خبرونه
عرقچي له بریتانیا وغوښتل خپله تګلاره بدله کړي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د بریتانیا له بهرنیو چارو وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې له لندن څخه وغوښتل چې د ایران پر وړاندې خپله تګلاره بدله کړي. هغه د ترهګر سازمان په توګه د سپاه پاسداران د اعلانولو هڅه او د امریکا او اسرائیلو ملاتړ «ناموجه» وباله.
عراقچي وویل، ایران په ښه نیت ډیپلوماسي پیل کړې وه، خو امریکا د ژمنو په ماتولو سره د تفاهم عملي کېدل ګډوډ کړل.
هغه همداراز خبرداری ورکړ چې په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ په چارو کې د درېیمو هېوادونو لاسوهنه به وضعیت نور هم پېچلی کړي.
د راپورونو له مخې، د بریتانیا د باندنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې د ایران پر ضد په جګړه کې ښکېل نه دی او د اختلافاتو د حل لپاره په ډیپلوماسۍ باور لري او له تهران سره د اړیکو او خبرو د دوام ملاتړ کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
امریکا خپلو وګړو ته په منځني ختیځ کې د سیمې د پرېښودو لپاره د چمتووالي سپارښتنه وکړه
په اسرائیل، اردن او عراق کې د امریکا سفارتونو د امنیتي خبرداریو په خپرولو سره له امریکایي وګړو غوښتي چې د وضعیت د ناڅاپي خرابېدو او د شخړو د احتمالي زیاتېدو له امله احتیاط وکړي او د منځني ختیځ د پرېښودو لپاره چمتو واوسي.
په دغو خبرداریو کې ویل شوي چې امریکایي وګړي باید د الوتنو د لغوه کېدو، د هوايي حریمونو د لنډمهاله تړل کېدو او د سفرونو د ګډوډېدو احتمال په پام کې ونیسي او ځان ورته چمتو کړي.
همدارنګه له هغو امریکایانو څخه چې له سیمې بهر دي غوښتل شوي چې منځني ختیځ ته د سفر یا له دې سیمې د تېرېدو په اړه په جدي توګه له سره غور وکړي.
د اردن په پلازمینه عمان کې د امریکا سفارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې په اردن کې پوځي اډو ته له تګ څخه ډډه وکړي او خبرداری یې ورکړی چې ایران او ورسره همغږي ډلې ښايي د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د امریکا ګټې، ادارې او وګړي په نښه کړي.
په عراق کې د امریکا سفارت هم په ایکسپاڼه کې لیکلي چې که شخړې زیاتې شي، امریکایي وګړي باید د سیمې د پرېښودو لپاره چمتو واوسي.
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د مور په شیدو د ماشوم د تغذیې پر اهمیت ټینګار وکړ
د مور په شیدو د تغذیې د نړیوالې اوونۍ له پیل سره هممهاله، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د مور په شیدو د تغذیې پر حیاتي ارزښت ټینګار کړی دی.
دې سازمان د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د مور شیدې د ماشوم لپاره اړینې او بشپړې غذا ده او هغه ساتنه او پاملرنه برابروي چې هر نوی زېږېدلی ماشوم یې د سالمې او پیاوړې ودې لپاره اړتیا لري.
د روغتیا نړیوال سازمان له ټولو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د میندو ملاتړ وکړي او زیاته کړې یې ده چې د هر ماشوم حق باید خوندي شي، څو د مور له شیدو تغذیه ترلاسه کړي.
هر کال د اګست میاشتې لومړۍ اوونۍ د مور په شیدو د تغذیې نړیوالې اوونۍ په توګه نمانځل کېږي، چې موخه یې د ماشومانو او نویو زېږېدلو د ودې او روغتیا لپاره د مور د شیدو حیاتي رول ته پاملرنه را اړول دي.
ریچارډ بېنېټ د نیمروز په دښتو کې د ۱۹ ځوانانو مړینه "وحشتناکه" وبلله
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ، د هغو ۱۹ افغان ځوانانو د مړینې پیښه چې ایران ته د ناقانونه لارو د تګ په ترڅ کې یې د نیمروز په دښتو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، "وحشتناکه" بللې ده.
بېنېټ د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د هغو اصلي لاملونو څېړنه او حل، چې خلک دا ډول له ناهیلۍ ډکو او خطرناکو سفرونو ته اړکوي، خورا مهم دي.
په دې وروستیو کې د هغو ۱۹ ځوانانو مړي موندل شوي چې غوښتل یې له قاچاقي لارو ایران ته ولاړ شي، خو د نیمروز په سوځنده دښتو کې د سختې ګرمۍ او تندې له امله مړه شوي وو.
د دغو کسانو له ډلې د پنځو مړي شاوخوا دوه اوونۍ مخکې او د ۱۴ نورو مړي تېره جمعه وموندل شول.
د دغو ۱۴ کسانو مړي د شنبې په ورځ له نیمروز څخه د بادغیس ولایت د دره بوم ولسوالۍ ته د هغوی اصلي سیمې ته ولېږدول شول.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) هم دا پېښه خواشینوونکې بللې او هغه یې یوه ژوره تراژیدي یاده کړې ده.
د افغانستان او آیرلنډ ترمنځ د کرکټ سیالۍ لپاره امنیتي تدابیر نیول کېږي
د آیرلنډ د کرکټ ادارې ویلي، د افغانستان پر وړاندې د راتلونکو یو ورځنیو سیالیو لپاره یې د اعتراضونو احتمال ته په پام یې مناسب امنیتي تدابیر نیولي او له پولیسو او نورو اړوندو ادارو سره یې همغږي کړې، څو ټولې پنځه لوبې په خوندي ډول ترسره شي.
د دغو سیالیو کوربتوب د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ښځو پر حقونو د سختو محدودیتونو له امله له نیوکو سره مخ شوی دی.
د شمالي ایرلنډ پولیسو ویلي، د سولهییزو اعتراضونو حق خوندي دی، خو که اعتراضونه د نورو حقونه زیانمن کړي، امنیت ګډوډ کړي یا قانون مات شي، نو پولیس به قانوني او متناسب اقدام وکړي.
د بخښنې نړیوال سازمان هم ویلي چې له دې سیالۍ څخه ممکن طالبانو ته تبلیغ وشي،
سيایناین: امریکا ښايي پر ایران د بریدونو نوې لړۍ پیل کړي
سياېناېن د دوو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې امریکا ښايي د شنبې یا یکشنبې په ورځ د ایران پر ضد د بریدونو نوی پړاو پیل کړي، خو د بریدونو وروستۍ پرېکړه او هدفونه لا نه دي روښانه او د لغوه کېدو امکان هم شته.
راپور زیاتوي چې د ایران د انرژۍ او اتومي تاسیساتو، په ځانګړي ډول نطنز ته نژدې پر « کلنګ ګزلا» غر د برید لپاره هم چمتووالی روان دی.
سپینې ماڼۍ ویلي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ به «تروریستي چلند» بې ځوابه پرېنږدي، خو داسې نښې نشته چې اسرائیل به د امریکا په دط احتمالي بریدونو کې ګډون وکړي.
سياېناېن همداراز وایي، د جګړې د پراخېدو او د سیمې د نورو هېوادونو د ښکېلتیا ترڅنګ، د سپاه پاسداران کورني وضعیت هم حالات نور پېچلي کړي دي.
یوناما یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو پر زدهکړو بندیز لیرې کړي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرستې جورجیت ګانیون د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو لګول شوی بندیز لیرې کړي.
هغې دا څرګندونې کابل د استالف ولسوالۍ د نجونو د یوه ښوونځي څخه له لیدنې وروسته وکړې.
ګانیون په هغه وېډیو کې چې د جمعې په ورځ د یوناما په فېسبوک پاڼه خپره شوې، وايي چې واکمن چارواکي لا هم په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې په دولتي ښوونځیو کې له زدهکړو منع کوي.
هغې له طالبانو وغوښتل چې د نجونو پر زدهکړو بندیز پای ته ورسوي، څو نجونې وکولای شي د خپل پرمختګ ترڅنګ د افغانستان په پرمختګ کې هم ونډه واخلي.
طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو منع کړې او وروسته یې په لوړو او نیمه لوړو تحصیلي بنسټونو کې د هغوی پر زدهکړو هم بندیز ولګاوه.
د نړیوالو فشارونو او په افغانستان کې د خلکو له غوښتنو سره سره، د طالبانو حکومت تر اوسه دغه بندیزونه نه دي لغوه کړي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دوام؛ ۲۳۴۶ افغانان بېرته ستانه شول
د طالبانو حکومت وايي چې یوازې د پنجشنبې په ورځ ۲۳۴۶ افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د جمعې په ورځ په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې له دې ډلې څخه له دوو زرو ډېر کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
هغه زیاته کړې چې نږدې ۵۰۰ افغان کډوال هم له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د جولای له ۱۰مې نېټې راهیسې د بېاسنادو افغان کډوالو د ایستلو نوې لړۍ پیل کړې ده.
په دې موده کې لسګونه زره افغان کډوال افغانستان ته بېرته ستانه کړل شوي دي.
له بلې خوا، په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو څو ځله راډیو ازادي ته ویلي چې پر دوی فشارونه زیات شوي دي.
په دې وروستیو کې د بې پولې ډاکترانو سازمان (اېم اېس اېف) هم ویلي چې افغان کډوال په پاکستان کې د نیول کېدو، د کار او عاید له لاسه ورکولو او په زوره افغانستان ته د ستنولو له وېرې سره ژوند کوي.
دغه نړیوالې مرستندویه ادارې د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ودروي.
ننګرهار کې د سېلابونو له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي
ننګرهار ولایت کې سیمهییزو طالب چارواکو ویلي چې د جمعې په ورځ د دغه ولایت د شینوارو ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون د ننګرهار د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دغه مرګژوبله د یوه کور د چت د نړېدو له امله رامنځته شوې ده.
په شینوارو ولسوالۍ او همدارنګه د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې سېلابونو خلکو او عامه تأسیساتو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په نورستان او د هغه ترڅنګ په ځینو ولایتونو کې هم سېلابونو خلکو ته مرګژوبله او پراخ مالي زیانونه اړولي دي.
د ملګرو ملتونو د ادارو د شمېرو له مخې، په دغو سېلابونو کې لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه شوي دي.
ټرمپ: ایران سره جګړه ښه روانه ده او بالاخره به شاتګ وکړي
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې له ایران سره روانه جګړه “ښه پر مخ روانه ده” او د امریکا د پوځ بریدونو ته په اشارې سره یې ټینګار وکړ چې ایران به بالاخره شاتګ ته اړ شي.
ټرمپ له فاکس نیوز شبکې سره په خبرو کې د ایران د جګړې د وروستیو پرمختګونو په اړه وویل: “هر څه ښه روان دي. یوازنی کار چې تاسو یې کولای شئ دا دی چې بریاوو ته دوام ورکړئ، بیا به په پای کې یو څه پېښ شي، خو موږ هغوی په سختۍ سره په نښه کوو، په بشپړه توګه مو مغشوش او بې وسه کړي دي او موږ یوازې بریا ته دوام ورکوو.”
هغه زیاته کړه: “په پای کې به دوی پرته له دې بله چاره ونه لري چې بېرته راوګرځي او شاتګ وکړي.”
د ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه شوې دي چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د پنجشنبې په سهار اعلان وکړ چې متحده ایالاتو پر ایران یو لړ بریدونه ترسره کړي دي.
د جمعې له سهار راهیسې ایران هم ویلي چې پر کوېټ یې د بېپیلوټه الوتکو برید کړی او د هرمز په تنګي کې یې پر دوو تېلو وړونکو بېړیو توغندي توغولي دي.