د پاکستان د نننیو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم دغه ډول خبرونه په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.
ذبیح الله مجاهد وړاندې ویلي چې دغو بریدونو ته به " د پریکنده دريځ په نیولو سره مناسب ځواب ورکړل شي." او زیاته کړې ده چې پاکستاني پوځیانو ته به ناوړه پایلې ولري.
بل پلو د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ادعا کړې چې افغانستان کې یې لس هغه مرکزونه ویشتلي چې په خبره یې بې پيلوټه الوتکې په کې ساتل کېدې.
تارړ ویلي، ننني بریدونه د هغو بې پيلوټه الوتکو د بریدونو په ځواب کې شوي چې د ادعا له مخې یې د طالبانو حکومت پرون چهارشنبه پر پاکستان توغولي دي.
د طالبانو حکومت بیا د دوی له خوا د بې پيلوټه الوتکو بریدونه د پاکستان ( د پوځي حلقاتو) اوازه بللې ده.
له تیر نژدې یوه کال راهیسې د طالبانو د حکومت او پاکستان اړیکې خړې پړې دي او څو ځله یې د ډیورند کرښې په اوږدو او دغه راز تورخم او سپین بولدک دروازو کې یو پر بل بریدونه کړي دي.
د اسیايي سیالیو دوام؛ د افغانستان کرکټ لوبډله له جاپان سره لوبه کوي
د اسیايي سیالیو په دوام کې ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ لوبډله نن (پنجشنبه) د جاپان له لوبډلې سره مخامخ شي.
دا په روانو اسیايي سیالیو کې چې جاپانیې کوربه دی، د افغانستان د کرکټ د لوبډلې لومړۍ لوبه ده.
جاپان خپله لومړۍ مسابقه یوازې د دوو منډو په توپیر پر هند بایللې وه.
نن بله سیالي به د هانکانګ او مالیزیا ترمنځ وي.
سبا هم د افغانستان د کرکټ لوبډله مسابقه لري.
د افغانستان سبانۍ سیالي به له نیپال سره وي.
د طالبانو حکومت د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې له افغان خاورې اته ډرونونه ورتوغول شوي
د طالبانو حکومت پر پاکستان د تازه ډرون بریدونو خبرونه ناسم وبلل.
د طالبانو په حکومت کې یوې معتبرې سرچینې د نوم د نه اخیستلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د دوی له خوا پر پاکستان کوم برید نه دی شوی.
دا وروسته له هغه چې نن سهار پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د ځینو امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړ چې لږ تر لږه اته ډرونونه له افغان خاورې د پاکستان په لور توغول شوي دي.
راډیو پاکستان د امنیتي سرچینو په حواله زیاته کړې چې دوی څلور ډرونونه تورخم ته نږدې او څلور نور د کوهاټ په غرنیو سیمو کې ویشتي دي.
خپلواکو رسنیو تراوسه د دواړو لورو د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو حکومت تر دې وړاندې پر کونړ او پکتیکا د پاکستان د وروستيو هوایي بریدونو په غبرګون کې د مناسب ځواب خبرداری ورکړی و.
په دې اړه په یوه بل تحول کې دا چې د هند د بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاورې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي او هغه یې د سیمې د سولې او ثبات پر ضد بللي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما تایید کړې چې د سپټمبر په ۲۱مه دوشنبه سهار وختي پر کونړ په هوايي برید کې درې افغان ملکیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
یوناما زیاته کړې چې سږ کال یې تر دې دمه د پولې له هغې غاړې د بریدونو او تاوتریخوالي په نتیجه کې د څه باندې ۱۱۰۰ افغان ملکیانو مرګژوبله مستند کړې.
خو د پاکستان چارواکو ادعا کړې چې دوی پر افغانستان باندې د دوی په ټکو دقیقو هوايي بریدونو کې ترهګر په نښه کړي.
پر کونړ او پکتیکا د پاکستان د تېرې دوشنبې ورځې بریدونه وروسته له هغه وشول چې د تېرې جمعې په ورځ په کوهاټ کې د پولیسو یوه مرکز ته نژدې یوه برید کې ۳۱ کسان ووژل او لسګونه نور ټپيان شول.
هند پر افغان خاورې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي او د سیمې د امنیت او ثبات پر ضد یې بللي
هند پر افغان خاورې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جېسوال پرون په نوې ډهلي کې یوه کنفرانس ته وویل چې : «موږ د پاکستان دا بریدونه چې پکې افغان ملکیان مړه شوي په کلکه غندو او له قربانیانو سره خواخوږي څرګندوو.»
جېسوال زیاته کړه چې د یوه خپلواکه ګاوندي په وړاندې داسې پاروونکي اقدامات د سیمې د سولې او امنیت پر ضد دي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما تایید کړې چې د سپټمبر په ۲۱مه دوشنبه سهار وختي په کونړ په هوايي برید کې درې افغان ملکیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
یوناما زیاته کړې چې سږ کال یې تر دې دمه د پولې له هغې غاړې د بریدونو او تاوتریخوالي په نتیجه کې د څه باندې ۱۱۰۰ افغان ملکیانو مرګژوبله مستند کړې.
خو د پاکستان چارواکو ادعا کړې چې دوی په افغانستان باندې دوی دقیق هوايي بریدونو کې ترهګر په نښه کړي.
افغان ووشوکارانو په اسیایي لوبو کې دوه برونز مډالونه وګټل
افغان ووشوکارانو په اسیایي لوبو کې د دوو برونزو مډالونو ګټل یقیني کړل.
محمد خالد هوتک او حامد اشرفي د سېشنبې په ورځ «د وږې په ۳۱مه» خپل اندونیزیایي سیالان مات کړل او په دې سرهیې د برونزو مډالونه یقیني کړل.
دغه دواړه لوبغاړي به په بل پړاو کې د سپینو زرو د مډال لپاره سیالۍ وکړي.
خالد هوتک تر دې مخکې هم دوه ځله په اسیایي لوبو کې، په چین او اندونیزیا کې، د برونزو مډالونه ګټلي دي.
د اسیایي لوبو سیالۍ د جاپان د ایچي ولایت په ناګویا ښار کې روانې دي.
د افغانستان لسګونه لوبغاړي چې د هېواد له بهره مېشتې یو شمېر افغانې لوبغاړې هم پهکې شاملې دي، په بېلابېلو برخو کې ګډون لري.
فایق: افغان ښځې د ټولنې راتلونکې مشرانې دي
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په درشل کې د افغانستان د ښځو، سولې او ملي پخلاینې په نوم یوه غونډه جوړه شوه.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق تېر ماښام دې غونډې ته وویل چې له پنځو کلونو راهیسې افغان نجونې او ښځې په سیستماتیکه توګه له تعلیم، کار او ټولنیز ژونده محرومې شوي.
هغه وویل چې افغان ښځې یواځې قربانیانې نه بلکې د ټولنې راتلونکې مشرانې دي او په هر سیاسي بهیر کې باید د هغوی ګډون په مستقیمه او اغېزمنه توګه ډاډمن وي.
دې غونډه کې د یو شمېر هېوادونو استازیو او ځینو افغان فعالانو برخه اخیستې وه.
افغان بایسکل چلوونکې فریبا هاشمي د اسیایي لوبو نایب اتله شوه
افغان بایسکل چلوونکې فریبا هاشمي په اسیايي لوبو کې د نقرې مډال وګاټه.
فریبا هاشمي سه شنبه سهار د سړک د بایسکل چلوونې ټاکلی واټن په ۲ ساعتونو، ۵۰ دقیقو او ۵ ثانیو کې وواهه او تر چینایۍ لوبغاړې وروسته دویم مقام ته ورسېده.
دا لومړی وار دی چې له اسیايي لوبو افغان نجونې مډال ترلاسه کوي.
فریبا هاشمي چې په ایټالیا کې اوسیږي په اسیايي لوبو کې د افغانستان استازیتوب کوي.
اسیايي لوبې د جاپان ایچي ناګویا کې روانې دي چې له افغانستانه هم په څو برخو کې د یو شمېر بهر مېشتو افغان نجونو په ګډون لږ تر لږه ۳۴ لوبغاړي برخه اخیستې.
پر افغانستان هوايي بریدونه؛ پاکستان وايي ۲۸ سخت دریځي یې وژلي
په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما په افغانستان کې په هوایي بریدونو کې د درې ملکي وګړو د وژل کېدو پخلی وکړ، د پاکستان حکومت ټینګار کوي چې په دغو بریدونو کې لږترلږه ۲۸ سخت دریځي وژل شوي دي.
د روېټرز د راپور له مخې د پاکستان یوه امنیتي چارواکي چې نهیې غوښتل نومیې په راپور کې خپور شي ویلي چې دغه بریدونه د افغانستان په دوو ولایتونو، پکتیکا او کونړ باندې شوي او د دې هېواد د اطلاعاتو وزارتیې په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر لږترلږه ۲۸ تنه ښودلی، خو د پاکستان پوځ د دې خبر تر چمتو کېدو پورې د دغو بریدونو په اړه څه نهدي ويلي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د دغو بریدونو په وړاندې د اعتراض په توګهیې په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړ.
د اعلامیې له مخې دغه بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بلل شوي او په کلکو ټکو غندل شوي دي.
اسیايي لوبې او د افغان لوبغاړو ځینې لاسته راوړنې
د افغانستان د ووشو ملي لوبغاړي خالد هوتک په اسیايي لوبو کې خپل یمنی سیال مات کړی او یو اتم پړاو یا کوارټرفاینل ته وتلی دی.
تمه ده هوتک سبا ماښام په کوارټرفاینل کې له خپل اندونیزیايي سیال سره مخ شي.
دی که هغه لوبه وګټي نو د اسیايي لوبو د برنزو مډال یې قطعي کېږي ځکه نیمه پایلوبو ته وتلی شي.
خالد هوتک دوه وار مخکې هم په چین او اندونیزیا کې له اسیايي لوبو د برنزو مډالونه ګټلي.
اخوا افغان لوبغاړې فریبا هاشمي په بایسکل چلوونې کې د شنبې په ورځ په یو لړ لوبو کې اوومه شوه.
هغې ۲۴ کیلومتره لاره په نږدې ۲۸نیمو دقیقو کې ووهله او له تایلند، تایوان، ایران، مغولستان، اندونیزیا،متحده عرب اماراتو، ماکائو او قطر څخه مخکې پای کرښې ته ورسېده.
اسیايي لوبې د جاپان ایچي ناګویا کې روانې دي چې له افغانستانه هم په څو برخو کې د یو شمېر بهر مېشتو افغان نجونو په ګډون لږ تر لږه ۳۴ لوبغاړي ګډون لري.